• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

المرصاد: د داعش یو پلاوی له عراق او سوریې څخه د خپلو غړو لیدو لپاره پاکستان ته تللی دی

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د استخباراتو اړوند المرصاد رسنۍ خبر ورکړی، چې له عراق او سوریې څخه د داعش ډلې یو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته تللی او هلته یې د داعش خراسان څانګې له یو شمېر غړو سره د خپلو «ترهګریزو» فعالیتونو د پراختیا په موخه سلامشورې کړې دي.

د ( کب ۵مه) د المرصاد په راپور کې راغلي، چې دغه پلاوی د داعش ډلې د مشر «عبدالقادر مومن» په لارښوونه د پاکستان بلوچستان ایالت ته تللی دی او هلته یې د خپلې ډلې د خراسان څانګې د رهبرۍ له غړو سره کتلي دي.

د راپور پر بنسټ داعش خراسان څانګې سره په لوېدیځو هېوادونو کې د دغه ډلې د فعالیتونو پراختیا او په دې برخه کې د لازمو مرستو پر ترسره کېدو خبرې شوې دي.

د طالبانو د یادې رسنۍ راپور زیاتوي، چې د داعش خراسان څانګه د یادې ډلې د مرکزي رهبرۍ لپاره خورا مهمه ده او پرېکړه یې کړې چې دوی د پاکستان د بلوچستان ایالت څخه خپل فعالیتونه تنظیم کړي او بیا یې له هماغه ځایه نورې نړۍ ته پراخ کړي.

تر دې دمخه د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي چې ملا هبت الله یې د نیول کېدو امر کړی و؛ خو هغه وار له مخه متحده عربي اماراتو ته پښې سپکې کړې وې، پاکستان د داعش ډلې په ملاتړ تورن کړی و.

هغه ادعا کړې وه، چې د پاکستان پوځ په خپله خاروه کې داعش ډلې ته پټنځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

عباس ستانکزي زیاته کړې وه، داسې شواهد ورسره دي چې پاکستاني پوځیانو تر روزنې وروسته داعشیان د ترهګریزو بریدونو په موخه افغانستان ته استولي دي.

پاکستان د طالبانو دغه ادعاوې او ځرګنادونې بې بنسټه بللې وې؛ خو لا تر اوسه یې د طالبانو د المرصاد رسنۍ د دغو تازه څرګندونو په تړاو ځه نه دي ویلي.

داعش ډله د طالبانو لپاره په افغانستان کې په یو لوی سرخوږي بدله شوې ده؛ نږدې دوه اونۍ وړاندې یادې ډلې په کندوز ولایت کې د طالبانو پر غړو چې د یوه بانک مخې ته د تنخواوو اخیستو لپاره په کتار ولاړ وو ځانمرګی برید وکړ.

د داعش په یاد ځانمرګي برید کې هم د طالبانو یو شمېر غړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

له یادې پېښې ایله یوه ورځ وروسته د طالبانو په ښار جوړونې وزارت کې داعش ډلې بل ځانمرګی برید وکړ، چې په پایله کې یې د یاد وزارت یو مرستیال ارسلا خروټی سخت ټپي شو.

د پخواني جمهوري نظام پر مهال هم د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې مخامخ جګړې شوې دي.

که څه هم طالبان ادعا کوي، چې داعش ډله یې له پښو غورځولې؛ خو د یادې ډلې وروستیو بریدونو څرګنده کړه چې د طالبانو یادې ادعاوې رېښتونې نه دي.

د داعشیانو بریدونو د طالبانو غوسه هغه وخت لا نوره راوپاروله، چې نږدې دوه میاشتې وړاندې یادې ډلې یوه ځانمرګي بریدګر د طالبانو د کډوالو چارو وزیر او د حقاني شبکې لوړ پوړی غړی خلیل الرحمن حقاني له خپلو ملګرو سره یو ځای د وزارت په انګړ کې وواژه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان: امریکا دې د افغانانو د کډوالۍ پر دوسیو بندیز لرې کړي

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۷ GMT+۰

د بې‌ځایه شویو وګړو نړۍوال سازمان ویلي، زرګونه افغان کډوال چې د امریکا د ځانګړو کډوالۍ پروګرامونو (SIV,P1,P2) ته د منلو په تمه دي؛ لا هم په افغانستان او پاکستان کې له سختو شرایطو سره مخ دي.

دغه سازمان له امریکایي چارواکو په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو غوښتي، چې پر دې دوسیو لګېدلی بندیز لرې کړي او تر ګواښ لاندې دغو افغانانو ته د خوندي ژوند اسانتیاوې برابر کړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې بې ځایه شویو نړۍوال بنسټ خپره کړې ویل شوي، چې د پاکستان پولیسو تازه د زهرا موسوي په نوم یوه ټولنیزه فعاله او د هغې کوچنی زوی په خپل کور کې نیولي او اوس افغانستان ته یې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. موسوي له درېیو کلونو راهیسې د «امریکا د P1 پروګرام» په تمه وه؛ خو اوس له خپل تر ټولو بد راتلونکې سره مخ شوې. راپورونه ښیي، چې په پاکستان کې د نورو افغان کډوالو وضعیت هم ډېر خراب دی او ګڼ شمېر یې د اېستلو ګواښ، د پولیسو له‌خوا د جبري نیونو او له غیر انساني چلند سره مخ دي.

برسېره پر دې، هغه افغانان چې لا هم په افغانستان کې ژوند کوي له پراخې ناامنۍ، فقر او سخت فشارونو سره مخ دي.

له هغې وروسته چې طالبان په بشپړ ډول پر هېواد واکمن شوي، ورسره د هغه کسانو ژوند چې پخوا یې له نړۍوالو سازمانونو او بهرنیو حکومتونو سره کار کړی، له جدي ګواښ سره مخ دی.

د کډوالو ملاتړي یاد بنسټ له نړۍوالو ادارو غوښتي، چې د دغو زیانمنو خلکو د ژوند او حقونو د ساتنې لپاره جدي ګامونه واخلي او ډاډ ترلاسه کړي چې د پاکستان پر دوی خپلې له ځورولو ډکې تګلارې لا نورې پلي نه کړي.

دغه سازمان دارنګه له نړۍ،الې ټولنې غوښتي، چې پر پاکستاني حکومت فشار راوړي چې له سخت چلند څخه ډډه وکړي او له کډوالو سره انساني سلوک وکړي.

د بې ځایه شویو وګړو دغه سازمان همداراز د مارکو روبیو، استازي مایک والتز او پیت هگزث دفترونو ته وړاندیز کړی، چې د افغان کډوالو غوښتنې واوري او د دوی د کډوالۍ د بندیز د لرې کولو ملاتړ وکړي.

ډونالډ ټرمپ په خپل وروستي فرمان کې امریکا ته د ورتلونکو کډوالو لپاره ټولې پروسې ودرولې، چې له امله یې هغه افغانان هم ډېر زیانمن شو چې له دوی سره یې په افغانستان کې څنګ په څنګ دندې کړې وې.

په دغو کډوالو کې د امریکایي ځواکونو پخواني ژباړونکي، د امریکایي ادارو کارکوونکي او د دوی متحدین شامل دي.

تر ګواښ لاندې دغو افغانانو د طالبانو د سختو ځورونو او ګواښنو له کبله خپل هېواد پرېښود او پاکستان کې یې د امریکا د کډوالۍ په تمه شپې تېرې کړې؛ خو د کډوالۍ په تړاو د ټرمپ پرېکړې یې ژوند یو ځل بیا له ګواښ سره مخ کړی.

په پاکستان کې اوس‌مهال نږدې ۲۰زره هغه افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي، چې وار له مخه یې امریکا ته د کډوالۍ قضیې منل شوې دي.

هم‌مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تازه خبرداری ورکړی، چې هغه افغان کډوال به له خپل هېواده وباسي چې د امریکا د کډوالۍ دوسیې یې نه دي منل شوې.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د معلوماتو له مخې، پولیس هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې کورا کور د افغان کډوالو نیول کېدو پسې ګرځي او نږدې هره ورځ لسګونه افغانان بېرته خپل هېواد ته شړي.

پر کډوالۍ د ټرمپ د بندیزونو تګلارې نه یوازې د زرګونو افغان کډوالو ژوند اغېزمن کړی؛ بلکې د امریکا نړۍوالو بشري ژمنو ته یې هم زیان رسولی. اوس د بشري حقونو مدافعین د دغې پالیسۍ د اصلاح او د افغان کډوالو د منلو د چټکتیا غوښتنه کوي.

میرویس عزیزي د درې میلیارده امارتي درهمو په ارزښت په دوبۍ کې روغتون جوړوي

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰

افغان پانګه وال میرویس عزیزي غواړي، چې په متحده عربي اماراتو کې د درې میلیارده امارتي درهمو په ارزښت د خپلې لور فرشتې عزیزي په نوم یو روغتون جوړ کړي. په دغه روغتون کې به د سرطاني ناروغیو د څېړنې مرکز هم شامل وي.

نوموړي د دغه روغتون د جوړولو اعلان د یکشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې "د عربي نړۍ د امیدونو معماران" په نامه غونډه کې وکړې.

په دغه غونډه کې د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر، لومړی وزیر او د دوبۍ واکمن شېخ محمد بن راشد ال مکتوم سربېره د دولت لوړپوړو چارواکو او د اماراتو نورو زرګونو وګړو حضور درلود.

‏میرویس عزیزي په خپل اېکس کې لیکلي: «زه اراده لرم د درې (۳) میلیارده اماراتي درهمو اعانه د یوه طبي کمپلکس د جوړولو لپاره ځانګړې کړم، چې پکې شفاخانه او د ناروغیو، په ځانګړې توګه د سرطان د څېړنې مرکز شامل دي.دا اعانه به د فرشتې عزيزي په نوم او شېخ محمد بن راشد آل مكتوب د خيريه نهاد له خوا "د پلرونو د اعاني صندوق" په چوكاټ کی وړاندی شی».

نوموړي لیکلي، چې دا طبي کمپلکس به په دی هېواد کی له اړمنو خلکو سره له مرستی سره - سره،‌ په نوره نړۍ کی هم د ورته روغتیایي مرکزونو د جوړولو او پرمختګ ملاتړ وکړي.

یاده دې وي، چې افغان سوداګر میرویس عزیزي څو ورځې وړاندې (د کب په دویمه) ویلي وو، چې په کابل کې یې د سرطان ناروغۍ د درملنې د روغتون په ګډون د یوه لوی روغتیایي ښارګوټي د جوړولو تابیا نیولې ده.

نوموړي دغه روغتیايي ښارګوټی هم د خپلې لور «فرشته عزیزي» په نوم کړی، چې تېر کال د سرطان د ناروغۍ له امله مړه شوې وه.

د کډوالو وکیله نازلي صدیقي: ایران د طالبانو په غوښتنه پر افغان سوداګرو فشار راوړي

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۲۱ GMT+۰

د ایران په مشهد کې د افغان کډوالو وکیلې نازلي صدیقي ادعا کړې، چې د ایران حکومت د طالبانو په غوښتنه په دغه هېواد کې افغان سوداګر له سختو او پېچلو شرایطو سره مخ کوي او فشار یې پرې زیات کړی دی.

د افغان کډوالو وکیلې صدیقي د یکشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې د ایران حکومت د طالبانو په غوښتنه په دغه هېواد کې د افغان پانګه والو او سوداګرو لپاره شرایط ستونزمن کړي دي.

د هغې په ​​وينا، د دغو "پټو تړونونو" موخه دا ده، چې افغان پانګه وال مجبور کړي، چې افغانستان ته ستانه شي.

نوموړې په ​​دې باور ده، چې طالبان له ایران سره "پټ تړونونه" لري ترڅو د افغان سوداګرو لپاره وضعیت دومره ستونزمن کړي، چې دوی بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د ایران دولت له خوا له افغان سوداګرو سره ناوړه چلند

نازلي صدیقي د ایران د اسلامي جمهوریت د ځواکونو له خوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه وایي: "د ایران د دولت ناوړه چلند يوازې په ناقانونه کډوالو پورې محدود نه دى، بلکې افغان پانګه والو سره هم سپکاوى او ناوړه چلند کېږي او د درنو مالیاتو ورکولو ته اړ کېږي."

مېرمن صدیقي څرګنده کړه: "د اسلامي جمهوریت چارواکي هڅه کوي، چې پر افغان سوداګرو فشار راوړي ترڅو د دوی له لارې ډالر ایران ته راوړي او خپلې ناروا غوښتنې پوره کړي."

هغې دا هم وویل، چې د ایران د استخباراتو د وزارت د څارګرۍ سره د مبارزې څانګه د کډوالو په ځورولو او د هغوی په تورولو کې اصلي رول لوبوي.

د نوموړې په ​​وينا، يو شمېر بنسټونو هڅه کړې، چې د جاسوسۍ پر وړاندې د مبارزې رياست د دغو کړنو مخه ونيسي، خو په دې برخه کې نه دي بريالي شوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سلګونه افغان پانګه وال او سوداګر ایران ته کډوال شول او د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې یې پانګونه وکړه.

دا مهال په ایران کې ډېره پانګونه د افغان سوداګرو له خوا کېږي، خو دغه کډوال په ځانګړې توګه سوداګر بیا د بانکي حسابونو او نورو سوداګریزو خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي.

په دې وروستیو کې د ایران یوه پلاوي کابل ته سفر کړی او د دغو ستونزو د حل ژمنه یې کړې ده.

ایران په رسمي توګه شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال لري، چې د ایران د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا دوه میلیونه یې د اوسېدو اسناد نه لري.

د ایران په مشهد کې د افغان کډوالو وکیلې نازلي صدیقي همداراز زیاته کړه، کله چې افغان سوداګر د اسلامي جمهوریت د چارواکو غیرقانوني غوښتنې ونه مني، د دوی پاسپورټونه ترې نیول کېږي او له درنو جریمو سره مخ کیږي.

دغې مدافع وکيلې په دوام وويل، چې ځينې چارواکي له کډوالو پيسې اخلي او بيا يې خوشې کوي.

ډان: د طالبانو ماتول به د افغانانو، پاکستان او نورو ټولو ګاونډیو لپاره وېروونکې سناریو وي

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۰۸ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د ډارونکي افغانستان تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې، چې پکې په افغانستان کې روان اقتصادي او روزنیز وضعیت، د طالبانو ترمنځ اختلافات، او نړۍ ته یې متوجه ګواښونه ارزول شوي دي.

په مقاله کې راغلي، افغانستان په کړکېچ کې دی او د نسبي ثبات خیال ورک شوی دی.

همداراز په دغه مقاله کې ویل شوي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت کمزوری دی، افغان مېرمنې په خپلو کورونو کې بندې پاتې دي او د متحده ایالاتو د مرستو په ځنډېدو سره تمه کېږي، چې د دې هیواد بشري ناورین لا پسې ژور کړي.

ډېری هغه کسان چې یو وخت یې د طالبانو په رژیم باور درلود، اوس یې باور له لاسه ورکړی دی، په داسې حال کې چې په مشرتابه کې دننه اختلافات لاپسې زیات شوي دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د طالبانو ترمنځ د اختلافونو زیاتېدل به د دغې ډلې په لیکو کې د بغاوت لامل شي.

مقالې د طالبانو ترمنځ د اختلافونو د تایید په اړه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په اېکس د یو سپېس خبرو ته اشاره کړې ده، چې د ژورو اختلافونو د راپورونو په منځ کې د طالبانو ویاند په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بحث کې دا موضوع مطرح کړه.

هغه ومنله، چې د نظرونو توپیر شتون لري خو ټینګار یې وکړ، چې دا فزیکي شخړې یا ښکاره شخړې ته وده نه ورکوي.

په مقاله کې راغلي، چې طالبان هېڅکله هم یوه بشپړه متحده ډله نه ده او په لویه کچه د پښتنو له خوا جوړه شوې او دوی په قومي، سیمه ییزو او قبیلوي کرښو وېشل شوي دي.

په مقاله کې دا هم ویل شوي، د طالبانو مشر د دې ډلې د ایډیالوژیکي او سیاسي میراث د ساتونکي په توګه په خپلو نظرونو کې ټینګ پاتې دی، چې د قومي محافظه کارۍ رېښې لري او هغه په ​​خپلو اصولو باندې د جوړجاړي پر ځای د اقتصاد، ټولنیز یووالي او حتی خپلو متحدینو قربانۍ ته چمتو دی.

د مقالې یوه بله برخه کې راغلي، چې د طالبانو رژیم د روغتیا او ټولنیزو سکتورونو د ساتلو توان نه لري، کوم چې په بهرنیو مرستو تکیه کوي.

د بېلګې په توګه، طالبانو په جوماتونو او د کلیو په مرکزونو کې د پولیو واکسین رسول محدود کړي او نور د کور په کور د واکسین کولو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو زیات شمیر غړي په دې باور دي، چې د دوی مشر له خپل واک څخه ناوړه استفاده کوي.

که نړۍواله ټولنه بدیل پلانونه وړاندې نه کړي یا طالبان په خپله د اقتصاد د ښه کولو او د روغتیا سکتور ته د مالي امکاناتو د برابرولو لپاره اقدامات ونه کړي، کېدای شي وضعیت نور هم خراب شي.

د طالبانو د رژیم په وړاندې د پاکستان دریځ هم د خوښې وړ نه دی، په عمده توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له امله چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کاروي.

طالبانو د دغې ډلې په کنټرولولو کې له پاکستان سره خپله مرسته نه ده کړې.

په ځواب کې پاکستان له افغان کډوالو څخه د یوې مجازي وسیلې په توګه کار اخلي، تر څو پر طالبانو فشار راوړي، چې پیل یې د پاکستان له پلازمېنې او بالاخره له هېواده ووځي.

که څه هم طالبانو د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د پاکستان دا کړنه غندلې ده، خو د دوی بیا رغونه او ځای پر ځای کولو ته جدي نه ګوري، ځکه چې دوی د کډوالو اکثریت د طالبانو ضد ګڼي.

د ډان ورځپاڼې په دغه مقاله کې راغلي، چې د طالبانو مشر په هر ولایت کې د علماوو د شوراګانو په جوړولو سره د مختلفو اقداماتو له لارې په واک کې خپله ولکه ټینګه کړې ده.

دا شورا د نوموړي د سترګو او غوږونو په توګه کار کوي، په ټول هېواد کې د وفادار دیني عالمانو د "ګاونډي څار" په څېر کار کوي، چې د طالبانو د چارواکو تر منځ هر ډول سرغړونې څاري او راپور ورکوي.

د دې مقالې له مخې، د احتمالي بغاوت راپورونه کولی شي نړۍواله همکاري وځنډوي او که ریښتیني او بریالي اختلافونه راڅرګند شي، دا کولی شي د افغانستان په اړه نړۍواله ارزونه بدله کړي او په افغانستان کې ګډوډي لا پسې زیاته کړي.

همداراز په مقاله کې لیکل شوي، چې په دې شرایطو کې د طالبانو په رژیم کې د مخالفانو د ښکېلتیا احتمال نه ردېږي، خو ایا دوی د دې وړتیا لري چې د ملا هبت الله پر ضد کودتا پیل کړي او وروسته نظم رامنځته کړي؟

د طالبانو ماتول به دوی په قومي او توکمیزو کرښو ووېشي، چې د ۱۹۹۰ لسیزې په نیمایي کې د طالبانو د واکمنۍ څخه مخکې دورې یادونه کوي؟

دا د افغانانو، پاکستان او نورو ټولو ګاونډیانو لپاره یوه وېروونکې سناریو ده او ان نړۍوال امنیت ته یې ګواښ متوجه کړی.

افغانان کولی شي، چې د یوه سوله ییز لېږد د ترلاسه کولو لپاره د لارو په موندلو سره له ځان سره مرسته وکړي، کوم چې کولی شي طالبان مجبور کړي چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

په ټولنه کې د طالبانو ضد مقاومت، د مهاجرینو او فکري اشرافو ستونزه دا ده، چې دوی د سیاسي، اخلاقي او نظامي ملاتړ لپاره لوېدیځ ته ګوري او دوی له تېرو ۵۵ کلونو ناکراریو او بهرنیو مداخلو له امله په یوه داخلي سوله ییز خوځښت کې د پرمختګ محدود ظرفیت لري.

دا داخلي ضعف دوی له سیاسي پلوه زیانمنوي او دا د دې لامل کېږي چې له بهرنیو سرچینو څخه الهام واخلي.

ملا غني برادر؛ ازبکستان په اوړي کې افغانستان ته برېښنا زیاتوي او تعرفه یې کموي

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادار وايي، ازبکستاني چارواکو ژمنه کړي، چې د اوړي په موسم کې به افغانستان ته خپله برېښنا زیاتوي او تعرفه به یې کموي. نوموړی وايي، دغه راز تر دشت الوان پورې د برېښنا مزي قرارداد چې ۲۵۲ میلیون ډالره و ۳۰ میلیونه ډالره کم شوی.

ملا عبدالغني برادر له ازبکستان نه تر راستنېدو وروسته په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په دغه سفر کې یې د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف او یو شمېر وزیرانو سره وکتل او ازبکستان تر دشت الوان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي قرارداد چې مخکې په ۲۵۲ میلیونه ډالرو شوی و، ۲۲۲ میلیونه ډالرو ته را کم کړ.

د برادر په وینا، ازبکستان ژمنه کړې، چې د اوړي په موسم کې به افغانستان ته خپله برېښنا زیاتوي او تعرفه به کموي. دغه هېواد ژمنه کړې، چې د افغانستان پر کرنیزو محصولاتو باندې لګولو شوي محدودیتونه لرې کوي.

دغه طالب چارواکی وايي، ازبکستاني چارواکو ژمنه کړې، چې له حیرتان نه تر هرات پورې د پټلۍ د جوړولو تخنیکي سروې لګښت دغه هېواد په غاړه اخیستی او ډیر ژر به یې عملي کارونه پیل شي.

پر همدغه مهال د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، چې د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو ترڅنګ د حیرتان او سپین بولدک ترمنځ د پټلۍ نښلولو په اړه یې له ازبکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.