د ترکیې پولیسو لسګونه افغان کډوال ونیول

د ترکیې رسنۍ وايي چې د دغه هېواد پولیسو په وان ښار کې په یوه باروړونکي موټر کې تر یوې څارنې او پلټنې وروسته ۶۹ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.

د ترکیې رسنۍ وايي چې د دغه هېواد پولیسو په وان ښار کې په یوه باروړونکي موټر کې تر یوې څارنې او پلټنې وروسته ۶۹ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.
رسنیو د جمعې په ورځ (د کب ۳مه) د ترکیې پولیسو په حواله زیاته کړې چې په دې پلټنه کې پنځه نور کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، دغه باروړونکی موټر د ترکیې له وان ښار څخه د دغه هېواد لوېدیځو ښارونو ته پر روان و چې د لارې په اوږدو کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
په راپورونو کې راغلي چې د افغانانو شوې ډله د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته لېږدول شوې او انساني قاچاقبران بیا عدلي او قضايي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې پولیسو په دې وروستیو کې د ناقانونه کډوالو د پلټنې او توقیف عملیات پیل کړي دي.
د یادونې ده چې د دغه هېواد پولیسو څه موده مخکې هم په ایرزورم او سیواس ښارونو کې ۷۵ناقانونه او بې اسناده افغان کډوال نیولي وو.


د ننګرهار په کوشتې ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې او همدا ډول په خاص کونړ ولسوالۍ شالۍ درې سیمه کې پاکستاني ځواکونو راکټي بریدونه ترسره کړي دي.
ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د کونړ ولایت خاص کونړ والسوالۍ په شالۍ اولۍ سیمه کې پاکستاني ځواکونو راکیټي بریدونه ترسره کړي او لا هم روان دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په شالۍ کې د پاکستان د دوامداره راکټي بریدونو له امله خلکو خپل کورنه پرېښي دي خو ددغه راکټونو له امله د مرګ ژوبلې خبر تر اوسه نهدی ترلاسه شوی.
بل خوا د ننګرهار ولایت، ګوشتې ولسوالۍ سره په ډېورنډ فرضي کرښه یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له خوا د جمعې ورځې ناخته نښته شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه دواړو خواو رسنیو ته څه نهدي ویلي.
په ګوشتې کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته له تېرو څو ورځو راهیسې وخت ناوخت ترسره کیږي.
ځايي سرچیني وايي، د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ دغه نښتې درې ورځې وړاندې په ګوشته ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته چېرمه د طالبانو له لوري د یوه زغره وال ټانک لپاره د پوستې جوړولو پر سر رامنځته شوې.
ددغه دواړو بریدونو په تړاو مو هڅه وکړه چې د طالبانو له ځای چارواکو سره خبرې وکړو او نظر یې واخلو خو ونه توانېدو.
یاده دې وي چې تېره ورځ د ګوشتې ولسوالۍ ترڅنګ په دور بابا ولسوالۍ څڅوبي سیمه کې هم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوې وه.

د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان په یو تازه راپور کې ویلي چې ایران په تېرو دوو ورځو کې د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام کړي دي.
نوموړي سازمان د جمعې په ورځ (د کب ۳مه) په خپل راپور کې زیاته کړې چې دا کسان د قصدي وژنې، د نشهیي توکو جرم، وسلهوالې غلا اوجبري تجاوز په تور اعدام شوي دي.
د یاد سازمان د راپور پر بنسټ، د شپږو کسانو د اعدام حکم چې دوه افغانان هم په کې شامل دي، تېره چهارشنبه په قزلحصار کرج زندان کې عملي شوی دی.
ورته مهال، د ایران د بشري حقونو یاد سازمان خبر ورکړی، چې د زاهدان یو بلوڅ اوسېدونکی محمود براهوي او ایرانی حسین ساساني بیا تېره ورځ (پنجشنبه) اعدام شوي دي.
دا چې دا دوه افغان وګړي د افغانستان د کوم ولایت یا سیمې دي، ههنګاوه یې په تړاو معلومات نه دي ورکړي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان د معلوماتو پر بنسټ، ایران په تېر ۲۰۲۴ کال کې لږترلږه ۸۰ افغانان د مخدرهتوکو قاچاق وژنې او نور بېلابېلو تورونو له امله اعدام کړي دي.
نړۍوال سازمانونه تل د ایران د اعدامونو له روانو مجازاتو سره مخالفت څرګندوي، خو دغه هېواد له ګڼو مخالفتونو سره سره د افغانو په ګډون د خلکو اعدام ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د طالبانو له حکومت غوښتي چې خپله خاوره دې د ترهګرۍ لپاره نه کاروي، مګر طالبان ادعا کوي چې پاکستان په خپله خاوره کې د داعش لپاره مرکزونه جوړ کړي او په افغانستان کې برېدونه پلان کوي.
نوموړي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د هېڅ هېواد خاوره باید د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي او پاکستان په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.
پاکستان وایي چې طالبانو د پاکستان ضد وسله والو ډلو ته په افغانستان کې ځای ورکړی دی او له دغه هېواد څخه په پاکستان کې بریدونه پلان کوي.
د دغه هېواد یوه جګپوړي جنرال شمشاد میرزا په یوه بریټانوي فکري مرکز کې په خپله وینا کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د کنټرول نشتوالی ښايي د سترو ترهګریزو بریدونو لامل شي.
همدا ډول د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د روان کال د چنګاښ میاشت کې ویلي وو، د هغه وسله والو پر ضد چې په پاکستان کې امنیتي ځواکونه په نښه کوي د دې نویو عملیاتو د یوې برخې په توګه به پاکستان راتلونکي کې افغانستان کې پر اهدافو بریدونه وکړي.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په وار - وار ادعا کړې، چې په افغانستان کې د داعش زیاتره بریدونه له پاکستان څخه تنظیمېږي.
په پاکستان کې د روانو ناامنیو له امله د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي.
د روان کال په جدي میاشت کې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ هوايي بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ۴۶ تنه ووژل شول. طالبانو د دغه برید قربانیان ملکي وګړي یاد کړي، خو پاکستان ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان د اورپکو پوستې یې په نښه کړې دي.

په پاکستان کې د طالبانو سفارت وايي، په لنډ وخت کې له اسلام اباد او راولپنډۍ د افغان کډوالو ایستل د پاکستان یو اړخيزه پرېکړه ده او دوی په دې هکله خپله اندېښنه څرګندوي. طالبانو ویلي، چې پاکستان له همدې ښارونو د کډوالو د ژر ایستلو موضوع له دوی او یونیسیار سره نه ده شریکه کړې.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، چې د پاکستاني پوليسو له لوري په اسلام اباد او راولپنډۍ کې افغان کډوال نیول کيږي او له دې ښارونو د وتلو ګواښونه ورته کيږي.
طالبانو ویلي، چې د پاکستان د دې پرېکړې په اړه دوی ته رسمي خبر نه دی ورکول شوی.
سفارت ویلي: «که دا خپل سرې نيونې نه وي او د دغه هېواد پاليسي وي نو باید ټول اړخونه خبر اوسي.»
په اعلاميه کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ سره هم په ناستو کې معلومه شوه، چې هغوی هم د روان وضعت په اړه ناخبره دي.
د طالبانو سفارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې له اسلام اباد او راولپنډۍ د ټولو افغان کډوالو ایستل د دغه هېواد پلان دی.
دوی زیاته کړې: «بالآخره، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ومنله چې د اسلام اباد او راولپنډۍ او همداراز نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان قطعي او حتمي دی.»
د سفارت د مالوماتو له مخي، په دې اړه یې له پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره خپلي اندېښنې شريکې کړې او کابل به هم له دې موضوع خبر کړي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان د طالبانو هغه غوښتنه رد کړې، چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې په ناقانونه توګه د مېشتو افغانانو د اوسېدو موده وغځوي.
دغو افغان کډوالو ته ویل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال د فېبرورۍ تر ۲۸مې له دغه هېواد ووځي.
د پاکستان امنیتي ادارو د بې اسناده افغان اوسیدونکو لېست جوړ کړی چې په کې د هغوی معلومات او د اوسیدو ځایونه په نښه شوي دي.
هغه افغانان، چې د پاکستان ویزه لري د ویزې د مودې تر پایه پاکستان کې اوسیدلی شي.
له تېرو دوو میاشتو را په دېخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات تر سره شوي او لا هم روان دي.

ژبه د انساني ټولنې اساس او بنسټ دی. د فرهنګونو، روایاتو او انساني ژوند ژواک د پرمختګ او شعوري کېدو وسیله ده، د فکر د بیان او احساساتو د څرګندولو غږیز جوړښت دی.
نړۍ کې دا مهال ٥٩٦٤ ژوندۍ ژبې شته؛ د فېبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ نومول شوې او سږکال د دغې ورځ لپاره ځانګړې موضوع د څو ژبو زده کړه د بین النسلي زده کړو بنسټ په ګوته شوی دی.
څو ژبنۍ زده کړې نه یوازې ټولشموله ټولنو ته وده ورکوي؛ بلکې د غیر غالب، اقلیت او ځایي ژبو په ساتنه کې هم مرسته کوي او دا د ټولو افرادو لپاره تعلیم ته د مساوي لاسرسي او د ژوند لپاره د زده کړې د فرصتونو د تر لاسه کولو لپاره د بنسټ ډبره ده.
د مورنۍ ژبې د ورځ شالید:
شلمه پېړۍ د بدلونونو، پېوستونونو او جدایۍ پېړۍ ده، په ۱۹۴۷ ز کال چې کله د هند او پاکستان تر منځ د بېلتون کرښه راوښکل شوه، بنګله دېش د پاکستان برخه وګرځېده او دغې چارې د نورو ټولو سیاسي کړکیچونو تر څنګ یو غښتلی ژبنی بحث رامنځته کړ.
بېلتون پالنې پاکستاني مشر او رهبر محمد علي جناج ټینګار کاوه، چې رامنځته شوی پاکستان باید ژبنی اتحاد ولري او له همدې امله یې د بنګله دېش په ډهاکه کې یوې لویې غونډې ته دېکتاتورانه وینا وکړه او ویې ویل، چې وروسته له دې د پاکستان رسمي او ملي ژبه اردو ده او ټول دولتي مراسلات، زده کړې او خبرتیاوې به په اردو او انګلیسي ژبه ترسره کیږي.
یوه ډله بنګله دېشیانو له دغې خبرې سره مخالفت وښود او ویې ویل، چې دوی خپله ملي او رسمي ژبه لري، چې بنګالي نومیږي او دوی نه شي کولی چې د مجبوریت له مخې په ټولو بنګالیانو اردو یا انګلیسي ژبه زده کړي.
د وخت پاکستاني حکومت پر بنګله دېش د یوه فشار له مخې اردو او انګليسي ژبه تحمیل کړه؛ خو د دغې پرېکړې پر وړاندې مقاومت زیات او د لاریونونو تر سرحده ورسېد.
لومړنی لوی لاریون په ۱۹۵۲ ز کال د فېبرورۍ په ۲۱ د بنګله دېش په مرکز ډهاکې کې پیل شو، چې د پاکستاني حکومتي ځواکونو له خوا د لاریون د له منځه وړلو په موخه پرې ډزې وشوې او ګن محصلین ووژل شول.
دا پر مورنۍ ژبې د افهام او تفهیم، زده کړو او سیاست غوښتنې لومړنۍ جدي مبارزه وه، چې په ترڅ کې یې یو شمېر محصلین ووژل شول او دغه نهضت لا په یوې مشترکې عقدې او درد تبدیل شو.
بنګالیان تر هغې ارام نه شول، چې په ټول بنګله دېش کې یې خودجوشه حرکتونه پیل نه کړل او هماغه و، چې پاکستانی حکومت مجبور شو، چې په ۱۹۵۶ کال د فېبرورۍ په ۲۹ بنګالي د پاکستان د ملي ژبې په توګه ومني؛ خو د مورنۍ ژبې د حق غوښتلو مبارزې بنګالیان دومره ویښ کړي وو، چې ورپسې یې د پاکستاني حاکمیت د له منځه وړلو لپاره مټې را بډوهلې او د دې سبب شول چې په ۱۹۷۱ کال کې پاکستان له خپلې خاورې وباسي او خپله واکمني اعلان کړي.
په ۱۹۹۹ز کال کې د یوه بنګالي دانشمند محمد رفیق اسلام له خوا یونسکو ته د دغې ورځې د رسمي ثبت وړاندیز وکړ او یونسکو په ۲۰۰۰ کال کې د فېبروري ۲۱مه نېټه د مورنۍ ژبې د نړۍوالې ورځې په پار ومنله.
یونسکو اعلان وکړ، چې د پایداره ټولنو لپاره د کولتوري او ژبني تنوع په اهمیت باور لري او دا د نړۍوالې سولې لپاره د هغه ماموریت یو چوکاټ کې دی، چې دا د کولتورونو او ژبو د توپیرونو د ساتلو لپاره کار کوي او د نورو لپاره زغم او درناوي ته وده ورکوي.
د مورنۍ ژبې ارزښت:
مورنۍ ژبه د ماشوم د لومړني پوهاوي را پوهاوي ژبه ده، چې له زېږېدو سره سم ورسره مخ کیږي، دا ژبه د ماشوم د احساساتو، عاطفې، غوسې، ژړا او فکر ژبه ګرځي او د کوچنیوالي ټول ارزښتمند خاطرات په الفاظو پکې ثبت کیږي.
هغه ژبه چې د انسان د خوبونو او عواطفو ژبه وي، طبعي ده چې له هغې ژبې ډېره مهمه ده، چې په دویمي ډول په شعوري یا غیرشعوري توګه زده کیږي.
دا مهال په ټوله نړۍ کې نېږدې څلوېښت سلنه وګړي په مورنۍ ژبه له زده کړو بې برخې دي، دوی یا په جبري او یا هم په اختیاري ډول دا حق له لاسه ورکړی؛ خو اهمیت ته یې ډېر پام نه دی شوی.
څېړنو ښودلې، هغه کوچنیان چې په خپلې مورنۍ ژبې زده کړې کوي تر هغو کوچنیانو ډېره زده کړه کوي، چې په دویمه ژبه زده کړې کوي.
نو د انساني حق په توګه دا مهال د نړۍ نېږدې نیمايي انسانان له خپل دغه اساسي حق څخه بې برخې شوي دي.
د مورنۍ ژبې جبري اخیستل شوی حق:
د نړۍ د څلوېښت سلنه وګړو یوه لویه برخه داسې وګړي دي، چې په جبري ډول ترې دا حق اخیستل شوی، میلیونونه داسې انسانان شته/ وو، چې له دغه حقه محروم زېږدېدلي، لوی شوي او له دغه حقه محروم مړه شوي دي.
په ځینو ټولنو کې سیاسي واکدارۍ په جبري ډول خپلو ولسونو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې حق نه ورکوي، چې غوره مثال یې په پاکستان کې مېشت پښتانه، سندیان او بلوچان دي.
د پاکستان دا لویه برخه وګړي مجبور دي، چې په دویمه ژبه اردو زده کړې وکړي او په خپلې مورنۍ ژبې له زده کړې محروم شي، چې دا چاره په خپل ذات کې کولتوري او ژبنیو ارزښتونو ته نه درناوی دی.
د نړۍ یوه لویه برخه خلک کډوالۍ ته اړ شوي او هر سیمې ته چې د کډوال په توګه تللي، د هماغې سیمې ژبه یې د زده کړو د ژبې په توګه کارولې ده، چې دا چاره هم په خپل ذات کې په جبري ډول له یوې ډلې خلکو څخه د هغوی د مورنۍ ژبې د حق د اخیستلو په معنا ده.
د بېلګې په توګه؛ د افغانستان د جمهوري دولت له سقوط وروسته سلګونه زره افغانان د نړۍ نورو هېوادونو ته کډوال شول او دوی مجبور دي، چې د هماغو سیمو په ژبو زده کړې، دولتي او سیاسي افهام او تفهیم وکړي.

په مورنۍ ژبې اختیاري پرېښودل شوی حق:
د نړۍ په څلوېښت سلنه وګړو کې یوه برخه داسې وګړي هم شته، چې په اختیاري ډول یې په مورنۍ ژبې د زده کړې حق پرېښی او دوی غواړي چې د نړۍ په نورو ژبو زده کړې وکړي.
دا چاره د انساني حقوقو په چوکاټ کې د انسان خپل اختیار ګڼل کیږي او انسانان دا حق لري، چې په هرې ژبې که دی یې غواړي پرې زده کړې او افهام او تفهیم وکړي.
د بېلګې په توګه؛ ځینې اختیاري کډوالي، یا په نړۍ کې د نورو ژبو زده کړه او یا د ځانګړې علاقې په اساس د زده کړو، ورځني پوهاوي راپوهاوي او سیاست لپاره د یوې بلې ژبې غوره کول.
پښتانه او د مورنۍ ژبې حق:
که څه هم پښتانه د یوه قوم په توګه دقیقه احصایه نه لري؛ خو د اټکل له مخې په افغانستان، پاکستان، هندوستان او د نړۍ په خورو هېوادونو کې نېږدې ۹۷ میلیونه پښتانه ژوند کوي، چې لویه برخه یې په پښتو ژبه د زده کړې حق نه لري.
که له افغانستانه یې پیل کړو، یوازې په پښتون مېشتو سیمو او د کابل په ځینو ښوونځیو کې پښتانه زده کوونکي په پښتو ژبه د زده کړې حق لري؛ خو په نورو ولایاتو کې مېشت پښتانه بیا دا حق نه لري.
په اوسني پاکستان کې د مېشتو پښتنو شمېر نېږدې ۵۰ میلیونو ته رسیږي، چې له دغې ډلې یې یو هم په مورنۍ ژبه د زده کړې حق نه لري او دا حق ترې په جبري ډول اخیستل شوی دی.

پاتې برخه یې په هند او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې ژوند کوي، چې دوی هم په بشپړ ډول په مورنۍ ژبې د زده کړې حق له لاسه ورکړی دی.