طالبان: ازبکستان په افغانستان کې د ۲۰۰ مېلیونه ډالرو په پانګونې سره غواړي، پروژې پلي کړي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې ازبکستان هېواد د ۲۰۰ مېلیونه ډالرو په پانګونې سره غواړي چې په بلخ، سمنګان او کندوز ولایتونو کې ځینې پروژې پلي کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې ازبکستان هېواد د ۲۰۰ مېلیونه ډالرو په پانګونې سره غواړي چې په بلخ، سمنګان او کندوز ولایتونو کې ځینې پروژې پلي کړي.
دغه څرګندونې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرتاف په مشرۍ د دواړو هېوادونو سوداګریز پلاوي د ازبکستان په ترمذ ښار کې په یوې ناسته کې کړې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، په دې ناسته کې د ازبکستان لهخوا د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې پر موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې ازبکستان په لومړي پړاو کې د ۲۰۰ مېلیونه ډالرو په پانګونې سره غواړي چې د بلخ، سمنګان او کندوز ولایتونو کې پروژې پلي کړي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو پروژو کې د حیرتان بندري ښارګوټي کې د اقتصادي او سوداګریز کمپلېکس جوړول، د خوراکي توکو تولید او پروسس، د مالدارۍ او باغدارۍ روزنه، د درملو صنعت، د سمنټو او ودانیزو توکو تولید او همداشان د سبزیجاتو او مېوو پروسس شامل دي.
د دغه وزارت په وینا؛ یاده ناسته کې دغه راز په ترمذ ښار کې د سیمهییز نندارتون جوړول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ خونو رامنځته کول، د ګمرکي همکاریو پراختیا، د کرنیزو همکاریو او د سوداګرو لپاره د اوږدمهاله سوداګریزو ویزو اسانتیاوو برابرولو د حل لپاره د ګډې کمېټې جوړولو په اړه خبرې شوې دي.
ویل کېږي، چې دغه ناسته د پخوانیو هوکړو له مخې او ازبکستان ته د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر د ژمنو د تطبیق په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د پلاوي په ګډون ترسره شوې ده.
ازبکستان د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم لوبغاړی ګڼل کېږي او غواړي، چې د افغانستان سوداګریزو بازارونو ته لاسرسی پېدا کړي؛ خو په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو سره ازبکستان د سرحدي امنیت او بېځایه شویو وګړو په اړه یو لړ اندېښنې هم لري.


د «ډیلي مېل» د راپور له مخې، طالبان له هغه وروسته چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل؛ په افغانستان کې یې د خپلو سختدریځو قوانینو له مخې خلکو ته وحشیانه او له ظلمونو ډکې سزاوې ورکړې دي.
د بهرنیو ځواکونو له وتو سره هممهاله طالبان پرته له جګړې کابل ته ننوتل او ډېر ژر یې داسې قوانین بېرته راوستل، چې عامه اعدامونه او ظالمانه سزاوې پکې شاملې وې.
د راپور له مخې، طالبانو له واک ته رسېدو وروسته عام محضر کې اعدامونه پیل کړل.
یوازې د تېر نومبر په میاشت کې یو سړی چې د قتل تور پرې و، د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې د سلګونه هغو کسانو په مخکې په ډزو ووژل شو، چې د «عبرت» په نوم یې نندارې ته رابللي وو.
دا کار د «قصاص» قانون له مخې وشو، چې «سترګه په سترګه» مفهوم لري او تر ډېره د قتل او فزیکي زیان په مواردو کې پلي کېږي.
د طالبانو له نویو قوانینو سره سم اوس مجرمین د سنګسار، په درو وهلو او ان تر دېوال لاندې کېدو یا پرې غورځېدو له سزا سره مخ دي.
هغه کسان چې طالبان یې «اخلاقي مجرمين» بولي؛ لکه په «زنا یا بچه بازۍ» کې ښکېل وي ان مرګ تر حده سزاوې ورکول کېږي.
د ۲۰۲۳کال په فبرورۍ میاشت کې دوه کسان چې د زنا تور پرې و، په بدخشان ولایت کې د خلکو په مخ کې سنګسار شول.
بل لوري ملګري ملتونه وايي، په ډېرو دغه ډول قضیو کې قضایي پروسه نه پلي کېږي او اندېښنه شته چې ځینې کسان ان بې ګناه وي.
د «ډیلي مېل» د راپور پر بنسټ، طالبان چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د کورنیو جګړو پر مهال راڅرګند شول؛ له هماغه وخته یې هڅه کړې، چې له سختو سزاګانو سره خپل واک ټينګ کړي.
د دوی واکمنۍ کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي او لږکي قومونه له ځورونې سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، چې طالبان د «زنا یا همجنس بازۍ» په جرم د سنګسار او په ډزو د وېشتل کېدو سزاګانې ورکوي.
د طالبانو یوه قاضي گل رحیم ویلي، چې دوی د لاس او پښې پرېکولو، پر ښځو سخت محدودیتونه لګولو او ان پر همجنس بازانو د دېوال راغورځولو ملاتړ کوي.
د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو په ۲۰۱۰ کال کې یوه ۷ کلنه نجلۍ د افغانستان د پرځېدلي جمهوري حکومت لپاره د جاسوسۍ په تور ووژله او د هغه مهال ولسمشر حامد کرزي یاده پېښه د «بشریت ضد جنایت» بللی و.
ډیلي مېل زیاتوي، له هغې راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي عامه اعدامونه په بې سارې توګه ډېر شوي دي.
تېر کال یو سړی د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د واورې ورېدو پر مهال د مقتول د ورور لهخوا د خلکو مخې ته ووژل شو.
څو ورځې مخکې دوه نور کسان د غزني ولایت په یوه لوبغالي کې د قربانیانو د خپلوانو لهخوا اعدام شول.
د بښنې نړۍوال سازمان دغه ډول اعدامونه «د انساني کرامت ښکاره سپکاوی» بللی او ویلي یې دي: «عامه اعدامونه نه یوازې ظالمانه دي؛ بلکې پر قرباني او شاهدانو بد اغېز پرېباسي».
طالبانو سره له دې چې لومړی یې د معتدل حکومت ژمنې کړې وې؛ خو اوس سخت قوانین پلي کوي، ښځې ځوروي، بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او پر هغو کسانو ظالمانه سزاګانې پلي کوي چې دوی ورته «اخلاقي مجرمان» وایي.
د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته نه یوازې دا چې افغانستان ته سوله او ثبات رانغی؛ بلکې طالبان هم له خپلو تاوتریخجنو کړنو او مفکورو څخه نه دي په شا شوي.

د بې ځایه شویو وګړو نړۍوال سازمان په خپل یو تازه راپور کې اندېښنه ښوولې، چې په افغانستان کې روغتیایي سېسټم له یوه لوی ناورین سره مخ دی او له همدې کبله ناروغان اړ کېږي؛ څو پاکستان، ایران او نورو هېوادونو ته «روغتیایي کډوالۍ» وکړي.
په پاکستان او ایران کې افغان کډوال د روغتیایي خدمتونو تر څنګ له ګڼو اسانتیاوو بې برخې دي، چې له همدې کبله تازه یوه افغان خبریاله په پاکستان کې د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوې ده.
یاد سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې، چې دغه خبریاله مونسه قاري زاده نومېږی او کلونه کلونه یې په افغانستان کې خبریالي کړې وه؛ خو د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ستنه شوې وه او هلته د روغتیایي اسانتیاوو له نشتون تر څنګ له اقتصادي ستونزو څخه هم کړېده.
د بې ځایه شویو وګړو د یاد بنسټ په راپور کې راغلي، چې مونسه قاري زاده د کولمو سرطان لاره او په افغانستان کې یې درملنه شونې نه وه چې له همدې کبله ګاونډی هېواد پاکستان ته کډواله شوې وه ؛خو هلته یې هم د اقتصادي ستونزو له کبله د درملنې توان نه درلود.
یاد سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې هر کال د روغتیايي اسانتیاوو له کبله زرګونه کسان اړ کېږي چې خپل هېواد پرېږدي او د «روغتیایي کډوالۍ» قرباني شي.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او اړ دي چې د خپلو ناروغیو لپاره له خپلوانو یا دوستانو څخه پورونه واخلي؛ څو نورو هېوادنو ته پرې درملنې ته لاړ شي.
د بې ځایه شویو وګړو دغه سازمان ویلي، چې په پاکستان، ترکیې او هند هېوادونو کې د افغان ناروغانو د درملنې لګښتونه خورا لوړ دي او ناروغان یې د پرې کولو توان نه لري.
په راپور کې دارنګه راغلي، چې د ناروغیو پر مهال د روغتیایي ویزو په برخه کې هم افغانان له ستونزو سره مخ کېږي او کله چې نورو هېوادونو ته لاړ شي؛ نو په اسانۍ یې روغتیایي ویزې نه تمدیدېږي او بیا د ناروغۍ تر څنګ له حقوقي ستونزو هم کړېږي.
یاد سازمان زیاته کړه، چې د مونسه قاري زاده مړینه یوه شخصي فاجعه نه ده؛ بلکې دا د افغانستان د روغتیایي ناورین یو سمبول دی او د هغو افغانانو یوه بېلګه ده، چې هره ورځ د روغتیایي اسانتیاوو د نشتون له کبله مري.
راپور زیاتوي، چې نړۍ باید د افغانانو روغتیایي ستونزې له پامه ونه غورځوي او دوی ته په دې برخه کې بنسټیزې اسانتیاوې برابرې کړي.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلک شکایتونه کوي، چې ان د عادي ناروغیو پر مهال ورته لومړي درمل نه رسېږي او په روغتونونو کې د کافي امکاناتو نشتون یې پر وړاندې لوی سرخوږی دی.
تازه د طالبانو له لوري ښځینه له طبي زدهکړو هم راګرځول شوې او وېره دا ده، چې دا به د ناروغیو له کبله د ښځو د مړینې کچه خورا لوړه کړي؛ په ځانګړي توګه د زېږون پر مهال.
د طالبانو د سختدریځۍ او له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل نه لرلو له کبله په هېواد کې ځینو روغتیایي نادولتي موسسو او نړۍوالو بنسټونو خپلې مرستې درولي او ځینو یې ان دفترونه هم تړلي دي. له همدې امله په هېواد کې روغتیایي ناورین مخ په پراخېدو دی.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا د مدني ازادیو ټولنې «ACLU» تېره ورځ د ټرمپ د ادارې پر ضد چې ګواکې ګوانټانامو زندان ته د افغان وګړو په ګډون ۱۰ تنه کډوال لېږدوي، په اړه محکمې ته عریضه کړې ده.
دغې ډلې ویلي، چې دغه کډوال په سختو شرایطو کې د کیوبا ګوانتانامو ته استول کېږي او ښایي د "ځان وژنې" هڅه وکړي.
د امریکا د مدني ازادیو ټولنې چې د واشنګټن ډي سي په فدرالي محکمه کې یې دعوه کړې ویلي، چې دغه لېږد د امریکا د کډولۍ له قانونه ښکاره سرغړونه ده او له قانوني لامل پرته د وېرې د رامنځته کولو په موخه له توقیف ځایونه څخه ګوانټانامو ته استول کېږي.
د دغه ادعا له مخې، د افغانستان، پاکستان، وینزویلا او بنګله دېش دغو ۱۰ تنو توقیف شویو د شړل کېدو وروستي حکمونه هم ترلاسه کړي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې یاد کډوال اوسمهال په ټکزاس ایالت کې ساتل کېږي او ګوانټانامو ته د لېږدولو په درشل کې دي.
خو د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت ویاندې ټریسیا مک لافلین د شنبې په ورځ دغه ادعا "بې بنسټه" وبلله او ویې ویل، چې اداره به یې د عدلیې وزارت سره په ګډه په دې برخه کې کار وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې، چې په بې ساري شمېر کې به ناقانونه کډوال له امریکا څخه وشړي؛ دا د امریکا په تاریخ کې د ناقانونه کډوالو د لېږد ترټولو لوی بهیر دی.
د شړلو د پروسې پراخولو د هڅو د یوې برخې په توګه د ټرمپ ادارې د روان کال د فبرورۍ میاشتې په پیل کې د ګوانټانامو په خلیج کې د متحده ایالاتو د سمندري اډې توقیف ځای ته د کډوالو لېږل پیل کړل؛ چې تر ډېره پکې بهرني ترهګر ساتل کېږي.

د طالبانو له لوري پر افغان ښځو د سختو بندیزونو پر دوام؛ د بربنډه فلمونو یوه مشهوره امریکایۍ لوبغاړې ویټني رایټ افغانستان ته د خپل سفر په تازه خپرو کړو انځورونو کې ښکاري، چې هغه د طالبانو د امنیتي تدابیرو لاندې په بېلابېلو ولایتونو کې په ډاډه توګه ګرځي راګرځي.
په یوه انځور کې رایټ له یوه کلاشینکوف سره لیدل کېږي، چې ګوته پر ماشه پکې ولاړه ده. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو یو نیم کال وړاندې افغان ښځو ته بند امیر ته د تګ اجازه ورنکړه او د دغې ډلې د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي هغه مهال ویلي و، چې «سیاحت نه فرض دی، نه واجب».
د طالبانو له فرمان سره سم افغان ښځې نشي کولای له ۷۲ کېلومېټرو ډېر بې له شرعي محرم څخه سفر وکړي او همداراز دوی ته پارکونو، رسټورانټونو او ورزشي تالارونو ته د تګ اجازه هم نشته؛ خو ویټني رایټ په ازاده توګه کابل، هرات او بند امیر ته تللې او انځورونه یې خپاره کړي دي، چې پکې د اریانا الوتکه، د هرات د یوې زیارتګاه کاشي کاري چت، دوکانونه او رکشې ښکاري.
مدني فعالان د طالبانو دغه دوه ګونی چلند غندي او نیوکې دا دي، چې طالبان په داسې حال کې بهرنیو ښځو ته په ازاده توګه د سفرونو اجازه ورکوي چې په کور دننه یې افغان ښځې له ګرځېدو او خپلو بنسټیزو حقونو هم محرومې کړې دي.
تېر کال یو ۲۹ کلن برازیلي سېلانی افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي و، چې له طالبانو سره د نظر اختلاف لري؛ خو له دې سره، سره طالبانو ورته ځکه ستونزه نه ده جوړه کړې، چې «دی یو بهرنی و».
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د طالبانو غړو له چینایي ښځینه سېلانیانو سره ګډ عکسونه اخیستي وو چې د خلکو توند غبرګونونه یې راپارولي وو.
افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه له ویټني رایټ څخه د سفر د موخې او وخت په اړه معلومات واخلي؛ خو تر دې دمه ځواب نه دی ورکړل شوی او طالبانو هم په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د مدني فعالانو په وینا، طالبان غواړي بهرنیانو ته خپل «مثبت انځور» وړاندې کړي؛ خو د افغان ښځو لپاره یې ورځ تر بلې ژوند لا محدود کړی دی.

د ماډرن ډېپلوماسي په نامه وېب پاڼې د طالبانو په حکومت کې پراخ فساد، د وسله والو ډلو ساتلو او خپلمنځيو اختلافونو په اړه د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي، چې د ټي ټي پي مشر نور ولي محسود له طالبانو میاشتنۍ مالي مرستې ترلاسه کوي.
په مقاله کې راغلي، چې د افغان طالبانو داخلي جنجالونه مخ په زیاتېدو دي.
د ملګرو ملتونو د څارنې او ارزونې ادارې د ۲۰۲۵ کال د فېبرورۍ د ۱۲مې راپور وروستیو موندنو او د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي مفتش (سیګار) راپور سره یوځای د طالبانو په حکومتوالۍ کې ژورې جوړښتي مسلې په ګوته کوي.
راپورونه نه یوازې سیستماتیک فساد، بلکې هغه مالي راکړې ورکړې هم په ګوته کوي، چې ادعا کېږي د ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي.
د دغې مقالې له مخې، د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) مشر نور ولي محسود د افغان طالبانو څخه میاشتنۍ مالي مرستې ترلاسه کوي.
د طالبانو په اداره کې د فساد په اړه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي، چې دې ډلې یو وخت ځان د یوه داسې ځواک په توګه وټاکه، چې د پخوانیو رژیمونو فساد له منځه یوسي.
پر دې سربېره د طالبانو مشران د فنډونو په اختلاس، د سرچینو په ناسم مدیریت او په ناقانونه سوداګرۍ کې په ښکېلتیا تورن دي.
که څه هم د طالبانو د حکومتولۍ ماډل د اداري وړتیا پر ځای په ایډیالوژیکي سختۍ کې ریښې لري او د اعتبار د رامنځته کولو لپاره مبارزه کوي، خو په پایله کې یې اقتصادي رکود، د بهرنۍ ښکېلتیا کمېدل او د کورنۍ نا امیدۍ مخ په زیاتېدو دي.
سره له دې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت بد حالت کې دی، د (یو اېن ډي پي) اټکل ښیي، چې د افغانستان ۸۵ سلنه نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
نړۍوال بسپنه ورکوونکي چې یو وخت د افغانستان د اقتصادي ثبات ریښې وې، د حکومتولۍ د ناکامیو او د بشري حقونو د سرغړونو له امله یې په لویه کچه مرستې بېرته اخیستي او یا یې بېرته لېږلې دي.
په عین حال کې د رونټيا نړۍوالې ادارې راپورونه ښیي، چې د طالبانو تر عکس العمل لاندې اداري فساد په پخوانیو حکومتونو کې تر دې کچې لوړې نه وې.
د مخدره موادو، غیرقانوني کانونو او غیر رسمي مالیاتو څخه د عوایدو په ګډون په ناپاک مالي سیسټم باندې د طالبانو تکیه، د یوې واکمنې ادارې په توګه د اوږدې مودې د وړتیا په اړه پوښتنې راپورته کوي.
د مالي بد مدیریت څخه هاخوا، د اورپکو ډلو لپاره د پټنځای په توګه د افغانستان رول د اندیښنې وړ بلل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې په وار - وار د طالبانو او نړۍوالو ترهګرو سازمانونو ترمنځ د اړیکو د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی، په داسې حال کې چې طالبانو ادعا کړې چې اجازه به ورنکړي څو د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره وکارول شي.
د ویلو ده، چې د سیګار راپور په ښکاره توګه د طالبانو او ټي تي پي ترمنځ مالي اړیکې په ګوته کوي.
پاکستان، چې په پیل کې د پولې هاخوا د اورپکو د مخنیوي په هیله له طالبانو سره ښکېلتیا تعقیب کړه، اوس د ټي ټي پي له هڅونې سره مبارزه کوي، چې په خپله خاوره کې یې بریدونه زیات کړي دي.
د دې مسلې په حل کې د طالبانو بې کفایتي یا نه لېوالتیا له اسلام اباد سره اړیکې د لا ترینګلتیا له ګواښ سره مخ کوي.
د طالبانو پاېښت او چیلنجونه
د طالبانو لپاره اوسنۍ لاره د پایښت وړ نه ده.
که چېرې دا مشروعیت وغواړي په کور دننه او نړۍواله کچه دا ډله باید بېړني اصلاحات ترسره کړي.
لومړی د فساد مخنیوی خورا مهم دی.
د څارنې د خپلواکو میکانیزمونو رامنځته کول، مالي روڼتیا او د هغو چارواکو لپاره حساب ورکول چې په ناسم مدیریت کې ښکېل دي.
دویم دا چې له افراطي ډلو سره د اړیکو پرې کول نور اختیاري نه دي.
د ټي ټي پي او نورو ډلو سره د طالبانو دوامداره ملګرتیا به یوازې د افغانستان انزوا لا ژوره کړي.
د امنیتي اندېښنو په اړه د پاکستان او نورو سیمه ییزو لوبغاړو سره په رغنده خبرو اترو کې ښکېلتیا به د سیمه ییز ثبات لپاره د ریښتینې ژمنې نښه وي.
چین او روسیه چې دواړه له طالبانو سره ښکېل دي، هم د افغانستان له پولو هاخوا د اورپکو د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
درېیمه موضوع دا ده، چې ، حکومتولي باید د ایډیالوژۍ څخه بهر پراخه شي.
په داسې حال کې چې طالبان د اسلامي شریعت د تفسیر له لارې پر حکومت ټینګار کوي، پایداره حکومتولي تخنیکي تخصص، اقتصادي پلان جوړونې او د خدماتو وړاندې کولو ته اړتیا لري. اوسنی بشري ناورین چې د خوړو د نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف پي)په وینا، د سخت خوراکي ناامنۍ له امله په نښه شوی چې له ۲۳ میلیونو څخه زیات افغانان یې اغېزمن کړي دي، د لا زیاتې عملي تګلارې غوښتنه کوي.
د اداري بنسټونو پیاوړتیا، په زېربناوو کې پانګه اچونه او په حکومتولۍ کې د مرستې لپاره د ماهرو مسلکیانو لپاره د لارو بیا پرانیستل کولی شي، خورا اړین ثبات چمتو کړي.
د دغې مقالې په یوې برخه کې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي استعفا ته هم اشاره شوې ده، چې پکې راغلي د شرعي استعفا یوازې داخلي مسله نه ده، دا د طالبانو په لیکو کې د لوی بحران نښه ده.
د اقتصادي فشارونو په ډېرېدو، سیمه ییزو تاوتریخوالو او د نړۍوال صبر د کمېدو سره، طالبان د یو سخت انتخاب سره مخ دي.
د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د طالب مشرانو ترمنځ تر بل هر وخته د اختلافونو لړۍ پراخه شوې ده او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په ګډون د یادې ډلې یو شمېر مشران له اونیو راهیسې له هېواده وتلي دي.