• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بادغیس کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۰

په بادغیس کې د طالبانو روغتيايي چارواکي خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د طالبانو روغتيايي چارواکو منلې چې دا پېښه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په «قروتو» کلي کې ثبت شوې او زیاتوي چې د پېښې اغېزمنه یوه پنځه کلنه نجلۍ ده.

دا پېښه داسې مهال ثبتېږي چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف خبرداری ورکړی و چې افغانستان د هغو هېوادونو په لیکه کې شامل دی چې پولیو په‌ کې په سیمه‌ییزه توګه فعال دی.

د معلوماتو پر بنسټ، په تېر ۱۴۰۲ او روان ۱۴۰۳ هجري لمریز کلونو کې په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او لا هم د دغه ویروس د له منځه تلو په برخه کې د ولس اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي.

د یادونې ده چې دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه بلل کېږي چې لا هم په بشپړه توګه پولیو ویروس په‌کې له منځه تللی نه دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان د تېر کال ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناورغۍ ۷۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

افغان کډوالو له پاکستان څخه د اېستلو له وېرې سربېره د خپلې لوبډلې پر لوبې خوښي وښوده

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۶ GMT+۰

په پاکستان کې شاو خوا څلور میلیونه افغانان د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې د خپلې ملي لوبډلې سیالیو ته داسې مهال خوښي کوي چې په دغه هېواد کې د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه سخت اقدامات روان دي.

روېټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، یو شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې د بیا میشتیدنې په لټه کې دي په پلازمینه اسلام اباد کې په یوې قهوه‌خانه کې سره راټول شوي ترڅو په ګډه د افغان ملي لوبډلې لوبه وګوري. مګر بحث ډېر ژر له کرېکټ څخه د دوی اېستلو مسلې ته واوښت.

د بشري حقونو مدافع راحیل تالاش، چې د طالبانو له وېرې درې کاله وړاندې پاکستان ته راغلی، روېټرز ته ویلي: «هغه خلک چې له ۲۰۲۱ وروسته راغلي یوازې د خوندیتوب لپاره راغلي، ځکه چې د دوی ژوند په خطر کې وو.» هغې وویل چې په تېره میاشت کې د افغانانو له اېستلو سره یې حالت خراب شوی.

هغې زیاته کړه: "هرڅوک ویره لري."

خو ۲۲ کلنې مرضیه دلاور ویلي چې هغه هم په ویره کې ژوند کوي.«کله چې موږ له خوبه پاڅیږو موږ ویره لرو چې پولیس به راڅرګند شي. خلک د خپلو کورونو د پرېښودلو ویره لري.»

۲۶ کلنه پروین عسکري چې په نړۍواله کچه د جودو په برخه کې د افغانستان استازیتوب کوي، سره له دې چې طالبانو د ښځو پر سپورت بندیز لګولی دی، نوموړې په کابل کې له خپلې کورنۍ څخه د شاوخوا یو کال لپاره جلا شوې وه، د بیا میشتیدنې په لټه کې ده.

هغې وویل: "زه هیله لرم چې افغانستان لوبه وګټي." هغې زیاته کړه، چې د خوښې لوبغاړی یې سوکه توپ اچوونکی راشد خان دی.

په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې افغانانو افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د پولیسو له‌خوا ورسره سخت برخورد کیږي او دغې چارې دوی سخت اندېښمن کړي.

فواد نوري چې په اسلام اباد کې امریکا ته د تللو په تمه شپې سبا کوي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي:« له تېرو دوه میاشتو مو د پولیسو له لاسه ښه ورځ نده لیدلې، شپه او ورځ پولیس را روان وي، افغانان زوروي او ډېرې بې عزتۍ روانې دي، په دې ټوله دونیا کې افغانان هېڅ خواخوږي نه‌لري چې د دوی سره د اسلام اباد د پولیسو د زورولو په اړه غږ پورته کړي.»

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو ځورول ردوي او وايي، چې د کډوالو اېستل یې د ۲۰۲۳ کال د پراخ کمپاین برخه ده.

یاده دې وي چې په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې له تېرو درې میاشتو راپه‌دېخوا د افغانانو پر وړاندې سخت ګامونه پورته شوی، کور په کور د افغانانو لټه روانه ده، تر اوسه زیات شمېر افغانان نیول شوي او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

داسې رېپورټونه هم ترلاسه شوي چې په پلازمینه اسلام اباد او راولپېنډۍ کې وېزه لرونکي افغانان هم نیول کیږي او د پېسو په بدل کې بېرته خوشې کیږي.

د هرات امنیتي کنفرانس ۱۲م پړاو په اسپانیا کې جوړېږي

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۰

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ خبر ورکړی چې د هرات امنیتي کنفرانس ۱۲م پړاو به درې ورځې وروسته په اسپانیا کې ترسره شي.

نوموړي بنسټ په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د دغه کنفرانس ۱۲م پړاو به د روانې کب میاشتې په ۵مه او ۶مه د اسپانیا په مادرید ښار کې جوړ شي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ لیکلي: «هغه څه چې د افغانستان لپاره پېښ شوي، دا یو تصادف نه دی، بلکې د سیاستونو او د قدرت د جوړښتونو پایله ده.»

ورته مهال، د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپنتا هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هرات امنیتي کنفرانس په ۱۲م پړاو کې به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګڼ شمېر پوهان، ډېپلوماټان، د مدني ټولنو او بشري حقونو فعالان برخه ولري.

ټاکل شوې په دغه کنفرانس کې د نړۍوالو سیمه‌ییزو قدرتونو پر مسوولیت او رول خبرې‌اترې وشي.

د یادونې ده چې د هرات امنیتي کنفرانس ۱۱م پړاو تېرکال د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له‌خوا جوړ شوی و.

د ترکیې پولیسو لسګونه افغان کډوال ونیول

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۵۸ GMT+۰

د ترکیې رسنۍ وايي چې د دغه هېواد پولیسو په وان ښار کې په یوه باروړونکي موټر کې تر یوې څارنې او پلټنې وروسته ۶۹ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.

رسنیو د جمعې په ورځ (د کب ۳مه) د ترکیې پولیسو په حواله زیاته کړې چې په دې پلټنه کې پنځه نور کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، دغه باروړونکی موټر د ترکیې له وان ښار څخه د دغه هېواد لوېدیځو ښارونو ته پر روان و چې د لارې په اوږدو کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

په راپورونو کې راغلي چې د افغانانو شوې ډله د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته لېږدول شوې او انساني قاچاقبران بیا عدلي او قضايي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې پولیسو په دې وروستیو کې د ناقانونه کډوالو د پلټنې او توقیف عملیات پیل کړي دي.

د یادونې ده چې د دغه هېواد پولیسو څه موده مخکې هم په ایرزورم او سیواس ښارونو کې ۷۵ناقانونه او بې اسناده افغان کډوال نیولي وو.

پاکستاني ځواکونو په ګوشتې او خاص کونړ ولسوالیو کې راکټي بریدونه او وسله والې نښتې کړي

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د ننګرهار په کوشتې ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې او همدا ډول په خاص کونړ ولسوالۍ شالۍ درې سیمه کې پاکستاني ځواکونو راکټي بریدونه ترسره کړي دي.

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د کونړ ولایت خاص کونړ والسوالۍ په شالۍ اولۍ سیمه کې پاکستاني ځواکونو راکیټي بریدونه ترسره کړي او لا هم روان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په شالۍ کې د پاکستان د دوامداره راکټي بریدونو له امله خلکو خپل کورنه پرېښي دي خو ددغه راکټونو له امله د مرګ ژوبلې خبر تر اوسه نه‌دی ترلاسه شوی.

بل خوا د ننګرهار ولایت، ګوشتې ولسوالۍ سره په ډېورنډ فرضي کرښه یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له خوا د جمعې ورځې ناخته نښته شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه دواړو خواو رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

په ګوشتې کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته له تېرو څو ورځو راهیسې وخت ناوخت ترسره کیږي.

ځايي سرچیني وايي، د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ دغه نښتې درې ورځې وړاندې په ګوشته ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته چېرمه د طالبانو له لوري د یوه زغره وال ټانک لپاره د پوستې جوړولو پر سر رامنځته شوې.

ددغه دواړو بریدونو په تړاو مو هڅه وکړه چې د طالبانو له ځای چارواکو سره خبرې وکړو او نظر یې واخلو خو ونه توانېدو.

یاده دې وي چې تېره ورځ د ګوشتې ولسوالۍ ترڅنګ په دور بابا ولسوالۍ څڅوبي سیمه کې هم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوې وه.

هه‌نګاو: ایران په تېرو دوو ورځو کې د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام کړي

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۱۵ GMT+۰

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان په یو تازه راپور کې ویلي چې ایران په تېرو دوو ورځو کې د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام کړي دي.

نوموړي سازمان د جمعې په ورځ (د کب ۳مه) په خپل راپور کې زیاته کړې چې دا کسان د قصدي وژنې، د نشه‌یي توکو جرم، وسله‌والې غلا اوجبري تجاوز په تور اعدام شوي دي.

د یاد سازمان د راپور پر بنسټ، د شپږو کسانو د اعدام حکم چې دوه افغانان هم په کې شامل دي، تېره چهارشنبه په قزلحصار کرج زندان کې عملي شوی دی.

ورته مهال، د ایران د بشري حقونو یاد سازمان خبر ورکړی، چې د زاهدان یو بلوڅ اوسېدونکی محمود براهوي او ایرانی حسین ساساني بیا تېره ورځ (پنجشنبه) اعدام شوي دي.

دا چې دا دوه افغان وګړي د افغانستان د کوم ولایت یا سیمې دي، هه‌نګاوه یې په تړاو معلومات نه دي ورکړي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د معلوماتو پر بنسټ، ایران په تېر ۲۰۲۴ کال کې لږترلږه ۸۰ افغانان د مخدره‌توکو قاچاق وژنې او نور بېلابېلو تورونو له امله اعدام کړي دي.

نړۍوال سازمانونه تل د ایران د اعدامونو له روانو مجازاتو سره مخالفت څرګندوي، خو دغه هېواد له ګڼو مخالفتونو سره سره د افغانو په ګډون د خلکو اعدام ته دوام ورکړی دی.