طالبان وايي، د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره نن یو پلاوی تورخم ته لېږي

د تورخم دروازه نن د څلورمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده. تازه په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د دغې ستونزې د حل لپاره د یادې ډلې یو لوړپوړی پلاوی نن تورخم ته ځي.