• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۲۰ GMT+۰

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ د لمنځه وړلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد اسحاق ډار په نيويارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوتريئ سره لیدلي دي.

په خبرپآڼه کې راغلي، چې ښاغلي ډار په دغې لیدنه کې د افغانستان دننه او بهر له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نوموړي دغه راز د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا او پاکستان تر منځ د نښلوونکو پروژو د پلي کولو په ګډون په افغانستان کې له مېلیونونو بې وزله خلکو سره د بشري مرستو د برابرولو او د دغه هېواد د اقتصادي پراختیا د ودې لپاره د پاکستان پر چمتووالي ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي ډار په دغې لیدنه کې د سولې، نړۍوال امنیت او اقلیمي بدلون په څېر لویو نړۍوالو ننګونو کې د ملګرو ملتونو په ونډه ټینګار کړی دی.

سربېره پر دې، هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه د نړۍوالې سولې او امنیت ته دې ودې ورکولو په برخه کې د پاکستان پر ژمنې ټینګار وکړ.

ښاغلي ګوترېش هم په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د فعالې ونډې او د ملګرو ملتونو د امن ساتنې د مرستې په بڼه د نړۍوالې سولې او امنيت په ټينګښت کې د پاکستان د ونډې له امله له ښاغلي ډار څخه مننه وکړه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ندیم د اسلامي همکاریو سازمان استازي ته: تېر نصاب ځواب ویونکی نه و، نو ځکه مو بدل کړ

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان ښوونیز نصاب د خلکو اړتیاوې نه پوره کولې.

هغه وویل، چې "اسلامي او ملي ارزښتونو" ته په پام یې په ښوونیز نصاب کې بدلونونه راوړي دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت پرون سې شنبه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ندا محمد ندیم دغه څرګندونې د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره په لیدنه کې کړې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو ورسته دغې ډلې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په نصاب کې بدلون راوستی، چې په ډېریو پوهنځیو کې يې د بشري حقونو، ښځو حقونو او ټولنیزو مسایلو مضامین حذف کړل او پر ځای یې دیني او شرعي مضامین وټاکل.

ندیم ټینګار کړی، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د دیني او عصري علومو ترمنځ واټن له منځه تللی او نظام دواړو برخو ته په ځانګړې توګه پاملرنه کوي.

ندا محمد ندیم چې په طالبانو کې د نجونو زده‌کړو ضد کس بلل کېږي؛ د پوهنتونو له نصاب څخه د جعفري فقهې اړوند مضامین هم لرې کړې دي.
بل خوا د اسلامي همکاریو سازمان په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد سازمان استازي طارق علي بخیت په افغانستان کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم، امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر خالد حنفي، د عدلیې وزیر عبدالکریم حیدر او د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور سره لیدلي کتلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، طارق علي بخیت د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا په پرېکړه لیکونو کې د مطرح شویو مسلو د څار په موخه له طالبانو سره د رغنده اړیکو د دوام پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

هغه ټینګار کړی، چې د پوهنې او د ښځو د حقونو مسله نه یوازې د افغانستان د اقتصادي او سیاسي ثبات لپاره؛ بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د تینګښت لپاره هم ډېره اړینه ده.

د اسلامي همکاریو سازمان په وار، وار پر طالبانو غږ کړی، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د ښځو او نجونو پر مخ پرانیزي.

د هواپوهنې اداره: په ۲۶ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۹ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د کب لومړۍ نېټه) په ۲۶ ولایتونو کې د شړکنده باران او واورې ورېدو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې له‌خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د سالنګونو په ګډون د کندهار، زابل، روزګان، غور، دایکنډي، بامیان، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ او سرپل ولایتونو لپاره شوې ده.

د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵ تر ۳۵) ملي مترو او د واورې کچه بیا (له ۱۰ تر ۳۵) سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

له بل پلوه ‏د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت (د سلواغې له ۳۰مې د کب تر ۲مې نېټې پورې) د هېواد په ځينو برخو کې د سېلابونو د راتلو او د اوبو د کچې د زیاتېدو اټکل کړی دی.

‏د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د چغچران، هریردو، فراه، ترینکوټ، کندهار، زابل، هلمند، نیمروز، فاریاب، بلخ، جوزجان، خوست، لغمان، ننګرهار او پکتیا، لوګر او پنجشېر د سیندونو په برخو کې د ورښتونو له امله د اوبو د کچې لوړېدو او د سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

طالبانو په کونړ ولایت کې د ۱۲۰.۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۸۰ کیلوګرامه بېروج پلورلي دي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۰

په کونړ ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یې د ۱۲۰.۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت بېروج د ازادې بولۍ له لارې پلورلي دي.

په دغه ولایت د طالبانو د کانونو او پټرولیم مشر محمد شیرین حقاني د دغې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې د کونړ ولایت له کانونو څخه ترلاسه شوي ۸۰ کیلو ګرامه بېروج په اسعد اباد ښار کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پلور په مرکز کې د ازادې بولۍ له لارې د ۱۲۰.۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغو بېروجو ترلاسه شوې پیسې به د دولت خزانې ته وسپارل شي.

څو ورځې وړاندې هم طالبانو په کونړ ولایت کې د ۴۰.۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۲۲۲ کیلوګرامه ګران بیه ډبرې د ازادې بولۍ له لارې پلورلې وې.
په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د خپلو عوایدو لپاره په هر ولایت کې د کانونو سپړلو ته مخه کړې ده.
خو پر طالبانو نیوکې دي، چې د افغانستان کانونه او ګران بیه ډبرې په نا مسلکي ډول سپړي او له پلور وروسته یې عواید شخصي جیبونو ته اچوي.
تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د خپلو سرچینو له حوالې راپور ورکړی و، چې د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې د بېروجو پر کان «چور او تالان روان دی او ځايي طالب مسوولین خپله برخه په کې اخلي.»
د یادې ولسوالۍ ځینو قومي مشرانو هم ویلي، چې ځايي طالبان په کابل کې له چارواکو سره له همغږۍ پرته په دغه کان کې ښکېل دي.

ناڅرګندو وسله والو له بلوچستانه پنجاب ته پر لاره د یوه بس اوه سپرلۍ په ډزو وژلي دي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۰۷ GMT+۰

د پاکستان جیونیوز د خبر له مخې، یو مساپر وړونکی بس چې له کوټې څخه فیصل اباد ته پر لاره و، د بلوچستان د بارکهان ولسوالۍ په رخنۍ سیمه کې وسله والو درولی او د پېژندپاڼو له کتلو وروسته یې اوه سپرلۍ ځای پر ځای په ډزو وژلې دي.

د بارکهان ولسوالۍ د پولیسو مرستیال خادم حسین رسنیو ته ویلي، چې په یاده پېښه کې اوه مساپر وژل شوي چې ټول یې د پنجاب د بیلابیلو ښارونو سره تړاو لري.

خادم حسین زیاتوي، چې د دغې پېښې مړيیې روغتون ته لېږدولي او د پېښې سیمه کلابنده ده او د دوی پلټنې روانې دي.

د دغه بس د سپرو له ډلې د ذیشان په نوم یو کس وايي، چې په یاده پېښه کې د ده ورور وژل شوی، هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «له ۱۰ تر ۱۲ وسله والو بس ودراوه، د ټولو مساپرو پېژندپاڼې یې وکتلې، زما د ورور عدنان پېژندپاڼه یې هم ولیدله او له بس څخه یې کښته کړ، وسله والو زما د ورور په ګډون ټول اوه کسان په ډزو سره ووژل.»

د یادې پېښې یوې بلې ښځې چې وسله والو یې ورور وژلی، جیونیوز ته ویلي: «مونږ له کوټې څخه فیصل اباد ته روان وو، پټمخو وسله والو، زمونږ د سپرلۍ بس ودراوه، زما د ورور پېژندپاڼه یې وکتله او له بس څخه یې کښته کړ، موږ پټ پټ ورکتل، چې وروسته یې په ډزو وواژه.»

بل خوا د بلوچستان ایالت سر وزیر سرفراز بګټي په بارکهان کې د اوو مساپرو وژنه غندلې او زیاته کړې یې ده، «ترهګر بې ګناه خلک وژني، د امن او سولې د دښمنانو دا بزدلانه بریدونه د زغم وړ نه دي او موږ به کلک ځواب ورکړو.»

دا په روان میلادي کال کې د پنجاب او بلوچستان تر منځ پر لاره د دې ډول لومړنۍ پیښه ده.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په اګسټ میاشت کې پر همدې لاره پر ګاډو بريد کې ۲۲ تنه وژل شوي وو. چې له ډلې يې ۲۰ تنه د پنجاب د بیلابیلو سیمو اوسېدونکي وو.

محمد محقق: سراج‌الدین حقاني او ملا برادر کولای شي د ویانا په غونډه کې ګډون وکړي

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د طالبانو خپلمنځیو اختلافاتو ته په شارې وايي، چې د سراج‌الدین حقاني او ملا برادر په ګډون د دغې ډلې نور غړي هم کولای شي د ویانا په غونډه کې ګډون کې وکړي.

هغه چې په خپله د ویانا غونډې انلاین ګډون‌وال دی، د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د افغانستان انټرنیشنل-پښتو له سپړنې خپرونې سره د خپلې مرکې پرمهال ټینګار کړی، چې که د طالبانو ترمنځ مخالفې څېرې د سولې مذاکرات غواړي، هرکلی یې کوي.

محقق زیاته کړې، چې نن ورځ ټوله نړۍ دې پایلې ته رسېدلې چې د طالبانو واکمني بقا نه‌لري او له همدې امله له «طالبانو وروسته افغانستان» په تړاو مذاکرات ارزښت لري.

نوموړي څرګنده کړې، چې له طالبانو وروسته د افغانستان راتلونکی باید د ولس د رایو پر بنسټ وټاکل شي او د ټولو ډلو او جریانونو د ګډون تضمین دې وشي.

د هغه په خبره: «امریکایانو له یوې ترهګریزې ډلې سره د یوه منل شوي سیاسي جریان په توګه مذاکرات وکړل، خو د دوی د شویو ژمنو برخلاف طالبان بدل شوي نه دي او له سیاسي جریانونو، بېلابېلو قومونو او ښځو سره په جورجاړي کې پاتې راغلي دي.»

محمد محقق د طالبانو خپلمنځیو ناندریو او د نړۍوالو مرستو بندېدو ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت بدلېدونکی دی او په وینا یې، د سيمې او نړۍ ټولو هېوادونو له طالبانو مخ اړولی او نور په سيمه کې هېڅ یو هېواد له دغې ډلې ملاتړ نه کوي.

نوموړی زیاتوي: «تر دې وروسته باید داسې شرایط برابر شي، چې نړۍ نور له ترهګرو ملاتړ و نه کړي. یو شمېر طالبان له افغانستان تښتېدلي او یو شمېر نور له افغانستانه کډه شوي دي او د افغانستان په ګډون په سیمه کې پراخ بدلونونه رامنځته کېدونکي دي.»

محقق همداراز وویل، چې د سیمې هېوادونه یا د طالبانو مخالف دي یا د هغوی اقداماتو اندېښمن کړي دي.

یادې سیاسي څېرې له پاکستان سره د طالبانو په اړیکو کې وروستیو ناندریو ته په اشارې ویلي، چې پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې په پاکستان کې ناامني درې برابره ډېره شوې ده.

د هغه په وینا، له طالبانو څخه د سیمې د هېوادونو د نارضایتۍ یوه څرګنده بېلګه دا ده، چې تر اوسه کوم هېواد د دغې ډلې رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر وړاندې وايي، د ویانا غونډې هڅه دا ده چې پراخه او جامع شي څو د دې غونډې نقشه د ټولو جریانونو ته د منلو وړ وګرځي.

د یادونې ده، چې د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود او د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا په ګډون د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې د «ازاد او ډېموکراټيک افغانستان» لپاره د ویانا په پنځم کنفرانس کې راټول شوې دي.