
د امریکا د کانګرس دوه غړي ټيم بورچېټ او مارجوري ټېلر ګرین ویلي، چې لا هم هره اوونۍ طالبانو ته د «۴۰ میلیونه ډالرو» نغدي کڅوړې روانې دي. دوی داسې مهال دا نیوکه کوي، چې ټرمپ د طالبانو په ګډون پر ټوله نړۍ د پراختیايي مرستو د بندیز اعلان کړی.
ټيم بورچېټ چې د ټينسي ایالت جمهوري غوښتونکی استازی دی په يوې خبري غونډه کې وويل، دغه پیسې د ځانګړو الوتنو (چارټر پروازونو) له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي او بالاخره د طالبانو او القاعدې لاس ته ورځي.
نوموړي زياته کړه: «هره اوونۍ ۴۰ میلیونه ډالره چې د امریکایانو له مالیاتو راټولېږي، طالبانو ته رسېږي او بیا د پلور لپاره وړاندې کېږي.»
بورچېټ ادعا کوي، چې دا نغدې پیسې افغانستان ته تر رسېدو وروسته طالبانو ته ورکړل کېږي، څو یې پر افغانیو بدلې کړي.
هغه زیاتوي، وروسته بیا طالبان دا پیسې نا دولتي موسسو (NGOs) ته ورکوي، خو دغه موسسې مجبوره وي چې طالبانو ته ترې خپله مالیه ورکړي.
د امریکا د کانګرس دغه غړي د ټرمپ تر لوړې مراسمو دمخه هم هغه ته لیک استولی و، چې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ ورځو کې دې پر طالبانو نغدي کڅوړې ودروي؛ خو د هغه له تازه ادعاوو څرګندیږي، چې د دغو پیسو د بندیدو په تړاو لا هم د امریکا ولسمشر خپله کړې ژمنه نه ده عملي کړې.
نیوکې دا دي، چې د امریکا له لوري افغانستان ته لېږل کیدونکې نغدي کڅوړې د نادولتي موسسو سره د بشري مرستو په نامه دي؛ خو دغه پیسې له بېلابېلو لارو څخه د طالبانو تر ګوتو هم ورځي.
د امریکا پر حکومت د څار یو سازمان ادعا کړې وه، چې طالبانو د دغو نغدي کڅوړو د لاسته راوړلو لپاره یو شمېر جعلي نادولتي موسسات هم جوړ کړي دي.
د افغانستان د پخواني نسکور شوي نظام یو شمېر چارواکو په وار وار ادعاوې کړي، چې د امریکا له لوري دغه لېږل کیدونکي نغدي کڅوړې د طالبانو په ګډون یو شمېر نورو ترهګرو ډلو ته ځي او په ترهګریزو فعالیتونو کې هم کارول کېږي.
د پخواني جمهوري نظم لومړي مرستیال امرالله صالح بیا ویلي و، چې د امریکا د دغو نغدي کڅوړو له کبله طالبانو خپل جوړښتونه پیاوړي کړي او له همدې کبله به په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې او د دغه ډلې افراطي بندیزونه لا پسې ډېر شي.
هغه همدا راز له ډونالډ ټرامپ څخه غوښتنه کړې وه، چې د بایډن ادارې هغه کارکوونکو څخه دې څېړنې وکړي او د محاکمې میز ته دې یې راکش کړي، چې طالبانو ته یې دغه نغدي کڅوړې په کوم بنسټ استولي دي.
تر دې وړاندې د امریکا د ډاج ادراې مشر او د نړۍ لوی شتمن اېلن ماسک هم طالبانو ته د امریکا له لوري هره اوونۍ د څلوېښت میلونه امریکایي ډالرو پر لېږد اندېښنه او حیرانتیا ښودلې وه.
هغه پوښتنه کړې وه، چې اخر ولې طالبانو ته امریکا دا پیسې لېږي؟

د ۲۰۲۴ په وروستیو درې میاشتو کې برېتانیا له ۲۰۰۰ د زیاتو افغانانو پناه غوښتنې رد کړې. د بشري حقونو فعالانو په دغه هیواد کې د افغان کډوالو لپاره د «دښمنانه چاپیریال» خبرداری ورکړی. خو د برېتانیا کورنیو چارو وزارت ویلي، چې له دوی به «هیڅوک افغانستان ته نه ستنوي.»
د پنجشنبې په ورځ خپرې شوې د کډوالۍ درې میاشتنۍ شمېرې ښیي، چې د افغانانو د پناه غوښتنې د قضیو د منلو کچه د ۲۰۲۳ کال په وروستیو درې میاشتو کې له ۹۸.۵ سلنې څخه د ۲۰۲۴ کال په وروستیو درې میاشتو کې ۳۶ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت په یوه سند کې چې ګارډین ورځپاڼې ته رسېدلی، راغلي چې «د افغان کډوالوجبري یا په خپله خوښه ایستل اوس مهال ځنډول شوي او بدلون په کې نه دی راغلی.»
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې طالبانو برېتانیا ته ویلي، چې نور به په لندن کې د افغانستان سفارت لهخوا صادر شوي سفري اسناد ونه مني.
برېتانیا هم د نورو هیوادونو په څېر طالبان د یو مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پیژني.
که څه هم فعالانو په وروستیو میاشتو کې د پناه غوښتنې د شمېر د کمښت هرکلی کړی، خو د هغو خلکو د پناه غوښتنې د ردولو پر پریکړې یې پوښتنې راپورته کړې چې نه شي کولی خپل هیواد ته ستانه شي.
د برېتانیا د کډوالو د یوې ملاتړېډلې اجرایوي مشرې لوئیس کالوي ګارډین ته وویل: «دا د هغو خلکو د غوښتنلیکونو په ردولو کې د پام وړ زیاتوالی دی، چې د پناه غوښتنې اړتیا یې څرګنده ده.هیڅوک نه شي کولی، چې د افغانستان وضعیت درک کړي او فکر وکړي چې طالبانو ته د خلکو بیرته ستنول یو خوندي انتخاب دی.»
هغې زیاته کړه: «د غوښتنلیکونو دا ردېدل خلک د کلونو لپاره په فقر او بې برخلیکه حالت کې پاتې کوي.»
د ډنکن لیوس د حقوقي شرکت جیمي بیل، چې د ځینو افغان کډوالو وکالت په غاړه لري، وویل: «د دې حیرانونکې تګلارې بدلون پایله دا ده، چې زرګونه خلک به د کلونو لپاره په بې برخلیکه حالت کې پاتې شي.افغانان اوس په یوه نوي دښمنانه چاپېریال کې اوسیږي.»
د کډوالو شورا اجرایوي رییس انور سلیمان وویل: «د دغو شمېرو تر شا اصلآ هغه نارینه، ښځې او ماشومان دي، چې د خپل ژوند ژغورلو له ویرې له افغانستان څخه تښتیدلي وو، خو اوس په ناڅرګند حالت او هوټلونو کې بند پاتې دي.»
هغه زیاته کړه: «دا نه یوازې دا چېګران پریوځي، بلکې خلک غواړي خپل ژوند په عادي ډول وکړي، کار ومومي او د برېتانیا لهټولنې سره یوځای شي، یا کله چې شرایط خوندي شي په عزت او درناوي سره افغانستان ته ستانه شي.»
د وروستي جمهوري نظام پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو پوډکاستونو په دوام په دېرشم پوډکاسټ کې ویلي چې د قوش تېپې کانال طرحه او پلان ما جوړ کړ او یوازې پرانیسته یې پاتې شوه، خو د طالبانو حکومت بیا دغه ستره پروژه خپله لویه لاسته راوړنه ګڼي.
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې د قوش تېپې کانال چې له درېیو ولایتونو تېرېږي، د جوړېدو چارې پیل کړې دي.
دغه کانال چې ۲۸۵ کیلومټره اوږد دی د بلخ له کلدار ولسوالۍ پیلېږي او د جوزجان له لارې د فاریاب اندخوي ولسوالۍ ته رسېږي. پر دې کانال نژدې ۶۰ میليارده افغانۍ لګښت راځي او ویل کېږي چې لسګونه زره جریبه ځمکه به خړوبوي.
ښاغلی غني په دېرشم پوډکاسټ کې ددغه کانال په اړه وایي: «په ۱۹۸۸ کال کې پخواني شوروي اتحاد د امو اوبه د اسیا د جمهوریتونو ترمنځ د افغانستان لپاره د لږې ونډې د شریکولو تړون لاسلیک کړ. دا د ټولو اصولو او قوانینو خلاف کار وو. ځکه موږ د امو اوبه لږ تر لږه ۴۰ سلنه تولیدوو او له هغه وروسته همدارنګه د اسيايي جمهوريتونو له خپلواکۍ وروسته يې بيا يو تړون وکړ او افغانستان ته يې برخه ورنه کړه.»
پخوانی ولسمشر غني زیاتوي: «همدا لامل و، چې ما د قوش تېپې پلان جوړ کړ چې پرانیستل یې یوازې پاتې وو. موږ د هغې ټول ابعاد پلي کړل ترڅو روښانه پایلې ته ورسیږو. ځکه چې د عملي اقداماتو پرته هېچا زموږ حق نه دی منلی.»
د قوش تېپې کانال د جوړولو پروژه په لومړي ځل په ۱۹۷۰ لسیزه کې د افغانستان د شمال د وچو سیمو د شنه کولو په موخه وړاندیز شوې وه، خو په هېواد کې د لسیزو جګړو له امله وځنډېده.
د افغانستان مخکني حکومت د دې پروژې د څنډ لامل د طالبانو فعالیتونه ګڼل، خو طالبانو اوس په ویاړ سره دا خپلو لومړیتوبونو کې بللې او هیله لري چې تر ۲۰۲۸ کال عملي شي.
طالبان ادعا کوي چې د قوش تېپې کانال کولی شي د سلګونو زرو خلکو د خوړو خوندیتوب او ژوند ښه کړي.
په جرمني کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو له اسلام اباد څخه د افغان کډوالو وروستي چارټر الوتکې ته سخت غبروګونه ښکاره کړي او دا چاره یې د جرمني د ناامنه کولو په مانا یاده کړې.
د جرمني له پارلماني ټاکنو یوازې څو ورځې وروسته له اسلام اباد څخه یوه چارټر الوتکه له ۱۵۵ افغانانو سره برلین ته ورسېده. د کورنیو چارو د فدرالي وزارت په وینا، له نیمایي څخه ډېر دا خلک د فدرالي داخلي پروګرام له لارې راغلي دي.
د جرمني رسنۍ ډي ډبلیو په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د دې غبرګونونو په اړه په راپور کې ویلي، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ادعا کړې، چې د جرمني نوي حکومت دوی ته اجازه ورکړې چې هېواد ته ننوځي، چې دا د سخت سرحد کنټرول ژمنه ماتوي؛ مګر دا ریښتیا نه ده.
ډي ډبلیو لیکلي، په اېکس کې په یوه زیات کتل شوي پوسټ کې، یو کارونکي ادعا کړې "په جرمني کې، پولې د انتخاباتو څخه ۲۵ ساعته وروسته خلاصې شوې. ۴۸ ساعته وروسته د افغان کډوالو الوتکه برلین ته ورسیده. ښکاري جرمني کې په پلان شوي توګه برید کیږي.دغه پوسټ لا دمخه له ۲۰ میلیون څخه ډېر لیدونکي لري.
په یوه بل پوسټ کې، یو کاروونکي ادعا وکړه چې د ۱۵۵ افغانانو الوتکه په برلین کې ښکته شوه او ۱۲،۰۰۰ نور به راشي. جرمني د "مرکز حق" په نوم (سي ډي یو) ته وروسته له هغه رایه ورکړه چې دوی د افغان کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه. خو دوی یوازې ۴۸ ساعته وروسته خپله ژمنه مات کړه.
ډي ډبلیو لیکي، په جرمني کې د فېبرورۍ د ۲۳ د ټولټاکنو وروسته لا تر اوسه کوم نوی حکومت وجود نه لري. پهداسې حال کې چې محافظه کاره ګوند (سي ډي یو) چې مشري یې فریدریش میرز کوي، ټاکنې وګټلې، یو نوی حکومت لا نه دی جوړ شوی. د احتمالي شریکانو سره د ایتلاف خبرې اترې به ډیر ژر پیل شي.
د دغو افغان کډوالو راتګ د حکومت له خوا مخکې له مخکې پلان شوی و. د جرمني خبري اژانس ډي پي ای د کورنیو چارو وزارت په حواله وايي، تر نیمايي زیات افغانان د افغانستان لپاره د جرمني د فدرالي ادارې د داخلېدو د پروګرام له لارې چې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۱۷مه ترتیب شوي وو، له افغانستان څخه جرمني ته راغلي دي. دا د جرمني د حکومت له خوا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته په ځانګړي ډول زیانمنونکي کسان دي چې له هېواد څخه اېستل شوي دي.
پاتې مسافر د داخلي نورو پروګرامونو لکه، د سیمه ییزو ځواکونو کړنلاره، د بشري حقونو لېست او د پل جوړونې پروګرام چې د طالبانو له نسکوریدو وروسته رامځته شوي له لارې جرمني ته راغلل.
دا پروګرامونه په ځانګړې توګه په سیمه ییزو ځواکونو تمرکز کوي چې د جرمني او نړۍوالو سرتېرو ملاتړ کوي، د ډیموکراسۍ فعالین او هغه خلک چې د جنسي یا جنسیت د هویت له امله د طالبانو لهخوا ګواښل کیږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د جرمني حکومت ژمنه کړې چې شاوخوا ۴۵ زره افغانان او د هغوی کورنۍ به چې له ګواښ سره مخامخ دي جرمني ته راولي. د ۲۰۲۴ کال د اپریل تر میاشتې پورې له ۳۳،۲۰۰ څخه زیات افغانان د افغانستان لپاره د فدرالي داخلي پروګرام له مخې جرمني ته داخل شوي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې جرمني د هغو افغانانو د ننوتلو لپاره هم اسانتیاوې برابرې کړې چې پخوا یې د کابل له سقوط مخکې د جرمني چارواکو او موسسو لپاره کار کاوه.
د رسنیو راپورونو ترمخه په جرمني کې د عامو انتخاباتو نه وړاندې د اسلام اباد نه دوه الوتنې په لنډ وخت کې لغوه شوې وې. څرنګه چې په کابل کې د جرمني سفارت فعال نه دی، نو دغه کسان باید په خپله اسلام اباد ته سفر وکړي. په پاکستان کې له اوږده انتظار، امنیتي تصفیې او د ویزې له ورکولو وروسته بیا دوی ته اجازه ورکړل شوه چې جرمني ته داخل شي.
د جرمني خبري اژانس ډي پي ای په وینا، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې اندېښنې راپورته کړې چې افغان اتباعو ته د مارچ تر پایه له اسلام اباد او ګاونډي ښار راولپنډۍ څخه د وتلو لارښوونه شوې ده. له اسلام اباد څخه د ډي ډبلیو راپور زیاتوي، په داسې حال کې چې پاکستان د افغانانو د شړلو لپاره خپلې هڅې بیا پیل کړي، د طالبانو ډېری مخالفین د اسلامپالو رژیم لهخوا واکمن هېواد ته د بیرته ستنیدو په خطر کې دي.
کډوالۍ او اخراج د جرمني په وروستیو پارلماني ټاکنو کې له مهمو موضوعاتو څخه وو. دې په جرمني کې د مېشتو بهرنیو اتباعو د اېستلو په اړه انلاین ډېری ناسمو معلومات غبرګونونه راپارولي دي او په دغه هېواد کې د افغان اتباعو په ګډون د کډوالو د مرګونو بریدونو وروسته افغانستان ته د اېستلو د زیاتیدو غوښتنې زور اخیستی دی.
پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په چټکۍ سره خرابې شوې دي، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې کابل د اسلام اباد د اوږدې مودې مخالف هند سره اړیکې پیاوړې کوي. پاکستان د افغان کډوالو په اړه سخت سیاست اختیار کړی، ترڅو له خپلې خاوره د شاوخوا څلور میلیونه افغانانو بیرته ستنیدل عملي کړي.
د کارکل په نامه ویب پاڼه، چې په اسیایي هېوادونو کې د سیاسي حالاتو څارنه کوي او لیکنې پرې خپروي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلو حالاتو په اړه یوه مقاله خپره کړې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو زورولو او بېرته ستنولو باندې تمرکز کوي. مقاله کې، د پاکستان سره د ترینګلو حالاتو ترڅنګ، د هند سره د طالبانو اړیکو ته هم کتنه شوې ده.
په مقاله کې راغلي چې پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې مخ په خرابېدو دي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې کابل د اسلام اباد د اوږدې مودې مخالف هند سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي. په هر حال، هند د پاکستان د زیاتېدونکو اندیښنو له مهمو لاملونو څخه دی.
مقاله کې راغلي، چې اسلام اباد ویره لري چې د بلوڅ ملتپال غورځنګ به په خېبر پښتونخوا کې ناکرارۍ رامنځته کړي، چې د پښتنو اکثریت سیمه ده، چېرې چې په حکومت کې د پنجابي واکمنۍ د زیاتوالي په وړاندې کرکه لا دمخه څرګنده شوې ده. که په سیمه کې اسلامپاله خوځښتونه زور واخلي، په خېبر پښتونخوا کې دننه ډلې به له افغانستان سره یو ځای شي، چې د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ته جدي ګواښ پېښوي. چارواکي دا اندیښنه هم لري چې په هېواد کې افغان کډوال، چې ډېری یې په خرابو شرایطو کې ژوند کوي، د دې ډلو لهخوا په اسانۍ سره کارول کیدی شي."
په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی، پاکستان د افغان کډوالو شړلو ته زور ورکړی، چې ډېری یې په اصل کې د امریکا او طالبانو د جګړې پر مهال پناه غوښتې وه.
زرګونه کسان د پولې هاخوا په زوره اېستل کیږي چې اسلام اباد یې د امنیتي تدابیرو ادعا کوي. په هرصورت، دې کړکیچ یو سخت بشري ناورین رامنځته کړی. پهداسې حال کې چې ځینې اېستل شوي کسان ممکن د طالبانو یا نورو اسلامپالو ډلو لهخوا د استخدام لپاره زیان منونکي وي، ډېری یې د متحده ایالاتو یا د پخواني لویدیځ ملاتړ لرونکي افغان حکومت سره د دوی د اړیکو له امله د طالبانو له ځورونې څخه د تېښتې لپاره له افغانستان څخه تښتیدلي دي. د دوی اجباري ستونل اوس دوی د غچ اخېستنې له جدي خطر سره مخ کړي.
هغه کډوال چې ژوند یې تر ګواښ لاندې دی
په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان په پراخه کچه هڅې پیل کړې ترڅو شاوخوا څلور میلیونه افغانان، چې په تېرو څلورو لسیزو کې دغه هېواد ته داخل شوي وو، بېرته ستانه کړي. په داسې حال کې چې چارواکو په پیل کې یو څه انعطاف ته اجازه ورکړه، مګر حکومت اوس د مارچ ۳۱ نېټه ټاکلې ده ترڅو ټول بې اسناده بهرني اتباع وباسي، او د جنورۍ راهیسې د لټون عملیات ګړندي شوي دي.
د روان کال له پیل راهیسې، چارواکو په اسلام اباد کې تر ۱۰۰۰ ډېر افغانان بندیان کړي او تر ۱۸۰۰۰ ډېر یې د حکومت په امر له پلازمېنې او ګاونډي ښار پېنډۍ څخه وتلو ته اړ کړي دي. په دوی کې هغه کسان هم شته چې له امریکا سره یې د طالبانو پر ضد کار کړی، چې ځینې یې امریکا ته د وتلو په تمه وو. د دوی ځای پر ځای کول وروسته له هغه ودرول شول چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو د بیا مېشتیدنې پروګرام ځنډولو اجراییوي فرمان صادر کړ.
نن هم په پاکستان کې شاوخوا شل زره افغانان د انتظار شېبې شماري او د بیا مېشتیدنې لپاره د امریکا د تصویب په تمه دي. د ډېرو لپاره، افغانستان ته ستنیدل د ژوند بایللو په مانا ده. په جبري توګه د هغوی بېرته لیږل د ځینو لپاره د مرګ سزا ده.
د کډوالو بېرته ستنولو تر شا سیاست
د هند او افغانستان تر منځ پیاوړې اتحاد کولای شي د پاکستان مخ پر خرابېدونکي سیاسي فضا نوره هم کړکیچنه کړي. په خېبر پښتونخوا کې د بې ثباتۍ له خطر څخه هاخوا، اسلام اباد ویره لري چې د حکومت مخالفې ډلې به د اسلامي امارت د جوړولو لپاره د طالبانو ملاتړ ترلاسه کړي - کوم چې د پاکستان د اسلامي جمهوریت په پرتله خورا سخت دریځه دی او اوسنی مشرتابه یې په ریښتیا اسلامي نه پیژني. سربیره پردې، پاکستان له ډېرې مودې راهیسې د وسله والو د روزنې یو مرکز و، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه جهادیان جذبوي. د دغو وسله والو په اړه، اسلام اباد اندیښنه لري چې کیدای شي په اسانۍ سره د افغانستان لهخوا هم سمبال شي.
پاکستان د طالبانو په مشرۍ حکومت باندې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په کنټرولولو کې د ناکامۍ پړه اچوي، یوه وسله واله ډله چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د جوړیدو راهیسې څو ځله د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کړي دي.
په داسې حال کې چې د پولې په اوږدو کې تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی، په پاکستان کې د افغان کډوالو د ډارولو او ډله ییزو نیولو راپورونه په نړۍواله کچه له نیوکو سره مخ شوي. د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له اسلام اباده غوښتي چې له افغان اتباعو سره نور هم انساني چلند وکړي، په داسې حال کې چې پاکستان له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند تورونه "بې ځایه" بللي او پر کابل یې غږ کړی چې د دوی د بېرته ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي. د ډېری افغانانو لپاره، دا اجباري اېستل نه یوازې یو بشري ناورین دی، بلکې د ذلت سرچینه هم ده، چې افغانستان کولی شي د پاکستان ضد بیاناتو کې ترې ګټه پورته کړي.
د لسیزو راهیسې، پاکستان، چې د هند په نیمه وچه کې د مسلمانانو لپاره د یوه وطن په توګه تاسیس شوی، په خپل اسلامي هویت ویاړي، افغان کډوالو ته یې پناه ورکړې او د هغو ډلو ملاتړ کوي چې د طالبانو په ګډون د افغانستان د اسلامي تګلارې د جوړولو لپاره کار کوي.
پراخې اغیزې
پاکستان او افغانستان دواړه جګړه ځپلي هېوادونه دي، چې د بې ثباتۍ او ژورو اقتصادي بحرانونو سره لاس او ګریوان دي، د بهرنۍ پانګونې د نشتوالي له امله خراب شوي چې د بیا رغونې لپاره یې لږ امید پاتې دی. سره له دې چې پاکستان د بشري پراختیا په شاخص کې ټیټه درجه لري او د سړي سر ناخالص تولید کمزوری دی، بیا هم د افغانستان په پرتله د ژوند ښه شرایط وړاندې کوي. د ډېرو افغانانو لپاره، په پاکستان کې پاتې کیدل یو نا امیده انتخاب دی.
په هر حال، پاکستان نور نه شي کولی دا بار په اقتصادي یا سیاسي توګه په غاړه واخلي. د افغان کډوالو د جبري اېستلو پرېکړه کیدای شي لنډمهاله فشارونه کم کړي، مګر دا د ژورو ناکراریو ګواښ لري. دغه اقدام کولی شي د حکومت په وړاندې کورني مقاومت ته وده ورکړي، په داسې حال کې چې افغانستان ته فرصتونه رامنځته کړي چې د پاکستان په مخ په زیاتیدونکي بې ثباتۍ کې ترې ګټه پورته کړي. په منځ کې نیول شوي عادي خلک دي چې مجبور دي کړاو ته اړ شي، ځکه چې سیاست د دوی برخلیک ټاکي.
چارواکي وایي، چې د تورخم لار، چې له نږدې یوې اونۍ راهیسې تړل شوې، دوه اړخیزه سوداګري زیانمنه کړې او دواړو خواو ته خلک په سختو ستونزو کې دي. یو شمېر افغانان، چې د کورنیو غړي یې په پاکستان کې مړه شوي، جسدونه یې په روغتونو کې د پیسو په بدل کې ساتلي او د لارې د خلاصیدو په تمه دي.
د تورخم دروازه د فېبرورۍ له ۲۱مې راهیسې وروسته له هغه تړل شوې ده، چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د نویو تاسیساتو د جوړولو له امله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.
طالبانو غوښتل، چې د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په سیمه کې، د ډېورنډ کرښې ته نږدې، د څارنې نوې پوستې جوړې کړي، خو د پاکستاني ځواکونو له غبرګون سره مخ شول. دا شخړه تر دې حده ورسیده، چې د تورخم دروازه وتړل شوه.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر ضیاء الحق سرحدي په وینا، له هغه وخت راهیسې، له ۵۰۰۰ څخه زیات لارۍ او موټرونه چې توکي لېږدوي، په دواړو خواوو کې بند پاتې دي، نوموړی د سوداګرۍ لارې د بیا پرانېستلو په تمه دي.
تورخم د پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د توکو د لیږد لپاره یو مهم دهلېز دی او سرحدي له دواړو هېوادونو څخه وغوښتل چې خپله شخړه حل کړي ترڅو دوه اړخیزه سوداګري او د خلکو تګ راتګ بیا پیل شي.
د لارۍ موټر چلونکی عصمت الله چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې بار موټر تورخم ته نږدې ولاړ دی افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې حکومتي شخړې باید ددې لامل نشي چې شخصي سوداګري ورسره زیانمنه شي، نوموړي زیاته کړه: «دلته ډېرې موټرې داسې دي چې بار کړي شیان یې خرابېدای شي، زیاتو موټرو سیمنټ بار کړي، تازه میوې دي او نور داسې شیان دي چې د وخت او بارانونو له امله خرابیږي، زموږ غوښتنه داده چې حکومتونه باید د عامو خلکو مشکلات په نظر کې ونیسي، دلته چې څومره موټر دي یو پهکې هم د حکومت نشته او ټول د عامو خلکو تاوان دی.»
تورخم کې، لارۍ چلوونکي نجیب الله وویل چې هغه مجبور شو چې په خپل موټر کې ویده شي ځکه چې هغه نشي کولی چې د سړک په سر خپل موټر پرېږدي.
هغه خبریالانو ته وویل: "موږ له پاکستان او افغانستان څخه غوښتنه کوو چې پر موږ رحم وکړي، ځکه چې موږ پرته له کوم دلیل څخه رنځ وړو."
ددغې لارې تړلو نه یوازې دا چې سوداګري زیانمنه کړې بلکې خلکو ته یې هم سرخوږی جوړ کړی، په اسلام اباد کې یو افغان بختیار چې خپلوان یې مړ شوی او د جسد د وړلو لپاره د تورخم دروازې تړلو اړ کړی چې د خپلوان جسد د یو روغتون په سړخونه کې تر هغې وساتي چې دروازه خلاصیږي.
نوموړي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «د تورخم دروازې تړلو موږ ته جنجالونه جوړ کړي، څوک چې مړ شوی زموږ خپلوان دی او غریب سړی دی، دوی دومره پېسې نهلري چې حتا خپل مړی پرې وطن ته یوسي، اوس مجبور دي چې د مړي د ساتلو لپاره روغتون ته پیسې ورکړي تر څو دروازه خلاصه شي، معلومه نهده چې په دوی به څومره پیسې راشي.»
چارواکو وویل چې سلګونه پاکستانیان هم د پولې بلې غاړې ته بند پاتې دي.
د تورخم دروازه مخکې هم څو ځله د ورته ستونزو له امله تړل شوې، چې زیات زیان یې عامو خلکو ته رسولی دی. کارپوهان وایي چې د سرحدي شخړو د مخنیوي لپاره باید د دواړو هېوادونو ترمنځ واضیح سرحدي توافق موجود وي او د سوداګریزو لارو د خلاصون لپاره باید دایمي حل پیدا شي.
تورخم دروازه، چې د ډېورنډ فرضي کرښې پر اوږدو کې موقعیت لري، د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره یوه مهمه ترانزیټي لاره ده. د دې دروازې له لارې د پاکستان او افغانستان وګړي، په ځانګړي ډول د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه، تګ راتګ کوي. خو دا دروازه وخت نا وخت د حکومتي شخړو له امله تړل کېږي، چې زیاته ضربه یې عامو خلکو او سوداګرو ته رسېږي.