د طالبانو حکومت په اکوړه خټک حقانیه مدرسه کې چاودنه غندلې او د مولانا حامدالحق وژنه یې «لویه ضایعه» بللي ده. ګڼو طالب چارواکو په دغه مدرسه کې زدکړې کړې دي او د دغې مدرسي له مشرانو سره نږدې اړیکې لري.
د طالبانو پر مرستیال ویاند حمد الله فطرت سربېره په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هم په اعلامیه کې د مولانا حامدالحق او یو شمېر نورو کسانو د وژل کېدو باندې خواشیني ښودلې او دا برید یې “بزدلانه” عمل بللی دی.
په امریکا کې د ټرمپ ادارې له رامنځته کېدو وروسته دا پوښتنې راپورته شوې چې ایا دوی به د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره پر طالبانو فشار راوړي که نه؟ ایا طالبان به د نورو سیاسي ډلو سره خبرې اترې وکړي که نه؟
د شمالي اتحاد غړي او د دوی اولادونه، چې د طالبانو د واکمنۍ ضد تاریخي مخینه لري، ایا د مذاکراتو او سیاسي شمولیت برخه کې ځای لري؟
همداراز، ایا طالبان به د واک وېش ته غاړه کېږدي او د نوي اساسي قانون او لویې جرګې لپاره ګامونه پورته کړي؟ دا پوښتنې دلته ځواب شوي دي.
ایا طالبان د شمالي اتحاد له غړو یا د هغوی له اولادونو سره خبرو ته چمتو دي؟
د طالبانو او شمالي اتحاد ترمنځ تاریخي دښمني د افغانستان د شخړو یوه مهمه برخه پاتې شوې ده. له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې، شمالي اتحاد د طالبانو پر ضد جګړه وکړه، او تر ۲۰۲۱ کال وروسته هم د دوی ځینې پاتې شوني مقاومت ته دوام ورکوي. سره له دې، طالبانو څو ځله ادعا کړې چې دوی “عمومي بښنه” اعلان کړې او غواړي ټول افغانان په ګډه حکومت وکړي.
د طالبانو د کډوالو چارو وژل شوي وزیر خلیل الرحمان حقاني د جمهوري دولت له سقوط وروسته د شمالي اتحاد له یو شمېر غړو او د هغوی له اولادونو سره د اړیکو خبر ورکړی و او ویلي یې وو، چې ټولو د طالبانو څخه ملاتړ کړی.
نوموړی په یوې غونډې کې د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود د ملاتړ اعلان هم کړی و؛ خو احمد مسعود او هغه ته نېږدې خلکو د هغه د اعلان په تړاو بې خبري وښوده.
د طالبانو د ریاست الورزا پخواني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په بار – بار په پخوانیو افغان چارواکو او د پخواني شمالي اتحاد پر غړو غږ کړی چې بېرته افغانستان ته ستانه شي او دلته ژوند وکړي.
نوموړي هم په واک کې د پخواني شمالي اتحاد غړو، مقاومت عالي شورا، مقاومت جبهه او یو شمېر نورو ډلو ته یوازې په افغانستان کې د اوسېدو بلنه ورکړې خو په واک کې د شریکېدو کومه څرګندونه یې نه ده کړې.
د وروستي جمهوري دولت د عدليې پخوانی وزیر او د مقاومت جبهې غړي فضل احمد معنوي د روان کال د مرغومې په ۱۲مه ویلي وو، چې د طالبانو د کډوالو چارو پخواني وزیر خلیل حقاني له مقاومت جبهې سره غیر مستقیمط او پرلهپسې اړیکې درلودې.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه اړیکې د پنجشېر د جګړو له پیل څخه تر هغه وخته روانې وې، چې پر حقاني ځانمرګی برید وشو.
که څه هم طالبانو په وار – وار ویلي چې د نوي اساسي قانون پر جوړولو یوه ډله طالبان کار کوي خو تر اوسه د نوي اساسي قانون مساله لا هم مبهمه ده. طالبان د ۱۳۴۴کال د اساسي قانون ځینې برخې منلې دي، خو دوی تر ډېره د شریعت پر اساس د حکومت کولو خبره کوي.
د نړۍوالې ټولنې د هغو غوښتنو پر وړاندې چې له طالبانو د یو ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه کوي د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ویلي چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړول او نه جوړول په افغانانو پورې اړه لري او بهرني نه شي کولی چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله وکړي.
تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ويلي چې امریکا لا هم د دوی په داخلي چارو کې مداخله کوي.
ایا طالبان انعطافپذیري لري او که دا ټولې مسالې ردوي؟
د طالبانو خپل منځي او رسنیزو ویناو او د افغانستان انټرنشنل د سرچینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د واک پر شراکت او د یو ټولګډونه حکومت په تړاو د طالبانو د انعطاف کوم څرک نه ښکاري.
یو شمېر شننونکي په دې باور دي چې سراج الدین حقاني د یوې ځانګړې علاقې له مخې، د شمال ټلوالې د غړو او نورو مخالفو جهتونو سره خبرو ته لېوالتیا لري؛ خو سراج الدین حقاني ته نېږدې سرچینې وايي چې د ملا هبت الله او سراج الدین حقاني تر منځ کړکېچ یو مهم اړخ د واک نا انډوله وېش دی چې حقاني خپله ډله د ډېرې برخې حقداره بولي.
د ملا هبت الله او هغه ته د نېږدې اشخاصو له ویناو او دریځونو هم ښکاري چې دوی د مطلق حاکمیت دریځ لري او نه غواړي چې د پخوانیو سیاسي ډلو سره واک شریک کړي.
د یادونې وړ ده، چې که داخلي مخالفتونه یا نړۍوال فشارونه زیات شي، نو دا یو ضعیف امکان شته چې طالبان د محدودې سیاسي موافقې ته غاړه کېږدي.
د کورنیو رسنیو له خوا د طالبانو د پرېکړو پر مخالفت بیا هېڅ غږ نه پورته کېږي او هغو کسانو چې په خپلو مرکو کې د روان وضعیت په اړه نارضایتي ښودلې ده، نیول شوي، بندیان شوي او ان په ځينو مواردو کې شکنجه شوي هم دي.
د افغانستان پر ښارونو او کلیو وژونکې چوپتیا د بندخونو له چوپتیاوو سره پرتله کېږي او دا د هغه خبریال روایت دی، چې د طالبانو له واکمنېدو سره یې دنده له لاسه ورکړې او اوسمهال کورناستی شوی دی.
په مستعار نوم عبدالله راستین افغانستان انټرنشنل ته وویل: «طالبانو ټول افغانستان خلکو ته په زندان بدل کړی دی. د رسنیو سانسور او د خلکو ترمنځ د وحشت فضا رامنځته کول د خلق ډېموکراټیک تر وخته هم بدتره دی.»
د ښاغلي راستین په باور، د طالبانو سخت دریځي او هر اړخیز کنټرول داسې دی چې ان «له خپل ځان سره خبرې کولی نه شو.»
اوسمهال خلک له معدودو لارو څخه د خپلې نارضایتۍ د څرګندولو لپاره استفاده کوي، له هغې جملې له نړۍوالو رسنیو سره اړیکې او یا هم په ټولنیزو شبکو کېد لیکنو له لارې.
دغه ریسک کله کله د خلکو لپاره درنه بیه پرې کوي.
د افغانستان خلکو تر هغه وخته چې د ټاکنو بهیر له فساد سره ښکېل شي، د جمهوریت په شلو کلونو کې د ډېموکراسۍ قواعد منلي و.
د ټاکنو په لومړیو وختونو کې سره له دې چې ډېموکراسي او د رایو صندوقونه د ډېریو افغان رایه ورکوونکو په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره نوي وو او د طالبانو ترهګریزو کړنو هم د رایه ورکوونکو امنیت ګواښه، خو بیا هم خلک په بېلابېلو ښارونو کې د رایو ورکولو ته لاړل او هغو نوماندانو ته یې رایې ورکړې، چې د بدلون او پرمختګ ژمنې یې کړې وې.
په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې پراخو او سازمان شویو درغلیو خلک د ټاکنو پروړاندې بې باوره کړل او د دغو درغلیو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې چوپتیا هم پر دې ناوړه کړنې د تایید ټاپه ووهله.
د دغه کال په ټاکنو کې فساد او درغلۍ او له دې وضعیت څخه د امریکا او لوېدیځ ملاتړ د دې لامل شو، چې په نورو ټاکنو کې د شرایط وړ ډېرو خلکو برخه وانخیسته او د کابو ۴۰ مېلیونه جمعیت څخه یو نیم مېلیون کسانو رایې ورکړې.
له یوه داسې ناسالمو ټاکنو څخه راوتلی حکومت د ۲۰۲۱ کال د پسرلي او دوبي په میاشتو کې د ښارونو د پرلهپسې سقوط په مخنیوي کې دومره پاتې راغی، چې طالبان ډېر ژر او پرته له کومې جدي مقابلې پر ټول افغانستان واکمن شول.
د افغانستاان د ټاکنو په کمېسیون کې یوه پخوانی لوړپوړي کارکوونکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، باور لري چې د افغانستان د پخواني ټاکنیز نظام معماران، که هغه د ملګرو ملتونو سازمان وي، که امریکا او که اروپايي اتحادیه، د دې هېواد د ټاکنو میکانیزم په قصدي ډول پېچلی او اوږدمهاله کړی و، تر څو د فساد لپاره زمینه برابره شي.
هغه وايي، که څه هم د رایه ورکولو له پای ته رسېدو سره سم په هماغه شپه د ټاکنو پایلې معلومې وې، خو د رایو شمېرلو مسوولانو په قصدي توګه د پایلو اعلان وځنډاوه ترڅو له فرصته په استفادې سره د سیاسي معاملاتو او امتیاز اخیستلو لپاره ګټه واخلي.
د افغانستان خلکو بېلابېل رژیمونه تجربه کړي دي، له مطلقه پاچاهۍ څخه نیولې تر مشروطې پاچاهۍ پورې له عمري ولسمشرۍ څخه تر ټاکنیز جمهوریت پورې او له مارکسیستي حکومت څخه تر استبدادي مذهبي واکمنۍ پورې.
د ډېموکراسۍ لس کلنه تجربه (د ظاهر شاه د واکمنۍ وروستۍ لسیزه) او د جمهوریت وخت وښوده، هر کله چې خلکو ته د انتخاب حق ورکړل شو، هغوی ازادي غوښتونکو او د پرمختګ ملاتړو نوماندانو ته رایه ورکړې ده. د افغانستان خلک له شاوخوا ۵۰ کلونو جګړو او بېثباتۍ څخه ستړي شوي، خو نه د وېرې او ډار په بیه؛ له درغلیو او فساد ډکو ټاکنو څخه ناراضه دي، خو نه د داسې ډلې د واکمنۍ په بیه چې معلوم نه دی له کوم ځای څخه راغلی او نه هم د هېڅ شخص یا بنسټ پر وړاندې حساب ورکونکی خان نه بولي.
د افغانستان د وروستي پارلمان استازی حبیبالرحمان پدرام چې هر ځل به یې فرصت پیدا کړ او د ولسي جرګې له تریبون څخه به یې پر قدرت نیوکې کولې، په دې باور دی چې د افغانستان سوله او ثبات د ټولګډونه حکومت له لارې نه، بلکې ټاکنو ته په بېرته ستنېدو سره ترلاسه کېدای شي.
نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «د جمهوریت له پرځېدو وروسته، هغه څه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د سیمه ییزو او له نړۍوالو له خبرو اترو لرې پاتې شوی دی، د برخلیک د ټاکلو او راتلونکي په برخه کې د خلکو رول دی.
د نوموړي په وینا: «زه فکر کوم چې له دې کړکېچ څخه د وتلو لپاره، د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو د ټینګار پر ځای باید د خلکو رول روښانه شي.»
طالبان هغه فکري او عقیدتي ډله ده چې د خپلې ایډیالوژۍ د ساتنې لپاره یې شل کاله له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره جګړه وکړه.
په دې موده کې د طالبانو استدلال دا و چې جګړه پر دوی تپل شوې ده، ځکه له دوی داسې څه غوښتل کیدل چې د منلو وړ نه وو.
د طالبانو په خبره دوی له پیله پوهېدل چې د دې لارې په اوږدو کې به ډېرې سختۍ، ستونزې او کړاوونه ویني، خو دوی د خپلو عقایدو او باورونو د ساتنې لپاره دا ټولې ستونزې ومنلې. طالب چارواکو ښکاره ویلي دي چې دا ټول اقدامات یې په خپله خوښه او اراده کړې دي. له امریکا سره د دوی له مذاکراتو او هغو شرطونو چې منلې یې دي داسې څرګندیږي چې دا ډله د خبرو اترو پر مېز خپلواکه ده او د خبرو اترو ظرفیت لري.
د طالبانو له لوري د پاکستاني طالبانو له تحریک (ټي ټي پي) ملاتړ او پناه ورکول هم دا ښيي چې دا ډله د ټي ټي پي پر ضد اقداماتو ته تمایل نه لري او د دې ډلې شتون د ځان پهګټه بولي. دا کار دا په ډاګه کوي چې طالبان په خپلواک ډول د پرېکړو کولو توان لري. که چېرې دا ډله وغواړي چې له خپلو داخلي مخالفینو او نړیوالې ټولنې سره د خبرو اترو له لارې تفاهم ته ورسېږي، نو ددې امکان ورته شته. خو داسې ښکاري چې طالبان له خپلو داخلي مخالفینو سره د ستونزو د حل کولو لیوالتیا نه لري او له اوسني وضعیت څخه راضي دي. خو له بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې ډول له امریکا سره یې د خبرو اترو لپاره چمتووالی ښوولی او لا هم له واشنګټن سره د ځینو امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې کوي.
د نړیوال کړکېچ ډلې لوړپوړی تحلیلګر ګریم سمېت د طالبانو د تېرو خبرو اترو په اړه وايي: «که چېرې طالبان وغواړي چې خبرې اترې وکړي نو له شک پرته د دې کار لپاره لازم ظرفیت او خپلواکي لري. ددې کار ښکاره بېلګه ۲۰۲۰ میلادي کال کې په دوحه کې له متحده ایالاتو سره ددوی توافق دی. که څه هم دا توافق په بشپړ ډول نه دی عملي شوی خو د طالبانو دیپلوماتیک مهارت یې ګڼلی شو.» سربېره پر دې سمېت ټینګار کوي چې: «د طالبانو خپلواکۍ د کابل د ټولو بهرنیو دیپلوماتانو، په ځانګړې ډول د پاکستاني چارواکوچې هڅه یې کوله طالبان د ټي ټي پي پر ضد اقدام ته وهڅوي، پام ځانته اړولی.»
که چېرې طالبان له ماتې سره مخ شي، آیا پاکستان به یو ځل بیا د دې ډلې لپاره په خوندي ځای بدل شي؟
پاکستان له ډېرو افغان سیاستوالو سره نږدې اړیکې لرلې او لا هم له ځینو سره لري. د شوروي له لوري د افغانستان د اشغال په وخت پاکستان له ډېرو جهادي ډلو سره نږدې اړیکې درلودې. کله چې د طالبانو تحریک رامنځته شو نو پاکستان ډېر ژر له دې ډلې سره اړیکې ټینګې کړې، په دې کار سره یې له نورو جهادي ډلو سره اړیکې خرابې شوې. افغانستان ته د امریکا له راتګ وروسته پاکستان د بېلابېلو دلایلو په اساس له طالبانو سره خپلې اړیکې وساتلې. د طالبانو ځینو غړو په داسې حال کې له پاکستان سره نږدې اړیکې ساتلې چې د دوی ځینې نور طالب غړي به یې خپلو زندانونو ته اچول او حتی امریکا ته به سپارل. خو په ټوله کې پاکستان له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې او کابل ته د دوی په بیا راتګ سره ډېر خوښ و. خو کله چې طالبان پر افغانستان حاکم شول نو پاکستان کې ناامنۍ زیاتې شوې.
اوسمهال د پاکستان او د طالبانو د ځینو غړو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي، خو دا په دې مانا نه ده چې له ټولو طالبانو سره یې اړیکې په بشپړه ډول پرې شوې دي. که د طالبانو حکومت سقوط شي، نو پاکستان به خپلو ګټو ته په کتو پریکړه کوي. که چېرې پاکستان له طالبانو ملاتړ د ځان په ګټه وبولي نو امکان لري چې دا هېواد یو ځل بیا طالبانو ته پناه ورکړي، ځکه پاکستان ته خپلې ملي ګټې تر هر څه مهمې دي.
پاکستان په افغانستان کې له ګڼو مخالفینو سره مخ دی. د دوی ځینې مخالفین له هند سره نږدې اړیکې لري، او پاکستان اندېښنه لري چې نویډیلي به له افغانستان څخه د اسلامآباد پر ضد ابزاري استفاده وکړي.
د دوی ځینې نور مخالفین هغه افغانان دي چې د «لوی پښتونستان» منځته راتګ غواړي. دا ډلې په مستقیم ډول د پاکستان له شتون سره مخالفت لري، د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه نه مني او د له منځه وړلو لپاره یې هڅه کوي.
په افغانستان کې د پاکستان ضد شته جهادي ډلې هم د اسلامآباد لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. پاکستان له تېرو ۴۵ کلونو راهیسي افغانستان کې د پراخو لاسوهنو له امله ډېر مخالفین پیدا کړې دي.
د افغانستان عامه افکار هم په شدت سره د پاکستان د سیاستونو مخالف دي. حتی د طالبانو ځینې غړي هم د پاکستان له سیاستونو ناراضه دي.
ګریم سمیت په دې اړه وایي: « که صادقانه یې ووایم داسې څه نه اوریدل کیږي چې پاکستاني چارواکي دې د طالبانو د مخالفینو په اړه ډېرې خبرې کوي. دوی معمولاً د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یا د سیمهییزې سوداګرۍ د راتلونکي په اړه بحثونه کوي. همدارنګه، دوی د بلوچستان د بېلتونغوښتونکو په اړه هم اندېښنې لري.»
د طالبانو سقوط تر کومې کچې ستونزمن دی؟
د اوس لپاره طالبان پر افغانستان بشپړ کنټرول لري. طالب ویاندویان وايي چې د هیواد د ننه هیڅ یو ځواک له دوی د مقابلې وړتیا نه لري. دا ډله هیڅ ډول کورنی مخالفت نه مني او د دوی ډېری مخالفین له هېواده بهر ژوند کوي.
افغانستان له سختې بېوزلۍ سره مخ دی، کاري فرصتونه خورا محدود دي او خلکو یې له ۴۰ کلونو زیاته جګړه تجربه کړې ده. په داسې یو حالت کې د طالبانو نسکورول خورا ستونزمن دي، په ځانګړې ډول هغه وخت کله چې د دوی اصلي مخالفین د جمهوریت هغه سیاستوال دي چې جیبونه یې له پیسو ډک کړلاو اوس له هېواده بهر ژوند کوي. خلک نور پر دغو سیاسي څېرو باور نه لري او که د مخالفت مشري د دوی په لاس کې وي نو د طالبانو سقوط به لا سخت شي او ډېر وخت ته به اړتیا ولري.
د طالبانو ځینو کړنو د خلکو ترمنځ پراخه نارضایتي رامنځته کړې ده. که چېرې هغه نسل او ځوانان چې په تېرو جګړو یا پخوانیو حکومتونو کې یې برخه نه درلوده د طالب ضد حرکت رامنځته کړي نو امکان لري چې په چټکۍ سره حالات بدل کړي.
خو دا باید هېر نه شي چې طالبان یوه ایډیالوژیکه ډله ده. د دې ډلې نسکورول به خورا ستونزمن وي، که د جګړې له لارې د طالبانو په نسکورولو لاس پورې شي نو طالبان تر بل هر چا زیات جګړې ته اماده دي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.