• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جاپان په افغانستان کې له کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو سره شپږ میلیونه ډالره مرسته کوي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۳۴ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) د جاپان له حکومت سره د شاوخوا شپږ میلیونه ډالرو د مرستو یو تړون لاسلیک کړ. دغه سازمان وايي، چې یادې مرستې له کډوالو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د سرپناه او کار په برخو کې ولګیږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانستان د څانګې مشر عرفات جمال، د تړون د لاسليک پر مهال ویلي، په دې خوښ دی، چې له جایکا سره په ګډه د کډوالو ستونزو ته د رسیدو په برخه کې کار کوي، هغه وايي: «زموږ دا ګډ کار، د راستنېدونکو کډوالو، بې ځایه شویو افغانانو او د هغوی په کوربه سیمو کې د ژوندانه ملاتړ دی، په ځانګړي توګه د کورنۍ په اقتصاد کې د ښځو ونډې ته ډیره پاملرنه په کې شوې ده.»

هغه زیاته کړه، چې د دغو مرستو په لړ کې به کډوالو او بې ځایو شویو کورنیو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي: «موږ به نه یوازې دا چې په بشري مرستو د بې ځایه شویو خلکو تکیه کمه کړو، بلکې په دې سره به د ټولې ټولنې وقار او سوکالۍ ته وده ورکړو.»

بلخوا په افغانستان کې د جاپان سفیر ډاکټر تاکایوشي کورومیا ویلي، چې د جاپان حکومت ژمن دی، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، هغه ویلي جاپان به د کرنې، د ښځو لپاره اقتصادي فرصتونه او راستنېدونکو کډوالو په برخه کې د افغانستان لاسنیوی وکړي، ترڅو ټولنیز یوالی او پیاوړې ټولنه رامنځته شي.

هغه وايي، د جاپان له‌خوا پردغو مرسته شویو پیسو به د بلخ، هرات، کابل، کندهار، لوګر او پکتیا په ولایتونو کې ګڼې پروژې پلې شي، چې موخه یې په هغو ټولنو د فشار کمول دي، چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو او بې ځایه شویو خلکو کوربه دي.

د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو په برخه کې دغه مرستې په داسې حال کې کېږي، چې افغانستان لا هم له سترو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی او د کډوالو او بې ځایه شویو کورنیو د ژوند شرایطو د بیارغونې او ښه کولو لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان: د «بېګم راډیو» کارکوونکي لا هم د طالبانو په بند کې دي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۲۴ GMT+۰

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، که څه هم د «بېګم راډیو» نشرات پیل شوي؛ خو د دغې رسنۍ کارکوونکي لا هم د طالبانو په بند کې دي. دغه سازمان، تر دې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې د یادې راډیو د کارکوونکو د خوشې خبر ورکړی و.

یاد سازمان وړمه ورځ د «بېګم راډیو» د خپرونو د بیا پلېدو او د دغې رسنۍ د دوو کارکوونکو د خوشې کېدو په تړاو د خپلو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ یوه خبرپاڼه خپره کړې وه؛ خو تازه دغه سازمان د یوې بلې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان لا نه دي خوشې شوي.
تر دې وړاندې (د سلواغې په ۱۶مه نېټه) په کابل کې د بېګم راډيو د خپرونو له بندېدو وروسته د دغه راډيو مسوولانو ویلي و، چې طالبانو د دوی یو شمېر کارکوونکي هم له ځانه سره بېولي دي؛ خو دوی د دغو کارکوونکو د شمېر په تړاو څه نه و ویلي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې په هېواد دننه معلوماتو ته د لاسرسي شرایط خورا پېچلې دي او له افغانستان څخه د معلوماتو ترلاسه کول تل له جدي خنډونو او محدودیتونو سره مل وي.
‏د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د «بېګم راډیو» او د دغې رسنۍ د کارکوونکو وضعیت څاري او په سملاسي توګه یې د دغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
دغه سازمان دارنګه په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته پر درناوي ټینګار کړی دی.
د یاد سازمان په تېرې خبرپاڼه کې راغلي و، چې له فشار او سانسور پرته د رسنیو ازاد فعالیت یو بنسټیز حق دی او باید تضمین شي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په خبره، په دغه هیواد کې پر رسنیو دوامداره فشار، سانسور او ګواښونه د دې لامل شوي چې د ژورنالېزم کیفیت راټیټ شي.
په خبرپاڼه کې راغلي و، د رسنیو بیا پرانیستل باید د بیان د ازادۍ محدودیتونه، د ناقانونه فشارونو پلي کول او د سانسور د پراختیا لامل ونه ګرځي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شنبې په ورځ (د کب ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې بېګم او ځوانانو راډیوګانو ته تر هغه وروسته د فعالیتونو اجازه ورکړل شوه چې مسوولینو یې د خپلو نشراتو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د دغو دواړو راډیوګانو مسوولانو د یاد وزارت له نشراتي معینیت سره ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د دغې ډلې د قوانینو په پام کې نیولو سره فعالیتونه کوي.
یادو راډیوګانو چې په کابل او نږدې ولایتونو کې نشرات لاره؛ څه موده وړاندې یې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا «د فعاليت له جواز څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او له بهرنیو تحریم شویو رسنیو سره د همکارۍ په تور» خپرونې وځنډول شوې.

د امنیت څار بنسټ په جنورۍ میاشت کې له ۲۰ ډېرې امنیتي پېښې ثبت کړي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۰

د افغانستان د امنیت څار بنسټ موندنې ښیي، چې د روان کال د جنورۍ میاشتې پرمهال په افغانستان کې ۲۲ امنیتي پېښې ثبت شوې دي. له دې پېښو څخه شاوخوا ۹ د طالبانو د مخالفو جبهو او ۳ پېښې د داعش له خوا ترسره شوي دي.

دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ (د کب ۶مه) د جنورۍ میاشتې پرمهال په ټول افغانستان کې د امنیتي پېښو په تړاو موندنې د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې خپرې کړې دي.

د افغانستان د امنیت څار بنسټ د راپور پر بنسټ، هغه پېښې چې مسوولیت یې د طالبانو مخالفو جبهو پر غاړه اخیستي، د ډېسمبر میاشتې په پرتله کمې دي.

نوموړي بنسټ له دې مخکې راپور ورکړی و، چې د ډېسمبر میاشتې پرمهال په ټول افغانستان کې ۳۹ امنیتي پېښې رامنځته شوي، چې ډېری یې د مقاومت او ازادۍ جبهو په ګډون د طالبانو د مخالفو ډلو له خوا ترسره شوي دي.

یاد بنسټ د جنوري په میاشت کې د داعش درېیو بریدونو ته په اشارې څرګنده کړې، چې یو په تخار او دوه هم په بغلان ولایتونو کې ترسره شوي دي.

په کابل، تخار او هرات کې لږترلږه درې بریدونه نورې هغه پېښې بلل کېږي، چې د افغانستان امنیت څارونکو ورته اشاره کړې ده.

د دې پیښو عاملان ناڅرګند دي.

همداراز د دغه بنسټ موندنې ښيي، چې دا پېښې په هرات، کابل، بغلان، کندوز، پروان، تخار، کاپیسا او خوست کې په ترتیب سره متمرکزې وې.

د افغانستان د امنیت څاربنسټ په ټول هېواد کې د طالبانو په اجراییوي بنسټونو کې له۵۰۰ څخه د ډېرو پېښو ثبتېدو ته هم اشاره کړې، خو د نوعیت په تړاو یې نور جزییات نه دي ورکړي.

نبیل: طالبان د نن ورځې عصري افراطیان دي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۰۳ GMT+۰

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت‌الله نبیل وايي، نړۍ فکر کاوه چې د ۲۰۲۱ کال طالبان بدل شوي او د ۱۹۹۶ کلونو له طالبانو سره توپیر لري. د نوموړي په خبره، دا د نړۍوالو یو «خیال» و.

نبیل د دوشنبې په ورځ د هرات امنیتي کنفرانس د ۱۲ پړاو له جوړونکو څخه د مننې او هرکلي ترڅنګ په خپله اېکس‌‌پاڼه کې لیکلي : «طالبان د نن ورځې عصري افراطیان دي چې په ښه ډول شبکه‌بندي شوي، ښه تمویل شوي او تر بل هر وخت ډېر خطرناک دي.»

هغه وړاندې وايي، چې افغانستان له دې وروسته نه یوازې د ترهګرو او افراطیانو لپاره یو پټن‌ځای دی؛ بلکې دمګړۍ د یو حکومت په جامه کې یو ترهګر او افراطي دولت دی.

نبیل د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په اشارې ویلي، چې طالبان نورو ترهګرو ډلو ته د پناه‌ورکولو ترڅنګ، افغانستان د یوې جرمي شبکې په څېر اداره کوي او زیاتوي، چې دغه ډله د مخدره توکو، وسلو او انساني قاچاق له لارې خپلې ګټې ترلاسه کوي.

نوموړي په افغانستان کې د داعش-خراسان ډلې فعالیتونو ته په اشارې ټینګار کړی، چې نړۍ په عراق او سوریه کې دغې ډلې ته د یو ګواښ په سترګه نه کتل، تر دې چې پر یو نړۍوال ناورین بدله شوه او په وینا یې، اوس په افغانستان کې هم هماغه تېروتنه تکرارېدونکې ده.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس خبرداری ورکړی، چې داعش-خراسان یوازې وده نه ده کړې، بلکې د پراختیا په حال کې ده.

هغه د طالبانو ټولې هغه ادعاوې چې ګواکې د داعش-خراسان یې په افغانستان کې ځپلی، رد کړي او وايي چې د داعش-خراسان په کنټرول کې د طالبانو ناکامي کوم تصادفي پېښه نه ده، بلکې هېواد د څو جهادي ډلو لاس ته د لوېدو نښه ده.

رحمت‌الله نبیل همداراز، په کابل کې د اېمن‌الظواهري وژل کېدو ته په اشارې وایي، چې په افغانستان کې د القاعدې مشران «پټ نه دي» او زیاتوي چې هغوی د طالبانو له خوا ساتل، تمویل او اداره کېږي.

د جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل تر دې مخکې ویلي و، چې افغانستان په یو داسې میدان بدل شوی، چې د سیمې هېوادونه ورته د ګواښ، تقابل او فرصت په سترګه ګوري.

د اروپايي پارلمان غړې: ښايي طالبان د یو بل وژل پیل کړي

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۰

د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن د طالبانو خپلمنځيو اختلافونو ته په اشارې سره ویلي، چې ښايي د دغې ډلې غړي سره ښکېل شي او یو بل ووژني.

هغې په ​​افغانستان کې وضعیت «ترینګلی» وباله او ویې ویل، چې خلک باید د خپل وضعیت د بدلولو لپاره اقدام وکړي.

د نیومن په وینا، پر طالبانو د بهرني فشار اغېز محدود دی.

هانا نیومن د دوشنبې په ورځ له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو په خپلو "احمقانه پالیسیو" سره هېواد په خطرناکه لاره روان کړی دی.

د نوموړې په وینا، د طالبانو خپلمنځي اختلافات د وضعیت د بدلون لپاره د هیلو یوه نښه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي حکمتیار وویل، چې دا مهال په افغانستان کې وضعیت داسې دی چې ځینې یې د حالاتو په انتظار او ګوته په ماشه دي".

د اقتصادي کړکېچ په خرابېدو او د طالبانو د نړۍوالې انزوا له دوام سره د دغې ډلې مشرانو یو پر بل انتقادونه کړي او ځینې یې په دې باور دي، چې د هبت الله سیاستونه په دې حالت کې رول لري.

سرچینې د حقاني شبکې او د طالبانو د کندهاري ډلې ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکو اختلافاتو خبره کوي.

د اروپايي پارلمان دغه غړې د افغانستان له حالاتو خبره ده.

هغې د طالبانو د رژیم پر مهال هم افغانستان ته سفر کړی و.

مېرمن نیومن د امریکا د مرستو د بندېدو په اړه اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ، چې په افغانستان کې خلک وږي دي.

هغې وويل، ځينې کورنۍ اړ دي، چې خپلې لوڼې په اته او نهه کلنۍ کې واده کړي، چې ډېرى مېرمنې او نجونې ناهیلې شوي او ځينې يې ځان وژنې ته اړې شوې دي.

نیومن همدا راز زیاته کړه، چې امکان نه لري چې اروپا به په افغانستان کې د امریکا د مرستو تشه ډکه کړي.

نیومن پر طالبانو د داخلي فشارونو د زیاتولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دغه ډله د نړۍوالو فشارونو پر وړاندې بې تفاوته ده او د بهرنیو فشارونو اغېز ډېر محدود دی.

هغې څرګنده کړه: "یوازینۍ لاره دا ده، چې طالبان پخپله د افغانانو له خوا وننګول شي."

نیومن د نړۍوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل ناشونی وګڼل او ویې ویل: «د طالبانو په رسمیت پېژندل له پوښتنې څخه بهر دي. دوی نه غواړي چې د نړۍوالې ټولنې برخه شي. موږ له دې خبرو ډېر لرې یو.»

نیومن د افغانستان له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې پر طالبانو د فشار په زیاتولو کې همکاري وکړي.

د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د بندولو لایحه سنا ته وړاندې شوه

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۹ GMT+۰

د «ترهګرو ډلو منګولو ته د امریکا د خلکو مرستو» د لوېدو د مخنيوي لایحې له تصویب سره جوخت د امریکا د مشرانو جرګې یوه غړي ویلي، چې دا لایحه یې دغې جرګې ته وړاندې کړې ده.

تیم شی هي چې په افغانستان کې د جګړې تجربه لري اعلان وکړ، چې هغه د دې طرحې د وړاندې کولو او مشرانو جرګې څخه د تصویبولو مسوولیت لري.

که دا لایحه تصویب شي، نو قانون به بدل شي او د امریکا حکومت به مکلف وي چې د طالبانو له خوا د امریکا مرستو ته د لاسرسي مخه ونیسي.

دغه امریکايي پوځي ټینګار وکړ، چې ترهګر او د امریکا دوښمنان باید د دغه هېواد د مالیه ورکونکو له پیسو ګټه وانخلي.

د مونټانا ایالت سناتور وویل: "په عراق او افغانستان کې له ترهګرو سره د کلونو جګړې وروسته، زه ویاړم چې د امریکا په سنا مجلس کې د ترهګرو د مالیه ورکوونکو ډالرو د کارولو د مخنیوي د قانون د تصویب مشري کوم."

هغه زیاته کړه: "زما په څېر خلکو لپاره چې د دې ډلو په وړاندې جګړه کې یې ملګري له لاسه ورکړي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې کلونه د ترهګرو سره مبارزه کړې، دا د خندا وړ ده چې د امریکا د اتباعو مالیه د حماس، حزب الله، ایران او طالبانو جېبونو ته ځي."

شي هي چې د سناتور ټامي ټابرویل او سناتور بېل هیګرټي سره یې په سنا کې دا لایحه وړاندې کړې، وویل؛ "دا زما لپاره خورا مهم و چې دا قانون تصویب کړم ځکه چې موږ نه شو کولی د خپلو مالیه ورکونکو پیسو ته اجازه ورکړو، چې ترهګریزو سازمانونو ته لاړې شي، په ځانګړې توګه کله چې زموږ ملي پور ۳۶ ټریلیون ډالرو ته رسېدلی او لاهم وده کوي."

تر دې مخکې د برچټ ډلې د روان کال په جنورۍ کې هم د امریکا د استازو جرګې ته ورته لایحه وړاندې کړې وه، چې موخه یې طالبانو ته د پیسو د استولو مخنیوی و.

دغه لایحه د امریکا حکومت مکلفوي، چې په افغانستان کې د نغدي مرستو د پروګرام د تطبیق په اړه یو راپور وړاندې کړي او مشخص کړي، چې واشنګټن څنګه دې مرستو ته د طالبانو د لاسرسي مخه نیسي.

د امریکا د کانګرس استازي هڅه کوي، چې دغه لایحه تصویب او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د وروستي لاسلیک لپاره واستوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې هم د امریکا ډېرې بهرنۍ مرستې په ځانګړې توګه پر افغانستان بندې کړې دي.

که دا لایحه که په سنا کې تصویب شي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به اړ وي، چې له طالبانو سره د هر ډول بهرنیو مرستو د مخالفت لپاره یوه پالیسي جوړه او عملي کړي.

همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید یو راپور چمتو کړي، چې مشخص کړي چې کومو هېوادونو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له افغانستان سره مرسته کړې.

دغه لایحه کې د امریکا له حکومته غوښتل شوي، چې نور هېوادونه دې وهڅوي څو خپلې مرستې مستقیماً طالبانو ته ورنکړي.