• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د احصايې اداره: مصرفي انفلاسیون یوه لسیزه کې تېره میاشت خورا ټیټې کچې ته رسېدلی

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۰۷ GMT+۰

د پاکستان د احصايي ادارې مالومات ښيي چې تېره میلادي میاشت په دغه هېواد کې کلنی لګښتي پړسوب یا د مصرفوونکو تورم په نږدې یوه لسیزه کې ۱.۵ سلنې ته ټیټ شوی دی. دا اندازه د تېر کال همدې موده کې ۲۳.۲ سلنه وه، چې پاموړ کمښت ښيي او د مالیې وزارت له اټکل هم ډېر کم شوی دی.

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د احصایې ادارې د مالوماتو له مخې وايي، چې د مشتریانو د مصرف ارزښت په تېره میاشت کې تر جنورۍ ۰.۸ سلنه غورځېدلی دی.

د پاکستان مالیې وزارت تېره اونۍ د خپل میاشتني لرلید رپوټ کې اټکل کړی و چې لګښتي پړسوب به تېره میاشت د ۲.۰ او ۳.۰ سلنې ترمنځ وي، اما د تېر کال په څېر به کمېدل روان وي.

دې وزارت یې په مارچ کې د ۳.۰ – ۴.۰ ترمنځ د لږ زیاتېدو اټکل هم کړی دی.

پاکستان ته چې تېره سپټمبر میاشت کې د پیسو نړیوال صندوق د ۷ میلیارد ډالرو پور منظور کړی، ور سره د دغه هېواد اقتصاد هم په رغېدلو دی.

چارواکي د تورم کمېدل هم د دغه هېواد د اقتصادي تیکاو لپاره د پیسو نړیوال صندوق د پروګرام له امله بولي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

تورخم کې لا هم جګړه روانه ده؛ یو ولسي وګړی او درې پاکستاني سرتېري ټپیان دي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تورخم کې د تېرې شپې راهیسې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پیل شوې نښته لا هم روانه ده. سرچینو تر اوسه د درېیو پاکستاني پوله ساتو سرتېرو او یو ملکي وګړي ټپي کېدل تایید کړي.

په پېښور کې د افغانستان انټرنشنل خبریال رفعت الله اورکزی وایي، جګړه تېره شپه وروسته له هغې پیل شوه چې په تورخم کې د طالبانو له لوري د دروازې د پرانېستل کېدو پر سر خبرې اترې ناکامې شوې.

د تورخم دروازه لس ورځې مخکې وروسته له هغې وتړل شوه، چې طالبانو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یوې پوستې پر جوړولو کار پیل کړ.

د سرچینو په خبره، د تېرې شپې راهیسې د روانو نښتو له امله په تورخم کې دواړه لوریو ته موټرچلوونکو خپلې بار وړونکې موټرې له تورخم څخه بېرته اېستلې؛ خو یو موټر چلوونکی د « زړه د حملې» له کبله د جګړې پر مهال مړ شوی دی.

په دغه روانه نښته کې طالبان او پاکستاني پوله ساتي ځواکونه سپکې او درنې وسلې کاروي.

تر اوسه طالبانو او د پاکستان حکومت د روانې جګړې په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي او نه یې هم د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات ورکړي دي.

پر ډیورنډ کرښه تورخم هغه سیمه ده، چې وخت ناوخت پکې طالبان او‌ پاکستاني پوله ساتي ځواکونه له یو بل سره ګوته پر ماشه کېږي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او ټرانزېت یو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مهمند پاکستان ته په خپل سفر کې د یاد هېواد د سوداګرۍ له فدراسیون څخه غوښتني، چې د تورخم لارې په پرانېستل کېدو کې دې مرسته وکړي.

هغه د دغه لارې بندښت د نړۍوالې سوداګرۍ او د ګاونډیتوب د اصولو خلاف عمل بللی دی.

په تورخم کې هر ځل د دروازې د بندښت او د دواړو لوریو د جګړو له کبله د سوداګرو تر څنګ عامو وګړو ته درانه زیانونه اوړي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې تازه ویلي، چې د تېرو لسو ورځو په اوږدو کې د یادې لارې د تړل کېدو له امله هره ورځ د دوی سوداګرو ته نږدې پنځه سوه زره امریکایي ډالره تاوان اوړي.

افغان کډوال په پاکستان کې د اېستلو له وېرې له اندېښنو او لالهاندۍ ډک ژوند تېروي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۵۱ GMT+۰

نبېلا (مستعار نوم) یوه لس کلنه افغان نجلۍ ده، چې له خپلې کورنۍ سره په اسلام‌ اباد کې اوسېږي؛ د ژوند کړۍ یې اوس یوازې د کور یوې کوچنۍ خونې او د کور تر مخې کوڅې پورې را تنګه شوې ده.

هغه د تېر زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې راهیسې ښوونځي ته نه ده تللې؛ ځکه چې اعلان شوی چې هغه افغان ماشومان نور ښوونځیو کې نه منل کېږي، چې د پاکستان د زېږون رسمي سند ونه لري؛ خو حتی که اجازه هم ورکړل شوې وای، نبېلا وايي چې بیا یې هم ښوونځي ته زړه نه ورتلو.

هغې په ژړا ژړا کې بي‌بي‌سي ته په مرکه کې ویلي:« یوه ورځ ناروغه وم او مکتب ته لاړه نه شوم، بیا مې واورېدل چې پولیس راغلي وو او د افغان ماشومانو پوښتنه یې کوله».

100%

هغې دا هم وویل، چې د یوې ملګرې کورنۍ یې بېرته افغانستان ته ستنه کړای شوې ده.

پاکستان کې د افغان کډوالو له وېرې ډک ژوند

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په اسلام‌ اباد او راولپنډۍ ښارونو کې پولیس وخت ناوخت افغانان نیسي او ځیني بېرته افغانستان ته استوي.

اټکل کېږي، له درې مېلیونه افغانانو څخه چې په پاکستان کې ژوند کوي نیمايي یې قانوني اسناد نه لري.

ډېری افغانان وايي، چې هغوی هره ورځ د پولیسو له چاپو، نیونو او اېستلو سره مخ دي.

ځینې افغانانو بي‌بي‌سي ته ویلي، که بېرته افغانستان ته واستول شي؛ نو هلته یې ژوند ته د ګواښونو وېره شته، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د امریکا د بیا مېشتېدو (ریسِټلمِنټ) په پروګرام کې شامل وو؛ خو دا پروګرام د ټرمپ ادارې له‌خوا په ناڅاپه توګه ودرول شو.

100%

د پاکستان دریځ او د نړۍوالو اندېښنې

په اسلام‌ اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازې فیلیپا کنډلر وايي، چې پاکستان د افغانانو د بیا مېشتېدو پروسې له اوږدېدو ناراضه دی.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د راپور له مخې یوازې د فبرورۍ په لومړۍ نیمایي کې ۹۳۰ افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي، چې دا شمېر د دوو اونیو مخکې له هغې دوه برابره زیات شوی دی.

راپور کې زیاته شوې، لږ تر لږه ۲۰ سلنه هغه کسان چې له اسلام‌ اباد او راولپنډۍ څخه اېستل شوي؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اسناد یې لرل.

پاکستان د کډوالو نړۍوال کنوانسیون برخه نه دی او مخکې یې اعلان کړی و، چې افغانان په دې هېواد کې قانوني پناه غوښتونکي نه ګڼي.

د پاکستان حکومت وايي، چې دغه تګلاره ټول ناقانونه بهرنیان رانغاړي او هغوی ته یې د وتلو وروستۍ نېټې ټاکلې دي.

هغه کسان چې قانوني ویزې نه لري، باید د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې له پاکستانه ووځي او هغه کسان چې د بیا مېشتېدو لیکونه لري، تر ۳۰م د جون پورې وخت لري.

اندېښنو او لالهاندیو ځپلي کډوال

د نبېلا کورنۍ بي‌بي‌سي ته وايي، چې دوی بله چاره نه لري پرته له دې چې پټ ژوند وکړي.

د هغې پلار حامد چې تر ۲۰۲۱کال وړاندې یې د افغانستان په پوځ کې دنده ترسره کړې وویل:« ما خپل هېواد ته خدمت وکړ؛ خو اوس ارزښت نه لرم. زما دنده زما راتلونکی تباه شو».

دغه کورنۍ نه ویزه لري او نه هم د بیا مېشتېدو پروګرام برخه ده او وايي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له دفتر سره یې اړیکې بې ځوابه پاتې دي.

طالبانو بي‌بي‌سي ته ویلي، ټول افغانان باید بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ ځکه «هغوی کولای شي بې له وېرې په خپل هېواد کې ژوند وکړي».

خو د ملګرو ملتونو ۲۰۲۳ کال راپور دا خبره رد کړې او ښيي، چې سلګونه پخواني حکومتي چارواکي او د امنیتي ځواکونو غړي سره له دې چې طالبانو ورته عمومي بښنه اعلان کړې وژل شوي دي.

دا خبرې نبېلا او د هغې کورنۍ ته هیڅ ډاډ نه ورکوي. دوی هر ځل چې پولیس یا حکومتي چارواکي د دوی کور ته نږدې راڅرګندېږي له خپل ځایه تېښته کوي.

د اېستلو نوې څپه

د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې راهیسې پاکستان د «ناقانونه بهرنیانو د اېستلو» پروګرام پیل کړی، چې له مخې یې تر دې دمه ۸۳۶,۲۳۸ افغانان بېرته افغانستان ته استولي دي.

په دې وروستیو کې د پولیسو له لوري ځینې نیول شوي افغانان د اسلام‌ اباد په حاجي کمپ کې ساتل کېږي.

احمد چې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام وروستي پړاوونه یې تېریدل، وايي: «کله چې ټرمپ دغه پروګرام ودراوه، زما وروستۍ هیله هم له منځه لاړه».

هغه کیسه کوي، چې څو اونۍ مخکې کله چې له کوره بهر و، درې کلنې لور یې ورته زنګ وواهه:« بابا ژر راشه، پولیس راغلي».

احمد درې ورځې په حاجي کمپ کې و، چې هلته ورته یوه کمپله ورکړل شوې وه او هره ورځ یې یوازې یوه ټوټه ډوډۍ خوړله.

دی وايي، هلته یې موبایلونه هم ترې اخیستي وو.

100%

د پاکستان حکومت وايي، هڅه کوي ډاډ ورکړي چې «هیڅوک د اېستلو پر مهال له بد چلند سره مخ نه شي».

بي‌بي‌سي په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي، هڅه یې کړې چې د حاجي کمپ له دننه څخه هم لیدنه وکړي او راپور واخلي؛ خو پاکستاني چارواکو اجازه نه ده ورکړې.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي، چې د پاکستان له حکومت سره اړیکه لري؛ څو د بیا مېشتېدو غوښتونکو افغانانو وضعیت وڅاري.

دغه انسانی ناورین ورځ تر بلې پراخېږي او د نبېلا د کورنۍ په څېر یې زرګونه کورنۍ له وېرې او ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې دي.

پاکستان د هغو افغان کډوالو لپاره چې په قانوني توګه په دغه هېواد کې مېشت دي د ویزو د تمدید پروسه نه یوازې دا چې سخته کړې؛ بلکې د تمدید موده یې هم له شپږو میاشتو څخه یوې میاشتې ته راټیټه کړې.

په پاکستان کې تېره میاشت د ملکي تلفاتو کچه ۱۷۵ سلنه لوړه شوې ده

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۰

په پاکستان کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه راپور کې په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو او د ملکي تلفاتو د زیاتوالي خبر ورکړی. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان تېره میاشت د ۷۹ بریدونو شاهد و، چې ۵۵ ملکي وګړي او ۴۷ امنیتي کسان پکې وژل شوي دي.

دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې د یکشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې یوه ځانمرګي خپل موټر بم د پوځيانو پر کاروان والوزاوه.

د راپورونو له مخې، په دغه بریدکې ۲ پوځيان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د دغه څېړنیز انسټیټیوټ د معلوماتو په یوې برخه کې راغلي، چې د فېبرورۍ په میاشت کې په پاکستان کې د وسله والو له خوا ۷۹ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۵۵ ملکي وګړي او ۴۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۴۵ ملکي وګړي او ۸۱ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

د دې بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پوځ د وسله والو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان پر ضد خپل عملیات چټک کړي دي.

د دغه بنسټ د راپور له مخې، امنیتي ځواکونو په دې عملیاتو کې ۱۵۶ وسله وال وژلي، ۲۰ تنه یې ټپیان کړي او ۶۶ تنه یې نیولي دي.

په دغه راپور کې همداراز راغلي، چې د ۲۰۲۴ کال له اګست میاشتې راهیسې د لومړي ځل لپاره د ملکي وګړو د وژل کېدو شمېر د امنیتي ځواکونو له شمېر څخه ډېر شوی دی.

د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په پرتله ۱۷۵ سلنه زیاته شوې ده.

له بلې خوا د امنیتي ځواکونو تلفات د جنورۍ په میاشت کې له ۵۷ کسانو څخه په فېبروري میاشت کې ۴۷ کسانو ته ۱۸ سلنه کم شوي دي.

همدارنګه، د ملېشو تلفات ۲۵ سلنه کم شوي؛ په دې توګه د وژل شویو کسانو شمېر په جنورۍ کې له ۲۰۸ کسانو څخه په فېبرورۍ کې ۱۵۶ کسانو ته کم شوی دی.

خو د نیول شویو کسانو شمېر بیا د پام وړ زیات شوی او ۶۶ کسانو ته رسېدلی، چې دا د ۲۰۲۳ کال له ډسمبر راهیسې د میاشتنۍ نیول کېدو تر ټولو لوړه شمېره ده.

بلوچستان; ترټولو ناامنه سیمه

د دغه راپور له مخې، بلوچستان د پاکستان تر ټولو ناامنه صوبه ده او د وسله والو له خوا په ۳۲ بریدونو کې تر ټولو زیات تاوتریخوالی ثبت شوی دی.

د دغو بریدونو په پایله کې د ۳۵ ملکي وګړو، ۱۰ امنیتي ځواکونو او ۱۱ ملیشو په ګډون ۵۶ تنه ووژل شول او دغه راز ۴۴ تنه ټپیان شوي، چې ۳۲یې امنیتي ځواکونه او ۱۲ یې ملکي وګړي دي.

د دغو بریدونو ډېری پړه د بلوچستان لېبرېشن ارمي، بلوچستان لېبرېشن فرنټ او یونایټیډ بلوچستان ارمي د وسله والو ډلو په غاړه اخیستې ده.

بلخوا، د پاکستان امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې ۱۱ وسله وال وژلي دي.

خیبر پښتونخوا؛ امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله

په خیبرپښتونخوا کې بیا د وسله والو له خوا ۲۱ بریدونه ثبت شوي، چې په پایله کې یې ۲۲ امنیتي سرتېري او ۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په دغو بریدونو کې ۲۶ امنیتي ځواکونه او ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

د پاکستان امنيتي ځواکونو هم په دغه سيمه کې ٩٨ وسله وال وژلي، ١٥ يې ټپيان کړي او ٥٠ شکمن کسان يې نيولي دي.

د دغو بریدونو اکثره پړه تحریک طالبان پاکستان منلې وه، په داسې حال کې چې لښکر اسلام او د حافظ ګل بهادر ډلې هم د ګڼو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې وه.

د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم ۲۳ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۱۴ امنیتي ځواکونه او ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په دغو بریدونو کې ۲۲ ملکي وګړي او ۲۲ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

امنیتي ځواکونو هم په دغه ایالت کې ۴۷ وسله وال وژلي دي.

د نورو صوبو حالت

په دې میاشت کې سند د درېیو ترهګریزو بریدونو شاهد و، چې یو امنیتي کس پکې ووژل شو او بل یې ټپي شو.

یو له دغو بریدونو څخه د سند د انقلابي پوځ او بل د حافظ ګل بهادر ډلې لخوا ترسره شوی.

د يادونې وړ خبره دا ده، چې د حافظ ګل بهادر ډلې د لومړي ځل لپاره له خيبر پښتونخوا بهر بريد ترسره کړی دی.

په دغه برید کې د فېبرورۍ پر ۱۵مه د کراچۍ په منګوپیر سیمه کې یو پولیس افسر وژل شوی و.

د تورخم دروازې د خلاصون لپاره د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې روانې دي

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۲۸ GMT+۰

په تورخم کې د طالبانو کمیسار عبدالجبار افغان ویلي، چې نن یې د تورخم دروازې د خلاصون لپاره د پاکستاني لوري سره په ننګرهار ولایت کې د طالبانو مرستیال والي عزیز الله مصطفی په مشرۍ خبرې اترې کړې دي.

هغه په یوه ویډیویي پیغام کې وایي، چې «له پاکستاني لوري څخه په خبرو کې کرنل وقاص، د کونسلي د بهرنیو اړیکو مرستیال او همداشان د دوی کمیسار ګډون لاره.»
هغه وړاندې وایي:« پاکستاني لوري ته مو ویلي، چې باید سیاست له سوداګرۍ جلا کړو، دواړه لوري به په یاده لاره ۲۴ ساعته تګ راتګ ته اجازه ورکوو؛ تر څو مو سوداګري پیاوړې شي او همداشان د ناروغانو او مساپرو لپاره باید اسانتیاوې رامنځته کړو.»
ښاغلی افغان زیاتوي، چې دواړه لوري به دغې مسلې له خپلو لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړي او له هغې وروسته به د تورخم دروازې خلاصون په تړاو پرېکړه کوي.

بل خوا په تورخم کې پاکستاني خبریالانو هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته د یادې دروازې د خلاصون په اړه د دواړو لوریو ترمنځ روانې خبرې تایید کړې او وایي، د خبرو لومړی پړاو پای ته رسېدلی؛ اوس دواړو پلاوو دمه اخستې او له دمې ورسته به بیا خبرې پیل شي.

یوې بلې ځایي سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې له سهار راهیسې په تورخم کې د ناروغانو، ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه مساپر د لارې د خلاصون په تمه ناست دي؛ خو طالبان دوی ته د ۰۴ تالاشۍ څخه د مخکې تګ اجازه نه ورکوي.

د دغې دروازې بندېدو نه یوازې دا چې په تورخم کې تلونکو مساپرو ته ګڼې ستونزې راولاړې کړې؛ بلکې هغه سوداګر یې هم زیانمن کړي، چې د کرښې دواړو غاړو ته یې په سوداګریزو توکو بار لارۍ ولاړې دي.

خان شاه مومند چې د تازه میوو او سبو سوداګر دی، وایي:« د تورخم دروازې بندېدو په سوونه لکه افغانۍ زیانمن کړی.»

مومند وایي:« که نن هم لاره خلاصه نشي؛ نو په تورخم کې به مو په پاتې ولاړو لاریو کې تازه میوه او سابه خراب شي، مجبور یم چې تاواني د خپل یوه څادر سره کور ته لاړ شم.»

د یادې دروازې د خلاصون لپاره تېره ورځ هم د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې بې پایلې پای ته رسېدلې وې.

د تورخم دروازه نهه ورځې وړاندې د پاکستاني لوري له‌خوا په داسې حال کې وتړل شوه، چې طالبانو غوښتل فرضي کرښې ته نږدې پوځي تاسیسات جوړ کړي او پاکستان د دغې کړنې د مخنیوي لپاره له طالبانو د دغې چارې د درولو غوښتنه وکړه.

شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان برید کې ۲ پوځیان وژل شوي او ۱۰ کسه ټپیان دي

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۳۱ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خېبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان په اېدک سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر پوځي کاروان ځانمرګي برید دولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ډان ورځپانې ویلي، برید هغه مهال وشو چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستاني پوځیانو له یوه موټریز کاروان سره وجنګاوه.

په دې چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي، چې په ټپیانو کې دوه ملکي وګړي هم شامل دي.

د ځايي چارواکو په وینا؛ ټپیان او د وژل شویو کسانو جسدونه نږدې روغتون ته لېږدول شوي او سملاسي یې د پېښې په شاوخوا سیمو کې د عاملینو نیولو لپاره چاڼیز پوځي عملیات هم پیل کړي دي.

لا تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو تر دې مخکې تر ډېره د دغه ډول بریدونو پړه «ټي‌ټي‌پي» منلې ده.

تر دې برید یوه ورځ وړاندې د جمعې په ورځ د (کب ۱۰مه) د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي و، چې امنیتي ځواکونو یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د شمالي وزیرستان په غلام‌خان کلي کې شپږ ترهګر ووژل شول.

له دې جلا د شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د عباسه خټک سیمه کې یوه وسله‌واله نښته شوې، چې په ترڅ کې یې یو وسله‌وال وژل شوی او یو ځايي پولیس افسر ټپي شوی دی.

د پولیسو یوه چارواکي خبریالانو ته ویلي، نښته هغه مهال پیل شوه، کله چې د پولیسو ګزمې یو ګرځنده ټیم د وسله‌والو تر برید لاندې راغی.

د چارواکي په وینا، وسله‌والو د پولیسو موټر ته د عباسه خټک او وانده شاه ‌اباخېل سیمو ترمنځ کمین نیولی و.

خېبر پښتونخوا څخه نږدې هره ورځ د پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ د جګړو خبرونه ترلاسه کېږي، چې ورسره هم‌مهاله په دغه ایالت کې د یادې ډلې وسله‌وال فعالیتونه چټک شوي دي. «ټي‌ټي‌پي» په خپل یوه تازه راپور کې ادعا کړې، چې په خېبر پښتونخوا کې یې د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې نږدې یو نیم سل بریدونه کړي چې کابو «۱۸۰ پاکستاني پوځیانو» ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان اندېښنه دا ده، چې د افغان طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته پاکستاني طالبانو ته په افغانستان کې پټنځایونه ورکړل شوي او له همدې امله د دوی په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو کچه لوړه شوې ده.

دا هغه ادعا ده، چې طالبانو په وار، وار رد کړې ده.

د خېبر پښتونخوا سیاست‌وال هم په خپل ایالت کې نا امنیو تنګ کړي‌ او د پاکستان په مرکزي حکومت او پوځ یې نیوکې کړې، چې په لوی لاس یې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ اور بل ساتلی دی.