• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کورمه کې پاکستاني ځواکونو د وسله والو په ګډون د ۷۷ شرخوښو د نیولو خبر ورکړی

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۳۵ GMT+۰

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې پاکستاني ځواکونو د عملياتو پر مهال په کورمه کې ۷۷ وسله وال او شرخوښي نيولي دي. په نیول شویو کې هغه کسان شامل دي، چې کورمې ته پر توکو لېږدونکو لاريو تر بريد وروسته یې توکې لوټ کړي وو.

ځايي خلکو خبريالانو ته ویلي، چې پاکستاني ځواکونو له تيرو څلورو ورځو را هیسې د کورمې په اوچت، مندوري، چرخيل او ډډ کمر سيمو کې عملیات پيل کړي او پر مهال يې دغه کسان نیولي دي.

د پاکستان راډيو بیا د شنبې په ورځ د پښتونخوا د امنيتي مسولينو له قوله خبر ورکړی، چې د عملیاتو پرمهال ۴۸ کسان نيول شوي دي.

په کوهاټ کې د پښتونخوا د امنیت مشر شهاب علي شاه او د پولیسو مشر ذوالفقار حمید په مشرۍ په غونده کې د کورمې امنيتي وضعت ته هم کتنه شوې.

سرچینو زياته کړې، چې امنيتي ځواکونو له نيول شويو کسانو لوټ شوي توکي هم اخيستي دي.

له تېرو پنځو میاشتو را هیسې پاړه چنار ته پر تلونکې لویه لار شپږ ځله پر بار وړونکو لاريو او امنیتي ځواکونو بريدونه شوي، چې د تلفاتو ترڅنګ د بار وړونکو لاريو توکي هم لوټ شوي.

اوس د پاړه چنار لار بنده او تګ راتګ پرې سخت شوی.

د ځایي اوسیدونکو په خبره، چې په کورمه کې امنيتي وضعت سم نه دی او د حکومت يې په کابو کولو کې پاته راغلی.

له تېرو دوو ورځو راهیسي د کورمې په بیلابیلو سيمو کې ځايي اوسيدونکو د ناامنه وضعت پر ضد لاريونونه او پرلت کړی.

دوی له حکومت غواړي، چې په دې سيمه کې خپل ځواکونه زيات او نیول شوی قومي مشران خوشي کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ځینې اروپا مېشتو پښتنو فعالانو د «خیبر قامي جرګې» د پرېکړو د عملي کېدو غوښتنه وکړه

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۸ GMT+۰

د پښتون ژغوړنې غورځنګ د بلجیم څانګې په نوښت په په پلازمینه بروکسل کې پښتنو فرهنګیانو او مخورو شخصیتونو د «خیبر قامي جرګې» د پرېکړو د عملي کېدو په اړه غونډه وکړه. دوی د علي وزیر، صمد لالا ، د خیبر جرګې د کوربه ملک نصیر کوکي خیل او نورو ټولو غړو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.

په دې غونډه کې ګډنوالو د لر او بر پښتنو پر ستونزو او ننګونو بحثونه وکړل.

ویناوالو همدا راز د پي ټي اېم په مبارزې او د هغې پر اړتیا او پراختیا ویناوې وکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بېلجم څانګې مشر وحید شیرزاد وايي چې د غونډې ګډونوالو په پښتونخوا کې د پښتونو پرضد د پاکستان د پوځ روان ظلمونه وغندل او په نړيوالو یې غږ وکړ چې د پښتنو پرضد د پاکستان د پوځ د ظلمونو پرضد غږ پورته کړي.

100%

د دې ناستې په پای کې پرېکړه لیک هم خپور شو چې پکې د خیبر جرګې د پرېکړو ملاتړ شوی دی.

همدارنګه د پاکستان د پوځ له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ غیرقانوني ګرځول او د غورځنګ د لسکونو غړو زنداني کېدل غندل شوي دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بېلجم څانګې مسوولینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دا پرېکړه لیک ملګرو ملتونو ادارو او د بشري حقونو سازمانونو سره شریکوي.

د پاکستان لومړی وزير: که پرمختګ کې له هند مخکې نه شو، نوم به مې شهباز شریف نه وي

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزير په ډېره غازي خان کې غونډی ته وویل، پرمختګ د پاکستان پر برخلیک بدلېږي او «که هېواد مې له هند مخکي نه کړ نوم به مې شهباز شريف نه وي.» نوموړی وايي، چې د فدرالي او صوبايي حکومتونو په ګډو هڅو سره د ملت برخلیک بدلولو ته ژمن دی او په دې سره به هند شاته پريږدي.

پاکستان راډيو او جیونيوز د شنبې په ورځ په ډېره غازي خان کې یوې پراخې غونډي ته د لومړي وزير شهباز شریف د وینا اړوند په خبرونو کې د نوموړي له قوله ویلي، چې د هېواد د پرمختګ لپاره به نه ستړېدنکی کار کوي او په دې اړه به پر ملت احسان نه کوي.

نوموړي ويلي، چې په هېواد کې تېر کال اقتصادي ثبات راغلی او اوس يې موخه د کرنې او صنعت سکتورونو پياوړي کول دي، تر څو صادرات زيات او میلیونو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

هغه د برېښنا په قیمتونو کې د کموالي ژمنه هم وکړه.

شهباز شریف زياته کړه، چې د انفلاسیون کچه له ۴۰ سلنې دوه عشاريه ۴ سلنې او د بانکونو د سود کچه له ۲۲ تر ۱۲ سلنې ته ټيټه شوې ده.

لومړي وزير زياته کړه، چې د پرمختګ دور پيل شوی او له خلکو يې غوښتي، چې د قرضونو د ختمولو لپاره دعا وکړي.

ډېره غازي خان له پښتونخوا او بلوچستان سره په ګاونډه کې پرته او له ناامنۍ اغېزمنه سیمه ده.

شهباز شریف په خپلو خبرو کې په پښتونخوا او بلوچستان کې ناامنۍ ته په اشاره وویل، چې وسلوال «په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې د دښمن په امر ترهګري روانه ده. تر څو چې ترهګري ختمه نه شي، هېواد پرمختګ نه شي کولی، له سولې پرته دا هر څه نه شي راتلای.»

نوموړي د پاکستان د پرمختګ لپاره امن مهم بللی او په دې برخه کې يې د امنیتي ځواکونو قربانۍ ستايلي دي.

د پاکستان لومړي وزير په ډېره غازي خان کې د سرطان ناروغۍ او راجن پور کې د پوهنتون جوړولو اعلان هم وکړ.

د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۳ GMT+۰

پر ډیورند فرضي کرښه د تورخم دروازه چې د پاکستان او افغانستان تر منځ یوه تر ټولو مهمه او له ګڼې ګوڼې ډکه لاره ده، له تېرې شپې راهیسې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده. دغه لاره د دواړو هیوادونو تر منځ د ټرانزیټ او پلي تګ راتګ لپاره کارول کیږي.

افغانستان انټرنیشنل پښتو ته په سیمه کې طالب چارواکو ویلي، چې یاده دروازه د پاکستان له لوري تړل شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې دوې غوښتل فرضي کرښې ته ورڅېرمه نظامي تاسیسات جوړ کړي، چې د پاکستاني لوري له‌خوا د لفظي شخړې لامل شوه او لاره یې وتړله.

په تورخم کې ځاي سرچنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تر اوسه پورې د دواړو لوریو تر منځ یوازې لفظي جګړه شوې، خو په تورخم کې امنیتي حالات ترینګلي دي او دواړه لوري یو بل ته ګوته په ماشه دي.

سرچینې وايي، چې طالب وسله والو خلکو ته له سیمې څخه د وتلو امر کړی دي.

پاکستاني رسنیو هم خبر خپور کړی، چې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې، رسنۍ وایي، چې د پاکستان له بیا بیا ویلو سره هم تیره شپه ناوخته طالبانو غوښتل چې، په صفري نقطه کې نظامي تاسیسات جوړ کړي، چې دغه کار د دواړو لوریو ترمنځ شخړه راپورته کړه او په سیمه کې د لومړۍ درجې امنیتي وضیعت اعلان وشو.

ویل کیږي، د کرښې دواړو خواوې زرګونه کسان او سلګونه ګادي د تګ راتګ لپاره په تمه پاتې دي.

پاکستاني خبریالانو ویلي، چې د ډیورنډ په فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ شخړه راپورته شوې او زیاتوي، چې څه موده وړاندې هم طالبانو غوښتل چې په همدې ځای کې یوه نظامي پوسته جوړه کړي او د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې لامل شوه.

تر دې وړاندې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالب وسله والو له لوري د تاسیساتو جوړېدلو له امله د دواړو لوریو ترمنځ نښتې شوې وې، چې دغه لاره یې له امله څو څو ورځې تړلې پاتې شوې وه.

د پاکستان پوځ وايي، د پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې یې شپږ وسله وال وژلي دي

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۳۹ GMT+۰

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پښتونخوا ایالت په کرک ولسوالۍ کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله والو پر یوه پټنځای برید کړی، چې په پایله کې یې شپږ وسله وال وژلي دي. تر اوسه پورې ټي ټي پي په دې اړه څه نه دي ويلي.

که څه هم د پاکستاني پوځ په خبرپاڼه کې د وژل شويو وسله والو د ډلې په تړاو څه دي ویل شوي؛ خو په دې سیمه کې د «ټي ټي پي» وسله وال ډېر فعال دي او وخت نا وخت له پوځ سره مخامخ جګړې هم کوي.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په سیمه کې به تر هغې عملیاتو ته دوام ورکړي، چې یاده سیمه په بشپړه توګه له وسله والو څخه پاکه کړي.

له دې ور اخوا د پښتونخوا چارواکو هم خبر ورکړی، چې په کورمې ولسوالۍ کې د وسله والو ډلو او په تاوتریخوالي کې د ښکېلو غاړو پر ضد یې عملیات پیل کړي او په دې لړ کې یې «۴۸ هغه کسان» نیولي چې په سیمه کې یې رامنځته شوی کړکېچ پراخولو.

په پاکستان کې د وسله والو ډلو په ځانګړې توګه د «ټي ټي پي» فعالیتونه او جګړې وروسته له هغې خورا پراخې شوې چې پر افغانستان طالبان بیا ځل واکمن شول.

پاکستان په وار وار اندېښنه څرګنده کړې چې افغان طالبانو تر خپل سیوري لاندې په افغانستان کې «ټي ټي پي» ته پټنځایونه ورکړي او له هغې ځایه په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه تنظیموي.

که څه هم طالبانو په وار وار دا ادعاوې رد کړي، خو د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې یې د پاکستان یو پلاوی له «ټي ټي پي» سره په کابل کې د سولې مذاکراتو تر نامه لاندې جرګه کړ او دا یې ښکاره کړه چې ګني پر پاکستاني‌ طالبانو ځانګړی نفوذ لري.

د پښتونخوا یو شمېر سیاستوالو هم په دغه ایالت کې له پراخیدونکي نا امنۍ څخه تنګ ته راغلي او په وار وار یې د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ تورن کړی چې په لوی لاس د پښتنو په سیمو کې د جګړې اور ته لمن وهي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین څه موده مخکې ویلي و، چې د پښتونخوا په ځینو سیمو کې د شپې د طالبانو حکومت وي او د ورځې د پاکستان د پوځ.

څه موده مخکې د پاکستان پوځ لوی درستیز عاصم منیر وویل،‌ چې له افغان طالبانو سره یې یوازینۍ ستونزه د «ټي ټي پي» پر سر ده او له دې اخوا ورسره هېڅ ډول مسله نه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو تښتیدلي مرستیال وزیر عباس ستانکزي بیا ادعا کوله چې د‌ پاکستان پوځ په خپله خاوره کې د داعش وسله والو ډلې ته پناه ځایونه او روزنیز مرکزونه ورکړي‌ دي.

هغه زیاته کړې وه چې پاکستان د افغانستان د نا امنه کولو لپاره داعشیان روزي او بیا یې د ترهګریزو بریدونو لپاره افغانستان ته لېږي، خو دغه هېواد د عباس ستانکزي څرګندونې بې بنسټه وبللې.

د پښتونخوا چارواکي: د کورمې په شخړو کې ښکېل «۴۸ تنه شرخوښي» مو نیولي دي

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د پښتونخوا د ایالتي ادارې د دفتر رییس شهاب علي شاه ویلي، چې امنیتي ځواکونو ۴۸ تنه هغه کسان یې نیولي، چې په کورمې ولسوالۍ کې په روانو شخړو کې ښکېل ول او د تاوتریخوالي تر څنګ د بې ثباتۍ په پېښو کې لاس درلود.

له تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې کورمه کې «۱۸۹ کسانو» د بېلابېلو نښتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او حکومت د وضعیت کنټرول لپاره د سولې یو تړون لاسلیک کړی.

سربېره پر دې ۹ کاروانونه چې ۷۱۸ د اړتیا وړ توکي په کې شامل وو، دې سیمې ته استول شوي، خو د دې کاروانونو د تګ پر وړاندې وسله وال بریدونه لا هم لوی خنډ دی.

ځايي اوسیدونکو خبریالانو ته ویلي، د تیرې دوشنبې په ورځ له دېرشو زیات د خوراکي توکو بار وړونکي لارۍ چې کورمې ولسوالۍ ته پر لاره وې تر برید لاندې راغللې چې ۱۹ یې وسوځول شوې او د امنیتي کسانو په ګډون یو شمېر موټر چلوونکي هم په کې ووژل شو.

له دې پېښې وروسته د پښتونخوا ځايي امنیتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د کورمې سفلي په سیمه کې عملیات پیل کړل، چې لږ تر لږه ۳۰ هغه کسان چې په روانو شخړو کې ښکیل دي ونیول شول.

د ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې د پښتونخوا د ایالتي ادارې د دفتر مشر او د دې ایالت د پولیسو قوماندان د جمعې ورځ د (د کب دریمه) د کوهاټ په ښار د کورمې د وران وضعیت په تړاو ناسته کړې او پرېکړه شوې چې د ترهګرو په ګډون به د کورمې په پېښه د ټولو ښکیلو کسانو پسې خپل عملیات چټک کړي.‌

شهاب علي شاه وویل: «موږ تر اوسه ۴۸ کسان چې په دې وروستیو پېښو کې ښکېل وو، نیولي دي».

نوموړي ټینګار وکړ چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د قانون او نظم خرابولو هڅه وکړي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې د «شرخوښو کسانو» ملاتړ کوونکي به هم له قاطع اقدام سره مخ شي او هر هغه څوک یا ډله چې له دغو کسانو سره مرسته وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د پښتونخوا د دفتر رییس په ټینګار سره وویل: «هیڅوک حق نه لري د دولت واکمني ننګوي او موږ به د شرخوښو پر ضد د 'صفر زغم' پالیسي عملي کړو.»

له څو میاشتو تاوتریخوالي وروسته د جنورۍ په لومړۍ نېټه په کورمې ولسوالۍ کې د جګړې ښکېلو خواوو «سني مذهبو او شیعه ګانو» ترمنځ د سولې یو تړون لاسلیک شو، خو لا هم د دې سیمې د پاړه چنار د لارې تړل کېدو ستونزه حل شوې نه ده.

د دې تړون له مخې د پښتونخوا عالي کمېټې پرېکړه وکړه چې په کورمه کې به ټول جنګي سنګرونه ړنګ کړي، ترڅو سیمې ته سوله راشي؛ خو پر دې چارې لا هم په بشپړه بریالي نه شول.

د دوشنبې په ورځ ایالتي حکومت اعلان وکړ چې تر اوسهپورې یې د کورمې په سیمه کې له ۱۵۰ زیات سنګرونه نړولي او د دې بهیر د بشپړولو لپاره یې د مارچ ۲۳مه وروستۍ نېټه ټاکلې ده. 

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې د تېرې دوشنبې د بریدونو پر مهال د پاکستان پنځه تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او ورسره د پښتونخوا د حکومت غوسه راوپاریده چې په سیمه کې یې د وسله والو پر ضد د نویو عملیاتو خبرداری ورکړ.

د دې وضعیت له امله، حکومت پرېکړه وکړه چې د «مندوري او اوچت» په سیمو کې نوي عملیات پیل کړي، ترڅو دا سیمې له وسله والو څخه پاکې شي.

د پښتونخوا د ایالتي حکومت ویاند، بریسټر محمد علي سیف د دې بریدونو وروسته وویل چې دا پرېکړه د پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ د شپې ناوخته په یوه مهمه غونډه کې وشوه.

په کورمه کې د سنیانو او شیعه مذهبو ترمنځ د ځمکو او غرونو د وېش پر سر له کلونو کلونو راهیسې شخړې راونې دي چې په تېرو دریو میاشتو کې دا تاوتریخوالی لا پراخ شوی او دواړه لوري یو بل ته ګوته په ماشه ناست دي.

تر دې مخکې د پښتونخواسر وزیر ویلي و چې په سیمه کې یو شمېر بهرني هېوادونه لاسوهنې کوي او ان سیمې ته د وسلو تر څنګ ځینو ډلو ته چاودیدونکي توکي هم لېږي.