• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سوداګرۍ وزیر: سږ کال روژه کې د توکو د بیو د کنټرول لپاره جدي ګامونه اخلو

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۵۶ GMT+۰

د روژې میاشتې په رارسیدو سره په کابل کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر خپلو ولایتي رییسانو ته په یوې ناسته کې سپارښتنه کړې، چې په ټول هېواد کې د توکو د بیو کټرول لپاره ګرځنده ډلې جوړې کړي.

نور الدین عزیزي په دغې ناسته کې ویلي، چې تېر کال د روژې په میاشت کې د لومړنیو توکو بیو له لوړوالي څخه ورته شکایتونه رارسیدلي وو او له همدې کبله یې پرېکړه کړې، چې سږ کال په بازارونو کې بیې کنټرول کړي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې یې د بیو د کنټرول ډلې فعالې دي او په بازارونو کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند کوي.

د طالبانو دغه وزیر خپلو ولایتونو رییسانو ته خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژره دې د خپلو ولایتونو او ولسوالیو بازارونو اړوند د بیو په تړاو راپورونه له ده سره شریک کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت داسې مهال د نرخونو د کنټرول څرګندونې کوي، چې دغه مسوولیت په ولایتونو کې د ښاروالیو له لوري ترسره کېږي او د یاد وزارت په کاري مسوولیتونو کې نه شمېرل کېږي.

نیوکې دا دي، چې د روژې میاشتې په رارسیدو سره نه یوازې عام دوکانداران بلکې سوداګر هم د توکو بیې لوړوي.

دوکانداران نیوکې کوي، چې د سوداګرو له لوري پرې توکي په لوړو بیو پلورل کېږي او له همدې کبله دوی هم اړ کېږي، چې بیې لوړې کړي؛ خو د طالبانو سوداګرۍ وزارت بیا د سوداګرو له لوري د دغه ډول کړنو په تړاو څه نه دي ویلي.

د اقتصادي چارو کاروپوهان وايي، یو شمېر سوداګر په لوی لاس خپل توکي د روژې میاشتې ته ساتي او د دغه میاشتې په رانږدې کیدو سره یې سمدواره بازار ته باسي، چې له اصلي نرخ څخه یې په لوړه بیه وپلوري.

نیوکې دا دي، چې سوداګرۍ وزارت له دغو سوداګرو سره د دغو کاروباري سرغړونو په تړاو هېڅ ډول ناستې نه دي کړي او لومړی باید د بیو د څارنې لپاره پر سوداګرو فشارونه راوړل شي.

د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روژې میاشتې په رارسیدو سره په بې سارې توګه د توکو بیو لوړې شوي او هم مهاله په هېواد کې د لوږې د ډیریدو اندیښنې هم راپورته شوي.

په بازارونو کې د بیو د لوړیدو سره سره ویره دا ده چې سږ کال په افغانستان کې میلیونونه انسانان له لوږې سره مخ دي او د خوړو لپاره د اړتیا وړ توکي نه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

نصیر احمد اندېشه: نړۍ یوازې په افغانستان کې له «بشري حقونو د سرغړونو» ننداره کوي

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۰ GMT+۰

په جنیوا کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې وویل، نړۍواله ټولنه د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د ترینګلتیا په وړاندې بې تفاوته پاتې ده او یوازې ننداره یې کوي.

دا غونډه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا اته پنځوسمه ناسته وه د (کب ۹مه) په جنیوا کې ترسره شوه.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل انتقادي راپور وړاندې کړ.

سفیر اندېشه وویل، نړۍوالې هڅې په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو سازمان هڅې د طالبانو د سیاستونو د بدلولو لپاره «بې پایلې» وې.

هغه زیاته کړه: «ډېرو سازمانونو او هېوادونو هڅه وکړه چې د سیاسي او اقتصادي امتیازاتو له لارې د طالبانو په سیاستونو کې بدلون راولي، خو دا هڅې کومه پایله نه لري.»

نصیر احمد اندېشه د ښځو د روغتیايي زده کړو پر بندیز هم نیوکه وکړه او ویې ویل: «طالبانو د دې موضوعاتو په اړه له نړۍ سره د خبرو اترو دروازې تړلې دي.»

هغه د نجونو د زده کړو پر بندیز هم خبرې وکړې، ویې ویل چې دا بندیز له یوې خوا د کم عمره نجونو د جبري ودونو لامل شوی او له بلې خوا د کم عمره میندو شمېر یې ډېر کړی دی.

یونېسف مخکې هم خبرداری ورکړی و چې د سویلي اسیا هېوادونه په ځانګړي ډول افغانستان د نړۍ د کم عمره نجونو د ودونو تر ټولو لوړه کچه لري.

تېر کال د لړم میاشت کې د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یوې ادارې هم د افغانستان د ماشومانو پر وړاندې د جبري ودونو او جنسي ناوړه استفادې د زیاتوالي راپور ورکړی و.

سفیر اندېشه دا هم وویل چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو یو بل لامل د بشردوستانه مرستو کمېدل دي.

هغه زیاته کړه: «کله چې طالبان د بشري حقونو مسله څېړي، د دوی ځواب دا وي چې دا خبرې رد کړي او په دې اړه بحث ونه کړي.»

د اندېشه په وینا، طالبان د افغانستان د بشري حقونو د ښه والي لپاره نیوکې او غوښتنې «غیراسلامي» بولي او دا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼي.

د اتلانو جام سیالۍ؛ افغان کرېکټ لوبډله خپله درېیمه سیالي نن له اسټرالیا سره کوي

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۰۷ GMT+۰

له انګلستان څخه په دویمه لوبه کې تر ستر بري وروسته د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د اتلانو جام په روانو سیالیو کې د کوربه هېواد پاکستان په لاهور ښار کې له اسټرالیا سره مخامخ کېږي.

افغان کرېکت بورډ ویلي، چې دغه سیالي به د جمعې ورخ د (کب ۱۰مه) د افغانستان پر وخت یوه نیمه بجه پیل شي او افغان لوبډله ورته بشپړ چمتوالی لري.

دغه سیالۍ چې د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې ترسره کېږي هلته هوا پوهانو د باران اټکل هم کړی دی.

د کرېکټ ډېری مینه وال د لوبې پر مهال د باران اټکل خواشیني کړي او هیله لري، چې باران د لوبې خنډ نه شي.

د افغانستان د ملی لوبډلې چټک توپ اچوونکی یمین احمدزی وايي، که څه هم د اسټرالیا لوبډله غوره توپ اچوونکي لري؛ خو افغان لوبدله یې بیا په مقابل کې غوره ور توپ اچوونکي لري چې د اسټرالیا لوبدله به له ستونزو سره مخ کړي.

هغه ویلي، تېر بري ته په کتو سره د افغانستان لوبډله په رواني لحاظ سره په ښه حالت کې دی او د رحمان الله ګربز په ګډون به ابراهیم ځدراڼ هم په نننۍ لوبه کې ښه توپ وهنه وکړي.

د افغانستان دغه تېز توپ اچوونکي اټکل کړی که چېرې د اسټرالیا لوبډله پچه وګټي او توپ وهنه پیل کړي؛ نو په خبره یې افغان توپ اچوونکي به وخت ورنه کړي، څو له درې سوو څخه زیاتې منډې وکړي، او دا به د افغان توپ وهونکو لپاره بیا ښه د پوره کولو لپاره ښه هدف وي.

افغان ملي لوبډلې د اتلانو جام سیالیو کې خپله لومړۍ سیالۍ سویلي افریقا ته وبایلله ؛خو خپله دویمه لوبه یې بیا له انګلستان څخه په خورا حیرانوونکې توګه وګتله، چې د کرېکټ د نړۍوالو شنونکو له لوري یې پراخ هرکلی وشو.

د کرېکټ نړۍوال شنوونکي په دې باور دي، چې افغان ملي لوبډله اوسمهال د نړۍ د سترو لوبډلو څخه یوه ده او هېڅوک یې د وړاندې تګ مخه نه شي نیولی.

انګلستان څخه د بریا په غبرګون کې هندي سندرغاړي عدنان سمېع ویلي و، چې افغان لوبډلې په دغه بري سره له انګریزانو څخه ډیورنډ کرښې غچ واخیست.

ډیلي مېل ورځپاڼه: په طالبانو کې د «بچه بازۍ» یا ښایسته هلکانو د ساتلو پدیده ډېره شوې ده

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۳۸ GMT+۰

برېټانوۍ ورځپاڼې ډیلي مېل په تازه راپور کې ویلي، له هغې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسول شوي د «بچه بازۍ» پدیده ډېره شوې او د سیمه ییزو طالب چارواکو ترمنځ د هلکانو ګډولو مجلسونه هم زیات شوي دي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر ژوند سخت محدودیتونه او جنسیتي بېلوالی د دې لامل شوی، چې ښځې له ټولنې و ایستل شي او دې کار بچه ‌بازۍ ته لاره برابره کړې ده.

ډیلي مېل د پنجشنبې په ورځ د (کب ۹مه) په خپل راپور کې لیکلي چې د پخواني جمهوري حکومت جزایي قانون چې په ۲۰۱۸ کال کې تصویب شوی و، بچه ‌بازۍ ته سختې جزاګانې ټاکلې وې.

خو له هغه وروسته چې طالبان واک ته و رسول شول او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، دا عمل بیا د سیمه‌ ییزو زورواکو ترمنځ پراخ شوی دی.

په راپور کې راغلي په ۲۰۲۱ اګسټ د طالبانو تر بیا واکمنیدو را وروسته دغې ډلې هڅه وکړه، چې نړۍ ته وښیی ګوندې دوی بدل شوي، خو د ښځو پر وړاندې د دوی سخت چلند دغه ادعاوې بې بنسټه کړې.

د ډیلي میل راپور زیاتوي چې د ماشومانو جنسي ځورونه اوس د طالبانو د ځینو چارواکو ترمنځ یوه ښکاره پدیده ګرځیدلې ده.

طالبان سره له دې، چې د «امربالمعروف» افراطي قانون عملي کوي؛ خو له همدې کبله د ښځو منزوي کول او له ټولنیز ژوند څخه ایستل د بچه بازۍ د زیاتیدو لامل ګرځیدلی دی. راپور زیاتوي، دا حالت د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده د افراطي دریځونو پایله ده.

ډیلي مېل وايي، بچه‌بازي له کلونو راهیسې له قدرت سره تړلې ده او د طالبانو له راتګ وړاندې هم دا پدیده د سیمه‌ ییزو زورواکو ترمنځ عامه وه.

دغه ورځپاڼه لیکي طالبان، چې د اسلامي ارزښتونو تر نامه لاندې جګړې ته خلک هڅوي، پخپله کوچني هلکان له جنسي ځورونو سره مخ کوي.

راپور زیاتوي، دا په داسې حال کې ده چې طالبانو اوس همجنس ‌بازۍ ته د اعدام سزا ټاکلې، خو د ځوانو هلکانو جنسي استثمار ته ځینې کسان د ښځو پر وړاندې تر جنسي تیریو «اخلاقي ‌تر» عمل بولي.

ډیلي مېل په پای کې لیکي، نړیوالې ټولنې، چې میلیاردونه ډالره یې په افغانستان کې ولګول افغان ماشومان یې د طالبانو تر ظلم لاندې یوازې پرېښودل.

 تر دې پخوا د جهوري حکومت پر مهال هم یو شمېر بهرنیو رسنیو راپورونه خپاره کړي وو، چې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان په کلیو کې له ښایسته هلکانو څخه د بچه بازۍ ګټه اخلي او ان جنسي تېري پرې کوي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د دغې ناوړه پدیدې د مخنېوي لپاره د تېر جمهوري نظام پر مهال جدي هڅې وشوې؛ خو بیا یې هم پر مخنیوي بریالي نه شول.

د سیمه ییزو دودونو له مخې د افغانستان په ګوډ ګوډ کې که څه هم په ټولنیز لحاظ خلک له بچه بازۍ څخه سخته کرکه کوي؛ خو بیا هم د ځینو زورواکانو او شتمنو ترمنځ د ښایسته هلکانو ساتنه یا بچه بازي د سیالۍ په یوې چارې بدله شوې ده.

د امریکا د کانګرس غړي نیوکه لري چې لا هم طالبانو ته هره اوونۍ ۴۰ میلیونه ډالره روان دي

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۲۷ GMT+۰

د امریکا د کانګرس دوه غړي ټيم بورچېټ او مارجوري ټېلر ګرین ویلي، چې لا هم هره اوونۍ طالبانو ته د «۴۰ میلیونه ډالرو» نغدي کڅوړې روانې دي. دوی داسې مهال دا نیوکه کوي‌، چې ټرمپ د طالبانو په ګډون پر ټوله نړۍ د پراختیايي مرستو د بندیز اعلان کړی.

ټيم بورچېټ چې د ټينسي ایالت جمهوري غوښتونکی استازی دی په يوې خبري غونډه کې وويل، دغه پیسې د ځانګړو الوتنو (چارټر پروازونو) له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي او بالاخره د طالبانو او القاعدې لاس ته ورځي.

نوموړي زياته کړه: «هره اوونۍ ۴۰ میلیونه ډالره چې د امریکایانو له مالیاتو راټولېږي، طالبانو ته رسېږي او بیا د پلور لپاره وړاندې کېږي.»

بورچېټ ادعا کوي، چې دا نغدې پیسې افغانستان ته تر رسېدو وروسته طالبانو ته ورکړل کېږي، څو یې پر افغانیو بدلې کړي. 

هغه زیاتوي، وروسته بیا طالبان دا پیسې نا دولتي موسسو (NGOs) ته ورکوي، خو دغه موسسې مجبوره وي چې طالبانو ته ترې خپله مالیه ورکړي.

د امریکا د کانګرس دغه غړي د ټرمپ تر لوړې مراسمو دمخه هم هغه ته لیک استولی و، چې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ ورځو کې دې پر طالبانو نغدي کڅوړې ودروي؛ خو د هغه له تازه ادعاوو څرګندیږي، چې د دغو پیسو د بندیدو په تړاو لا هم د امریکا ولسمشر خپله کړې ژمنه نه ده عملي کړې.

نیوکې دا دي، چې د امریکا له لوري افغانستان ته لېږل کیدونکې نغدي کڅوړې د نادولتي موسسو سره د بشري مرستو په نامه دي؛ خو دغه پیسې له بېلابېلو لارو څخه د طالبانو تر ګوتو هم ورځي.

د امریکا پر حکومت د څار یو سازمان ادعا کړې وه، چې طالبانو د دغو نغدي کڅوړو د لاسته راوړلو لپاره یو شمېر جعلي نادولتي موسسات هم جوړ کړي دي.

د افغانستان د پخواني نسکور شوي نظام یو شمېر چارواکو په وار وار ادعاوې کړي، چې د امریکا له لوري دغه لېږل کیدونکي نغدي کڅوړې د طالبانو‌ په ګډون یو شمېر نورو ترهګرو ډلو ته ځي او په ترهګریزو فعالیتونو کې هم کارول کېږي.

د پخواني جمهوري نظم لومړي مرستیال امرالله صالح بیا ویلي و، چې د امریکا د دغو نغدي کڅوړو له کبله طالبانو خپل جوړښتونه پیاوړي کړي او له همدې کبله به په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې او د دغه ډلې افراطي بندیزونه لا پسې ډېر شي.

هغه همدا راز له ډونالډ ټرامپ څخه غوښتنه کړې وه، چې د بایډن ادارې هغه کارکوونکو څخه دې څېړنې وکړي‌ او د محاکمې میز ته دې یې راکش کړي، چې طالبانو ته یې دغه نغدي کڅوړې په کوم بنسټ استولي دي.

تر دې وړاندې د امریکا د ډاج ادراې مشر او د نړۍ لوی شتمن اېلن ماسک هم طالبانو ته د امریکا له لوري هره اوونۍ د څلوېښت میلونه امریکایي ډالرو پر لېږد اندېښنه او حیرانتیا ښودلې وه.

هغه پوښتنه کړې وه، چې اخر ولې طالبانو ته امریکا دا پیسې لېږي؟

د ۲۰۲۴ په وروستیو درې میاشتو کې برېتانیا له ۲۰۰۰ د زیاتو افغانانو پناه غوښتنې رد کړې دي

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۵ GMT+۰

د ۲۰۲۴ په وروستیو درې میاشتو کې برېتانیا له ۲۰۰۰ د زیاتو افغانانو پناه غوښتنې رد کړې. د بشري حقونو فعالانو په دغه هیواد کې د افغان کډوالو لپاره د «دښمنانه چاپیریال» خبرداری ورکړی. خو د برېتانیا کورنیو چارو وزارت ویلي، چې له دوی به «هیڅوک افغانستان ته نه ستنوي.»

د پنجشنبې په ورځ خپرې شوې د کډوالۍ درې میاشتنۍ شمېرې ښیي، چې د افغانانو د پناه غوښتنې د قضیو د منلو کچه د ۲۰۲۳ کال په وروستیو درې میاشتو کې له ۹۸.۵ سلنې څخه د ۲۰۲۴ کال په وروستیو درې میاشتو کې ۳۶ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت په یوه سند کې چې ګارډین ورځپاڼې ته رسېدلی، راغلي چې «د افغان کډوالوجبري یا په خپله خوښه ایستل اوس مهال ځنډول شوي او بدلون په کې نه دی راغلی.»

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې طالبانو برېتانیا ته ویلي، چې نور به په لندن کې د افغانستان سفارت له‌خوا صادر شوي سفري اسناد ونه مني.

برېتانیا هم د نورو هیوادونو په څېر طالبان د یو مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پیژني.

که څه هم فعالانو په وروستیو میاشتو کې د پناه غوښتنې د شمېر د کمښت هرکلی کړی، خو د هغو خلکو د پناه غوښتنې د ردولو پر پریکړې یې پوښتنې راپورته کړې چې نه شي کولی خپل هیواد ته ستانه شي.

د برېتانیا د کډوالو د یوې ملاتړېډلې اجرایوي مشرې لوئیس کالوي ګارډین ته وویل: «دا د هغو خلکو د غوښتنلیکونو په ردولو کې د پام وړ زیاتوالی دی، چې د پناه غوښتنې اړتیا یې څرګنده ده.هیڅوک نه شي کولی، چې د افغانستان وضعیت درک کړي او فکر وکړي چې طالبانو ته د خلکو بیرته ستنول یو خوندي انتخاب دی.»

هغې زیاته کړه: «د غوښتنلیکونو دا ردېدل خلک د کلونو لپاره په فقر او بې برخلیکه حالت کې پاتې کوي.»

د ډنکن لیوس د حقوقي شرکت جیمي بیل، چې د ځینو افغان کډوالو وکالت په غاړه لري، وویل: «د دې حیرانونکې تګلارې بدلون پایله دا ده، چې زرګونه خلک به د کلونو لپاره په بې برخلیکه حالت کې پاتې شي.افغانان اوس په یوه نوي دښمنانه چاپېریال کې اوسیږي.»

د کډوالو شورا اجرایوي رییس انور سلیمان وویل: «د دغو شمېرو تر شا اصلآ هغه نارینه، ښځې او ماشومان دي، چې د خپل ژوند ژغورلو له ویرې له افغانستان څخه تښتیدلي وو، خو اوس په ناڅرګند حالت او هوټلونو کې بند پاتې دي.»

هغه زیاته کړه: «دا نه یوازې دا چېګران پریوځي، بلکې خلک غواړي خپل ژوند په عادي ډول وکړي، کار ومومي او د برېتانیا لهټولنې سره یوځای شي، یا کله چې شرایط خوندي شي په عزت او درناوي سره افغانستان ته ستانه شي.»