• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اتلانو جام؛ افغانستان د یوې برخلیک‌ټاکونکې سیالۍ لپاره له انګلستان سره مخ کېږي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د کرېکټ اتلانو جام یا چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې افغان ملي اتلان د خپلې دویمې سیالۍ په موخه د انګلستان له کرېکټ ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته کوزېږي او دا د دواړو لوبډلو لپاره یوه برخلیک‌ټاکونکې سیالي بلل کېږي.

دا لوبه د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د کابل پرمهال د ماسپښین ۱:۳۰ بجه د پاکستان په کوربه‌توب د دغه هېواد د لاهور ښار په قذافي کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي.

پرون د افغان کرېکټ ملي لوبډلې کېپټان حشمت‌الله شهیدي د خبري کنفرانس پرمهال خبریالانو ته ویلي، چې انګلستان یوه پیاوړې لوبډله ده، خو ټینګار یې کړی چې د یادې لوبډلې پر وړاندې به له پلان سره سم د لوبې ډګر ته کښته شي.

شهیدي زیاتوي: «لاهور قذافي لوبغالی زمونږ د توپوهونکو لپاره ښه جوړ دی او ډاډه یم چې دلته به ټول لوبغاړي ښه لوبه وکړي.»

ورته مهال، د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی جانتن ټروټ وايي، چې افغان لوبغاړي په یوه «سخت وضعیت» کې دي او د خپل هېواد له ستونزو څخه خبر دي.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې: «افغان لوبغاړي د سم او ناسم پر توپیر ښه پوهېږي، خو د دوی شرایط واقعا سخت دي. دوی پوهېږي چې د چا لپاره لوبې او استازولي کوي.»

د یادونې ده ،چې افغان کرېکټ ملي لوبډلې د چمپینز ټرافي یا اتلانو جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د سوېلې افریقا پر وړاندې بایللې، خو انګلستان ته په ماتې ورکولو سره کولای شي د مخته تګ چانس ډېر کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

افغان لوبډلې په لاهور کې له انګلستان سره د سیالۍ لپاره د چمتوالي تمرینات وکړل

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۰

افغان کرېکټ لوبډلې د دوشنبې ماښام په لاهور کې د کرېکټ نړۍوالې شورا په اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو کې د خپلې دویمې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه تمرینات ترسره کړل.

افغان لوبډله به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې سیالي وکړي.

افغانستان په دغه سیالیو کې تر دې وړاندې یوه لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې بایللې ده.

همدا ډول د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې چې د روانې فېبرورۍ میاشتې پر ۱۰مه په کندهار او ننګرهار کې پیل شوي وې، د اې سي بي ایلېون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

اې سي بي ایلېون لوبډلې نن د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د کابل الف لوبډلې ته د ۱۱۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړی.

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو نیمه پایلوبو ته کابل الف، اې سي بي ایلېون، خوست الف او اې سي بي ایلېون ۲ لوبډلو لار موندلې وه.

په اتلانو جام سیالیو کې هند او نیوزېلنډ نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۳ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوالې شورا اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو په اې ګروپ کې هندوستان او نیوزېلنډ کرېکټ لوبډلو نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړه، خو پاکستان او بنګله دېش بیا له دغو سترو سیالیو بهر شول.

د اتلانو جام په شپږمه سیالۍ کې نیوزېلنډ بنګله دېش ته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ماتې ورکړه او د پاکستان نیمه پایلوبې ته د رسېدو هیلې یې خاورې کړې.

د بنګله دېش او نیوزېلنډ ترمنځ سیالي بیا د راولپنډۍ په لوبغالي کې ترسره شوه، چې بنګله دېش په لومړۍ توپ وهنه کې نوزېلنډ ته د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.

نیوزېلنډ دغه سیالي د پنځه لوبغاړو په سوځېدو وګټله او نیمه پای لوبې ته یې لار هواره کړه.

په دغو سیالیو کې پاکستان په خپلو لومړیو دوو لوبو کې له هند او نیوزېلنډ کرېکټ لوبډلو څخه ماتې تجربه کړه او نیمه پایلوبې ته یې تګ ناممکن شو.

د دوشنبې په ورځ د بنګله دېش او نیوزېلنډ لوبډلو ترمنځ سیالۍ کې پاکستان تمه لرله، چې نیوزېلنډ ته په ستر توپير ماتې ورکړي، خو برعکس بنګله دېش مات شو.

افغانستان ددغه سیالیو په بي ګروپ کې دی، چې خپله لومړۍ سیالي یې په سویلي افریقا بایللې ده، خو دوه نورې سیالۍ د انګلېنډ او اسټرالیا کرېکټ لوبډلو سره لري، چې په ګټلو یې کولی شي نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

افغان سوک وهونکي میلاد عزیزي په کراچۍ کې خپل پاکستاني سیال ته ماتې ورکړه

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۵۲ GMT+۰

افغان سوک وهونکي میلاد عزیزي د پاکستان د نړۍوال (فټ نایټ) په درېیم پړاو کې خپل تجربه لرونکي پاکستاني سیال ته ماتې ورکړه.

عزيزي چې د لاهور په ښار کې د عليرضا اساهي له عکس سره سالون ته ننوت، وتوانېد چې پاکستاني سوک وهونکي فدا محمد ته ماتې ورکړي.

ميلاد عزيزي چې پخوا د فري فایټ "اېم اېم اې" فعال و، دا ځل د سوک وهنې حلقې ته ننوت او بریالی شو.

تر دې وړاندې د میلاد عزیزي پاکستاني سیال فدا محمد په خپل ریکارډ کې د درېیو بریاوو او پنځو ماتو ریکارډ درلود او د عزیزي پر وړاندې یې شپږمه ماتې تجربه کړه.

100%

د اتلانو جام؛ هند خپل سیال پاکستان ته په شپږ وېکټو ماته ورکړه

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۰

د کرېکټ اتلانو لیګ کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان د ۲۴۲ منډو هدف د څلورو وېکټو په زیان د لوبې په ۴۲،۳ اورونو کې پوره کړ او پاکستان ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.

د هندوستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوه.

د نننۍ لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او د هند لوبډلې په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د پاکستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۴۹،۴ اورونو کې ۲۴۱ منډې جوړې کړي‌ او د هند لوبډلې ته یې د ۲۴۲ منډو هدف ورکړ. په توپ وهنه کې د پاکستان په ګټه بابر اعظم ۲۳، امام الحق ۱۰، محمد رضوان ۴۶، سعود شکیل ۶۲ او خوشدل شاه ۳۸ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې د هند لپاره کلدیپ یادو درې، هردیک پانډيا دوه او هرشیت رانا، اکشرپټیل او جدیجا یوه یوه وېکټه واخیسته.

د لوبې په دویمه پاڼې کې د هند په ګټه ویرات کوهلي په ۱۱۱ توپونو ۱۰۰، شریاس ایر په ۶۷ توپونو ۵۶، شوبمین ګیل په ۵۲ توپونو ۴۶ او لوبډلمشر روهیت شرما په ۱۵ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې له پاکستان څخه په شپږو وېکټو وګټله.

رونالډو د سعودي عربستان د جوړېدو د کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړ

۵ کب ۱۴۰۳ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۰

د نړۍ د فوټبال پېژندل شوی ستوری او د سعودي د النصر فوټبال لوبډلې لوبغاړی کریستیانو رونالډو په عربي جامو کې د سعودي عربستان د جوړېدو د کلیزې په لمانځغونډه کې ګډون وکړ.

رونالډو پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي:« زه ډېر خوښ یم، چې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره د سعودي د جوړېدو ورځ لمانځم.»

رونالډو دا هم ویلي، چې هغه به په ریاض کې د سعودي د اس ځغلونې په لوبه کې ګډون وکړي.

تېر کال هم، کریسټیانو رونالډو د سعودي د ملي ورځې په مناسبت د النصر لوبډلې لپاره په یوه تبلیغاتي ویډیو کې راڅرګند شو، چې دودیزه عربي جامې یې اغوستې وې او یوه توره یې په لاس وه.

کریسټیانو رونالډو څه موده وړاندې د ۲۰۰ مېلیون یورو په تړون کې د سعودي عربستان د فوټبال النصر لوبډلې سره یوځای شو.