• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اروپايي پارلمان غړې: ښايي طالبان د یو بل وژل پیل کړي

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۰

د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن د طالبانو خپلمنځيو اختلافونو ته په اشارې سره ویلي، چې ښايي د دغې ډلې غړي سره ښکېل شي او یو بل ووژني.

هغې په ​​افغانستان کې وضعیت «ترینګلی» وباله او ویې ویل، چې خلک باید د خپل وضعیت د بدلولو لپاره اقدام وکړي.

د نیومن په وینا، پر طالبانو د بهرني فشار اغېز محدود دی.

هانا نیومن د دوشنبې په ورځ له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو په خپلو "احمقانه پالیسیو" سره هېواد په خطرناکه لاره روان کړی دی.

د نوموړې په وینا، د طالبانو خپلمنځي اختلافات د وضعیت د بدلون لپاره د هیلو یوه نښه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي حکمتیار وویل، چې دا مهال په افغانستان کې وضعیت داسې دی چې ځینې یې د حالاتو په انتظار او ګوته په ماشه دي".

د اقتصادي کړکېچ په خرابېدو او د طالبانو د نړۍوالې انزوا له دوام سره د دغې ډلې مشرانو یو پر بل انتقادونه کړي او ځینې یې په دې باور دي، چې د هبت الله سیاستونه په دې حالت کې رول لري.

سرچینې د حقاني شبکې او د طالبانو د کندهاري ډلې ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکو اختلافاتو خبره کوي.

د اروپايي پارلمان دغه غړې د افغانستان له حالاتو خبره ده.

هغې د طالبانو د رژیم پر مهال هم افغانستان ته سفر کړی و.

مېرمن نیومن د امریکا د مرستو د بندېدو په اړه اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ، چې په افغانستان کې خلک وږي دي.

هغې وويل، ځينې کورنۍ اړ دي، چې خپلې لوڼې په اته او نهه کلنۍ کې واده کړي، چې ډېرى مېرمنې او نجونې ناهیلې شوي او ځينې يې ځان وژنې ته اړې شوې دي.

نیومن همدا راز زیاته کړه، چې امکان نه لري چې اروپا به په افغانستان کې د امریکا د مرستو تشه ډکه کړي.

نیومن پر طالبانو د داخلي فشارونو د زیاتولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دغه ډله د نړۍوالو فشارونو پر وړاندې بې تفاوته ده او د بهرنیو فشارونو اغېز ډېر محدود دی.

هغې څرګنده کړه: "یوازینۍ لاره دا ده، چې طالبان پخپله د افغانانو له خوا وننګول شي."

نیومن د نړۍوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل ناشونی وګڼل او ویې ویل: «د طالبانو په رسمیت پېژندل له پوښتنې څخه بهر دي. دوی نه غواړي چې د نړۍوالې ټولنې برخه شي. موږ له دې خبرو ډېر لرې یو.»

نیومن د افغانستان له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې پر طالبانو د فشار په زیاتولو کې همکاري وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د بندولو لایحه سنا ته وړاندې شوه

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۹ GMT+۰

د «ترهګرو ډلو منګولو ته د امریکا د خلکو مرستو» د لوېدو د مخنيوي لایحې له تصویب سره جوخت د امریکا د مشرانو جرګې یوه غړي ویلي، چې دا لایحه یې دغې جرګې ته وړاندې کړې ده.

تیم شی هي چې په افغانستان کې د جګړې تجربه لري اعلان وکړ، چې هغه د دې طرحې د وړاندې کولو او مشرانو جرګې څخه د تصویبولو مسوولیت لري.

که دا لایحه تصویب شي، نو قانون به بدل شي او د امریکا حکومت به مکلف وي چې د طالبانو له خوا د امریکا مرستو ته د لاسرسي مخه ونیسي.

دغه امریکايي پوځي ټینګار وکړ، چې ترهګر او د امریکا دوښمنان باید د دغه هېواد د مالیه ورکونکو له پیسو ګټه وانخلي.

د مونټانا ایالت سناتور وویل: "په عراق او افغانستان کې له ترهګرو سره د کلونو جګړې وروسته، زه ویاړم چې د امریکا په سنا مجلس کې د ترهګرو د مالیه ورکوونکو ډالرو د کارولو د مخنیوي د قانون د تصویب مشري کوم."

هغه زیاته کړه: "زما په څېر خلکو لپاره چې د دې ډلو په وړاندې جګړه کې یې ملګري له لاسه ورکړي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې کلونه د ترهګرو سره مبارزه کړې، دا د خندا وړ ده چې د امریکا د اتباعو مالیه د حماس، حزب الله، ایران او طالبانو جېبونو ته ځي."

شي هي چې د سناتور ټامي ټابرویل او سناتور بېل هیګرټي سره یې په سنا کې دا لایحه وړاندې کړې، وویل؛ "دا زما لپاره خورا مهم و چې دا قانون تصویب کړم ځکه چې موږ نه شو کولی د خپلو مالیه ورکونکو پیسو ته اجازه ورکړو، چې ترهګریزو سازمانونو ته لاړې شي، په ځانګړې توګه کله چې زموږ ملي پور ۳۶ ټریلیون ډالرو ته رسېدلی او لاهم وده کوي."

تر دې مخکې د برچټ ډلې د روان کال په جنورۍ کې هم د امریکا د استازو جرګې ته ورته لایحه وړاندې کړې وه، چې موخه یې طالبانو ته د پیسو د استولو مخنیوی و.

دغه لایحه د امریکا حکومت مکلفوي، چې په افغانستان کې د نغدي مرستو د پروګرام د تطبیق په اړه یو راپور وړاندې کړي او مشخص کړي، چې واشنګټن څنګه دې مرستو ته د طالبانو د لاسرسي مخه نیسي.

د امریکا د کانګرس استازي هڅه کوي، چې دغه لایحه تصویب او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د وروستي لاسلیک لپاره واستوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې هم د امریکا ډېرې بهرنۍ مرستې په ځانګړې توګه پر افغانستان بندې کړې دي.

که دا لایحه که په سنا کې تصویب شي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به اړ وي، چې له طالبانو سره د هر ډول بهرنیو مرستو د مخالفت لپاره یوه پالیسي جوړه او عملي کړي.

همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید یو راپور چمتو کړي، چې مشخص کړي چې کومو هېوادونو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له افغانستان سره مرسته کړې.

دغه لایحه کې د امریکا له حکومته غوښتل شوي، چې نور هېوادونه دې وهڅوي څو خپلې مرستې مستقیماً طالبانو ته ورنکړي.

اصف دورانی: طالبان د افغانستان تلپاتې واقعیت نه دی

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د پاکستان مخکېنی ځانګړی استازی اصف دورانی وايي، چې طالبان په افغانستان کې تلپاتې واقعیت نه دي او په وینا یې دا ډله د مهمو او جدي مسایلو په تړاو له مذاکراتو ډډه کوي.

دوراني د دوشنبې په ورځ (د کب ۶مه) د هرات امنیتي کنفرانس په ۱۲م پړاو کې چې د هسپانیې په مادرید ښار کې جوړ شوی، د خپلې وینا پرمهال ویلي، چې طالبان مذاکراتو ته لېواله نه دي او زیاتوي، چې دا ډله هغه بنسټیزې ننګونې چې افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دي نه مني.

د پاکستان یاد پخواني استازي ټینګار کړی، چې طالبان په افغانستان کې پر روانو ناخوالو سترګې پټوي او د کلیدي مسایلو په تړاو معنا لرونکو مذاکراتو ته لېواله نه دي.

نوموړی طالبان پر متضادو خبرو تورنوي او ادعا کوي: «کله چې له هغوي څخه د افغان کډوالو د منلو غوښتنه وکړو وايي، چې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.»

نوموړي همداراز څرګنده کړې، چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي په تړاو له جدي مذاکراتو څخه ډډه کوي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان مخکېنی استازی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې طالبانو په واو-وار له خپلو مخالفانو سره خبرې‌اترې رد کړي او ادعا کوي، چې په ټول افغانستان کې سوله او امنیت خوندي شوی دی.

دغې ډلې له خپلو مخالفانو څخه غوښتي، چې هېواد ته راستانه شي او د «اسلامي نظام تر سیوري» لاندې ژوند وکړي.

نېشن ورځپاڼه: د پاکستان حکومت پلان لري چې د چترال سیند اوبه د سوات سیند ته واړوي

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۰

پاکستانۍ ورځپاڼې نېشن د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د پاکستان حکومت پلان لري، څو د چترال سیند چې د کونړ سیند ته بهېږي، د اوبو مخه یې د سوات سیند ته واړوي.

یوې رسمي سرچینې یادې رسنۍ ته ویلي، چې د پاکستان حکومت به د چترال، سوات او کابل سیندونو د یو ځای شوي پراختیا لپاره د امکاناتو مطالعه ترسره کړي، چې افغانستان ته د ننوتلو دمخه د اوبو انحراف په کې شامل دي.
دغه مطالعه د پاکستان د اوبو د سرچینو وزارت له خوا تمویل کېږي، چې ۱.۶۴۴ میلیاد روپۍ مصرف به ولري او ۳۰ میاشتو کې به بشپړه شي.
سرچینې ویلي، چې د اوبو د لېږد موخه د چترال، سوات او کابل په سیندونو کې د جریان تنظیمول او د ۲۴۵۳ میګاواټه برېښنا تولید دی.

د اوبو د مدیریت افغان څېړونکی نظیم سمون وایي، که د پاکستان دا پلان ریښتنی وي چې د چترال سیند د سوات سیند ته واړوي نو د جدي اندېښنې خبره ده. نوموړی زیاتوي، د یوه مشترک سیند د اوبو د طبیعي جریان منحرفول د اوبو د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض دی.
نوموړي په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي:« د نېشن په نامه د یوې پاکستانۍ رسنۍ په حواله، د پاکستان حکومت پلان لري چې د چترال سیند اوبه د سوات سیند ته واړوي. چترال د کونړ سیند ته بهېږي او د کونړ سیند د کابل سیندیزې حوزې یوه مهمه او لویه څانګه جوړوي».

د سمون په خبره، دا ډول څرګندونې ځینې وختونه تکتیکي موخې هم لري، خو نوموړي د موخو وضاحت نه دی کړی.

د یادولو وړ ده، چې د چترال سیند د کونړ له سیندونو سره له یو ځای کېدو وروسته د کابل له سیند سره یو ځای کېږي او د مومندو له لارې خیبر پښتونخوا ته بهېږي.

ددغه سیند په اوږدو کې افغان حکومتونو په تېر کې د سترو اوبو بندونو پروژې سروې کړي، خو تر اوسه له څو وړو بندونو پرته هېڅ لوی بند پرې نه دی جوړ شوی.

سمېع سادات: له طالبانو څخه د وسلو په اخیستلو کې له امریکا سره همکارۍ ته چمتو یم

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۴۸ GMT+۰

د جنرال سمېع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ له هغو څرګندونو چې پر بنسټ یې له طالبانو څخه دې د دغه هېواد وسلې بېرته واخیستل شي، هرکلی کړی او په وینا یې، په دې برخه همکارۍ ته چمتو دی.

د افغانستان متحدې جبهې د دوشنبې په ورځ (د کب ۶مه) د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې د ټرمپ له څرګندونو ملاتړ اعلان کړ او ټینګار کوي، چې د طالبانو بې‌وسلې کېدل د سیمه‌ییز ثبات د رامنځته‌کېدو، افغانستان ته د امنیت د بېرته راګرځېدو او د نړۍوالو ترهګرو ډلو د له منځه‌وړلو لپاره یو بنسټیز ګام دی.

نوموړې جبهې خبرداری ورکړی، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې په لویه کچه وسلې او پرمختللي پوځي تجهیزات ترلاسه کړي او له داعش وسله‌والو سره د مبارزې په پلمه د پخوانیو سرتېرو په ګډون د مخالفانو د ځپلو په موخه یې کاروي.

په بیان کې راغلي دي: «هغه وسلې چې د طالبانو لاس ته ورغلي، ټولې سیمې ته قاچاق شوي او داعش، القاعدې او ټي‌ټي‌پي په ګډون په مرکزي او سوېلي اسیا کې د نورو ترهګریزو سازمانونو له خوا کارول کېږي.»

د افغانستان متحدې جبهې په خپل نوي بیان کې له طالبانو سره مذاکرات رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د حل یوازینۍ لاره د زور له لارې د دغې ډلې بې‌وسلې کول دي.

د یادې جبهې په وینا، طالبان باید له یوې پرېکنده او محاسبه شوې ستراتیژۍ سره مخ شي او زیاتوي چې د وسله‌وال افراطي ځواک په توګه دې د هغوی وړتیاوې له منځه یوړل شي.

دغې جبهې د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ غوښتنه کړې او څرګندوي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور غوښتونکی نه دی، خو له متحده‌ایالاتو تمه لري چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د ازادۍ لپاره د مخالفو ډلو سیاسي او تخنیکي ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې شنبې په ورځ ویلي و چې طالبان باید پاتې امریکایي تجهیزات او وسلې بېرته دغه هېواد ته وسپاري.

نوموړي د جمهوري‌غوښتونکو یوې لویې غونډې ته د وینا پرمهال زیاته کړې وه، چې هغه د طالبانو له خوا د دغو تجهیزاتو پوځي ځواک ښودنې «غوسه» کړی دی.

که څه هم لا تر اوسه روښانه نه ده، چې ټرمپ به په کوم ډول له طالبانو څخه د پخواني افغان پوځ اړوند امریکایي وسلې او تجهیزات ترلاسه کړي، خو په دغه برخه کې یې یو امریکایي چارواکی ټاکلی ترڅو یو پلان ورته جوړ کړي.

بل خوا، طالبانو په دې تړاو هر ډول مذاکرات رد کړي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو تجهیزات «د جګړې غنیمت» بولي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې وروستیو کې ویلي و، چې امریکا باید د تېرو دوو لسیزو تګ‌لاره تکرار نه کړي او په وینا یې، دغه هېواد په دې صورت وسلې بېرته ترلاسه کولای شي، چې دوی ژوندي نه وي.

میاخېل: د هرات امنیتي کنفراس قومي او تعصبي اجنډا لرله او د کرېکټ ضد ویناوې په کې شوي

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۳۷ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل د هرات امنیتي کنفرانس دولسم پړاو په اړه ویلي، چې دغه کنفرانس د ملي سرود پرته په قومي او تعصبي اجنډا جوړ شوی دی.

نوموړی وایي، چې په کنفرانس کې د کرېکټ ټيم پر ضد بیانونه ورکړل شوي دي.

د هرات امنیتي کنفرانس دولسم پړاو د دوشنبې په ورځ د هسپانیې په مادرید ښار کې د «افغانستان د هیلو د بیا راژوندۍ کولو ګډې هڅې» تر سرلیک لاندې پیل شوی او ټاکل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

‏شاه محمود میاخېل په خپل اېکس کې لیکلي: «د هرات د امنیتي ډیالوګ په هکله زما نظر دا و او دی چې پروسږکال چې مونږ ګډون وکړ، یو شرط یې د ملي سرود مسله وه چې باید ملي سرود په پروګرام کې شامل وای او هغوی دا ومنله. خو سږکال دوی ملي سرود د پروګرام نه لرې کړ او هم یې قومي او تعصبي اجندا لکه د ملي کرکټ ټیم په ضد بیانیو ته ځای ورکړ».

ښاغلی میاخېل وایي، داسې کنفرانسونه نه شي کولې چې د افغانستان لپاره له ناورین څخه د وتلو کومه موثره او مثمره نسخه وړاندې کړي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ په وینا، په دغې غونډه کې سیاسي شخصیتونو، د افغان حکومت پخوانیو چارواکو او د بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو استازو ګډون کړی دی.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د غونډې په مهمو موضوعګانو کې به په نړۍوال سیاست کې د افغانستان دریځ، د ترهګرۍ ګواښ او د هېواد په راتلونکې کې د ډیپلوماسۍ رول شامل وي.

په دې غونډه کې د افغانستان د راتلونکې لپاره د حل لارې او له دغه هېواد سره د نړۍوالو همکاریو د پیاوړتیا لټه کېږي.

د یادولو ده، چې د هرات د امنیتي ناستې پخوانی ۱۱م پړاو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شو.

په دې ناسته کې د «طالبانو د واک انحصار» او د افغانستان د راتلونکې لپاره د هغې پر پایلو بحث شوی و.