د یوې ۲۴ کلنې مشهورې کوریایي فلمي لوبغاړې مړی د هغې په کور کې موندل شوی

د سوېلي کوریا د سینما پېژندل شوې فلمي ستورې کیم سای رون چې په اسټاګرام یې ۳،۷ میلیونه تعقیبوونکي لرل، د ۲۴ کلنۍ په عمر په خپل کور کې مړه موندل شوې ده.

د سوېلي کوریا د سینما پېژندل شوې فلمي ستورې کیم سای رون چې په اسټاګرام یې ۳،۷ میلیونه تعقیبوونکي لرل، د ۲۴ کلنۍ په عمر په خپل کور کې مړه موندل شوې ده.
د کوریايي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه فلمي ستورې مړی په سیول کې د هغې په کور کې موندل شوی.
د نوموړې په اړه د هغې یوه ملګري پولیسو ته خبر ورکړی وو.
د کیم رون ملګري چې غوښتل ورسره وګوري، د هغې کور ته تللی وو او له بار - بار هڅو وروسته چې پوه شو د کور دننه کوم خوځښت نه شته پولیسو ته یې خبر ورکړ.
پولیسو د کور د دروازې له خلاصولو وروسته د هغې جسد وموند.
د پولیسو په وینا، په کور کې د کوم جرمي عمل یا بهرنۍ مداخلې شواهد نه دي موندل شوي، خو د وژنې د علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
ياده دې وي، چې فلمي ستورې کيم په ۲۰۲۲ کال کې د پوليسو له خوا د نشې په حالت کې د موټر چلولو او زيان رسولو په تور نيول شوې وه او پر هغې درنه جریمه هم لګول شوې وه، خو نوموړې د دغه پېښې له امله بښنه غوښتې وه او د جریمې د پرېکولو ژمنه یې هم کړې وه.
له دغه پېښې وروسته پولیسو د هغه د خوشې کولو پرمهال د موټر چلولو جواز لغوه کړی وو.
د راپورونو له مخې ، کوریایی فلمي ستورې کیم سای رون د جریمې پوره کولو لپاره په یوه کافه کې وروسته له وخته دنده هم درلوده، چې په ۲۰۲۴ کې د جرمانې له پرېکولو وروسته فلمي صنعت ته راستنه شوه.
نوموړې په دې وروستیو کې یوه نوې پروژه ترلاسه کړې وه، چې کار یې پرې کاوه.


اجمل خټک د پښتو ژبې وتلی شاعر او سیاستوال و، چې د ۲۰۱۰ کال د فبروري په ۷مه نېټه مړ شوی او د پښتونخوا په اکوړه خټک کې خاورو ته سپارل شوی دی. د اجمل خټک لارویان نوموړی د ادب او سیاست په ډګر کې د مبارزې، ازادۍ او ویښتوب مهم غږ بولي.
اجمل خټک چې د پښتو ژبې له نوموتو شاعرانو، لیکوالانو، سیاستوالو او مبارزینو ګنل کیږي د ۱۹۲۵ کال د سپټمبر په ۱۵مه نېټه د پښتونخوا په اکوړه خټک کې زیږدلی.
اجمل خټک د پېښور په اسلامیه کالج کې زدکړې کړې وې.
اجمل خټک د عبدالغفار خان له نظریې او مبارزې په الهام اخیستلو سره د پښتونو د حقونو، ازادۍ او بیدارۍ لپاره مبارزه کوله.
دغه پښتون شاعر او سیاستوال د خپلو سیاسي مبارزو پر مهال د پاکستان د مرکزي حکومت له مخالفتونو سره هم مخ شوی او له امله یې شاوخوا ۱۶ کلونه په افغانستان کې ژوندی کړی دی.
اجمل خټک هغه مهال په افغانستان کې له بېلابېلو ملتپالو تحریکونو سره د خپلو خلکو د حقونو لپاره مبارزه کړې دهاو پاکستان ته په ستېندو سره د عوامي نیشنل ګوند تر مشرۍ هم رسیدلی.
اجمل خټک د سیاست ترڅنګ د پښتو ژبې یو ستر شاعر او لیکوال هم و.
د نوموړي شاعري د ملتپالنې، مبارزې، ټولنیز عدالت، ازادۍ او انساني ارزښتونو ترجماني کوله.
مونږ يې د ژوند د سپرلي نخښې ګڼو
چاته به ګل چاته به خار ښکاري
مونږ لېوني که څوک په دار ويروي
مونږ ته د يار د زلفو تار ښکاري
«دا زه یم او دا زما قلم، غرونه اوبه وینې او د غلامۍ شپې» د ښاغلي خټک له مشهورو شعري ټولګو څخه شمېرل کیږي.
اجمل خټک د ۲۰۱۰ کال د فبروري په ۷مه نېټه مړ شوی او د نوښار په اکوړه خټک کې خاورو ته سپارل شوی دی.
د ښاغلي خټک د پنځلسم تلین په یاد کې ګڼو لیکوالانو، ځوانانو او سیاستوالو نوموړی د پښتنو د مبارې، ویښتوب او ازادۍ مهم ږغ یاد کړی دی.
د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک د اجمل خټک د پنځلسم تلین په اړه پر اېکس پاڼې لیکلي، چې اجمل خټک د پښتو ژبې د شلمې پیړۍ د یوه ستر شاعر سره سره یو نه ستومانېدونکی مترقي، ملي سیاسي فعال و، هغه په ځوانانو کې د سیاسي بیداری او د پاکستان د غاصبو واکنو خلاف د مزاحمت جذبه زیږولي وه او لر او بر افغانانو ترمنځ اړېکې یې هم پیاوړي کړي وي.

د پښتونخوا سترې محکمې په پاکستان کې د پناه غوښتونکو افغان هنرمندانو د جبري اخراج په وړاندې د ثبت شوې عریضې په اړه حکومت ته حکم کړی، چې افغان هنرمندان دې په زور بېرته افغانستان ته نه ستنوي.
دغې محکمې حکومت ته لارښوونه کړې چې په دوو میاشتو کې د افغان هنرمندانو د پناه غوښتنې په اړه پریکړه وکړي او تر هغه وخته دوی په زور بېرته افغانستان ته نه شي ستنولی.
د پېښور سترې محکمې دغه پرېکړه په داسې حال کړې ده، چې په ورستیو دوو اونیو کې پولیسو په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات پل کړي دي.
د راپورونو له مخې، ۱۴۱ افغان هنرمندانو تېرکال اکټوبر میاشت کې د پښتونخوا سترې محکمې ته عریضه کړي وه، چې په جبري توګه افغانستان ته د دوی ستنول وځنډوي.
د افغان هنرمدانو له لوري د پښتونخوا سترې محکمې ته په لیک کې استدلال شوی و، چې د طالبانو له لوري په موسیقۍ، کنسرټونو او ورته هنري فعالیتونو د بندیز ترڅنګ دوی په افغانستان کې له ګواښونو سره مخ دي.
په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هنرمندانو، دولتي کارکوونکو، خبریالانو او نظامیانو په ګډون په ډير شمېر کې افغانان د نورو هېوادونو ترڅنګ پاکستان او ایران ته کډوال شول، خو د څه باندې یوه کال راهیسي یادو هېوادونو د افغان کډوالو د نیولو او په زور بېرته افغانستان ته د ستنولو لړۍ پیل کړي.

طالبانو د هېواد د نامتو ولسي شاعر ملنګ جان د شعرونو پر کلیاتو بندیز لګولی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د منع شویو کتابونو یو نوملړ خپور شوی، چې په کې لیدل کېږي یادې ډلې د ملنګ جان د کتاب پېر او پلور منع کړی او د هغه کتابونه یې د ملي ګټو خلاف بللي دي.
له دغه وزارت څخه یوې باوري سرچینې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې دغه نوملړ تایید کړی دی.
د سرچینې په خبره، د منع شویو کتابونو نوملړ تر پخوا اوږد شوی او په وروستیو میاشتو کې بیا په ډېر شمېر نورو کتابونو هم بندیزونه لګېدلي دي.
د راپورونو له مخې، طالبانو په هر ولایت کې په دې اړوند کمېټې جوړې کړي، چې یادې کمېټې د حاکم نظام د خوښې خلاف کتابونه راټولوي او تر ثبت کېدو وروسته یې ممنوع اعلانوي.
سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دغه راز په خپلو خبرو کې ویلي، چې، په دغه نوملړ کې ډېری د پاکستان ضد کتابونه شامل دي.
پاکستان د ګړنګ پر غاړه، د افغانستان په خونړۍ تراژیدي کې د پاکستان رول، له مسعود وروسته د افغانستان د جګړو ریښې، زما د دښمن ـ دښمن هند، پاکستان محور شرارت، مرګوني غېږ، دوه مخی کرنل امام او یو شمېر نور هغه کتابونه دي، چې د افغانستان د ملي ګټو خلاف یاد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملنګ جان کتابونه او شعري ټولګې تر دې وړاندې په پاکستان کې هم منع شوي وو.
د طالبانو دغه اقدام په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر پخوانیو چارواکو او لیکوالانو غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان د پخواني نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د ملنګ جان پر کتابونو د طالبانو بندیز غندي او وایي: «د حاکمې او استبدادي ډلې له خوا په هر ډول کتاب بنديز د غندلو وړ دی او دا له پوهې او عقل سره د دوښمنۍ څرګنده بېلګه ده.»
نوموړي یاد نامتو شاعر ولسي او وطنپال شاعر بللی او زیاته کړې یې ده، چې د نوموړي په کتاب بنديز ښيي، چې طالبانو له وطن او خلکو سره مینه هم ګناه بولي.
د افغانستان د پخواني نظام د چارو ادارې یاد مشر همداراز وویل: «د ملنګ جان “خوږې نغمې” شعري ټولګه په اویایمو او اتیایمو کلونو کې د استعمار د لاسپوڅي پاکستاني پوځ له خوا په کوزه پښتونخوا کې ممنوع شوې وه او اوس هماغه استعمار ته ژمنې، افراطي او استبدادي حاکمې ډلې په افغانستان کې د ملنګ جان په کتاب بندیز لګولی.»
د یادولو ده، چې ملنګ جان په ١٢٩٣ لمريز کال د ننګرهار د بهسودو په چميار کلي کې زېږېدلی و او په ١٣٣٦ لمريز کال د يوې ترافيکي پېښې له امله مړ شو.
د افغانستان د سټراټیژیکو څېړنو د نړۍوال مرکز مشر هاتف مختار هم د طالبانو له خوا د ملنګ جان د کتابونو د بندیزونو په غبرګون ویلي: «دا د ادب او کلتور سره ښکاره دوښمني او شرمونکی عمل دی.»
نوموړي په خپل اېکس کې له طالبانو پوښتنه کړې: «تاسو به وکړای شي چې د ټولو کتابونو د لیکونکو فکر بدل کړی؟»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لېندۍ په میاشت کې اعلان کړی و، چې له کتاب پلورنځیو یې هغه لسګونه کتابونه ټول کړي، چې «د اسلامي ارزښتونو او د دوی د پاليسۍ خلاف» وو.
د روان کال د لړم مياشتي په دویمه بیا دغه وزارت په کابل کې ۴۰۰ عنوانه کتابونه منع اعلان کړل او په ټول هېواد کې يې د دغو کتابونو د ټولولو کمپاين پیل کړ.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند ویلي و، چې دغه وزارت «د اسلامي ارزښتونو، د اسلامي امارت د پاليسي خلاف» د کتابونو د ټولو لپاره کمېسیون جوړ کړی او په کار يې پيل کړی.
نوموړي ویلي، چې دغه کمېسیون د کمپاين پر مهال لسګونه عنوانه بېلابيل کتابونه ټول کړي دي.
یو شمېر لیکوالانو او هېوادوالو په وار - وار د طالبانو په ورته کړنو نیوکې کړي او ویلي یې دي؛ که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کتاب لوستلو دود کمرنګه شوی دی، خو د طالبانو په دغو بندیزونو سره به په هېواد کې د کتاب لوستلو فرهنګ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.





د خیبرپښتونخوا حکومت اعلان کړی دی، چې په دغه صوبې کې هرې واده کېدونکې مستحقې نجلۍ سره دوه لکه او شل زره کلدارې مرسته کوي. د پښتونخوا حکومت ویلي، چې په دغه پروګرام کې به څلورو زرو نجونو ته ودونه کوي.
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور تر مشرۍ لاندې د ټولنیزې هوساینې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د جهیز فنډ له لارې به د یادې صوبې له ۴ زرو څخه ډېرو مستحقو نجونو ودونه وشي.
د ودونو دا ټولییزې ولیمې به د صوبایي حکومت په لګښت ترسره کېږي او واده کوونکو مستحقو نجونو ته به دوه لکه او شل زره نغدې روپۍ ورکړل شي.
وزیر اعلی علي امین ګنډاپور وویل، چې د جهیز فنډ له لارې ودونو کې به په هر حالت کې دا ډاډ ترلاسه شي، چې حق یوازې مستحقو کسانو ته ورسېږي.
په خیبر پښتونخوا کې دا د خپل ډول یوه بې سارې پرېکړه ده، چې له مخې یې واده کوونکو نجونو ته پیسې ورکول کېږي.

مالمو ښار کې یو شمیر نامتو افغان فرهنګیانو، لیکوالانو او سندرغاړو د پښتو میوزک انسټیټیوټ پرانیست. دغه ګام په افغانستان کې پر موسیقۍ د طالبانو له درې کلن بندیز وروسته دی.
د انسټیټیوټ په پرانیست غونډه کې ځینو افغان لیکوالانو او شاعرانو پښتو موسيقۍ او هنرمندانو ته ورپېښې ستونزې په ګوته او د حل لپاره يې سپارښتنې وړاندې کړې.
د دوی له ډلې د پښتو ژبې مخکښ سندرغاړي هارون پاچا هم د انسټیټیوټ په پرانیست غونډه کې کډون کړی و.
نوموړي په خپله فیسبوک کې هیله کړې چې «پښتو میوزیک انسټیټیوټ به د يوه منظم سازمان په توګه د پښتو موسيقۍ د ساتنې او ودې په چارو کې اغېزناک رول ولوبوي.»
نوموړی وايي، دې غونډې ته یې د هغې يوې څېړنې په اړه معلومات ورکړل چې دې سازمان د پښتون افغان وطن د هنرمندانو د ټولنيز او اقتصادي حالت د ارزيابۍ په موخه کړې وه.

په دغه غونډه کې ځینو سندرغاړو او سیاسي فعالینو په انلاین بڼه هم کډون کړی و او د پښتو موسیقۍ پر اهمیت یې خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې د پښتون سندرغاړي هارون باچا له خوا کنسرټ هم ترسره شو.