طالبان د «پټه خزانه» کتاب د لیکوال محمد هوتک قبر بیا رغوي

په زابل کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولینو د پټې خزانې کتاب د لیکوال محمد هوتک له قبر څخه لیدنه کړې او وايي، د پښتو ژبې د د دغه نامتو لیکوال د قبر بیارغونه کوي.

په زابل کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولینو د پټې خزانې کتاب د لیکوال محمد هوتک له قبر څخه لیدنه کړې او وايي، د پښتو ژبې د د دغه نامتو لیکوال د قبر بیارغونه کوي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وویل، چې د زابل ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولانو د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د پښتو ژبې د مشهور کتاب پټې خزانې د لیکوال محمد هوتک له قبره لیدنه کړي او غواړي د پښتو ژبي د دغه لیکوال د قبر سره استنادي دیوال او پر قبر ودانۍ جوړه کړي.
د پښتو ژبي نامتو لیکوال محمد هوتک په ۱۰۸۴ کال کې د کندهار ښار په کوکران سیمه کې زیږیدلی دی. نوموړي د هوتکیانو په دوره کې د شاه حسین هوتک په امر د پښتو ژبې مشهور اثر پټه خزانه ولیکه.
نوموړی په ۱۱۵۰ کال له کندهار څخه د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ ته ولاړ او تر مرګ وروسته د سیوري ولسوالۍ په ممو سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.
پټه خزانه چې د پښتو ژبې یو له مشهورو اثارو ده په ۱۱۴۱ـ۱۱۴۲ سپوږمیزو کلونو کې لیکل شوي ده.
په پټه خزانه کې د پښتو ژبې د پنځوسو شاعرانو او لیکوالانو ژوند لیکونه راټول شوي دي.

په تاجکستان کې د جرمني سفارت ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته یو جدي خبرداری ورکړی چې د افغانانو د ویزو غوښتنې په بېساري ډول زیاتې شوې دي او که سملاسي اقدام ونهشي، نو د ویزو پروسه به له سقوط سره مخ شي.
په یوه محرمانه لیک کې چې بېزنس انسایډر ترلاسه کړی، د دوشنبې سفارت چارواکو له افغانستان څخه د ویزو غوښتونکو د بېساري زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه شاوخوا ۱۲ زره افغانان د جرمني د منلو پروګرام په اډانه کې د وېزو په انتظار دي.
دا کسان داسې مهال انتظار باسي، چې د جرمني له حکومت نه یې د منلو ژمنې ترلاسه کړې دي، خو د سفر لپاره تر اوسه ویزې نه لري.
په دوشنبه کې د جرمني سفارت چارواکي وايي، چې د افغانانو د ویزو غوښتنې له «سیلاب» سره مخ دي او په دې برخه کې یې د بهرنیو چارو وزارت بیړني اقدامات غوښتي دي.
د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، چې طالبانو کابل نیولی، برلین د افغانانو د منلو پروګرامونو په چوکاټ کې تر ۳۵ زرو پورې افغانان منلي دي. په دغو کسانو کې د جرمني محلی کارکوونکي او هغه خلک شامل دي، چې د زیانمنو کسانو په کټګورۍ کې د تخلیې وړ ګڼل شوي دي.
په منتظرو کسانو کې د کورنیو د یوځای کېدو پروګرام هم شامل دی.
د جرمني حکومت د بشري ویزو پروګرامونه له پیل څخه په پراخه کچه تر نیوکو لاندې دي. د امنیتي ګواښونو له امله حکومت څو ځله د منلو پروسې درولې او د مونشن له ترهګریز برید وروسته یې د افغانانو د انتقال دوه الوتنې لغو کړې دي.
د جرمني د اساسي قانون د ساتنې فدرالي ادارې (BfV) په خپل وروستي رپوټ کې خبرداری ورکړی، چې د « اسلامپالنې او ترهګرۍ» له اړخه د خطر زیاتوالی موجود دی.
په داسې حال کې چې نن د جرمني پارلماني ټاکنې دي، د کډوالو مساله ددغو ټاکنو یوه مهمه موضوع ده او اټکل کیږي ښي اړخي ګوندونه چې د کډوالۍ ضد سیاستونه لري، په دې ټاکنو کې پاموړ رایې ترلاسه کړي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، چې له فشار او سانسور پرته د رسنیو ازاد فعالیت یو بنسټیز حق دی او باید تضمین شي. د دغه سازمان په خبره، په افغانستان کې پر رسنیو دوامداره فشار، سانسور او ګواښونه د دې لامل شوي چې د ژورنالېزم کیفیت راټیټ شي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت لهخوا د بېګم راډیو د بیا ځلې خپرونو پیل کېدو ترڅنګ، په دقت سره د دغه بهیر څارنه او ارزونه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د رسنیو بیا پرانیستل باید د بیان د ازادۍ محدودیتونه، د ناقانونه فشارونو پلي کول او د سانسور د پراختیا لامل ونه ګرځي.
په خبرپاڼه کې له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د دغې راډیویي شبکې د خپرونو د بیا پیل هرکلی کړي او ویلي دي، چې د نیول شویو کارکوونکو د وضعیت په تړاو د روڼتیا نشتوالی لاهم پرځای پاتې دی، چې باید په دې اړه روښانه توضیحات وړاندې شي.
دغه سازمان دغه څرګندونې داسې حال کې کړې، چې پرون شنبه (د کب ۴مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې بېګم او ځوانانو راډیوګانو ته تر هغه وروسته د فعالیتونو اجازه ورکړل شوه، چې مسوولینو یې د خپلو نشراتو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د دغو دواړو راډیوګانو مسوولانو د یاد وزارت له نشراتي معینیت سره ژمنه کړې، چې تر دې وروسته به د دغې ډلې د قوانینو په پام کې نیولو سره فعالیتونه کوي.
یادو راډیوګانو چې په کابل او نږدې ولایتونو کې نشرات لاره، څه موده وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت لهخوا «د فعاليت له جواز څخه د ناوړه استفادې او له بهرنیو تحریم شویو رسنیو سره د همکارۍ په تور» یې خپرونې وځنډول شوې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې د دغې ادارې مشر د ازبکستان د مرکزي بانک له مشر سره د بانکوالۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
دغه لیدنه د (کب پنځمه) د یکشبنې په ورځ د طالبانو د ریاست الوزرا ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یوه سفر په لړ کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د افغانستان بانک مشر نور احمد اغا د ازبکستان د مرکزي بانک له مشر تیمور اشتموف هوکړه کړې چې دواړه لوري به یو بل سره د بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې مرسته کوي.
خبرپاڼه کاږي، چې دواړو لوریو د بانکي لېږدونو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال د دواړو هېوادونو د ملي پولي واحدونو پر کارولو او د بانکي اړیکو پر څرنګوالي غږېدلي دي.
تر دې مخکې په کابل کې د ایران سفیر هم د طالبانو د افغانستان بانک له رییس سره په کتنه کې د بانکوالۍ په برخه کې د همکارۍ یادونه کړې وه او په دې برخه کې یې د ظرفیت لوړونې پر پروګرامونو هم خبرې کړې وې.
طالبان چې له د ډونالډ ټرمپ له لوري د نغدي کڅوړو تر بندېدو وروسته له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دي غواړي؛ د خپل ځپل شوي اقتصاد لپاره هر لوري ته لاسونه واچوي.
د امریکا د پراختیايي مرستو او نغدي کڅوړو د بندېدو له کبله د افغانۍ ارزښت هم د ډالر پر وړاندې خورا لوېدلی او طالبانو د دغه کړکېچ د مخنېوي لپاره په کابل او ولایتونو کې پر صرافانو سخت بندیزونه هم لګولي دي.
د افغانستان بانک یې بیا په دې لړ کې په تېرو څو میاشتو کې لسګونه مېلونه ډالر د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره لیلام کړي؛ خو چندان اغېزه یې نه ده کړې.
طالبان داسې مهال له ازبکستان سره د بانکوالۍ د پراختیا پر سر خبرې کوي، چې د دوی د افغانستان بانک رییس په دې برخه کې هېڅ ډول پخواني کاري تجربه نه لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت سلاکار او د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي، چې د افغان کډوالو د ثبت سند یوازې د روان کال تر پایه پورې اعتبار لري او نور به تمدید نه شي.
نوموړي ویلي، چې د افغان کډوالو د ثبت طرحه «د ناقانونه وګړو د پېژندلو او د قانوني ستونزو د مخنیوي» لپاره پلي شوې وه او دا د ایران د دولت له لوري کومه حقوقي ژمنه نه وه.
د اېرنا خبري اژانس د «کب ۴مې» نېټې په راپور کې ویلي، نادر یارا حمدي ټینګار کړی؛ هغه افغان کډوال چې په ټاکل شویو دندو کې ګټور وبلل شي، کولای شي په ایران کې پاتې شي «خو که نه، نو دا وګړي باید خپل هېواد ته ستانه شي».
نوموړی زیاتوي، د راتلونکي کال لپاره داسې پلانونه جوړ شوي چې یوازې د یو واحد سند له مخې به افغان وګړي هلته پاتې کېږي او پاتې کسان به دا اجازه ونه لري.
په همدې حال کې نوموړي خبرداری ورکړی، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري او خپل شتون د ټاکل شویو مرکزونو سره ثبت نه کړي؛ نو د ایران د امنیتي ځواکونو لهخوا به ونیول شي.
ایران یو له هغو هېوادونو دی، چې مېلیونونه افغان کډوال پکې مېشت دي او د ایراني امنیتي ادارو له لوري ورسره خورا بد چلند کېږي.
په یاد هېواد کې د افغان وګړو د زنداني کېدو او اعدامېدو په تړاو په دې وروستیو کې د بشري حقونو یو شمېر نړۍوالو سازمانونو ژورې اندېښنې څرګندې کړې او دا چاره یې له نړۍوالو بشري حقونو څخه سرغړونه وبلله.
که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته په خپل سفر کې له طالبانو سره ژمنه کړې وه، چې په خپل هېواد کې به له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار اخلي؛ خو ښکاري داسې چې دا ژمنه چندان نه ده عملي شوې.
د افغان کډوالو د ناورین په دغو څپو کې یوه بل ګاونډي پاکستان هم پر افغان کډوالو هلته ژوند تنګ کړی دی.
پاکستان هم په خپل هېواد کې پر افغان کډوالو تازه تګلارې پلې کړې او هره ورځ په اسلام اباد کې پولیس د افغانانو نیول کېدو پسې کورا کور ګرځي.
په پاکستان او ایران کې مېشت کډوال وایي، له یوه پلوه په افغانستان کې یې د طالبانو له لوري ژوند له ګواښ سره مخ دی او یا یې هم په دغو دواړو هېوادونو کې کاروبارونه دي، چې له کبله یې خپل هېواد ته نشي ستنېدلی او له بل لوري ورځ تر بلې پر هلته ځمکې تنګېږي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو په وار، وار له ایران او پاکستان څخه غوښتي، چې له خپلو ګاونډیو افغان کډوالو سره له نرمۍ کار واخلي؛ خو دغو هېوادونو له دې غوښتنو سره، سره پر کډوالو خپل فشارونه او زور زیاتی ډېر کړی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د دغه وزارت یوه پلاوي په لغمان ولایت کې ۲۷ لرغوني اثار په نښه او ثبت کړي دي.
د طالبانو لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه لرغونې ساحې یې د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تثبیت کړې چې له ډلې يې درې لرغونې ساحې په مهترلام ښار، شپږ ساحې په قرغیو، څوارلس لرغونې ساحې په علینګار او څلور نورې یې په علیشنګ ولسوالۍ کې ثبت او پېژندلې دي.
همداراز طالبانو ویلي، په علیشنګ ولسوالۍ کې درې کتیبې هم موندل شوې چې د براهمي سارادا رسم الخط لري.
د دوی په وینا، دغه کتیبې تر اوسه نه دي لوستل شوې او لا زیاتو څېړنو ته اړتیا لري؛ خو سروې شوې ساحې تر ډېره له اسلام څخه مخکې دورې پورې تړاو لري، چې د بوداییزم د موریایي او کوشاني واکمنیو پورې اړه لري.
په بامیان ولایت کې د بودا مجسمې چې په هېواد کې د بودا د دورې تر ټولو ستر تاریخي اثار بلل کېږي، د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې ویجاړې شوې او ګڼ شمېر نور تاریخي اثار له منځه لاړل.
که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په بامیان کې د بودا د مجسمو د ویجاړولو پړه پرغاړه نه ده اخیستې؛ خو کارپوهان وايي چې طالبانو دا کار د خپل "سخت دریځ" پر بنسټ کړی دی.
