• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اتلانو جام سیالۍ؛ افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی توپ وهنه کوي

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۲۴ GMT+۰

د اتلانو جام سیالیو پر دوام، افغان لوبډلې د ننۍ لوبې پچه وګټله او د انګلنډ لوبډلې پر وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. دغه لوبه نن د پاکستان په کوربه‌توب د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغان لوبډلې د ننۍ لوبې په نوملړ کې د رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، عظمت الله عمرزي، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشدخان، نوراحمد لکڼوال او فضل الحق فاروقي نومونه شامل دي.

دغه لوبه د دواړو لوبډلو لپاره یوه برخلیک‌ټاکونکې سیالي بلل کېږي.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د چمپینز ټرافي یا اتلانو جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د سوېلې افریقا پر وړاندې بایللې؛ خو انګلستان ته په ماتې ورکولو سره کولای شي د مخته تګ چانس ډېر کړي.

په بي ګروپ کې تر دمه سوېلي افریقا او اسټرالیا لوبډلې د درې، درې امتیازونو په لرلو سره ترټولو مخکښې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ځینو ښځینه لوبغاړو له افغانستان سره د لوبې نه پرېکون په اړه د برېتانیا له پرېکړې ملاتړ وکړ

۸ کب ۱۴۰۳ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۲۲ GMT+۰

د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ ملي لوبډلې غړې فېروزې امیري له سکای نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې په اتلانو جام کې د افغانستان او برېتانیا ترمنځ د لوبې پرېکون «د افغانستان د ښځو پر وضعیت کوم اغېز» نه کوي.

هغه د کرېکټ نړۍوالې شورا له‌خوا د ښځینه لوبډلې په رسمیت پېژندو غوښتونکې شوه.
د برېتانیا د کرېکټ ملي لوبډله د اتلانو جام په یوې حساسه لوبه کې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله چې په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته اسټرالیا ته کډواله شوه وویل، چې په دغو درېیو کلونو کې د کرېکټ د نړۍوالې شورا له‌خوا بابېزه ګڼل شوې او د دوی څخه د ملاتړ غوښتنې بې ځوابه پاتې دي.
که څه هم د کرېکټ نړۍوالې شورا د قانون له مخې، هغه هېوادونه چې د ښځو کرېکټ ملي لوبډله نه لري، نه شي کولای چې د نارینه‌و نړۍوالو لوبو کې ګډون وکړي؛ خو د افغانستان د نارینه‌و کرېکټ ملي لوبډله لاهم په نړۍوالو لوبو کې د لوبېدو اجازه لري او د هغوی لپاره کوم محدودیت په پام کې نه دی نیول شوی.
له دې سره د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ ملي لوبډلې غړې فېروزه امیري ټینکار کوي، چې د برېتانیا له‌خوا د لوبې سره پرېکون یوه مناسبه حل لار نه‌ ده.
هغې د سکای نیوز ورزشي برخې ته وویل: «دا چې نړۍ غواړي له موږ او افغان ښځو ملاتړ وکړي، یوه ښه هڅه ده؛ خو زه خپله داسې فکر کوم، چې پرېکون به اغېز ونه کړي.»
فېروزې د افغانستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې د راتلونکې په اړه وویل: «د هغې وخت رارسېدلی، چې د کرېکټ نړۍواله شورا یو ګام واخلي او موږ د ملي لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني او اجازه راکړي، چې په نړۍواله کچه سیالي وکړو. او یا موږ دې د کډوالې لوبډلې په توګه په رسمیت وپېژني؛ تر څو د افغانستان استازيتوب وکړای شو.»

د افغانستان د مخکیني حکومت تر پرځېدو وړاندې د هېواد کرېکټ بورډ ژمنه کړې وه، چې د ښځو د کرېکټ د ودې په برخه کې پروګرامونه پیلوي او ۲۵ لوبغاړې یې ملي لوبډلې لپاره ټاکلې وې؛ خو دغه اقدام د ۲۰۲۱کال په نیمایي کې په ټپه ودرېده.
د افغانستان د نارینه‌و کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی جاناتان تروت وایي، لوبغاړي یې پوهېږي چې «په هېواد کې یې وضعیت سم نه دی» او د ښځو پر وړاندې د طالبانو له سختو بندیزونو خبر دي.
هغه په اتلانو جام کې له برېتانیا سره د یوې حساسې لوبې له پیل وړاندې په لاهور کې بي‌بي‌سي ته وویل: «زموږ لوبغاړي د سم او ناسم ترمنځ په توپیر پوهېږي. د هغوی لپاره یو پېچلی وضعیت دی. زه هڅه کوم، چې د هغوی دغه وضعیت درک کړم.»
د لوبې تر مخه په یوې خبري غونډه کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي وویل: «ټول غواړي، چې د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبغاړي هم وشي کړای، کرېکټ وکړي.»

خو هغه د برېتانیا له‌خوا د افغانستان سره د لوبې د پرېکون په اړه وویل: «موږ لوبغاړي یو او یوازې هغه څه چې په لوبغالي کې کېږي پرې کار کولای شو، سیاست زموږ په واک کې نه دی.»
تر ۱۶۰ ډېرو بریتانیايي سیاست‌والو د یوه لیک په لاسلیکولو سره د برېتانیا له کرېکټ ملي لوبډلې وغوښتل، چې د طالبانو سره د اعتراض لپاره دې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سره له لوبې ډډه وکړي.
ورته مهال د برېتانیا لومړی وزیر کې‌یر سټارمر د کرېکټ نړۍوالې شورا د قوانینو د پلي کولو غوښتنه وکړه؛ خو د برېتانیا د کلتور وزیرې لیزا نندي ټینګار وکړ، چې لوبه باید ترسره شي؛ تر څو د برېتانیا لوبډله تاوان ونه کړي او وړاندیز یې وکړ، چې برېتانوي چارواکي دې په دغو سیالیو کې ګډون ونه کړي.
له دې سره د برېتانیا کرېکټ بورډ منلې، چې د دغه هېواد لوبډله به په لوبو کې ګډون وکړي.
د دغې لوبډلې اجراییوي مشر ریچارډ ګولډ سکای نیوز ته وویل:« د لوبې سره پرېکون به یو بې پایلې اقدام وي. طالبان پرې سر نه خوږوي. تر نیمایي ډېر طالبان اصلأ نه غواړي، چې په افغانستان کې د کرېکټ لوبه وشي؛ نو له دې امله دغه ډول اقدام به د افغانستان د خلکو په ګټه نه وي.»

لیونل مسي بېرته نیوکمپ ته ستنېږي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۰

هسپانوي خبریال الکس کنډل له انټر میامي سره د لیونل مسي د یوځای کېدو خبر ورکړ. لیونل مسي ویلي: «نه شم کولی چې نیوکمپ ته له راستنېدو پرته خپل فوټبال پای ته ورسوم.»

د دغه خبریال په خبره، داسې انګېرل کېږي چې بارسلونا هم د مسي بیرته راستنیدو سره علاقه لري.

د مسي بېرته راتګ بارسلونا ته د دې کلب د مینه‌والو لپاره تر ټولو ستر خبر کېدای شي.

که څه هم د مسي او د بارسلونا د کلب د مشر ترمنځ اړیکې چندان ښې نه دي، خو داسې ښکاري چې د کلب مشر خوان لاپورتا هم د مسي د بېرته راوستلو لېوالتیا لري او د دې همکارۍ د بیا پیل لپاره شرایط ارزوي.

د مسي قرارداد له انټر‌میامي سره د ۲۰۲۵ کال په پای کې ختمېږي او تر هغه وخته به نوی نیوکمپ هم د کارونې لپاره چمتو وي.

مسي غواړي، چې یو ځل بیا د بارسلونا په کالیو کې د نیوکمپ په لوبغالي کې ولوبېږي.

البته اقتصادي شرایط هم په‌دې قضیه کې مهم رول لري او لا هم په بشپړ ډول نه‌ شي ویل کېدای، چې مسي به سل په سلو کې بېرته بارسلونا ته راشي او که نه.

د للکس کنډال راپور دا ځل جدي ښکاري؛ که څه هم کله چې نوموړي د مسي د انټرمیامي ته د تګ خبر ورکړ، ډېرو خلکو باور نه کاوه، خو دا ځل وضعیت فرق لري.

د اتلانو جام؛ افغانستان د یوې برخلیک‌ټاکونکې سیالۍ لپاره له انګلستان سره مخ کېږي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۱۵ GMT+۰

د کرېکټ اتلانو جام یا چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې افغان ملي اتلان د خپلې دویمې سیالۍ په موخه د انګلستان له کرېکټ ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته کوزېږي او دا د دواړو لوبډلو لپاره یوه برخلیک‌ټاکونکې سیالي بلل کېږي.

دا لوبه د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د کابل پرمهال د ماسپښین ۱:۳۰ بجه د پاکستان په کوربه‌توب د دغه هېواد د لاهور ښار په قذافي کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي.

پرون د افغان کرېکټ ملي لوبډلې کېپټان حشمت‌الله شهیدي د خبري کنفرانس پرمهال خبریالانو ته ویلي، چې انګلستان یوه پیاوړې لوبډله ده، خو ټینګار یې کړی چې د یادې لوبډلې پر وړاندې به له پلان سره سم د لوبې ډګر ته کښته شي.

شهیدي زیاتوي: «لاهور قذافي لوبغالی زمونږ د توپوهونکو لپاره ښه جوړ دی او ډاډه یم چې دلته به ټول لوبغاړي ښه لوبه وکړي.»

ورته مهال، د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی جانتن ټروټ وايي، چې افغان لوبغاړي په یوه «سخت وضعیت» کې دي او د خپل هېواد له ستونزو څخه خبر دي.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې: «افغان لوبغاړي د سم او ناسم پر توپیر ښه پوهېږي، خو د دوی شرایط واقعا سخت دي. دوی پوهېږي چې د چا لپاره لوبې او استازولي کوي.»

د یادونې ده ،چې افغان کرېکټ ملي لوبډلې د چمپینز ټرافي یا اتلانو جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د سوېلې افریقا پر وړاندې بایللې، خو انګلستان ته په ماتې ورکولو سره کولای شي د مخته تګ چانس ډېر کړي.

افغان لوبډلې په لاهور کې له انګلستان سره د سیالۍ لپاره د چمتوالي تمرینات وکړل

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۰

افغان کرېکټ لوبډلې د دوشنبې ماښام په لاهور کې د کرېکټ نړۍوالې شورا په اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو کې د خپلې دویمې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه تمرینات ترسره کړل.

افغان لوبډله به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې سیالي وکړي.

افغانستان په دغه سیالیو کې تر دې وړاندې یوه لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې بایللې ده.

همدا ډول د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې چې د روانې فېبرورۍ میاشتې پر ۱۰مه په کندهار او ننګرهار کې پیل شوي وې، د اې سي بي ایلېون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

اې سي بي ایلېون لوبډلې نن د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د کابل الف لوبډلې ته د ۱۱۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړی.

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو نیمه پایلوبو ته کابل الف، اې سي بي ایلېون، خوست الف او اې سي بي ایلېون ۲ لوبډلو لار موندلې وه.

په اتلانو جام سیالیو کې هند او نیوزېلنډ نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۳ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوالې شورا اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو په اې ګروپ کې هندوستان او نیوزېلنډ کرېکټ لوبډلو نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړه، خو پاکستان او بنګله دېش بیا له دغو سترو سیالیو بهر شول.

د اتلانو جام په شپږمه سیالۍ کې نیوزېلنډ بنګله دېش ته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ماتې ورکړه او د پاکستان نیمه پایلوبې ته د رسېدو هیلې یې خاورې کړې.

د بنګله دېش او نیوزېلنډ ترمنځ سیالي بیا د راولپنډۍ په لوبغالي کې ترسره شوه، چې بنګله دېش په لومړۍ توپ وهنه کې نوزېلنډ ته د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.

نیوزېلنډ دغه سیالي د پنځه لوبغاړو په سوځېدو وګټله او نیمه پای لوبې ته یې لار هواره کړه.

په دغو سیالیو کې پاکستان په خپلو لومړیو دوو لوبو کې له هند او نیوزېلنډ کرېکټ لوبډلو څخه ماتې تجربه کړه او نیمه پایلوبې ته یې تګ ناممکن شو.

د دوشنبې په ورځ د بنګله دېش او نیوزېلنډ لوبډلو ترمنځ سیالۍ کې پاکستان تمه لرله، چې نیوزېلنډ ته په ستر توپير ماتې ورکړي، خو برعکس بنګله دېش مات شو.

افغانستان ددغه سیالیو په بي ګروپ کې دی، چې خپله لومړۍ سیالي یې په سویلي افریقا بایللې ده، خو دوه نورې سیالۍ د انګلېنډ او اسټرالیا کرېکټ لوبډلو سره لري، چې په ګټلو یې کولی شي نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.