• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تورخم دروازه نن د درېیمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۵۸ GMT+۰

په تورخم کې د طالبانو کمېسار خبریالانو ته ویلي، چې نن د درېیمې پرلپسې ورځې لپاره هم د تورخم دروازه د پاکستان له لوري تړلې ده؛ خو نوموړي د پاکستاني لوري سره د خبرو اترو په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان د دغې دروازې د بندولو په اړه په رسمي توګه لا تراوسه څه نه دي ویلي؛ خو په سیمه کې ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته دا منلې وه، چې یاده لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې او په لومړۍ ورځ یې د واړو لورو ترمنځ د خبرو اترو خبر ورکړی و، چې بې له کومې پایلې پای ته رسېدلې وې.

د تورخم دروازه چې د ډیورڼد په کرښه یو له مهمو دروازو ګڼل کېږي، هره ورځ پرې سوداګر خپل سوداګریز مالونه او زرګونه وګړي پاکستان ته تګ راتګ کوي.

یاده دروازه دوه ورځې وړاندې په داسې حال کې د پاکستان له‌خوا وتړل شوه، چې طالبانو غوښتل، ډیورنډ کرښې ته ورڅېرمه پوځي تاسیسات جوړ کړي.
په سیمه کې ځايي سرچینې وایي، چې د دروازې بندېدو له امله د فرضي کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي.
بل خوا بیا طالب چارواکو له خلکو غوښتي چې، د دروازې خلاصون تر خبرتیا پورې دې پر دغې لارې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

چین سره د طالبانو د ملګرتیا تار؛ ۲۰۲۴ کال کې یې د ۸۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت سوداګري کړې ده

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې له چین هېواد سره یې په تېر زېږدیز کال کې د «۸۰۹» مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې راکړې ورکړې ترسره کړې دي.

د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، له چین سره یې د تېر پرتله سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي او یوازې په تېر «۲۰۲۴ زېږدیز» کال کې افغان سوداګرو له یاد هېواد د «۷۸۴» مېلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي چې له افغانستان بیا چین ته د «۲۴» مېلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.

د طالبانو یاد وزارت ویاند په وینا؛ چین ته د افغان سوداګرو په صادراتو کې ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې، تازه او وچې میوې په ګدون غالۍ هم شاملې دي.

له چین څخه په وارد شویو توکو کې بیا د لمریزې برېښنا ښېښې، مخابراتي وسایل، د فابریکو خام مواد او د بېلابېلو توکو اړوند ماشینونه شامل دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید بیا خبر ورکړی، چې چین افغان سوداګرو ته د ویزو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او له همدې کبله یاد هېواد سره سوداګري پراخه شوې ده.

بل خوا یو شمېر سوداګر بیا نیوکې کوي، چې چین لا هم د سوداګرۍ له پراختیا سره، سره له افغان سوداګرو څخه د ویزې د ورکړې له امله ټکس اخلي.

د پخواني جمهوري نظام تر نسکورېدو او د امریکا په ګډون د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته چین پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره خپلې اړیکې په بې سارې توګه پراخې کړې دي.

یاد هېواد په بېجنیګ کې د طالبانو سفارت استازي هم منلي او د دوی د سفارت چارواکي په کابل کې له طالبانو سره ډېرې ناستې ولاړې هم کوي.

له دې سره هم‌مهاله چین د افغانستان پر کانونو هم خپلې سترګې ښخې کړې او ګڼ پانګه‌وال یې کابل کې د کانونو د قراردادونو په لټه کې ګرځي.

تازه طالبانو د سېمنټو د یو شمېر فابریکو د تولید په برخه کې هم له چین سره تړونونه کړي دي. همدا راز ویل کېږي، چې د طالبانو د ځینو لوړ پوړو غړو له لوري له ځینو چینایي شرکتونو سره ملګرتیاوې جوړې کړې او بیا یې ورته د ګران بیه ډبرو تړونونه ورکړي دي.

بل خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په افغانستان کې د چین له شتون څخه اندېښنه ښوولې او ادعا یې کړې وه، چې طالبانو د امریکایي‌ ځواکونو پخوانۍ پوځي اډه بګرام اوس چینایانو ته ورکړې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان چین د اقتصادي پراختیا لپاره هېوادونو ته ښه ملګری نه ګڼي او باورونه دا دي، چې یاد چینایان غواړي د افریقایي هېوادونو د کانونو د تړونونو په څېر افغانستان هم په خپل جال کې ګېر کړي.

د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شو؛ طالبانو کور په کور د واکسیناتورانو پر ګرځېدو بندیز لګولی

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۰۳ GMT+۰

د پولیو د مخنیوي بېړني مرکز خبر ورکړی، چې نن دوشنبه د (کب ۶مه) نېټه په ټول هېواد کې له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل شوی دی. خو سرچینې وایي، طالبانو پر واکسیناتورانو بندیز لګولی چې کور په کور به نه ګرځي.

د یاد مرکز د معلوماتو له مخې، د پولیو دغه درې ورځنی کمپاین به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو رضاکارانو پر مټ ترسره کړي.

تازه په پادغیس کې هم د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

په یاد ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه پېښه د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند د «قروتو» په سیمه کې ثبت شوې ده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان د تېر په څېر دا ځل هم واکسیناتورانو ته خبرداری ورکړی چې په کور په کور له ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

د طالبانو د نوې تګلارې له مخې، باید واکسیناتوران په جوماتونو او یا هم د سیمو د مخورو په حجرو کې د پولیو مرکزونه جوړ کړي‌ او بیا ورته د جومات په لاډسپیکر کې د اعلان له لارې خلک راوبولي.

د راپورونو له مخې، طالبانو دا چاره د خپل مشر ملاهبت الله او د دوی د ځینو چارواکو د خوندیتوب په موخه کړې؛ څو د دوی ځایونه په ډاګه نشي.

همدا راز سرچینو ویلي، چې طالبانو د ملګرو ملتونو د ماشوم ساتنې سازمان یا یونېسف په مالي ملاتړ د ګوزڼ ضد واکسینو په تړاو په اېف اېم راډیوګانو کې خپرېدونکي اعلانونه هم بند کړي دي. طالبانو پر یاد سازمان فشار راوړی، چې راډیوګانو ته ورکول کېدونکې پیسې دې د جوماتونو ملا امامانو ته ورکړي؛ څو هغوی د جوماتونو له لارې دغه اعلانونه وکړي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په ټول هېواد کې د ګوزڼ ۲۵ پېښې ثبت شوې وې چې د ۲۰۲۳ کال پرتله څلور برابره ډېرې وې.

د دغو پېښو کچه په کندهار او هلمند ولایتونو کې تر بل هر ځای زیاتې وې، چې یوازې ۲۰ یې په یادو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د راپورونو پر بنسټ په روان کال کې لا تر اوسه په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په افغانستان کې ناسم کلتوري او مذهبي دودونو له کبله خلک خپل کوچنیان د ګوزڼ پر ضد نه واکسین کوي او له همدې کبله د دغه ویروس د خپریدو ته لارې برابرې شوې دي.

طالبان هم د خپلو سختدریځو افکارو له کبله د پولیو واکسین ضد نظریات لري او د دغې ډلې ځینو غړو په بېلابېلو ولایتونو کې واکسیناتورانو ته ستونزې هم جوړې کړې دي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې دوه یوازیني هغه هېوادونه دي، چې د پولیو ویروس او ګواښ پکې لا هم پاتې دی.

په لویانو کې د دغه ویروس د خپرېدو کچه کمه ده؛ خو کوچنیانو ته د ککړې هوا تر څنګ د ناپاکو خوړو امله دغه ویروس لېږدول کېږي، چې له کبله یې د بدن غړي له تلپاتې فلج سره مخ کېږي.

د بلوچستان په بولان سیمه کې د پاکستاني ځواکونو سره د نښتې پر مهال درې وسله‌وال وژل شوي دي

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۱ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د بلوچستان ایالت په بولان ولسوالۍ کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او دوو وسله‌‌والو ډلو ترمنځ د یو ساعت سختې جګړې په پایله کې درې وسله‌وال ووژل شول.

دغو وسله‌والو د کوټې- سبۍ سړک په دوو بېلابېلو ځایونو کې تړلی و.

ځايي چارواکو ویلي، چې امنیتي ځواکونو هغه مساپر خوشې کړل چې د پیرغایب او اب‌ ګم سیمو ترمنځ وسله‌‌والو یرغمل کړي وو.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، ګڼ شمېر موټرونه چې د سبۍ له درې ورځنۍ مذهبي غونډې وروسته کوټې ته روان وو؛ د یاد سړک د تړل کېدو له کبله بند پاتي وو. وسله‌‌وال چې پرمختللې وسلې یې لرلې د پیرغایب او اب‌ ګم په سیمو کې سړک تړلی و او د مساپرو پلټنه یې کوله.

ویل کېږي، چې دغو وسله‌والو د بلوچستان د پارلماني سکرټر میر لیاقت علي لهري موټرونه هم درولي وو او د هغه د ساتونکو وسلې یې ترې برمته کړې وې.

میر لیاقت علي لهري منلې، چې وسله‌والو د ده موټرونه او ساتونکي درولي او له امنیتي ځواکونو یې د وسلو تسلیمېدو غوښتنه کړې وه.

هغه وویل: «زما ساتونکو مقاومت وکړ؛ خو د حالاتو د حساسیت له کبله او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره مې ورته وویل، چې خپلې وسلې وسپاري».

لهري زیاته کړه، چې دی بې له کوم زیان څخه خپل کور ته ستنېدلی دی.

د بلوچستان ځايي امنیتي چارواکو هغه راپورونه هم رد کړل، چې ګواکې یو قومي مشر فرید رییس‌زاده هم دغلته وژل شوی دی.

دوی وویل، چې نوموړی په کوټه کې روغ رمټ دی.

بولان کې د مېتشو خبریالانو د معلوماتو پر بنسټ، د پیښې د راپور ترلاسه کېدو سره سم امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او دغه سیمه یې کلابنده کړه او عملیات یې پیل کړل، چې په پایله کې یې وسله‌واله نښته رامنځته شوه.

دغې نښتې تر یو ساعت زیات دوام وکړ، چې په پایله کې یې «درې وسله‌وال» ووژل شو.

د راپورونو له مخې، په دغې جګړه کې د پاکستاني ځواکونو ځیني موټرونه هم زیانمن شوي دي. ځايي چارواکو وویل، چې ترهګرو غوښتل سیمه د ناورین سره مخ کړي؛ خو د دوی پلان شنډ شو او یرغمل شوي مساپر هم خوشې شول.

د امنیتي ځواکونو یو چارواکي وویل: «موږ د هغو ترهګرو په لټه کې یو، چې غرونو ته تښتېدلي دي».

همدارنګه دا تایید شوې، چې د کوټې- سبۍ سړک چې څلور ساعته بند و؛ بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوی دی.

د بلوچستان ایالت د بولان ولسوالۍ د پولیسو یو لوړپوړي افسر رانا دلدار رسنیو ته ویلي، چې د جګړې له سیمې څخه یو مړی او څلور ټپیان د ماچ سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

المرصاد: د داعش یو پلاوی له عراق او سوریې څخه د خپلو غړو لیدو لپاره پاکستان ته تللی دی

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د استخباراتو اړوند المرصاد رسنۍ خبر ورکړی، چې له عراق او سوریې څخه د داعش ډلې یو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته تللی او هلته یې د داعش خراسان څانګې له یو شمېر غړو سره د خپلو «ترهګریزو» فعالیتونو د پراختیا په موخه سلامشورې کړې دي.

د ( کب ۵مه) د المرصاد په راپور کې راغلي، چې دغه پلاوی د داعش ډلې د مشر «عبدالقادر مومن» په لارښوونه د پاکستان بلوچستان ایالت ته تللی دی او هلته یې د خپلې ډلې د خراسان څانګې د رهبرۍ له غړو سره کتلي دي.

د راپور پر بنسټ داعش خراسان څانګې سره په لوېدیځو هېوادونو کې د دغه ډلې د فعالیتونو پراختیا او په دې برخه کې د لازمو مرستو پر ترسره کېدو خبرې شوې دي.

د طالبانو د یادې رسنۍ راپور زیاتوي، چې د داعش خراسان څانګه د یادې ډلې د مرکزي رهبرۍ لپاره خورا مهمه ده او پرېکړه یې کړې چې دوی د پاکستان د بلوچستان ایالت څخه خپل فعالیتونه تنظیم کړي او بیا یې له هماغه ځایه نورې نړۍ ته پراخ کړي.

تر دې دمخه د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي چې ملا هبت الله یې د نیول کېدو امر کړی و؛ خو هغه وار له مخه متحده عربي اماراتو ته پښې سپکې کړې وې، پاکستان د داعش ډلې په ملاتړ تورن کړی و.

هغه ادعا کړې وه، چې د پاکستان پوځ په خپله خاروه کې داعش ډلې ته پټنځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

عباس ستانکزي زیاته کړې وه، داسې شواهد ورسره دي چې پاکستاني پوځیانو تر روزنې وروسته داعشیان د ترهګریزو بریدونو په موخه افغانستان ته استولي دي.

پاکستان د طالبانو دغه ادعاوې او ځرګنادونې بې بنسټه بللې وې؛ خو لا تر اوسه یې د طالبانو د المرصاد رسنۍ د دغو تازه څرګندونو په تړاو ځه نه دي ویلي.

داعش ډله د طالبانو لپاره په افغانستان کې په یو لوی سرخوږي بدله شوې ده؛ نږدې دوه اونۍ وړاندې یادې ډلې په کندوز ولایت کې د طالبانو پر غړو چې د یوه بانک مخې ته د تنخواوو اخیستو لپاره په کتار ولاړ وو ځانمرګی برید وکړ.

د داعش په یاد ځانمرګي برید کې هم د طالبانو یو شمېر غړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

له یادې پېښې ایله یوه ورځ وروسته د طالبانو په ښار جوړونې وزارت کې داعش ډلې بل ځانمرګی برید وکړ، چې په پایله کې یې د یاد وزارت یو مرستیال ارسلا خروټی سخت ټپي شو.

د پخواني جمهوري نظام پر مهال هم د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې مخامخ جګړې شوې دي.

که څه هم طالبان ادعا کوي، چې داعش ډله یې له پښو غورځولې؛ خو د یادې ډلې وروستیو بریدونو څرګنده کړه چې د طالبانو یادې ادعاوې رېښتونې نه دي.

د داعشیانو بریدونو د طالبانو غوسه هغه وخت لا نوره راوپاروله، چې نږدې دوه میاشتې وړاندې یادې ډلې یوه ځانمرګي بریدګر د طالبانو د کډوالو چارو وزیر او د حقاني شبکې لوړ پوړی غړی خلیل الرحمن حقاني له خپلو ملګرو سره یو ځای د وزارت په انګړ کې وواژه.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان: امریکا دې د افغانانو د کډوالۍ پر دوسیو بندیز لرې کړي

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۷ GMT+۰

د بې‌ځایه شویو وګړو نړۍوال سازمان ویلي، زرګونه افغان کډوال چې د امریکا د ځانګړو کډوالۍ پروګرامونو (SIV,P1,P2) ته د منلو په تمه دي؛ لا هم په افغانستان او پاکستان کې له سختو شرایطو سره مخ دي.

دغه سازمان له امریکایي چارواکو په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو غوښتي، چې پر دې دوسیو لګېدلی بندیز لرې کړي او تر ګواښ لاندې دغو افغانانو ته د خوندي ژوند اسانتیاوې برابر کړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې بې ځایه شویو نړۍوال بنسټ خپره کړې ویل شوي، چې د پاکستان پولیسو تازه د زهرا موسوي په نوم یوه ټولنیزه فعاله او د هغې کوچنی زوی په خپل کور کې نیولي او اوس افغانستان ته یې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. موسوي له درېیو کلونو راهیسې د «امریکا د P1 پروګرام» په تمه وه؛ خو اوس له خپل تر ټولو بد راتلونکې سره مخ شوې. راپورونه ښیي، چې په پاکستان کې د نورو افغان کډوالو وضعیت هم ډېر خراب دی او ګڼ شمېر یې د اېستلو ګواښ، د پولیسو له‌خوا د جبري نیونو او له غیر انساني چلند سره مخ دي.

برسېره پر دې، هغه افغانان چې لا هم په افغانستان کې ژوند کوي له پراخې ناامنۍ، فقر او سخت فشارونو سره مخ دي.

له هغې وروسته چې طالبان په بشپړ ډول پر هېواد واکمن شوي، ورسره د هغه کسانو ژوند چې پخوا یې له نړۍوالو سازمانونو او بهرنیو حکومتونو سره کار کړی، له جدي ګواښ سره مخ دی.

د کډوالو ملاتړي یاد بنسټ له نړۍوالو ادارو غوښتي، چې د دغو زیانمنو خلکو د ژوند او حقونو د ساتنې لپاره جدي ګامونه واخلي او ډاډ ترلاسه کړي چې د پاکستان پر دوی خپلې له ځورولو ډکې تګلارې لا نورې پلي نه کړي.

دغه سازمان دارنګه له نړۍ،الې ټولنې غوښتي، چې پر پاکستاني حکومت فشار راوړي چې له سخت چلند څخه ډډه وکړي او له کډوالو سره انساني سلوک وکړي.

د بې ځایه شویو وګړو دغه سازمان همداراز د مارکو روبیو، استازي مایک والتز او پیت هگزث دفترونو ته وړاندیز کړی، چې د افغان کډوالو غوښتنې واوري او د دوی د کډوالۍ د بندیز د لرې کولو ملاتړ وکړي.

ډونالډ ټرمپ په خپل وروستي فرمان کې امریکا ته د ورتلونکو کډوالو لپاره ټولې پروسې ودرولې، چې له امله یې هغه افغانان هم ډېر زیانمن شو چې له دوی سره یې په افغانستان کې څنګ په څنګ دندې کړې وې.

په دغو کډوالو کې د امریکایي ځواکونو پخواني ژباړونکي، د امریکایي ادارو کارکوونکي او د دوی متحدین شامل دي.

تر ګواښ لاندې دغو افغانانو د طالبانو د سختو ځورونو او ګواښنو له کبله خپل هېواد پرېښود او پاکستان کې یې د امریکا د کډوالۍ په تمه شپې تېرې کړې؛ خو د کډوالۍ په تړاو د ټرمپ پرېکړې یې ژوند یو ځل بیا له ګواښ سره مخ کړی.

په پاکستان کې اوس‌مهال نږدې ۲۰زره هغه افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي، چې وار له مخه یې امریکا ته د کډوالۍ قضیې منل شوې دي.

هم‌مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تازه خبرداری ورکړی، چې هغه افغان کډوال به له خپل هېواده وباسي چې د امریکا د کډوالۍ دوسیې یې نه دي منل شوې.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د معلوماتو له مخې، پولیس هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې کورا کور د افغان کډوالو نیول کېدو پسې ګرځي او نږدې هره ورځ لسګونه افغانان بېرته خپل هېواد ته شړي.

پر کډوالۍ د ټرمپ د بندیزونو تګلارې نه یوازې د زرګونو افغان کډوالو ژوند اغېزمن کړی؛ بلکې د امریکا نړۍوالو بشري ژمنو ته یې هم زیان رسولی. اوس د بشري حقونو مدافعین د دغې پالیسۍ د اصلاح او د افغان کډوالو د منلو د چټکتیا غوښتنه کوي.