• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بامیان ولایت کې یوه برېټانیايۍ جوړه نیولې

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۷ GMT+۰

طالبانو په افغانستان کې یوه برېټانیايۍ جوړه «میندو ته د مهارتونو د تدریس» په تور نیولې ده.

د دغه برېټانیايي خاوند او میرمنې نوم پیټر او باربي رینولډز ښودل شوي او ویل کیږي په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته په افغانستان کې پاتې شول.

دوی له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې اوسیږي او د زده کړو په برخه کې فعالیت کوي.

سنډې ټایمز راپور ورکړی، چې پیټر او باربي د فبروري پر لومړۍ نیټه په بامیان ولایت کې په خپل کور کې ونیول شول.

د دغې برېټانیايي جوړې لور سارا اینټویسل د خپل پلار او مور په اړه اندیښنه ښودلې ده.

نوموړې وايي، مور او پلار یې څو ورځې ورسره اړیکه نیوله او په وروستۍ اړېکه کې یې ورته ویلي، چې هغوی د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې بندیان دي.

سارا وویل:«دا ډېره بده ده. زما مور ۷۵ کلنه ده او پلار مې نږدې ۸۰ کلن دی او هغه د زړه درملو ته اړتیا لري.»

رینالډز د مور او ماشوم ښوونځي په ګډون په کابل کې پنځه روزنیز ښوونځي درلودل چې د طالبانو له خوا د فعالیت اجازه هم ورکول شوې وه.

باربي ته د طالبانو له خوا د د ښو فعالیتونو ستاینلیک هم ورکړل شوی.

سارا وايي:«مور او پلار مې یوازې هڅه کوله چې هغه هیواد سره مرسته وکړي چې دوی مینه ورسره لرله. دا نظر چې دوی له ماشومانو سره میندو ته د تدریس کولو له امله نیول شوي دي، ډېر غندونکی دی.»

د دغه برېټانیايي خاوند او میرمنې څلورو اولادونو طالبانو په یوه لیک کې د خپل مور او پلار د خوشې کولو غوښتنه کړې.

دوی په لیک کې ټینګار کړی، چې پیټر او باربي برېټانیايي او افغاني دوه ګوني تابعیتونه لري او ویلي یې دي:«موږ د دوی د نیولو تر شا دلایلو نه پوهیږو. دوی پر تاسې خپل باور څرګند کړی دی او د افغان اتباعو په توګه باید ورسره ښه چلند وشي.»

د دغې برېټانیایۍ کورنۍ د نیولو په اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د افغان خبریالانو مرکز: «بېگم» او «ځوانان» راډیوګانې لا هم تړلې دي

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۹ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له اعلان سره، لاهم « بېګم او ځوانان» راډيوګانې تړلې دي. یاد مرکز وايي چې د دواړو راډیوګانو نیول شوي کارکوونکي هم تر اوسه د طالبانو په زندان کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن یکشنبه د کب ۶مه وویل، ، چې دوی د طالبانو له نوي حکم څخه، چې د بېګم او ځوانان راډیوګانو د بیا پرانېستلو اجازه ورکوي، هرکلی کوي خو د ټولیزو رسنیو قانون خلاف کړنو ته د هغوی مجبورول او په بند کې د یادو رسنیو د کارکوونکو بند ساتل غندي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د دغه وزارت د خپرونو چارو معینیت «د بیگم او ځوانان راډیو د مسوولینو له پرله پسې غوښتنو وروسته په دې شرط چې خپرونې به د طالبانو او د خبریالۍ له اصولو سره سمې ترسه کوي او په راتلونکي کې به له هر ډول سرغړونو ډډه کوي، د بیا پرانیستلو اجازه ورکړې ده».

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د استخباراتو ریاست له مسوولانو غواړي، چې د بېګم او ځوانانو راډیو نیول شوي خبریالان ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته، خوشې کړي.

د بېګم راډیو دفتر د روان کال د سلواغې پر ۱۶مه د طالبانو استخباراتو ریاست د کارکوونکو له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ملتیا وتړل شو.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ادعا کړې وه، چې بېګم راډیو، د «بیلابېلو سرغړونو» ترڅنګ، له هېواده بهر یوې ټلویزیوني شبکې لپاره رسنیز مواد او پروګرامونه چمتو کول. طالبانو ویلي و، چې د یادې رسنۍ دفتر یې له «پالیسۍ څخه د سرغړونې» او «له کاري جواز څخه د ناوړه ګټې اخیستنې» له امله تړلی دی.

په همدې ورځ د ځوانان راډیو دفتر، چې له بیگم راډیو سره یې په یوه ودانۍ کې د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې فعالیت درلود، هم وتړل شو.

بېګم راډیو د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه میاشتې وړاندې په کابل کې پرانیستل شوې وه او ځوانان راډیو بیا له ۱۳۹۰ کال راهیسې فعالیت کوي.

طالبان د «پټه خزانه» کتاب د لیکوال محمد هوتک قبر بیا رغوي

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۳۰ GMT+۰

په زابل کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولینو د پټې خزانې کتاب د لیکوال محمد هوتک له قبر څخه لیدنه کړې او وايي، د پښتو ژبې د د دغه نامتو لیکوال د قبر بیارغونه کوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وویل، چې د زابل ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولانو د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د پښتو ژبې د مشهور کتاب پټې خزانې د لیکوال محمد هوتک له قبره لیدنه کړي او غواړي د پښتو ژبي د دغه لیکوال د قبر سره استنادي دیوال او پر قبر ودانۍ جوړه کړي.

د پښتو ژبي نامتو لیکوال محمد هوتک په ۱۰۸۴ کال کې د کندهار ښار په کوکران سیمه کې زیږیدلی دی. نوموړي د هوتکیانو په دوره کې د شاه حسین هوتک په امر د پښتو ژبې مشهور اثر پټه خزانه ولیکه.

نوموړی په ۱۱۵۰ کال له کندهار څخه د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ ته ولاړ او تر مرګ وروسته د سیوري ولسوالۍ په ممو سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

پټه خزانه چې د پښتو ژبې یو له مشهورو اثارو ده په ۱۱۴۱ـ۱۱۴۲ سپوږمیزو کلونو کې لیکل شوي ده.

په پټه خزانه کې د پښتو ژبې د پنځوسو شاعرانو او لیکوالانو ژوند لیکونه راټول شوي دي.

په تاجکستان کې ۱۲ زره افغانان د جرمني ویزو ته په تمه دي

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۳ GMT+۰

په تاجکستان کې د جرمني سفارت ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته یو جدي خبرداری ورکړی چې د افغانانو د ویزو غوښتنې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي او که سملاسي اقدام ونه‌شي، نو د ویزو پروسه به له سقوط سره مخ شي.

په یوه محرمانه لیک کې چې بېزنس انسایډر ترلاسه کړی، د دوشنبې سفارت چارواکو له افغانستان څخه د ویزو غوښتونکو د بې‌ساري زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه شاوخوا ۱۲ زره افغانان د جرمني د منلو پروګرام په اډانه کې د وېزو په انتظار دي.

دا کسان داسې مهال انتظار باسي، چې د جرمني له حکومت نه یې د منلو ژمنې ترلاسه کړې دي، خو د سفر لپاره تر اوسه ویزې نه لري.

په دوشنبه کې د جرمني سفارت چارواکي وايي، چې د افغانانو د ویزو غوښتنې له «سیلاب» سره مخ دي او په دې برخه کې یې د بهرنیو چارو وزارت بیړني اقدامات غوښتي دي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، چې طالبانو کابل نیولی، برلین د افغانانو د منلو پروګرامونو په چوکاټ کې تر ۳۵ زرو پورې افغانان منلي دي. په دغو کسانو کې د جرمني محلی کارکوونکي او هغه خلک شامل دي، چې د زیانمنو کسانو په کټګورۍ کې د تخلیې وړ ګڼل شوي دي.

په منتظرو کسانو کې د کورنیو د یوځای کېدو پروګرام هم شامل دی.

د جرمني حکومت د بشري ویزو پروګرامونه له پیل څخه په پراخه کچه تر نیوکو لاندې دي. د امنیتي ګواښونو له امله حکومت څو ځله د منلو پروسې درولې او د مونشن له ترهګریز برید وروسته یې د افغانانو د انتقال دوه الوتنې لغو کړې دي.

د جرمني د اساسي قانون د ساتنې فدرالي ادارې (BfV) په خپل وروستي رپوټ کې خبرداری ورکړی، چې د « اسلامپالنې او ترهګرۍ» له اړخه د خطر زیاتوالی موجود دی.

په داسې حال کې چې نن د جرمني پارلماني ټاکنې دي، د کډوالو مساله ددغو ټاکنو یوه مهمه موضوع ده او اټکل کیږي ښي اړخي ګوندونه چې د کډوالۍ ضد سیاستونه لري، په دې ټاکنو کې پاموړ رایې ترلاسه کړي.

د خبریالانو ملاتړ سازمان: پر رسنیو دوامداره فشار او سانسور د ژورنالېزم کیفیت راټیټ کړی

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۳۳ GMT+۰

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، چې له فشار او سانسور پرته د رسنیو ازاد فعالیت یو بنسټیز حق دی او باید تضمین شي. د دغه سازمان په خبره، په افغانستان کې پر رسنیو دوامداره فشار، سانسور او ګواښونه د دې لامل شوي چې د ژورنالېزم کیفیت راټیټ شي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا د بېګم راډیو د بیا ځلې خپرونو پیل کېدو ترڅنګ، په دقت سره د دغه بهیر څارنه او ارزونه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د رسنیو بیا پرانیستل باید د بیان د ازادۍ محدودیتونه، د ناقانونه فشارونو پلي کول او د سانسور د پراختیا لامل ونه ګرځي.

په خبرپاڼه کې له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د دغې راډیویي شبکې د خپرونو د بیا پیل هرکلی کړي او ویلي دي، چې د نیول شویو کارکوونکو د وضعیت په تړاو د روڼتیا نشتوالی لاهم پرځای پاتې دی، چې باید په دې اړه روښانه توضیحات وړاندې شي.
دغه سازمان دغه څرګندونې داسې حال کې کړې، چې پرون شنبه (د کب ۴مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې بېګم او ځوانانو راډیوګانو ته تر هغه وروسته د فعالیتونو اجازه ورکړل شوه، چې مسوولینو یې د خپلو نشراتو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د دغو دواړو راډیوګانو مسوولانو د یاد وزارت له نشراتي معینیت سره ژمنه کړې، چې تر دې وروسته به د دغې ډلې د قوانینو په پام کې نیولو سره فعالیتونه کوي.

یادو راډیوګانو چې په کابل او نږدې ولایتونو کې نشرات لاره، څه موده وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا «د فعاليت له جواز څخه د ناوړه استفادې او له بهرنیو تحریم شویو رسنیو سره د همکارۍ په تور» یې خپرونې وځنډول شوې.

طالبان د اقتصادي کړکېچ په لړ کې؛ اوس له ازبکستان سره بانکي اړیکې پراخوي

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۳۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې د دغې ادارې مشر د ازبکستان د مرکزي بانک له مشر سره د بانکوالۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

دغه لیدنه د (کب پنځمه) د یکشبنې په ورځ د طالبانو د ریاست الوزرا ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یوه سفر په لړ کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د افغانستان بانک مشر نور احمد اغا د ازبکستان د مرکزي بانک له مشر تیمور اشتموف هوکړه کړې چې دواړه لوري به یو بل سره د بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې مرسته کوي.

خبرپاڼه کاږي، چې دواړو لوریو د بانکي لېږدونو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال د دواړو هېوادونو د ملي پولي واحدونو پر کارولو او د بانکي اړیکو پر څرنګوالي غږېدلي دي.

تر دې مخکې په کابل کې د ایران سفیر هم د طالبانو د افغانستان بانک له رییس سره په کتنه کې د بانکوالۍ په برخه کې د همکارۍ یادونه کړې وه او په دې برخه کې یې د ظرفیت لوړونې پر پروګرامونو هم خبرې کړې وې.

طالبان چې له د ډونالډ ټرمپ له لوري د نغدي کڅوړو تر بندېدو وروسته له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دي غواړي؛ د خپل ځپل شوي اقتصاد لپاره هر لوري ته لاسونه واچوي.

د امریکا د پراختیايي مرستو او نغدي کڅوړو د بندېدو له کبله د افغانۍ ارزښت هم د ډالر پر وړاندې خورا لوېدلی او طالبانو د دغه کړکېچ د مخنېوي لپاره په کابل او ولایتونو کې پر صرافانو سخت بندیزونه هم لګولي دي.

د افغانستان بانک یې بیا په دې لړ کې په تېرو څو میاشتو کې لسګونه مېلونه ډالر د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره لیلام کړي؛ خو چندان اغېزه یې نه ده کړې.

طالبان داسې مهال له ازبکستان سره د بانکوالۍ د پراختیا پر سر خبرې کوي، چې د دوی د افغانستان بانک رییس په دې برخه کې هېڅ ډول پخواني کاري تجربه نه لري.