نېشن ورځپاڼه: د پاکستان حکومت پلان لري چې د چترال سیند اوبه د سوات سیند ته واړوي

پاکستانۍ ورځپاڼې نېشن د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د پاکستان حکومت پلان لري، څو د چترال سیند چې د کونړ سیند ته بهېږي، د اوبو مخه یې د سوات سیند ته واړوي.

پاکستانۍ ورځپاڼې نېشن د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د پاکستان حکومت پلان لري، څو د چترال سیند چې د کونړ سیند ته بهېږي، د اوبو مخه یې د سوات سیند ته واړوي.
یوې رسمي سرچینې یادې رسنۍ ته ویلي، چې د پاکستان حکومت به د چترال، سوات او کابل سیندونو د یو ځای شوي پراختیا لپاره د امکاناتو مطالعه ترسره کړي، چې افغانستان ته د ننوتلو دمخه د اوبو انحراف په کې شامل دي.
دغه مطالعه د پاکستان د اوبو د سرچینو وزارت له خوا تمویل کېږي، چې ۱.۶۴۴ میلیاد روپۍ مصرف به ولري او ۳۰ میاشتو کې به بشپړه شي.
سرچینې ویلي، چې د اوبو د لېږد موخه د چترال، سوات او کابل په سیندونو کې د جریان تنظیمول او د ۲۴۵۳ میګاواټه برېښنا تولید دی.
د اوبو د مدیریت افغان څېړونکی نظیم سمون وایي، که د پاکستان دا پلان ریښتنی وي چې د چترال سیند د سوات سیند ته واړوي نو د جدي اندېښنې خبره ده. نوموړی زیاتوي، د یوه مشترک سیند د اوبو د طبیعي جریان منحرفول د اوبو د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض دی.
نوموړي په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي:« د نېشن په نامه د یوې پاکستانۍ رسنۍ په حواله، د پاکستان حکومت پلان لري چې د چترال سیند اوبه د سوات سیند ته واړوي. چترال د کونړ سیند ته بهېږي او د کونړ سیند د کابل سیندیزې حوزې یوه مهمه او لویه څانګه جوړوي».
د سمون په خبره، دا ډول څرګندونې ځینې وختونه تکتیکي موخې هم لري، خو نوموړي د موخو وضاحت نه دی کړی.
د یادولو وړ ده، چې د چترال سیند د کونړ له سیندونو سره له یو ځای کېدو وروسته د کابل له سیند سره یو ځای کېږي او د مومندو له لارې خیبر پښتونخوا ته بهېږي.
ددغه سیند په اوږدو کې افغان حکومتونو په تېر کې د سترو اوبو بندونو پروژې سروې کړي، خو تر اوسه له څو وړو بندونو پرته هېڅ لوی بند پرې نه دی جوړ شوی.

د جنرال سمېع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ له هغو څرګندونو چې پر بنسټ یې له طالبانو څخه دې د دغه هېواد وسلې بېرته واخیستل شي، هرکلی کړی او په وینا یې، په دې برخه همکارۍ ته چمتو دی.
د افغانستان متحدې جبهې د دوشنبې په ورځ (د کب ۶مه) د اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې د ټرمپ له څرګندونو ملاتړ اعلان کړ او ټینګار کوي، چې د طالبانو بېوسلې کېدل د سیمهییز ثبات د رامنځتهکېدو، افغانستان ته د امنیت د بېرته راګرځېدو او د نړۍوالو ترهګرو ډلو د له منځهوړلو لپاره یو بنسټیز ګام دی.
نوموړې جبهې خبرداری ورکړی، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې په لویه کچه وسلې او پرمختللي پوځي تجهیزات ترلاسه کړي او له داعش وسلهوالو سره د مبارزې په پلمه د پخوانیو سرتېرو په ګډون د مخالفانو د ځپلو په موخه یې کاروي.
په بیان کې راغلي دي: «هغه وسلې چې د طالبانو لاس ته ورغلي، ټولې سیمې ته قاچاق شوي او داعش، القاعدې او ټيټيپي په ګډون په مرکزي او سوېلي اسیا کې د نورو ترهګریزو سازمانونو له خوا کارول کېږي.»
د افغانستان متحدې جبهې په خپل نوي بیان کې له طالبانو سره مذاکرات رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د حل یوازینۍ لاره د زور له لارې د دغې ډلې بېوسلې کول دي.
د یادې جبهې په وینا، طالبان باید له یوې پرېکنده او محاسبه شوې ستراتیژۍ سره مخ شي او زیاتوي چې د وسلهوال افراطي ځواک په توګه دې د هغوی وړتیاوې له منځه یوړل شي.
دغې جبهې د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ غوښتنه کړې او څرګندوي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور غوښتونکی نه دی، خو له متحدهایالاتو تمه لري چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د ازادۍ لپاره د مخالفو ډلو سیاسي او تخنیکي ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې شنبې په ورځ ویلي و چې طالبان باید پاتې امریکایي تجهیزات او وسلې بېرته دغه هېواد ته وسپاري.
نوموړي د جمهوريغوښتونکو یوې لویې غونډې ته د وینا پرمهال زیاته کړې وه، چې هغه د طالبانو له خوا د دغو تجهیزاتو پوځي ځواک ښودنې «غوسه» کړی دی.
که څه هم لا تر اوسه روښانه نه ده، چې ټرمپ به په کوم ډول له طالبانو څخه د پخواني افغان پوځ اړوند امریکایي وسلې او تجهیزات ترلاسه کړي، خو په دغه برخه کې یې یو امریکایي چارواکی ټاکلی ترڅو یو پلان ورته جوړ کړي.
بل خوا، طالبانو په دې تړاو هر ډول مذاکرات رد کړي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو تجهیزات «د جګړې غنیمت» بولي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په دې وروستیو کې ویلي و، چې امریکا باید د تېرو دوو لسیزو تګلاره تکرار نه کړي او په وینا یې، دغه هېواد په دې صورت وسلې بېرته ترلاسه کولای شي، چې دوی ژوندي نه وي.

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل د هرات امنیتي کنفرانس دولسم پړاو په اړه ویلي، چې دغه کنفرانس د ملي سرود پرته په قومي او تعصبي اجنډا جوړ شوی دی.
نوموړی وایي، چې په کنفرانس کې د کرېکټ ټيم پر ضد بیانونه ورکړل شوي دي.
د هرات امنیتي کنفرانس دولسم پړاو د دوشنبې په ورځ د هسپانیې په مادرید ښار کې د «افغانستان د هیلو د بیا راژوندۍ کولو ګډې هڅې» تر سرلیک لاندې پیل شوی او ټاکل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
شاه محمود میاخېل په خپل اېکس کې لیکلي: «د هرات د امنیتي ډیالوګ په هکله زما نظر دا و او دی چې پروسږکال چې مونږ ګډون وکړ، یو شرط یې د ملي سرود مسله وه چې باید ملي سرود په پروګرام کې شامل وای او هغوی دا ومنله. خو سږکال دوی ملي سرود د پروګرام نه لرې کړ او هم یې قومي او تعصبي اجندا لکه د ملي کرکټ ټیم په ضد بیانیو ته ځای ورکړ».
ښاغلی میاخېل وایي، داسې کنفرانسونه نه شي کولې چې د افغانستان لپاره له ناورین څخه د وتلو کومه موثره او مثمره نسخه وړاندې کړي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ په وینا، په دغې غونډه کې سیاسي شخصیتونو، د افغان حکومت پخوانیو چارواکو او د بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو استازو ګډون کړی دی.
دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د غونډې په مهمو موضوعګانو کې به په نړۍوال سیاست کې د افغانستان دریځ، د ترهګرۍ ګواښ او د هېواد په راتلونکې کې د ډیپلوماسۍ رول شامل وي.
په دې غونډه کې د افغانستان د راتلونکې لپاره د حل لارې او له دغه هېواد سره د نړۍوالو همکاریو د پیاوړتیا لټه کېږي.
د یادولو ده، چې د هرات د امنیتي ناستې پخوانی ۱۱م پړاو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره شو.
په دې ناسته کې د «طالبانو د واک انحصار» او د افغانستان د راتلونکې لپاره د هغې پر پایلو بحث شوی و.

امریکا متحدهایالاتو ته د افغان کډوالو د لېږد «افغان اېواک» بنسټ په یوه پرانېستي لیک کې په افغانستان کې له پخوانیو جنګېدلو امریکایي سرتېرو څخه غوښتي، چې د ټرمپ د پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي.
نوموړي بنسټ د ټرمپ دا اقدام په افغانستان کې د امریکا د افغان همکارانو لپاره «قصدي خیانت او سپکاوی» بللی دی.
افغان اېواک چې له ۲۵۰ ټیمونو جوړ شوی اېتلافي بنسټ دی، په دې وروستیو کې د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ فشار ډېر کړی، څو امریکا ته د شاوخوا ۲۰۰ افغانانو د لېږد پر بهیر لګېدلی ځنډ لغوه کړي.
د دغه بنسټ مسوول شان وېنډایور پخوانیو امریکایي سرتېرو ته په یوه پرانېستي لیک کې زیاته کړې: «دا وضعیت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د [امریکا] له نامسوولانه وتلو څخه هم ډېر بد دی. دا کومه تصادفی پېښه نه ده او نه هم کومه تېروتنه ده، بلکې یو انتخاب دی او دا له هغو کسانو سره قصدي خیانت دی چې موږ یې د ملاتړ ژمنه کړې ده.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سپینې ماڼۍ له واکمنېدو وروسته، د یو اجراییوي فرمان په صادرېدو سره د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام لغوه کړ، چې پر بنسټ یې دغه هېواد ته د ټولو افغانانو الوتنې وځنډېدې.
دغه راز رویټرز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې د امریکا همکارانو د کډوالو بیا مېشتیدنې مسوول دفتر هم وتړي.
ورته مهال، پيبياېس نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې افغان اېواک بنسټ په افغانستان کې له پخوانیو جنګېدلو امریکايي سرتېرو غوښتي، چې خپل غږ پورته کړي او په کانګرېس کې له خپلو استازو سره اړیکه ونیسي، څو د ټرمپ پر ادارې فشار راوړي چې دا پرېکړه بېرته واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا حکومت د دغه هېواد پوځ د پخوانیو افغان ژباړونکو او نورو همکارانو د امریکا د لېږد بهیر د لا ډېرو امنیتي پلټنو تر وخته ځنډولی؛ خو اوس داسې لیدل کېږي، چې د ټرمپ ټیم د دغو افغان کډوالو د لېږد بشپړه لغوهکېدو ته لېواله دی.
د یادونې ده، چې یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ښايي متحدهایالات د هېوادونو پر بنسټ د افغان کډوالو د ځانګړو ویزو غوښتونکو په ګډون د کډوالۍ پروګرامونه ودروي.
د هغه په وینا، ټاکل شوې چې ټرمپ یو اجراییوي فرمان صادر کړي او پهکې د کورني امنیت او بهرنیو چارو له وزارتونو څخه وغواړي، څو د مارچ تر ۲۱مې د خپلو فعالیتونو په تړاو راپور وړاندې کړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په تېره سلواغې میاشت کې یې د رېل پټلۍ له لارې ۴۱۴ زره او ۸۸۳ مټریک ټنه انتقالات کړي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دغې ډلې د ټولګټو چارو وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې خبر ورکړی، چې په تېره میاشت کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۲۸ زره او ۹۷۰ ټنه، د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۱ زره او ۹۵۹ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۵ زره او ۵۳۶ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۴۱۸ ټنه چې ټولټال ۳۷۸ زره او ۱۵۶ ټنه کېږي، د نفتي او نورو توکو واردات شوي دي.
د راپور له مخې، په دې موده کې ۳۶ زره او ۷۲۷ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه، کینو او د انارو جوس دي؛ صادر او ټرانزیټ شوي دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت همداراز ویلي، چې هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې اسانتياوې برابرې کړي.
افغانستان اوسمهال د رېل پټلۍ له لارې د ازبکستان، ترکمنستان او ایران ترمنځ د توکو په انتقال کې کار اخلي.
یاده دې وي، چې په هېواد کې د اوسپنې پټلۍ د غځولو او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د اوسپنې د شبکو سره د نښلولو کار د پخواني جمهوري رژیم په لومړیو کلنو کې پیل شوی وو، خو په ۲۰۲۱ کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره دغه چاره دوامداره پاتې شوه او ازبکستان، ترکمنستان او ایران د رېل پټلیو شبکې سره د نښلولو کار ته داوام وکړ.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا د هرات دوولسم امنیتي کنفرانس ته وویل، چې د افغانستان په سیاسي چاپیریال کې د سولې او مقاومت دواړو تعقیبول مهم دي. هغه د افغانانو د یوې «ملي ولسي مجمع» د جوړولو غوښتنه وکړه.
په دغه دوه ورځنی ډیالوګ کې، چې د هسپانیا په پلازمېنه مادرید کې روان دی، ګڼو سیاسي څېرو او شنونکو ګډون کړی دی.
سپنتا له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو وویل، چې دې ډلې د سولې خبرو اترو په اړه ځواب نه دی ورکړی.
هغه زیاته کړه، « موږ تل له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ملاتړ کړی؛ یوداسې دریځ چې زموږ د ټولنې ګڼ شمېر غړو، په ځانګړي توګه سیاستوالو، مدني حرکتونو او د ښځو د حقوقو سازمانونو تکرار کړی. سره له دې، تر اوسه پورې د طالبانو کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی».
هغه وویل، چې د افغانستان لپاره اصلي اندیښنه لا هم د طالبانو له ظالم رژیم څخه د هیواد ژغورل دي.
سپنتا زیاته کړه، « موږ باید ومنو چې د افغانستان دننه طالب ضد حرکتونه، د یوه منسجم او ټول شموله سیاسي ځایناستي د نشتوالي له امله، چې ځانګړي اهداف لکه ډیموکراسي، د قانون حاکمیت، او ټولنیز عدالت ولري، له جدي ننګونو سره مخ دي.».
سپنتا ټینګار وکړ، چې د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ غورځنګونو د اغیزناکتیا لپاره همغږۍ، مشخصو سیاسي پروګرامونو او سازماني جوړښتونو ته اړتیا ده، چې د سیاسي قدرت له غالبو سیاسي او نظامي اړیکو سره همغاړي شي.
هغه د افغانستان د ملي ولسی مجمع وړاندیز وکړ، چې د یوه پیاوړي ایتلاف په توګه یوه لاره را وباسي او د نړیوالې ټولنې په تایید د یوه لنډمهالي دولت جوړېدو ته لاره پرانیزي. سپنتا دې ناستې ته په خبرو کې وویل، چې په دې ملي مجمع کې باید د ټولنې ټول اقشار، ښځې، نارینه او سیاسي او ټولنیز جریانونه، چې پر استقلال، ازادۍ، او د هېواد پر یووالي باور لري، راټول شي.
هغه وویل، چې هممهاله د سولې او مقاومت دواړو تعقیبولو ته اړتیا ده، ځکه دده په باور، په پراخه کچه دا منل شوې، چې جګړه وروستۍ حل لاره ده او سوله ییزه مبارزه د لوړو او انساني اهدافو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
نوموړي وویل چې په ځینو مواردو کې خلک له نظامي مقابلې پرته بله لاره نه لري، ځکه جګړې پر دوی تپل شوې دي.
د ملي امنیت پخواني سلاکار وویل، چې جیوپولیټیکي سیالیو او ایدیولوژیکو توپیرونو د افغانستان په اړه متضاد دریځونه رامنځته کړي دي. هغه څرګنده کړه چې د نړیوالو او سیمهییزو ځواکونو رقابت د افغانستان د سولې پروسه نوره هم پیچلې کړې ده.
د هرات امنیتي کنفرانس یوه کلنی ناسته ده، چې د بېلابېلو هېوادونو استازي پکې ګډون کوي او د افغانستان اړوند مسایل څېړي. سږنی کنفرانس د « افغانستان: د هیلې بیا راټوکیدل؛ ګډه هڅه» تر سرلیک لاندې پیل شوی او دوه ورځې به وغځیږي.
