د اوبو پر سر ناندرۍ؛ ایران ګېله کوي، چې افغانستان ورسره پر شوي تړون عمل نه دی کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي ویلي، چې له افغانستان سره د اوبو پر سر تړون تر اوسه نه‌ دی عملي شوی. نوموړي د خپلو سرحدي ولایتونو له چاروکو وغوښتل، چې له افغانستان سره پر اوبو د ګډ کار او همکاریو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.