• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېتانیا خپلو وګړو ته افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی

۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۳۴ GMT+۰

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ګډون د ګڼو هېوادونو او سیمو نوملړ خپور کړی او له خپلو وګړو یې غوښتي چې یادو هېوادونو او سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي. په دغه نوملړ کې شاوخوا ۲۲۶ هېوادونه او سیمې شاملي دي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپاره شوي، نوملړ کې لومړی نوم د افغانستان دی.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپل وکړي افغانستان ته د سفر کولو څخه په کلکه منع کړي دي.

دغه وزارت ویلي، افغانستان ته سفر کول خطرناک دی.

افغانستان ته د سفر کولو د خبرداري په اړه ویل شوي، چې هلته امنیتي وضعیت بې ثباته دی او ښايي د دغه هېواد سرحدي لارې تړلې وي.

خطرناکو هېوادونو د سفر په اړه د خبرداري په نوملړ کې دویم نوم د بلاروس دی او ویل شوي، چې باید دغه هېواد ته له هر ډول سفر کولو څخه ډډه وشي.

همدا راز د دغه وزارت په نوملړ کې لیکل شوي، چې د ایران، هایتي، لبنان، کانګو، لیبیا، نایجر، روسیې، سوېلي سوډان، یمن او سوریې هېوادونو ته دې د دغه هېواد وګړي له هر ډول سفر کولو څخه ډډه وکړي.

په همدغه نوملړ کې د ګڼو نورو هېوادونو نومونه ذکر شوي او د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتنه کړي، چې یادو سیمو ته دې د سفر کولو څخه ډډه وکړي.

د برېتانیا وګړو ته دا هم ویل شوي، که له مشوري پرته یادو هېوادونو او سیمو ته سفر وکړي، ښايي بیمې یې لغوه شي.

دغه تدابیر د برېتانیا د حکومت له خوا د خپلو وګړو د امنیت ساتنې په لور ګام دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او ترکیې د اړیکو نوی پړاو؛ د خنډونو لرې کولو کې د ترکیې له مرستې د طالبانو مننه

۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي مرستیال په انقره کې له ترکيي ډېپلوماټانو سره د لیدنې پر مهال له ترکیې مننه کړې، چې د دوه اړخیزو اړیکو د خنډونو په لرې کولو کې یې مرسته کړې ده.

تېره میاشت، د طالبانو د فشارونو له کبله، د جمهوریت ډېپلوماټانو د افغانستان سفارت چارې ترکیې ته وسپارلې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د دغې ډلې دویم سیاسي مرستيال ذاکر جلالي د یوه پلاوي په ملتيا په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سویل اسيا له مشر او په کابل کې د پخواني سفير جهاد ارګنای سره ليدلي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په ناسته کې د دوه اړخيزو اړیکو پر وروستيو پرمختګونو، سوداګريز او ټرانزينټي فرصتونو خبري شوي.

جلالي له ترکیې هېواد څخه د عملي او قوي همکارۍ غوښتنه کړې.

هغه ویلي: «له ترکیې مننه کوو، چې د دوه اړخیزو اړیکو د خنډونو په لرې کولو کې یې مرسته کړې، او هیله لرو چې دا عملي همکاریانې لا چټکې او پیاوړې شي.»

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د جهاد ارګنای له قوله ویلي، چې ترکیه غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي.

سرچینو د سلواغې په میاشت کې "افغانستان انټرنشنل" ته ویلي و، چې د طالبانو د فشارونو له کبله، د جمهوریت ډېپلوماټانو د افغانستان سفارت چارې ترکیې ته وسپارلې.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له ترکیې سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي، خو سره له دې چې د ترکیې سفارت په کابل کې فعال دی، یاد هېواد لا هم د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

په ورته وخت کې، ترکیه د طالبانو د ډېرو مخالفو سیاسي او مدني فعالانو کوربه هم ده، چې دا د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیچلتیا دلالت کوي.

د ازادۍ جبهه وايي، تېر کال یې د طالبانو په ضد ۷۸ بریدونه کړي

۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۰ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې د خپل سیاسي او نظامي فعالیت د درېیمې کلیزې په مناسبت راپور کې ویلي، چې تېر کال یې د طالبانو پر وړاندې ۸۷ بریدونه کړې دي. دغه جبهې ویلي، چې په یادو بریدونو کې د ۲۲۹ طالبانو په ګډون د هغوی ځیني مشران وژل شوي او ۱۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ازادۍ جبهې د کب په ۲۹مه د خپلو سیاسي او نظامي فعالیتونو د دریمې کلیزې په مناسبت په یوه راپور کې لیکلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد شاوخوا ۳۳۰ بریدونه کړې دي.

د طالبانو مخالفي دغې سیاسي او نظامي جبهې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د طالبانو په ضد هدفي عملیاتو کې ۸۲۱ طالب جنګیالي وژلي او ۸۶۸ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو ضد دغو عملیاتونو کې د یادې جبهې ۱۳ غړي هم وژل شوي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي، چې د درېیو کلونو په مهال «د جګړي قوانین او نړۍوال بشري معیارونو» په مراعتولو سره یې په خپلو چریکي بریدونو کې یوازې طالبانو ته زیان اړولی او ملکي وګړو او عامه تاسیساتو ته پکې هیڅ زیان نه دی اوښتی.

بل خوا یوناما په خپل وروستي راپور کې ادعا کړې وه، چې د طالبانو د مخالفو وسله والو جبهو په بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

همدارنګه یادې جبهې ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو مخنیوي لپاره د اغېزناکو هېوادونو هڅول یې په تېر کال کې له ستراتیژیکو تګلارو څخه وو.

د زادۍ جبهې ویلي، چې په تېر یوه کال یې د عملیاتي پیاوړتیا په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې او خپل نظامي او سیاسي فعالیتونه یې ۳۱ ولایتونو ته غځولي دي.

طالبانو تر اوسه د یادې جبهې د ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په ۱۴۰۰ کال کې د کب په نهه نېټه د افغانستان د یو شمېر پخوانیو نظامیانو او چارواکو له لوري فعالیت په فعالیت پیل وکړ.

سرور دانش: په افغانستان کې د دولت او ملت جوړونې پروسه د «قومي» واک له کبله ناکامه شوې

۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ولسمشر دویم مرستيال سرور دانش وايي، چې په افغانستان کې د ملت او دولت جوړونې پروسه د «یو قوم د واکمنۍ» له کبله ناکامه شوې. نوموړي ویلي چې د واک تږو کړیو د ملت او دولت جوړولو پروسه له ناکامۍ سره مخ کړه.

د افغانستان د جمهوري دولت د ولسمشر پخواني دویم مرستيال سرور دانش د افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ويلي، چې افغانستان د ګډو قومونو کور او د جوړښتونو له بېلابېلو ژبو، مذهبونو او کلتورنو څخه جوړ دی.

نوموړي زياته کړې، چې د هېواد په تاريخ کې د واک تږو کړيو د «ملت – دولت يا دولت – ملت» جوړولو پروسه د یوقومي واکمنۍ پر اساس ناکامه کړې.

دانش ويلي: «په خواشنۍ سره د واک تږو کړيو د ملت او دولت یا دولت او ملت جوړولو پروسه د سلطه غوښتنې، فکر او د یوه قوم د واکمنۍ پر بنسټ د یو دولت او یو ملت د مشهوري تیورۍ پر اساس د ادغام په طریقه ژمن هویتونه د یو هویت سره د يو شان کولو بنسټ کېښود او په همدې دلیل دغه پروسه ناکامه پاتي شوه.»

د افغانستان د پخوانيو چارواکو ترڅنګ ډېر فعالان پر طالبانو نيوکه کوي، چې واک يې په خپلو کې ويشلی او هغو ته لوړي او کښته چوکۍ رسيږی، چې د «جګړې، جهاد او ديني زده کړو» زياته مخینه ولري.

د ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ نړۍوالې ټولني په وار - وار له طالبانو څخه د ټولګډونه حکومت غوښتنه کړې؛ خو طالبان بیا وايي، چې د دوی په سیسټم کې د هر قوم او ژبې وګړي شتون لري.

د افغان رهبرانو اولادونه؛ په سیاست یا خپلواکو شخصیتونو کې د پلرونو دوامدار نفوذ

۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۱ GMT+۰
•
مجاهد اندرابي

د ۱۳۹۷ کال د تلې مياشتي ۶مه نېټه د جمعې سهار و، چې د هغه وخت د پارلماني ټاکنو د نوماندانو په منځ کې د افغانستان سیاسي مشرانو د شاوخوا ۱۵ اولادونو سینګار شوې او بيلابيلې څېرې را څرګندې شوې.

دا د افغان مشرانو لومړی ډله ييز ګام و، چې سیاست ته داخل شول او په افغانستان کې یې د واک په ډګر کې خپل بخت وازمایه.

په همدې کې د عبدالرب رسول سیاف زوی حبیب الرحمان سیاف، د محمد محقق زوی باقر محقق، د محمد کریم خلیلي زوی عالم خلیلي، د عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم، د سید حسین انوري زوی سید مجتبی انوري، د اسماعیل خان زوی طاها صادق او د ګلبدین حکمتیار زوی جمال الدین حکمتیار هغه کسان وو، چې ځينو يې عصري جاکټونه او پتلونونه اچولي وو او نورو يې د خپلو پلرونو په بڼه په دودیزو جامو کې د پارلمان د څوکيو لپاره سيالي کوله.

البته تر دې وړاندې د برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني او د مارشال قسیم فهیم زوی ادیب فهیم هم د خپلو پلرونو د ټولنیز نفوذ له مخې سیاست ته داخل شوي وو.

صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند مشر او ادیب فهیم د ملي امنیت د لومړي مرستیال دندې مخ ته وړلې.

د رهبرانو د اولادونو او د هغوی د پلرونو ترمنځ توپیر

د دې نسل ژوندلیکونو ته کتنه ښیې، چې دوی د پلرونو برعکس، چې اکثرو یې دیني زده کړې کړې وې، ډیریو په پوهنتون او له افغانستان څخه بهر زده کړې کړې.

دوی لږترلږه په څو بهرنیو ژبو خبرې کولی شي، د ټیکنالوژۍ او عصري زده کړو په برخو کې پوهه هم لري.

په ورته وخت کې دغه بڼه له طالب مشرانو او د هغوی له اولادونو سره توپير لري.

د طالب مشرانو اولادونه ډیری دیني زده کړې لري او په عمومي ډول د پاکستان په دیني مدرسو کې يې افراطي مذهبي زده کړې ترلاسه کړې.

په همدې مهال دوی هم سیاست ته د ننوتلو لپاره د خپلو پلرونو موقف کارولی.

د بېلګې په توګه، د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب د دفاع وزیر، د جلال الدین حقاني زوی سراج الدین حقاني د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د اختر محمد منصور زوی مصباح منصور د افغانستان بانک د یوه چارواکي په توګه دندې تر لاسه کړې دي.

د رهبرانو او د هغوی د اولادونو ترمنځ د سیاليو دوام

نننيو رهبرانو د افغانستان جهاد د زېږېدو شرایط برابر کړل، که څه هم اکثره یې د شوروي د یرغل پر وړاندې په همدې کرښه کې یو ځای جنګېدل؛ خو له بریا وروسته د دوی ترمنځ رقابت او اختلاف زور واخیست او په هېواد کې د سختو جګړو لامل شول.

د رهبرانو اولادونه، چې نن ورځ د افغانستان په سیاست کې یو څه ښکیل دي، د دې دښمنیو اوج ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې دوی پخپله په تیرو کورنیو جګړو کې ښکیل نه وو.

د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د همدې دوام یوه بېلګه ده.

نوموړي د ۱۳۹۹ کال د وږې په مياشت کې په یوه غونډه کې په سیاست کې د خپل شتون اعلان وکړ او ویې ویل «زه د خپل پلار لاره او هيلې تعقیبوم. زما پلار هیلي لرلې، چې یوه ورځ به افغانستان د ازادۍ، خپلواکۍ، ټولنیز عدالت او اسلامي اعتدال نظام خاوند وي. زه ځان د دې هيلو مسوول ګڼم او د خپل پلار د دې هيلو د پوره کولولپاره به تر وروستۍ شېبې پورې مبارزه کوم.»

د ۱۴۰۰ میلادي کال په زمري میاشت کې د کابل له سقوط وروسته احمد مسعود د خپل پلار په څېر د طالبانو پر وړاندې مقاومت اعلان کړ او په پنجشیر کې یې جګړه وکړه.

نوموړی اوس د طالبانو ضد یوې جبهې مشر دی، په داسې حال کې، چې د طالبانو د نورو مخالفو رهبرانو اولادونه هم له افغانستان څخه وتلي او د خپلو پلرونو تر څنګ په سیاسي او مدني فعالیتونو بوخت دي.

داسې ښکاري، هغه صمیمیت چې په تیرو وختونو کې د طالبانو د مخالفو رهبرانو تر منځ موجود و، د دوی د اولادونو تر منځ لږ تر سترګو کیږي او هر یو جلا جلا سیاسي لاره خپله کړې ده.

لکه د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار د خپل پلار د پخوانۍ لارې برعکس اوس پر ولسواکۍ او د بیان پر ازادۍ ټینګار کوي.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د طالبانو پر سیاستونو سختې نیوکې کړې او ټینګار یې کړی: «افغانستان له جګړې ستړی شوی او خلک یې په بد حالت کې دي، هیله لرو چې طالبان به خپله تګلاره بدله کړي او د اساسي قانون پر بنسټ یوه داسې حل لاره پیدا کړي، چې افغانانو ته د بیان ازادي، د ښځو د زده کړې حق او هر هغه څه چې بدلون راولي، که بدلون را نه شي، د خلکو نارضایتي ورځ تر بلې زیاتیږي، دوی به څنګه دا ستونزه هواره کړي».

100%

د رهبرانو لوڼو د نرواکې ټولنې دودونه مات کړل

که څه هم د افغانستان ډېرو دودیزو مشرانو خپلو زامنو ته زمينې برابرې کړې دي؛ خو د ځينو لوڼې هم سیاست ته داخلې شوې دي.

د عبدالرشید دوستم لور راحله دوستم، چې د جمهوري ریاست پر مهال سناتوره وه، اوس په ترکیه کې فعاله ده او د مارشال دوستم بنسټ مشري کوي.

ذکیه محقق د محمد محقق لور، چې د فرانسې له یوه پوهنتون څخه فارغه شوې، په دغه هېواد کې فعاله ده.

د عبدالعلي مزاري لور زینب مزاري او د ډاکټر نجیب الله لور هيله نجیب هم ټولنیز او سیاسي فعالیتونه لري.

د رهبرانو اولادونه او د افغانستان راتلونکی

داسې ښکاري، چې د رهبرانو اولادونه د خپلو پلرونو په پرتله د سياست په اړه ډېر بنسټيز او عصري نظر لري.

دوی د خپلو پلرونو نرواکي او غیر رسمي اړیکې د نويو جوړښتونو او سازماني همکاریو پر ځای کاروي خو دوی تر اوسه د افغانستان د راتلونکي په اړه ګډ لید ته نه دي رسېدلي. ځینې یې له پارلماني نظام سره لېوالتیا لري. نور بیا فدرالي سیسټم یو مناسب انتخاب ګڼي.

د احمد مسعود په څېر یوې ډلې د طالبانو ماتې ته لومړیتوب ورکړی او تر اوسه یې د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه روښانه لیدلوری نه دی وړاندې کړی.

د رهبرانو د زامنو لپاره ننګونې او فرصتونه

د افغانستان سیاسي مشرانو تر ډېره له هېواده تر وتلو وروسته خپل شهرت له لاسه ورکړی او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې ډېرې تېروتنې کړې دي.

سربيره پر دې د فساد، قانون ماتونې او له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې تورونه لا هم پر دوی دي، هغه میراث چې رهبران یې له ځان سره لري.

له بلې خوا، په دودیزو ټولنو کې، خلک په سیاسي ډګر کې خورا مهمې پرې (کارتونه) دي او په سیاسي ډګر کې د سیاستوالو په رول کې د خلکو نفوذ خورا اغیزمن کیدی شي.

د داخلي پرمختګونو او د بهرنیو عواملو په وړاندې د جګړې له امله رامنځ ته شويو سیاسي مشرانو، د شهرت او تنظیمي ځواک د مرکز په توګه، د خلکو له ډلو سره (په قومي او مذهبي توګه) خپلې اړیکې ټینګې کړې. همدا اړيکې د اکثرو اولادونه په دې پړاو کې د خپلې سیاسي لوبې د وسیلې توګه کاروي.

د عنعنوي رهبرانو او خلکو تر منځ اړیکي له نننۍ فضا څخه په جلا فضا کې رامنځ ته شوي، خو د تېرې نیمې پېړۍ د خلکو ځانګړنې د نن ورځې له خلکو څخه لرې دي.

د نن ورځې واقعیتونو ته په کتو سره اوس د رهبرانو اولادونه د خپلو پلرونو د لوبو له ډګر او د پخوا په پرتله له بل نسل سره مخامخ دي او دا د دوی لپاره یوه لویه ننګونه ده.

د اوسني نسل د سواد ګراف د تیرو نسلونو په پرتله خورا لوړ دی.

د ننني نسل په تېره بیا د ځوانانو اړیکه له ټولنیزو شبکو څخه نیولې تر کتابونو، سینما او نورو ډېرو اسانتیاوو پورې د معلوماتو له سرچینو سره دومره پراخه ده، چې د هغو خلکو له ټولنیز ژوند سره پرتله کېدای نه شي چې په تړلو ځایونو کې لوی شوي دي.

نو طبعي خبره ده، چې د ولس او په ځانګړې توګه د ځوان نسل د کارت د کارولو لپاره د نن ورځې مشران باید د خپلو پلرونو له طریقو پرته نورې لارې چارې ولټوي، که نه نو د ولس له نفوذ پرته په سیاسي ډګر کې د لوبېدو امکان له لاسه ورکوي.

لکه څنګه چې لیدل کیږي، د نننيو سیاسي واقعیتونو په اړه د ځینو دغو رهبرانو د اولادونو پوهه په دودیزو ټولنو کې د یو ډول واک په میراث ولاړه ده؛ خود دوی د سواد کچه او له عصري پوهې سره اړیکه په ډیرو مواردو کې د خپلو پلرونو په پرتله لوړه ده، مګر تر اوسه يې د خپلو پلرونو په پرتله په سياسي ادبياتو او د تنظيمي او سياسي مديريت په خبرو کې کوم توپير نه دی کړی.

داسې ښکاري چې دواړه اړخونه هڅه کوي سیاسي لوبه د امکان تر حده په دودیز چوکاټ کې تعریف کړي.

رهبران په دې دلیل چې دوی د بل ډول لوبې کولو وړتیا نه لري او له دې ډول لوبې سره عادت شوي او د دوی اولادونه ځکه غواړي چې د خپل پلار سیاسي او ټولنیزه پانګه د خپلو ګټو لپاره وکاروي. خو بیا هم دوی ته چانس شته چې خپل توان او وړتیا ثابته کړي.

د افغانستان کړکیچ یو باثباته حل ته اړتیا لري، چې د دوی لپاره یو مناسب پلیټ فارم وي څو دا وښیې چې ایا دوی یوازې د خپلو پلرونو وارثان دي او یا د افغانستان په سیاست کې نوې لاره پیدا کولی شي.

پایله:

داسې ښکاري، چې تر ډېره حده د سیاسي بریا په اړه د کورنۍ د چلند پام وړ زیاتوالی د یو ډول ویرې او ناامنۍ د احساس سبب کیږي.

د دودیزو اخلاقي بنسټونو له سقوط او د رهبرانو د قضیې په اړه د خلکو د ژورو شکونو له امله، سیاسي لومړۍ کرښې ته د اولادونو په ليږلو سره د پلرونو له خوا د دفاعي کرښې رامینځته کولو یو ډول هڅه لیدل کیږي. دوی هڅه کوي، چې په بېلابېلو برخو کې د خلکو له ډلو او قشرونو سره خپلواکې اړیکې جوړې کړي، خو ستونزې یې دومره لویې دي، چې په دې برخه کې یې د رهبرانو د اولادونو په منځ کې تر اوسه کومه بریالۍ بېلګه نه شته. د رهبرانو د اولادونو پوهه او د نن ورځې له نویو وسایلو او ځايونو سره اړیکې او له بلې خوا د پلار سیاسي سرمایه، د رهبرانو اولادونه په ژور شک کې اچولي دي.

دوی ته یې دا ستونزمنه کړې ده چې د پلرونو د دودیزې کړنلارې یا د نوې داعيې پروژې او د پلرونو له کنترول څخه د خپلواکۍ اعلان تر منځ کوم یو انتخاب کړي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: افغانستان کې ۹ میلیونه کسان د اقلیمي بدلون له امله اغېزمن شوي

۹ کب ۱۴۰۳ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۴۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د اقلیم بحران د بې ځایه کېدو لامل شوی او د بشري مرستو لپاره اړتیا ډېره شوې ده. دغه سازمان ویلي چې په تېر یو کال کې نېږدې نهه میلیونه افغانان د اقلمي بدلون له امله زیانمن شوي دي.

دغه سازمان د «اکوا» د خطرونو د معلوماتو ټولنې په حواله ویلي، چې په افغانستان کې له ۱۱ میلیونو څخه ډېر کسان په راتلونکي کې د اقلیم له امله رامنځته شوي ناورینونو له جدي خطر سره مخ دي.

ای او ایم د پنجشنبې په ورځ په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې نږدې ۹ میلیونه کسان د اقلیمي خطرونو له امله اغېزمن شوي دي.

په دغو اغیز من شویو کسانو کې پنځه سوه زره یې د سېلابونو، وچکالۍ او نورو ناورینونو له امله بې ځایه شوي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په راپور کې ویل شوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د سېلابونو او وچکالۍ ناورینونو له امله چې د بې ځایه کېدو اصلي لامل ګڼل کیږي په افغانستان کې بشري بحران لا پسې خراب کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر میهیو فارک ویلي: « سره له دې چې افغانستان د کاربن په نړۍوال اخراج کې لږه ونډه لري؛ خو بیا هم د هغو لسو هېوادونو په ډله کې راځي چې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډېر اغېزمن شوی هېواد دی.»

یاد سازمان وايي، په افغانستان کې یې د اقلم بدلون له امله د زیامنونکو سیمو ارزونه کړې او دغه ارزونه به د اقلیم بدلون لپاره د چمتوالي نیولو او خوندیتوب په برخه کې د دوی په فعالیتونو کې ډېره مرسته وکړي.

فارک د یادې ارزونې په اړه زیاتوي:« د هغو ګواښونو په اړه پوهېدل چې ټولنې ورسره مخ دي موږ ته اجازه راکوي چې د پېښو ښه اټکل وکړو، ژوند وژغورو او د ټولنو په رغیدو کې مرسته وکړو. د خطر سره مخ ټولنو ملاتړ لپاره ډېرو سرچینو ته اړتیا ده ترڅو نور بې ځایه کېدنه او ناغوښتل شوې کډوالي را کمه شي.»

د یاد سازمان د موندونو له مخې، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ نږدې ۳ میلیونه خلک د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله بې ځایه شوي او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۹۸۸۰۰۰ کسانو د اقلیم او چاپیریالي پېښو له امله لنډمهاله کډوالي تجربه کړه.

په راپور کې ویل شوي، چې په دغه موده کې د کلیو، کورونو او نورو شتمنیو د زیان په اړه څلور سوه زره پېښې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان په راپور کې د «اکوا» د خطرونو د معلوماتو ټولنې په حواله ویلي؛ په راتلونکې کې په افغانستان کې له ۱۱ ملیونو څخه ډیر کسان د اقلیم له امله رامینځته شوي ناورینونو له جدي اغیزو سره مخ دي.

د دغه راپور له مخې، غور، خوست او جوزجان ولایتونه د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله ډېر زیان منونکې یاد شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۹۲ سلنه کلي بېړنیو خدماتو ته محدود لاسرس لري او ۴۶ سلنه یې روغتیا پاملرنې ته د لاسرسي له ننګونو سره مخ دي.

دوی وايي، د افغانستان ۹۶ سلنه کلي د اقلیمي ګواښونو لپاره د چمتوالي، لومړنیو خبرتیا سیسټمونو او ژغورنې لپاره سرچیني نه لري.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په داسې حال کې د اقلیم بدلون د اغیزو په اړه راپور ورکړی، چې په څو ورځې وړاندې د دوو ورځو اورښتونو له امله په فراه، کندهار او هلمند ولایتونو کې له ۳۰ څخه ډیر کسان مړه شول.