په امریکا کې د ټرمپ ادارې له رامنځته کېدو وروسته دا پوښتنې راپورته شوې چې ایا دوی به د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره پر طالبانو فشار راوړي که نه؟ ایا طالبان به د نورو سیاسي ډلو سره خبرې اترې وکړي که نه؟
د شمالي اتحاد غړي او د دوی اولادونه، چې د طالبانو د واکمنۍ ضد تاریخي مخینه لري، ایا د مذاکراتو او سیاسي شمولیت برخه کې ځای لري؟
همداراز، ایا طالبان به د واک وېش ته غاړه کېږدي او د نوي اساسي قانون او لویې جرګې لپاره ګامونه پورته کړي؟ دا پوښتنې دلته ځواب شوي دي.
ایا طالبان د شمالي اتحاد له غړو یا د هغوی له اولادونو سره خبرو ته چمتو دي؟
د طالبانو او شمالي اتحاد ترمنځ تاریخي دښمني د افغانستان د شخړو یوه مهمه برخه پاتې شوې ده. له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې، شمالي اتحاد د طالبانو پر ضد جګړه وکړه، او تر ۲۰۲۱ کال وروسته هم د دوی ځینې پاتې شوني مقاومت ته دوام ورکوي. سره له دې، طالبانو څو ځله ادعا کړې چې دوی “عمومي بښنه” اعلان کړې او غواړي ټول افغانان په ګډه حکومت وکړي.
د طالبانو د کډوالو چارو وژل شوي وزیر خلیل الرحمان حقاني د جمهوري دولت له سقوط وروسته د شمالي اتحاد له یو شمېر غړو او د هغوی له اولادونو سره د اړیکو خبر ورکړی و او ویلي یې وو، چې ټولو د طالبانو څخه ملاتړ کړی.
نوموړی په یوې غونډې کې د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود د ملاتړ اعلان هم کړی و؛ خو احمد مسعود او هغه ته نېږدې خلکو د هغه د اعلان په تړاو بې خبري وښوده.
د طالبانو د ریاست الورزا پخواني سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په بار – بار په پخوانیو افغان چارواکو او د پخواني شمالي اتحاد پر غړو غږ کړی چې بېرته افغانستان ته ستانه شي او دلته ژوند وکړي.
نوموړي هم په واک کې د پخواني شمالي اتحاد غړو، مقاومت عالي شورا، مقاومت جبهه او یو شمېر نورو ډلو ته یوازې په افغانستان کې د اوسېدو بلنه ورکړې خو په واک کې د شریکېدو کومه څرګندونه یې نه ده کړې.
د وروستي جمهوري دولت د عدليې پخوانی وزیر او د مقاومت جبهې غړي فضل احمد معنوي د روان کال د مرغومې په ۱۲مه ویلي وو، چې د طالبانو د کډوالو چارو پخواني وزیر خلیل حقاني له مقاومت جبهې سره غیر مستقیمط او پرلهپسې اړیکې درلودې.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه اړیکې د پنجشېر د جګړو له پیل څخه تر هغه وخته روانې وې، چې پر حقاني ځانمرګی برید وشو.
که څه هم طالبانو په وار – وار ویلي چې د نوي اساسي قانون پر جوړولو یوه ډله طالبان کار کوي خو تر اوسه د نوي اساسي قانون مساله لا هم مبهمه ده. طالبان د ۱۳۴۴کال د اساسي قانون ځینې برخې منلې دي، خو دوی تر ډېره د شریعت پر اساس د حکومت کولو خبره کوي.
د نړۍوالې ټولنې د هغو غوښتنو پر وړاندې چې له طالبانو د یو ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه کوي د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ویلي چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړول او نه جوړول په افغانانو پورې اړه لري او بهرني نه شي کولی چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله وکړي.
تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ويلي چې امریکا لا هم د دوی په داخلي چارو کې مداخله کوي.
ایا طالبان انعطافپذیري لري او که دا ټولې مسالې ردوي؟
د طالبانو خپل منځي او رسنیزو ویناو او د افغانستان انټرنشنل د سرچینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د واک پر شراکت او د یو ټولګډونه حکومت په تړاو د طالبانو د انعطاف کوم څرک نه ښکاري.
یو شمېر شننونکي په دې باور دي چې سراج الدین حقاني د یوې ځانګړې علاقې له مخې، د شمال ټلوالې د غړو او نورو مخالفو جهتونو سره خبرو ته لېوالتیا لري؛ خو سراج الدین حقاني ته نېږدې سرچینې وايي چې د ملا هبت الله او سراج الدین حقاني تر منځ کړکېچ یو مهم اړخ د واک نا انډوله وېش دی چې حقاني خپله ډله د ډېرې برخې حقداره بولي.
د ملا هبت الله او هغه ته د نېږدې اشخاصو له ویناو او دریځونو هم ښکاري چې دوی د مطلق حاکمیت دریځ لري او نه غواړي چې د پخوانیو سیاسي ډلو سره واک شریک کړي.
د یادونې وړ ده، چې که داخلي مخالفتونه یا نړۍوال فشارونه زیات شي، نو دا یو ضعیف امکان شته چې طالبان د محدودې سیاسي موافقې ته غاړه کېږدي.