اتلانو جام کې افغانستان اسټرالیا ته د ۲۷۴ منډو هدف ورکړ

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د صدیق اتل او عظمت الله عمرزي د ښې توپ وهنې په پایله کې د اسټرالیا لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې ۲۷۴ منډو هدف ورکړ.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د صدیق اتل او عظمت الله عمرزي د ښې توپ وهنې په پایله کې د اسټرالیا لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې ۲۷۴ منډو هدف ورکړ.
د ننۍ لوبې پچه افغانستان و ګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
په توپ وهنه کې د افغانستان پیلیز توپ وهونکی رحمان الله ګربز په صفر او ابراهیم ځدران هم له ۲۲ منډو جوړولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.
د اسټرالیا د لوبغاړو په وړاندې د منډو جوړولو لړۍ صدیق اتل روانه وساتله او په ۹۵ توپونو یې د درې شپږیزو او شپږ څلوریزو په مټ ۸۵ منډې جوړې کړې، خو رحمت شاه د ۱۲ منډو او لوبډلمشر د ۲۰ منډو جوړولو وروسته خپلې ویکټې له لاسه ورکړي.
په نننۍ لوبه کې د توپ وهنې پر مهال د صدیق اتل تر څنګ عظمت الله عمرزي هم غوره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او ۶۳ توپونو یې د پنځو شپږیزو او یوې څلوریزې په مټ یې د لوبې په ډیر حساس وخت کې ۶۷ منډي جوړي کړي.
افغان لوبدلې د پوره پنځوس اورونو په لوبولو سره ۲۷۳ منډي جوړي کړي او د اسټرالیا لوبډلې ته ۲۷۴ منډو هدف ورکړ.

د روزګان لپاره د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند وايي، د ګېزاب ولسوالۍ په تالې سيمه کې د غر ښويدنې په پېښه کې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه مړه شوي دي. خو ځايي خلک وايي، چې په دې پېښه کې اته کسان مړه شوي دی.
په روزګان کې کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند بلال روزګاني د جمعې په ورځ ويلي، چې دغه پېښه تېره شپه ناوخته د ګېزاب ولسوالۍ د تالې سيمې د سرمورۍ په کلي کې شوې.
نوموړي ويلي، له غر ښويدو وروسته د یوه کور چتونه پرېوتي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه تر خاورو او ډبرو لاندې او مړه شوي دي.
له سيمې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په رسېدلې ويډيو کې خلک وايي، چې په دې پېښه کې ۸ کسان مړه شوي دي.
د سيمه یيزو خلکو په خبره، د غرښويدنې له کبله د همدې کلي زياته نوره برخه هم ويجاړه شوې.
بلال روزګاني وایي، چې سيمې ته يې ځواکونه رسېدلې تر څو دغه کسان له خاورو را وباسي.
په افغانستان کې وروستيو طبعي پېښو، بارانونو، سېلابونو او اورښتونو ګڼو کورنيو ته د ځاني زيان تر څنګ مالي تاوانونه هم اړولي.

اې بي سي نیوز راپور ورکړی چې د امریکا د لوڅو فلمونو یوه لوبغاړې افغانستان ته تللې او د انسټاګرام پر پاڼه یې د دغه سفر انځورونه هم خپاره کړي دي.
ويټني رایټ چې تېر کال يې ايران ته د ښځو پر ضد د سختو محدوديتونو پر مهال سفر کړی و او له امله يې په امریکا کې غوغا رامنځته شوې وه، اوس یې افغانستان ته د خپل سفر انځورونه رسنیز کړي دي.
د لوڅو فلمونو دغې لوبغاړې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د سفر لپاره د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته خېژي.
همدا راز د هرات ښار اړوند د یوې ودانۍ کاشي شوي چت او د یوه پلورنځي انځورونه یې هم خپاره کړي دي.
ویټني رایپ همدا راز د افغانستان د ځینو موټرونو انځورونه اخیستي چې پرې د چیګوارا عکسونه لګیدلي او دا یې حیرانوونکې بللې ده.
هغې په هرات ښار کې له ریکشو اخیستي انځورونه هم پر خپل انسټاګرام خپاره کړي دي، خو خپله پکې نه ښکاري.
اسوشیټېډ پرېس اژانس د دې سفر اړوند د سپیناوي لپاره ویټني رایټ ته پېغامونه هم استولي دي، خو نوموړې بې ځوابه یې پرېښودلي دي. همدا رنګه طالبانو هم لا تر اوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو په وار وار ویلي چې هڅه کوي له بهرنیو سېلانیانو سره د افغانستان د حالاتو یو نوی انځور شریک کړي.
د طالبانو واکمنېدو او په افغانستان کې د امن زیاتېدو سره دغه هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو تګ هم زیات شوی دی.
که څه هم د ۲۰۲۴ کال په مۍ کې بامیان کې پر اسپانوي سیلانیانو برید وشو، خو دغه هېواد ته یې د سیلانیانو پر تګ کوم اغېز ونه کړ.
له دې سره امريکا، بریتانیا، جرمني او ځینې نورو غربي هېوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د ملکي ګډوډيو، جرمونو، ترهګرۍ، تښتونو او روغتيايي خدماتو محدوديتونو له امله دې افغانستان ته سفر نه کوي.

برېټانوۍ ټلېګراف ورځپانې راپور ورکړی، چې د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله افغان نجونې او ښځې د روغتیايي خدمتونو تر څنګ ډاکټرانو ته له لاسرسي څخه محرومې شوې دي. راپور وايي، له جراحي عملیاتو بې برخې نجونو او ښځو دم او تعویذ ته مخه کړې.
د روغتیا برخې کې راپورونه او له افغانستانه ترلاسه شوې معلومات ښيي چې افغانې نجونې د طالبانو د توپیري چلند د تګلارو له امله له حیاتي عملیاتو او جراحۍ بې برخې پاتې کېږي.
د راپور له مخې د دې پر ځای چې نجونې لازمه درملنه ترلاسه کړي، اړې کېږي چې تعویذ لیکونکو او دودیزو درملنو ته مخه وکړي، ان په هغو مواردو کې هم چې ژوند یې له جدي روغتیایي ګواښ سره مخ وي.
یوې څېړنې چې د امریکا د جراحانو کالج مجلې خپره کړې ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د کابل اتاترک روغتون د ماشومانو د جراحۍ څانګه چې «د برېټانوي خیریه موسسې Kids OR له خوا یې مالي ملاتړ کیږي، له ۱۰۱۴ ناروغانو څخه چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو کم وو، تر ۸۰ سلنه» زیات یې هلکان وو.
د دې څېړنې شمېرې ښيي، چې ۸۴.۶ سلنه اختیاري د هلکانو جراحي عملیات شوي او ان په بېړنیو حالتونو کې چې ځانګړو روغتیا تدابیرو ته اړتیا وي، بیا هم ۷۲.۷ سلنه ناروغان هلکان وو.
د طالبانو بندیزونه چې د نجونو ژوند اخلي
ډاکتران او کورنۍ چې له ټلېګراف ورځپانې سره یې خبرې کړې وايي، دا شمېرې د طالبانو د سختو پالیسو مستقیمه پایله ده، ځکه چې طالبان نجونو او ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې پرته له محرم څخه روغتون ته ولاړې شي یا له نارینه ډاکترانو درملنه څخه درمنله وکړي.
د دې څېړنې لیکوالانو بېلابېل لاملونه جراحۍ ته د نجونو د نه لاسرسي لاملونه بللي لکه «د ناروغانو اړوند سیمه ییز دودونه، ټولنیز او کلتوري محدودیتونه» او دا چې هلکان له جنګي چاودنو، ټرافیکي او نورو پېښو سره ډېر مخ کېږي؛ نو ښايي له همدې امله یې شمېر ډېر وی.
خو د ټلېګراف له خوا راټول شوي شواهد ښيي چې اصلي لامل د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه دي، چې نجونې له اساسي روغتیایي خدمتونو بې برخې کوي.
«یوازینی کار چې نجونې کولی شي، ساه اخیستل دي»
له هغه وخته چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني امریکايي ولسمشر جوبایډن د تړون له مخې واک ته ورسېدل، پر ښځو یو لړ سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
طالبانو نجونې او ښځې له دې منعه کړي، چې پرته له محرم څخه له کوره ووځي، کار وکړي، ښوونځي ته ولاړې شي یا هم ډاکټره او نرسه شي.
ان هغوی دا اجازه هم نه لري، چې په عام محضر کې لوړ غږ وکړي یا په خپلو کورونو کې په لوړ غږ خبرې وکړي.
اعجاز نعمتي، چې په هرات کې یو تن روغتیاپال دی وايي: «دا یوازې د نجونو د جراحۍ مسله نه ده، د هغوی روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ډېر محدود شوی، په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې.»
هغه زیاته کړه: «په ښارونو کې خلک ښايي دا ستونزه مطرح کړي، خو په لرې پرتو کلینیکونو کې زموږ همکاران اجازه نه لري چې ښځینه ناروغانې معاینه ورکړي. که یې دا کار وکړ، سزا ورته ورکول کېږي.»
نعمتي په خواشینۍ سره وویل: «نجونې دلته له هر څه بې برخې شوي، یوازینی شی چې اوس هم کولی شي، ساه اخیستل دي.»
د طالبانو د برابرۍ دروغجنه ادعا
طالبان ادعا کوي چې دوی روغتیایي خدمتونه ټولو (ښځینه او نارینه وو) ته برابروي، خو د هغوی سخت قوانین دا څرګندوي چې نجونې او ښځې عملاً له دغو خدمتونو محرومې دي. فریدالله عمري چې د طالبانو تر واک لاندې په کابل کې ډاکتر دی وايي: «موږ روغتیایي خدمتونه ټولو ته هلکانو او نجونو، ښځو او نارینه وو ته برابر وړاندې کوو او دا هر څه د اسلام مطابق دي.»
خو د بشري حقونو سازمانونه د طالبانو دا پالیسۍ «جنسیتي اپارټایډ» بولي، ځکه دا قوانین د ښځو او نجونو روغتیایي خدمتونه له محدودیتونو سره مخ کوي.
مېندې د طالبانو له اخلاقي پولیسو سره مخامخ کېږي
ګلنسا، چې خاوند یې تېر کال په یوه کورنۍ شخړه کې د افغانستان په لویدیځ کې وژل شوی، خپله کیسه له ټلېګراف سره شریکه کړې.
هغې وویل: «زما اته کلنې لور سخت ټوخی درلود او ما څو ځله هڅه وکړه چې روغتون ته یې یوسم، هر ځل به مې د سړک غاړې ته انتظار کاوه، چې یو موټر پیدا شي، خو طالبانو به زه ودرولم او پوښتنه به یې وکړه، چې مېړه دې چېرته دی؟ ما ویل وژل شوی دی. هغوی نه منله.»
هغه زیاتوي: «ما ورته وویل چې لور مې روغتون ته وړم، خو هغوی راته ویل چې دروغ وایم او زه د دې لپاره ښار ته ځم چې 'ګناه کوم.»
په پای کې کله چې د لور حالت یې خراب شو، ګلنسا له یوه نږدې کلي یو خپلوان نارینه راوغوښت، چې دوی روغتون ته ورسوي. لور یې یوه اوونۍ بستر وه.
خو کله چې نوبت بیا ورغی چې د تعقیبي درملنې لپاره روغتون ته لاړه شي، د طالبانو له وېرې یې دا کار ونه کړ او لور یې په کور پاتې شوه.
«سینه بغل په بوټو ښه کېږي»
په ټول افغانستان کې یوازې پنځه روغتونونه شته، چې د ماشومانو درملنه کوي، درې دولتي او دوه شخصي روغتونونه، چې ټول یې په کابل کې دي.
پر دې سربېره اکثره کورنۍ باید د ناروغیو درملنه له خپلې جېبه ورکړي، چې دا کار د ډېرو کورنیو لپاره ناشونی دی.
د درملنې لوړ لګښت، د طبي خدمتونو کمښت او د طالبانو سختو قوانینو خلک اړ کړې، چې زیاتې کورنۍ تعویذ لیکونکو او حکیمي درملو ته مخه کړي.
د روغتیايي کارپوهانو په وینا، دغه ډول کورني او حکیمي درمل ډېر وخت د انسان په زیان تمامېږي.
ډاکتر فرهاد همدرد چې په نیمروز کې د ماشومانو متخصص دی، والدینو ته خبرداری ورکړ چې د سینه بغل درملنه له بوټو څخه پر جوړو درملو نه کېږي.
هغه وايي: «سینهبغل له بوټو نه ښه کېږي. ځینې ماشومان چې سخت سینه بغل یې درلود، وروسته له هغې چې له بوټو جوړ حکیمي درمل یې وکارول وضعیت یې لا نور پسې خراب شو.»
د افغانستان روغتیايي وضعیت د کړکېچ او ناورین په درشل کې
افغانستان له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو کمزوری روغتیایي سیستم لري او د طالبانو تر واک لاندې، دا حالت لا پسې خراب شوی دی.
فدا محمد پیکان افغانستان د عامې روغتیا پخوانی مرستیال وزیر وايي: «د ښځینه ډاکترانو کمښت او د مغزونو فرار جدي اندېښنه ده.
د طالبانو له محدودیتونو سره نجونې نه شي کولی ډاکترانې یا نرسانې شي او دا د هېواد روغتیایي سېسټم ته لوی زیان رسوي.
هغه زیاتوي: «افغانستان د روغتیایي ناورین پر غاړه ولاړ دی او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، حالت به لا پسې بدتر شي».
د یادولو وړ ده، چې په راپور کې ځینې نومونه د امنیتي ستونزو له کبله «مستعار کارول» شوي دي.

د روژې میاشتې په رارسیدو سره په کابل کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر خپلو ولایتي رییسانو ته په یوې ناسته کې سپارښتنه کړې، چې په ټول هېواد کې د توکو د بیو کټرول لپاره ګرځنده ډلې جوړې کړي.
نور الدین عزیزي په دغې ناسته کې ویلي، چې تېر کال د روژې په میاشت کې د لومړنیو توکو بیو له لوړوالي څخه ورته شکایتونه رارسیدلي وو او له همدې کبله یې پرېکړه کړې، چې سږ کال په بازارونو کې بیې کنټرول کړي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې یې د بیو د کنټرول ډلې فعالې دي او په بازارونو کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند کوي.
د طالبانو دغه وزیر خپلو ولایتونو رییسانو ته خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژره دې د خپلو ولایتونو او ولسوالیو بازارونو اړوند د بیو په تړاو راپورونه له ده سره شریک کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت داسې مهال د نرخونو د کنټرول څرګندونې کوي، چې دغه مسوولیت په ولایتونو کې د ښاروالیو له لوري ترسره کېږي او د یاد وزارت په کاري مسوولیتونو کې نه شمېرل کېږي.
نیوکې دا دي، چې د روژې میاشتې په رارسیدو سره نه یوازې عام دوکانداران بلکې سوداګر هم د توکو بیې لوړوي.
دوکانداران نیوکې کوي، چې د سوداګرو له لوري پرې توکي په لوړو بیو پلورل کېږي او له همدې کبله دوی هم اړ کېږي، چې بیې لوړې کړي؛ خو د طالبانو سوداګرۍ وزارت بیا د سوداګرو له لوري د دغه ډول کړنو په تړاو څه نه دي ویلي.
د اقتصادي چارو کاروپوهان وايي، یو شمېر سوداګر په لوی لاس خپل توکي د روژې میاشتې ته ساتي او د دغه میاشتې په رانږدې کیدو سره یې سمدواره بازار ته باسي، چې له اصلي نرخ څخه یې په لوړه بیه وپلوري.
نیوکې دا دي، چې سوداګرۍ وزارت له دغو سوداګرو سره د دغو کاروباري سرغړونو په تړاو هېڅ ډول ناستې نه دي کړي او لومړی باید د بیو د څارنې لپاره پر سوداګرو فشارونه راوړل شي.
د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روژې میاشتې په رارسیدو سره په بې سارې توګه د توکو بیو لوړې شوي او هم مهاله په هېواد کې د لوږې د ډیریدو اندیښنې هم راپورته شوي.
په بازارونو کې د بیو د لوړیدو سره سره ویره دا ده چې سږ کال په افغانستان کې میلیونونه انسانان له لوږې سره مخ دي او د خوړو لپاره د اړتیا وړ توکي نه لري.

په جنیوا کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې وویل، نړۍواله ټولنه د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د ترینګلتیا په وړاندې بې تفاوته پاتې ده او یوازې ننداره یې کوي.
دا غونډه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اته پنځوسمه ناسته وه د (کب ۹مه) په جنیوا کې ترسره شوه.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل انتقادي راپور وړاندې کړ.
سفیر اندېشه وویل، نړۍوالې هڅې په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو سازمان هڅې د طالبانو د سیاستونو د بدلولو لپاره «بې پایلې» وې.
هغه زیاته کړه: «ډېرو سازمانونو او هېوادونو هڅه وکړه چې د سیاسي او اقتصادي امتیازاتو له لارې د طالبانو په سیاستونو کې بدلون راولي، خو دا هڅې کومه پایله نه لري.»
نصیر احمد اندېشه د ښځو د روغتیايي زده کړو پر بندیز هم نیوکه وکړه او ویې ویل: «طالبانو د دې موضوعاتو په اړه له نړۍ سره د خبرو اترو دروازې تړلې دي.»
هغه د نجونو د زده کړو پر بندیز هم خبرې وکړې، ویې ویل چې دا بندیز له یوې خوا د کم عمره نجونو د جبري ودونو لامل شوی او له بلې خوا د کم عمره میندو شمېر یې ډېر کړی دی.
یونېسف مخکې هم خبرداری ورکړی و چې د سویلي اسیا هېوادونه په ځانګړي ډول افغانستان د نړۍ د کم عمره نجونو د ودونو تر ټولو لوړه کچه لري.
تېر کال د لړم میاشت کې د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یوې ادارې هم د افغانستان د ماشومانو پر وړاندې د جبري ودونو او جنسي ناوړه استفادې د زیاتوالي راپور ورکړی و.
سفیر اندېشه دا هم وویل چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو یو بل لامل د بشردوستانه مرستو کمېدل دي.
هغه زیاته کړه: «کله چې طالبان د بشري حقونو مسله څېړي، د دوی ځواب دا وي چې دا خبرې رد کړي او په دې اړه بحث ونه کړي.»
د اندېشه په وینا، طالبان د افغانستان د بشري حقونو د ښه والي لپاره نیوکې او غوښتنې «غیراسلامي» بولي او دا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼي.
