• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا سترې محکمې په جبر توګه د افغان هنرمندانو ایستل منع اعلان کړل

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۵۶ GMT+۰

د پښتونخوا سترې محکمې په پاکستان کې د پناه غوښتونکو افغان هنرمندانو د جبري اخراج په وړاندې د ثبت شوې عریضې په اړه حکومت ته حکم کړی، چې افغان هنرمندان دې په زور بېرته افغانستان ته نه ستنوي.

دغې محکمې حکومت ته لارښوونه کړې چې په دوو میاشتو کې د افغان هنرمندانو د پناه غوښتنې په اړه پریکړه وکړي او تر هغه وخته دوی په زور بېرته افغانستان ته نه شي ستنولی.

د پېښور سترې محکمې دغه پرېکړه په داسې حال کړې ده، چې په ورستیو دوو اونیو کې پولیسو په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات پل کړي دي.

د راپورونو له مخې، ۱۴۱ افغان هنرمندانو تېرکال اکټوبر میاشت کې د پښتونخوا سترې محکمې ته عریضه کړي وه، چې په جبري توګه افغانستان ته د دوی ستنول وځنډوي.

د افغان هنرمدانو له لوري د پښتونخوا سترې محکمې ته په لیک کې استدلال شوی و، چې د طالبانو له لوري په موسیقۍ، کنسرټونو او ورته هنري فعالیتونو د بندیز ترڅنګ دوی په افغانستان کې له ګواښونو سره مخ دي.

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هنرمندانو، دولتي کارکوونکو، خبریالانو او نظامیانو په ګډون په ډير شمېر کې افغانان د نورو هېوادونو ترڅنګ پاکستان او ایران ته کډوال شول، خو د څه باندې یوه کال راهیسي یادو هېوادونو د افغان کډوالو د نیولو او په زور بېرته افغانستان ته د ستنولو لړۍ پیل کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د سعودي، اماراتو او چین په ګډون له ۷ هېوادونو څخه ۲۵۸ پاکستانیان وایستل شول

۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۲۵ GMT+۰

د کډوالۍ د ادارو د معلوماتو له مخې، له سعودي عربستان څخه د ۷ سوالګرو په ګډون ۲۳۲ تنه او له متحده عربي اماراتو څخه ۲۱ تنه پاکستانیان ایستل شوي دي. دغه ادارې زیاتوي چې له چین، قطر، اندونیزیا، قبرس او نایجیریا څخه هم پاکستانیان ایستل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د ایستل شویو کسانو څخه د یو تن تابعیت شکمن دی، په داسې حال کې چې ۱۶ مسافر کراچۍ ته په رسېدو نیول شوي دي او له جواز پرته د حج پر تللو نيول شوي دوه کسان د سزا له پوره کېدو وروسته بېرته وطن ته لېږل شوي او څلور پاکستانيان چې عمرې ته تللي وو، د زياتې مودې د پاتې کېدو سزا ورکړل شوې ده.

دغه دارې وايي، چې له متحده عربي اماراتو څخه ایستل شویو ۲۱ پاکستانیانو کې ۴ یې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري.

د کډوالۍ له قانون سره سم، له چین، قطر، اندونیزیا، قبرس او نایجیریا څخه هم یو یو پاکستانی بهر شوی دی.

ټي ټي پي د پاکستان د اتومي انرژۍ کمیسیون کارکوونکي نیولي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د پاکستاني طالبانو غورځنګ وايي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت ولسوالۍ کې یې د پاکستان د اتومي انرژۍ د کمیسیون اته تنه غړي نیولي دي. پاکستاني طالبانو د نیول شویو کسانو پېژندپاڼې او تذکرې هم خپرې کړې، چې د یاد کمیسیون لپاره یې کار کاوه.

ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی ۱۶ کسان نیولي وو، خو اته تنه یې بېرته خوشي کړي او تر خلاصون وروسته پوځ وژلي، چې پړه یې پر دوی واچوي.

پاکستاني طالبان وايي، اته تنه خوشي شوي کسان عام کسان وو او مزدوري یې کوله.

ټي ټي پي په خپله اعلامیه کې زیاته کړې، چې د پاکستان د اتومي انرژۍ کمیسیون نیول شوي کارکوونکي یې یوه خوندي ځای ته لېږدولي دي.

دې ډلې د نیول شویو کسانو نومونه هم خپاره کړي دي.

د پاکستان امنیتي ادارو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني شنونکي: پاکستان دې په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره مستقیمې اړیکې ونیسي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۳۴ GMT+۰

پاکستاني کارپوهانو د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کړې، چې په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره مستقیمې اړیکې ونیسي او د پاکستاني طالبانو پر ستونزه ورسره وغږیږي. دوی ټینګار کړی، چې دغسې اړیکې د «سرحدي ترهګرۍ» او سوداګریزو اړیکو د ښه والي په برخه کې مرستندویې تمامېدای شي.

دغه وړاندیز د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ (PIPS) له خوا په "پاکستان کې د ترهګرۍ وضعیت ۲۰۲۴-۲۵" تر سرلیک لاندې په یوه کارپوهانه مشورتي غونډه کې شوی، چې امنیتي کارپوهانو، خبریالانو او څېړونکو پکې د پاکستان پر وړاندې پرتو ترهګریزو ګواښونو په اړه بحث کړی.

د غونډې ګډونوالو په دې ټینګار کړې چې کندهار په افغانستان کې د واک اصلي مرکز دی، چېرې چې د ټولو مهمو مسایلو پریکړې کیږي. د دوی په وینا، پاکستان باید د طالبانو له مشرتابه سره اړیکې ټینګې کړي او که هغوی د روغتیا او ویزې خدماتو ته اړتیا ولري، له دوی سره مرسته وکړي.

د دې نېشن د رپوټ له مخې، کارپوهانو دټي ټي پي د عملیاتو په ستراتیژۍ کې د بدلون په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې دې ډلې په وروستیو کې پر ملکیانو بریدونه کم کړي څو خپل عامه انځور ښه کړي، خو پر امنیتي ځواکونو یې بریدونه زیات کړي دي.

د سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ څخه ارش خان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د یوې اوږدمهالې ستراتیژۍ پر جوړولو ټینګار کړی چې یوازې د پوځي عملیاتو نه بلکې د ځايي ټولنو ملاتړ هم پکې شامل وي.

د انسټیتیوت رییس محمد عامر رانا خبرداری ورکړی چې خبرې اترې کولی شي اورپکۍ ته مشروعیت ورکړي. هغه وویل چې ټي ټي پي د پاکستان لپاره یو وجودي ګواښ دی او باید د دې ډلې پر وړاندې صفر زغم وښودل شي.

د څیړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) اجرایوي رییس امتیاز ګل د پاکستان پر ترهګرۍ ضد ځانګړي چلند نیوکه وکړه او د ملکي حکومت په مشرۍ افغان پالیسۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

ځینو کارپوهانو وپوښتل، چې که روسیه، چین او د مرکزي اسیا هېوادونه له طالبانو سره فعالې اړیکې لري، نو ولې پاکستان له دې دلې سره د بې ارتباطۍ پالیسۍ تعقیبوي.

پاکستان په دې وروستیو کې د ټي ټي پي پر سر د طالبانو له حکومت سره په اړیکو کې له ستونزو سره مخ دی.

ایمل ولي خان: پښتونخوا د تباهۍ په حال کې ده او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان وايي، پښتونخوا د تباهۍ په حال کې ده او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی. نوموړی وایي، په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وضعیت ډير خراب دی خو د پاکستان دوو ګوندونو ولس په سیاسي ډرامو بوخت کړی دی.

د عوامي ملي ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان وايي، مرکزي حکومت د پښتونخوا ستونزو ته هیڅ رسیده ګي نه کوي.

نوموړی وايي، « پښتونخوا د تباهي په حال کې ده، هلته د حکومت حاکمیت کمیږي او بلوچستان هم له لاسه وتونکی دی».

نوموړی د پاکستان د واکمن ګوند او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند تر منځ مذاکراتو ته په اشاره وايي، سیاسي ګوندونه باید «دروانو ډرامو» پر ځای د ملت اصلي ستونزو ته مخه کړي.

ایمل ولي خان زیاتوي، « حالات ډیر پیکه دي، خو ملت په سیاسي ډرامو کې شا ته غورځول شوی دی. که تاسې غلا کړې وي، ساعتونه مو پلورلي وی یا مو هم له ملک ریاض سره جوړ جاړی کړی وي نو باید له دوسیو سره مخ شئ، خبرې د څه لپاره کوئ».

نوموړی وايي، په تېرو ۱۲ کلونو کې هیڅ حکومت هم د پښتنو ستونزې نه دي اوارې کړې، «پښتانه لومړي وزیران کیږي، خو د پښتنو ستونزو ته یې هیڅ کار نه دی کړی، د دوی لومړيتوب بېل دی. دا خلک د بندیانو په خلاصون او د اسلام اباد د تخت ترلاسه کولو په جګړه بوخت دي.»

د عوامي ملي ګوند مشر وايي، د حکومت او پي ټي ای تر منځ د مذاکراتو لپاره هیڅ لېوالتیا نه لري او نه به هم دا مذاکرات کومه پایله ولري.

ایمل ولي خان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له یوې خوا په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ناامنۍ ډيرې شوې او بل خوا د پاکستان واکمن ګوند او د عمران خان په مشرۍ د پي ټي ای ګوند تر منځ د جوړجاړي خبرې تودې شوې دي.

شنونکي ددې خبرو اترو ترشا یو هدف د پاکستان امنیتي وضعیت او د وسله والو جنګیالیو خلاف د پوځ احتمالي پوځي عملیات ګڼي.

طالبانو د ولسي شاعر ملنګ جان د کتاب په پېر او پلور بندیز لګولی

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۴ GMT+۰

طالبانو د هېواد د نامتو ولسي شاعر ملنګ جان د شعرونو پر کلیاتو بندیز لګولی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د منع شویو کتابونو یو نوملړ خپور شوی، چې په کې لیدل کېږي یادې ډلې د ملنګ جان د کتاب پېر او پلور منع کړی او د هغه کتابونه یې د ملي ګټو خلاف بللي دي.
له دغه وزارت څخه یوې باوري سرچینې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې دغه نوملړ تایید کړی دی.
د سرچینې په خبره، د منع شویو کتابونو نوملړ تر پخوا اوږد شوی او په وروستیو میاشتو کې بیا په ډېر شمېر نورو کتابونو هم بندیزونه لګېدلي دي.
د راپورونو له مخې، طالبانو په هر ولایت کې په دې اړوند کمېټې جوړې کړي، چې یادې کمېټې د حاکم نظام د خوښې خلاف کتابونه راټولوي او تر ثبت کېدو وروسته یې ممنوع اعلانوي.
سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دغه راز په خپلو خبرو کې ویلي، چې، په دغه نوملړ کې ډېری د پاکستان ضد کتابونه شامل دي.
پاکستان د ګړنګ پر غاړه، د افغانستان په خونړۍ تراژیدي کې د پاکستان رول، له مسعود وروسته د افغانستان د جګړو ریښې، زما د دښمن ـ دښمن هند، پاکستان محور شرارت، مرګوني غېږ، دوه مخی کرنل امام او یو شمېر نور هغه کتابونه دي، چې د افغانستان د ملي ګټو خلاف یاد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ‏د ملنګ جان کتابونه او شعري ټولګې تر دې وړاندې په پاکستان کې هم منع شوي وو.
د طالبانو دغه اقدام په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر پخوانیو چارواکو او لیکوالانو غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان د پخواني نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د ملنګ جان پر کتابونو د طالبانو بندیز غندي او وایي: «د حاکمې او استبدادي ډلې له خوا په هر ډول کتاب بنديز د غندلو وړ دی او دا له پوهې او عقل سره د دوښمنۍ څرګنده بېلګه ده.»
نوموړي یاد نامتو شاعر ولسي او وطنپال شاعر بللی او زیاته کړې یې ده، چې د نوموړي په کتاب بنديز ښيي، چې طالبانو له وطن او خلکو سره مینه هم ګناه بولي.
د افغانستان د پخواني نظام د چارو ادارې یاد مشر همداراز وویل: «‏د ملنګ جان “خوږې نغمې” شعري ټولګه په اویایمو او اتیایمو کلونو کې د استعمار د لاسپوڅي پاکستاني پوځ له خوا په کوزه پښتونخوا کې ممنوع شوې وه او اوس هماغه استعمار ته ژمنې، افراطي او استبدادي حاکمې ډلې په افغانستان کې د ملنګ جان په کتاب بندیز لګولی.»
د یادولو ده، چې ملنګ جان په ١٢٩٣ لمريز کال د ننګرهار د بهسودو په چميار کلي کې زېږېدلی و او په ١٣٣٦ لمريز کال د يوې ترافيکي پېښې له امله مړ شو.
د افغانستان د سټراټیژیکو څېړنو د نړۍوال مرکز مشر هاتف مختار هم د طالبانو له خوا د ملنګ جان د کتابونو د بندیزونو په غبرګون ویلي: «دا د ادب او کلتور سره ښکاره دوښمني او شرمونکی عمل دی.»
نوموړي په خپل اېکس کې له طالبانو پوښتنه کړې: «تاسو به وکړای شي چې د ټولو کتابونو د لیکونکو فکر بدل کړی؟»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لېندۍ په میاشت کې اعلان کړی و، چې له کتاب پلورنځیو یې هغه لسګونه کتابونه ټول کړي، چې «د اسلامي ارزښتونو او د دوی د پاليسۍ خلاف» وو.
د روان کال د لړم مياشتي په دویمه بیا دغه وزارت په کابل کې ۴۰۰ عنوانه کتابونه منع اعلان کړل او په ټول هېواد کې يې د دغو کتابونو د ټولولو کمپاين پیل کړ.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند ویلي و، چې دغه وزارت «د اسلامي ارزښتونو، د اسلامي امارت د پاليسي خلاف» د کتابونو د ټولو لپاره کمېسیون جوړ کړی او په کار يې پيل کړی.
نوموړي ویلي، چې دغه کمېسیون د کمپاين پر مهال لسګونه عنوانه بېلابيل کتابونه ټول کړي دي.
یو شمېر لیکوالانو او هېوادوالو په وار - وار د طالبانو په ورته کړنو نیوکې کړي او ویلي یې دي؛ که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کتاب لوستلو دود کمرنګه شوی دی، خو د طالبانو په دغو بندیزونو سره به په هېواد کې د کتاب لوستلو فرهنګ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

100%
100%
100%
100%