په مقاله کې راغلي، افغانستان په کړکېچ کې دی او د نسبي ثبات خیال ورک شوی دی.
همداراز په دغه مقاله کې ویل شوي، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت کمزوری دی، افغان مېرمنې په خپلو کورونو کې بندې پاتې دي او د متحده ایالاتو د مرستو په ځنډېدو سره تمه کېږي، چې د دې هیواد بشري ناورین لا پسې ژور کړي.
ډېری هغه کسان چې یو وخت یې د طالبانو په رژیم باور درلود، اوس یې باور له لاسه ورکړی دی، په داسې حال کې چې په مشرتابه کې دننه اختلافات لاپسې زیات شوي دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د طالبانو ترمنځ د اختلافونو زیاتېدل به د دغې ډلې په لیکو کې د بغاوت لامل شي.
مقالې د طالبانو ترمنځ د اختلافونو د تایید په اړه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په اېکس د یو سپېس خبرو ته اشاره کړې ده، چې د ژورو اختلافونو د راپورونو په منځ کې د طالبانو ویاند په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بحث کې دا موضوع مطرح کړه.
هغه ومنله، چې د نظرونو توپیر شتون لري خو ټینګار یې وکړ، چې دا فزیکي شخړې یا ښکاره شخړې ته وده نه ورکوي.
په مقاله کې راغلي، چې طالبان هېڅکله هم یوه بشپړه متحده ډله نه ده او په لویه کچه د پښتنو له خوا جوړه شوې او دوی په قومي، سیمه ییزو او قبیلوي کرښو وېشل شوي دي.
په مقاله کې دا هم ویل شوي، د طالبانو مشر د دې ډلې د ایډیالوژیکي او سیاسي میراث د ساتونکي په توګه په خپلو نظرونو کې ټینګ پاتې دی، چې د قومي محافظه کارۍ رېښې لري او هغه په خپلو اصولو باندې د جوړجاړي پر ځای د اقتصاد، ټولنیز یووالي او حتی خپلو متحدینو قربانۍ ته چمتو دی.
د مقالې یوه بله برخه کې راغلي، چې د طالبانو رژیم د روغتیا او ټولنیزو سکتورونو د ساتلو توان نه لري، کوم چې په بهرنیو مرستو تکیه کوي.
د بېلګې په توګه، طالبانو په جوماتونو او د کلیو په مرکزونو کې د پولیو واکسین رسول محدود کړي او نور د کور په کور د واکسین کولو اجازه نه ورکوي.
د طالبانو زیات شمیر غړي په دې باور دي، چې د دوی مشر له خپل واک څخه ناوړه استفاده کوي.
که نړۍواله ټولنه بدیل پلانونه وړاندې نه کړي یا طالبان په خپله د اقتصاد د ښه کولو او د روغتیا سکتور ته د مالي امکاناتو د برابرولو لپاره اقدامات ونه کړي، کېدای شي وضعیت نور هم خراب شي.