• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي چارواکي: د افغانانو لپاره د امریکا د کډوالۍ ځانګړو ویزو د ځنډولو امکان شته

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۴۸ GMT+۰

یوه لوړ پوړي امریکایي چارواکي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې امکان لري واشنګټن د هیوادونو پر بنسټ د کډوالۍ پروګرامونه وځنډوي. په دې کې هغه افغانان هم راځي، چې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو غوښتنې کوي.

د هغه په ​​وینا، ډونالډ ټرمپ به یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړي چې له مخې به یې د کورني امنیت او بهرنیو چارو وزارتونه د مارچ تر ۲۱مې پورې د خپلو کړنو په اړه رپوټ وسپاري.

دا رپوټ د کډوالۍ قضیو د پروسس کولو لپاره د متحده ایالاتو وړتیا تحلیلوي. امریکایي چارواکي وویل: "موږ باور لرو چې دا حکم کولی شي په بالقوه توګه د عراق او افغانستان په ګډون هیوادونو او د کډوالۍ ځانګړو ویزو (SIV) قضیو باندې اغیزه وکړي."

امریکايي چارواکي وویل: "په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ بدلیدونکي وضعیت او په پاکستان او نورو ځایونو کې د امنیتي وضعیت خرابیدو ته په پام سره، موږ احساس کوو چې موږ یوازې یوه میاشت لرو څو ټول هغه کسان انتقال کړو چې د SIV ویزو په واسطه د سفر کولو وړ دي."

مخکې له دې، رویټرز د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د بیا مېشتونې دفتر چارواکو ته ویل شوي چې د روان کال په اپریل کې دفتر تړلو ته چمتووالی ونیسي.

رویټرز لیکلي چې که دا حکم پلي شي، نو شاوخوا ۲۰۰ زره وړ افغان کډوال به متحده ایالاتو ته له لیږد څخه بې برخې شي.

د افغان کډوالو د بیا مېشتونې یوه مدافع وکیل وویل چې د افغان - امریکایي پوځي پرسونل د کورنۍ غړي، ماشومان او په متحده ایالاتو کې د مېشتو افغانانو خپلوان او په لسګونو زره افغانان چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پرمهال یې د متحده ایالاتو حکومت لپاره کار کړی، د هغو کسانو په ډله کې دي چې ممکن د دفتر د تړلو په صورت کې متحده ایالاتو ته د ننوتلو جوګه نه وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: «خراسان» کلمه اوس د داعش په ولکه کې ده

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۴ GMT+۰

امرالله صالح، چې د طالبانو ضد سیاستوال دی، وايي، لږ تر لږه ۱۰ کاله کیږي، چې داعش د خراسان ښکلی نوم غلا کړی او غواړي دا د بغداد د خلافت تر قلمرو لاندې د یوه ولایت په توګه معرفي کړي». صالح وايي،د خراسان کلمه له خپلو ټولو تاریخي ارزښتونو سره، اوس د داعش په واک کې ده.

صالح د یکشنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل، چې "خراسان" له ټولو تاریخي ارښتونو سره سره، اوس په داعش پورې اړوند دی او هغه کسان چې د افغانستان نوم نه خوښوي او "خراسان" د هغه بدیل ګڼي، توضیح ته اړتیا نه لري، ځکه شمېر یې کم دی.

هغه د دوو نورو خراسانونو د موجودیت یادونه هم کړې، چې "د یوه یې موږ ټول د فکري ملکیت ادعا کوو او بل یې د ایران یو نه جلا کیدونکی ولایت دی چې یقینا تاسې حتا په خیال کې هم پر هغه د تعرض نیت نه لرئ».

صالح په دغه یادښت کې لیکلي، چې خراسان نور یوازې یو نوم دی او اووه هیوادونه له خراسان نه زیږیدلي چې افغانستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغیزستان دي.

هغه زیاته کړې چې په ځینو دغو هیوادونو کې ډیری خلک حتا د "خراسان" کلمې سره بلد نه دي.

د خراسان په اړه صالح وويل چې دا نوم د يوې ماضي واکمنې امپراتورۍ ته ورته دی، لکه د اينکا امپراتوري چې اوس يوازې د تاريخ په کتابونو کې پاتې ده، یا سانسکریټ او لاتین ته ورته دی چې اوس نه ترسترګو کیږي.

صالح زياته کړې چې په مبارزه کې باید تمرکز پر ځمکه وي، خو خیال او فانتزي په ډرامو، رمان او خيالي لیکنو کې په درد خوري.

صالح د ستر امپراتور احمد شاه بابا يادونه کړې، چې د خراسان د وروستي واکمن په توګه پېژندل کیږي او د هغه پر مقبره په ښکلي فارسي لیک لیکل شوي چې «دلته د خراسان د پاچا ارام ځای دی».

طالبانو په بامیان ولایت کې یوه برېټانیايۍ جوړه نیولې

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۷ GMT+۰

طالبانو په افغانستان کې یوه برېټانیايۍ جوړه «میندو ته د مهارتونو د تدریس» په تور نیولې ده.

د دغه برېټانیايي خاوند او میرمنې نوم پیټر او باربي رینولډز ښودل شوي او ویل کیږي په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته په افغانستان کې پاتې شول.

دوی له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې اوسیږي او د زده کړو په برخه کې فعالیت کوي.

سنډې ټایمز راپور ورکړی، چې پیټر او باربي د فبروري پر لومړۍ نیټه په بامیان ولایت کې په خپل کور کې ونیول شول.

د دغې برېټانیايي جوړې لور سارا اینټویسل د خپل پلار او مور په اړه اندیښنه ښودلې ده.

نوموړې وايي، مور او پلار یې څو ورځې ورسره اړیکه نیوله او په وروستۍ اړېکه کې یې ورته ویلي، چې هغوی د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې بندیان دي.

سارا وویل:«دا ډېره بده ده. زما مور ۷۵ کلنه ده او پلار مې نږدې ۸۰ کلن دی او هغه د زړه درملو ته اړتیا لري.»

رینالډز د مور او ماشوم ښوونځي په ګډون په کابل کې پنځه روزنیز ښوونځي درلودل چې د طالبانو له خوا د فعالیت اجازه هم ورکول شوې وه.

باربي ته د طالبانو له خوا د د ښو فعالیتونو ستاینلیک هم ورکړل شوی.

سارا وايي:«مور او پلار مې یوازې هڅه کوله چې هغه هیواد سره مرسته وکړي چې دوی مینه ورسره لرله. دا نظر چې دوی له ماشومانو سره میندو ته د تدریس کولو له امله نیول شوي دي، ډېر غندونکی دی.»

د دغه برېټانیايي خاوند او میرمنې څلورو اولادونو طالبانو په یوه لیک کې د خپل مور او پلار د خوشې کولو غوښتنه کړې.

دوی په لیک کې ټینګار کړی، چې پیټر او باربي برېټانیايي او افغاني دوه ګوني تابعیتونه لري او ویلي یې دي:«موږ د دوی د نیولو تر شا دلایلو نه پوهیږو. دوی پر تاسې خپل باور څرګند کړی دی او د افغان اتباعو په توګه باید ورسره ښه چلند وشي.»

د دغې برېټانیایۍ کورنۍ د نیولو په اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

د افغان خبریالانو مرکز: «بېگم» او «ځوانان» راډیوګانې لا هم تړلې دي

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۹ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له اعلان سره، لاهم « بېګم او ځوانان» راډيوګانې تړلې دي. یاد مرکز وايي چې د دواړو راډیوګانو نیول شوي کارکوونکي هم تر اوسه د طالبانو په زندان کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن یکشنبه د کب ۶مه وویل، ، چې دوی د طالبانو له نوي حکم څخه، چې د بېګم او ځوانان راډیوګانو د بیا پرانېستلو اجازه ورکوي، هرکلی کوي خو د ټولیزو رسنیو قانون خلاف کړنو ته د هغوی مجبورول او په بند کې د یادو رسنیو د کارکوونکو بند ساتل غندي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د دغه وزارت د خپرونو چارو معینیت «د بیگم او ځوانان راډیو د مسوولینو له پرله پسې غوښتنو وروسته په دې شرط چې خپرونې به د طالبانو او د خبریالۍ له اصولو سره سمې ترسه کوي او په راتلونکي کې به له هر ډول سرغړونو ډډه کوي، د بیا پرانیستلو اجازه ورکړې ده».

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د استخباراتو ریاست له مسوولانو غواړي، چې د بېګم او ځوانانو راډیو نیول شوي خبریالان ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته، خوشې کړي.

د بېګم راډیو دفتر د روان کال د سلواغې پر ۱۶مه د طالبانو استخباراتو ریاست د کارکوونکو له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ملتیا وتړل شو.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ادعا کړې وه، چې بېګم راډیو، د «بیلابېلو سرغړونو» ترڅنګ، له هېواده بهر یوې ټلویزیوني شبکې لپاره رسنیز مواد او پروګرامونه چمتو کول. طالبانو ویلي و، چې د یادې رسنۍ دفتر یې له «پالیسۍ څخه د سرغړونې» او «له کاري جواز څخه د ناوړه ګټې اخیستنې» له امله تړلی دی.

په همدې ورځ د ځوانان راډیو دفتر، چې له بیگم راډیو سره یې په یوه ودانۍ کې د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې فعالیت درلود، هم وتړل شو.

بېګم راډیو د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه میاشتې وړاندې په کابل کې پرانیستل شوې وه او ځوانان راډیو بیا له ۱۳۹۰ کال راهیسې فعالیت کوي.

طالبان د «پټه خزانه» کتاب د لیکوال محمد هوتک قبر بیا رغوي

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۳۰ GMT+۰

په زابل کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولینو د پټې خزانې کتاب د لیکوال محمد هوتک له قبر څخه لیدنه کړې او وايي، د پښتو ژبې د د دغه نامتو لیکوال د قبر بیارغونه کوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وویل، چې د زابل ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولانو د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د پښتو ژبې د مشهور کتاب پټې خزانې د لیکوال محمد هوتک له قبره لیدنه کړي او غواړي د پښتو ژبي د دغه لیکوال د قبر سره استنادي دیوال او پر قبر ودانۍ جوړه کړي.

د پښتو ژبي نامتو لیکوال محمد هوتک په ۱۰۸۴ کال کې د کندهار ښار په کوکران سیمه کې زیږیدلی دی. نوموړي د هوتکیانو په دوره کې د شاه حسین هوتک په امر د پښتو ژبې مشهور اثر پټه خزانه ولیکه.

نوموړی په ۱۱۵۰ کال له کندهار څخه د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ ته ولاړ او تر مرګ وروسته د سیوري ولسوالۍ په ممو سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

پټه خزانه چې د پښتو ژبې یو له مشهورو اثارو ده په ۱۱۴۱ـ۱۱۴۲ سپوږمیزو کلونو کې لیکل شوي ده.

په پټه خزانه کې د پښتو ژبې د پنځوسو شاعرانو او لیکوالانو ژوند لیکونه راټول شوي دي.

په تاجکستان کې ۱۲ زره افغانان د جرمني ویزو ته په تمه دي

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۳ GMT+۰

په تاجکستان کې د جرمني سفارت ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته یو جدي خبرداری ورکړی چې د افغانانو د ویزو غوښتنې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي او که سملاسي اقدام ونه‌شي، نو د ویزو پروسه به له سقوط سره مخ شي.

په یوه محرمانه لیک کې چې بېزنس انسایډر ترلاسه کړی، د دوشنبې سفارت چارواکو له افغانستان څخه د ویزو غوښتونکو د بې‌ساري زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه شاوخوا ۱۲ زره افغانان د جرمني د منلو پروګرام په اډانه کې د وېزو په انتظار دي.

دا کسان داسې مهال انتظار باسي، چې د جرمني له حکومت نه یې د منلو ژمنې ترلاسه کړې دي، خو د سفر لپاره تر اوسه ویزې نه لري.

په دوشنبه کې د جرمني سفارت چارواکي وايي، چې د افغانانو د ویزو غوښتنې له «سیلاب» سره مخ دي او په دې برخه کې یې د بهرنیو چارو وزارت بیړني اقدامات غوښتي دي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، چې طالبانو کابل نیولی، برلین د افغانانو د منلو پروګرامونو په چوکاټ کې تر ۳۵ زرو پورې افغانان منلي دي. په دغو کسانو کې د جرمني محلی کارکوونکي او هغه خلک شامل دي، چې د زیانمنو کسانو په کټګورۍ کې د تخلیې وړ ګڼل شوي دي.

په منتظرو کسانو کې د کورنیو د یوځای کېدو پروګرام هم شامل دی.

د جرمني حکومت د بشري ویزو پروګرامونه له پیل څخه په پراخه کچه تر نیوکو لاندې دي. د امنیتي ګواښونو له امله حکومت څو ځله د منلو پروسې درولې او د مونشن له ترهګریز برید وروسته یې د افغانانو د انتقال دوه الوتنې لغو کړې دي.

د جرمني د اساسي قانون د ساتنې فدرالي ادارې (BfV) په خپل وروستي رپوټ کې خبرداری ورکړی، چې د « اسلامپالنې او ترهګرۍ» له اړخه د خطر زیاتوالی موجود دی.

په داسې حال کې چې نن د جرمني پارلماني ټاکنې دي، د کډوالو مساله ددغو ټاکنو یوه مهمه موضوع ده او اټکل کیږي ښي اړخي ګوندونه چې د کډوالۍ ضد سیاستونه لري، په دې ټاکنو کې پاموړ رایې ترلاسه کړي.