• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان برید کې ۲ پوځیان وژل شوي او ۱۰ کسه ټپیان دي

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۳۱ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خېبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان په اېدک سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر پوځي کاروان ځانمرګي برید دولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ډان ورځپانې ویلي، برید هغه مهال وشو چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستاني پوځیانو له یوه موټریز کاروان سره وجنګاوه.

په دې چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي، چې په ټپیانو کې دوه ملکي وګړي هم شامل دي.

د ځايي چارواکو په وینا؛ ټپیان او د وژل شویو کسانو جسدونه نږدې روغتون ته لېږدول شوي او سملاسي یې د پېښې په شاوخوا سیمو کې د عاملینو نیولو لپاره چاڼیز پوځي عملیات هم پیل کړي دي.

لا تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو تر دې مخکې تر ډېره د دغه ډول بریدونو پړه «ټي‌ټي‌پي» منلې ده.

تر دې برید یوه ورځ وړاندې د جمعې په ورځ د (کب ۱۰مه) د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي و، چې امنیتي ځواکونو یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د شمالي وزیرستان په غلام‌خان کلي کې شپږ ترهګر ووژل شول.

له دې جلا د شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د عباسه خټک سیمه کې یوه وسله‌واله نښته شوې، چې په ترڅ کې یې یو وسله‌وال وژل شوی او یو ځايي پولیس افسر ټپي شوی دی.

د پولیسو یوه چارواکي خبریالانو ته ویلي، نښته هغه مهال پیل شوه، کله چې د پولیسو ګزمې یو ګرځنده ټیم د وسله‌والو تر برید لاندې راغی.

د چارواکي په وینا، وسله‌والو د پولیسو موټر ته د عباسه خټک او وانده شاه ‌اباخېل سیمو ترمنځ کمین نیولی و.

خېبر پښتونخوا څخه نږدې هره ورځ د پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ د جګړو خبرونه ترلاسه کېږي، چې ورسره هم‌مهاله په دغه ایالت کې د یادې ډلې وسله‌وال فعالیتونه چټک شوي دي. «ټي‌ټي‌پي» په خپل یوه تازه راپور کې ادعا کړې، چې په خېبر پښتونخوا کې یې د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې نږدې یو نیم سل بریدونه کړي چې کابو «۱۸۰ پاکستاني پوځیانو» ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان اندېښنه دا ده، چې د افغان طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته پاکستاني طالبانو ته په افغانستان کې پټنځایونه ورکړل شوي او له همدې امله د دوی په هېواد کې د ترهګریزو بریدونو کچه لوړه شوې ده.

دا هغه ادعا ده، چې طالبانو په وار، وار رد کړې ده.

د خېبر پښتونخوا سیاست‌وال هم په خپل ایالت کې نا امنیو تنګ کړي‌ او د پاکستان په مرکزي حکومت او پوځ یې نیوکې کړې، چې په لوی لاس یې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ اور بل ساتلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ټي‌ټي‌پي: په فبرورۍ میاشت کې مو نږدې ۱۵۰ بریدونو کې ۱۸۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اړولې

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۳۴ GMT+۰

پاکستاني طالبانو په یوې تازه خبرپاڼه کې ادعا کړې ده، چې په خېبرپښتونخوا کې یې د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې «۱۴۷ بریدونه» کړي چې شاوخوا «۱۸۰» پاکستاني پوځیانو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

د «ټي‌ټي‌پي» د معلوماتو له مخې، په فبرورۍ میاشت کې یې یوازې د پاکستان د پوځ په ګډون د بېلابېلو امنیتي ادارو ۸۵ سرتېري وژلي، ۹۵ یې نور یې ټپیان کړي او شپږ تنه یې ژوندي نیولي دي. په دغو بریدونو کې تر ټولو ډېر زیان د پاکستان پوځ او اېس اېس جي ځواکونو ته اوښتی دی.

د خبرپانې پر بنسټ، د دغو بریدونو تر ټولو ډېر یې په سوېلي او شمالي وزیرستان کې ترسره شوي چې له پاکستاني ځواکونو څخه یې د یو شمېر سپکو او درنو وسلو د نیول کېدو ادعا هم کړې ده. «ټي‌ټي‌پي» وايي، په فبرورۍ میاشت کې یې د‌ پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کتارونو او پوستو نږدې «۵۳ چریکي بریدونه او ۵۰ د لېزري وسلو» بریدونه کړي دي.

یادې وسله‌والې ډلې همدا راز ادعا کړې، چې د خېبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې یې د پاکستاني پوځ یو شمېر ډرون کامرې، څارونکې امنیتي کامرې، زغروال موټر او یو شمېر عادي پوځي وسایط هم لمنځه وړي دي.

لا تر اوسه پورې د پاکستان حکومت او پوځ د «ټي‌ټي‌پي» د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي‌ ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د دغې ډلې پاکستاني ملګرو «ټي‌ټي‌پي» په خېبر پښتونخوا کې خپل فعالیتونه چټک او پراخ کړي دي.

پاکستان په وار وار اندېښنې څرګندې کړې، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو په ګډون د دوی پر ضد یو شمېر وسله‌والو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه د دوی په هېواد کې ترهګریز بریدونه پلانوي.

که څه هم افغان طالبان د پاکستان دغه ادعاوې ردوي؛ خو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې د پاکستان د پوځ یو پلاوی په کابل کې له «ټي‌ټي‌پي» سره د سولې مذاکراتو لپاره کېنولو او دا یې څرګنده کړه چې پر پاکستاني طالبانو د خپلو نفوذ پراخ سیوری لري.

پاکستان په نړۍوالو غونډو او ډېپلوماټیکو ناستو کې په وار، وار له طالبانو شکایت کړی، چې په افغانستان کې یې د دوی پر ضد وسله‌والو ډلو ته د استوګنې پټنځایونه ورکړي دي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې دا اندېښنه هم څرګنده کړه، چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې د دوی پر ضد کارول کېږي.

د خېبر پښتونخوا بېلابېلو سیاست‌والو نیوکې کړې، چې د پاکستان د بې غورۍ او نه پاملرنې له کبله په پښتون مېشتو سیمو کې د جګړې لمن مخ په پراخېدو ده او ان «ټي‌ټي‌پي» یو شمېر سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین څه موده مخکې ادعا وکړه، چې د پښتونخوا په ځېنو سیمو کې د شپې له لوري د طالبانو حکومت او د ورځې له‌خوا بیا د پاکستان د پوځ حکومت وي.

اسراییل په غزه کې د لنډمهالي اوربند د غځولو لپاره د امریکا وړاندیز منلی

۱۲ کب ۱۴۰۳ - ۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۲۶ GMT+۰

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته ویلي، د منځني ختیځ لپاره یې د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي وړاندیز منلی چې د مسلمانانو او یهودانو دوه مذهبي مناسبتونه د «روژې میاشت او فسحې اختر» لپاره په غزه کې لنډمهالی اوربند وغځوي.

د بنیامین نتنیاهو دفتر نن د یکشنبې په سهار اعلان وکړ، چې په غزه کې نیول شوي نیمایي یرغمل شوي، ژوندي او مړه دواړه به د اوربند په لومړۍ ورځ خوشې شي او پاتې یرغمل شوي کسان به د اوږدمهالي اوربند له هوکړې وروسته خوشې شي.

د نتنیاهو دفتر زیاته کړې:« سټیو وېټکوف د اوسني اوربند د غځولو وړاندیز وروسته له هغه وکړ چې پوه شو، په غزه کې د تلپاتې اوربند لپاره د خبرو اترو لپاره لا نور وخت ته اړتیا ده.»

د حماس ډلې ویاند حازم قاسم د شنبې په ورځ وویل، چې دې ډلې په غزه کې د اوربند د لومړي پړاو د غځولو لپاره د اسراییل "طرحه" رد کړې؛ خو په ښکاره یې د وېټکوف د طرحې یادونه نه‌ده کړې.

د نتنیاهو دفتر ویلي، که چېرې حماس هوکړه وکړي؛ نو اسراییل چمتو دی چې سملاسي د وېټکوف په طرحه خبرې اترې پیل کړي.

بل خوا بیا د نتنیاهو دفتر هم حماس د هوکړې څخه په سرغړونې تورن کړ او ویې ویل:« که اسراییل احساس وکړي چې خبرې بې پایلې دي؛ نو د هوکړې له مخې کولای شي چې ۴۲ ورځې وروسته بېرته جګړې ته راستون شي.»

اسراییل او حماس یو بل تورنوي، چې دوه میاشتې مخکې د شوي اوربند څخه یې سرغړونې کړې دي.

په غزه کې د اوربند د غځولو په اړه په وروستیو ورځو کې په قاهره کې خبرې روانې دي؛ خو کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د کاناډا لومړی وزیر د اورپایي مشرانو سرمشریزه کې د ګډون په موخه لندن ته لاړ

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۲۲ GMT+۰

د کاناډا لومړی وزیر جسټین تروډو د شنبې په سهار د اروپایي مشرانو سرمشریزه کې د ګډون په موخه لندن ته ولاړ. دغه سرمشریزه به په اوکراین کې د دوامدارې سولې د ټینګښت لپاره شرایط وټاکي.

د سي بي سي نیوز د راپور له مخې، دغه سرمشریزه به د اروپایي مشرانو په ګډون د یکشنبې په ورځ (د مارچ دویمه) ترسره او د ټرمپ له دره رټل شوی زېلېنسکي به په کې وینا وکړي.

کییف او واشنګټن تمه لرله، چې د معدني تړون لاسلیک کول به له اوکراین سره د روسیې د جګړې پای ته رسولو کې حیاتي رول ولوبوي، خو زېلېنسکي د ټرمپ سره د توندو خبرو له تبادلې وروسته له متحده ایالاتو سره د معدني تړون لاسلیک کولو پرته سپینه ماڼۍ پرېښوده او ووت. ټرمپ ویلي، چې زېلېنسکي سپینې ماڼۍ ته بې احترامي وکړه، د سولې خبرو ته اماده نه دی او کله چې اماده شو کولی شي بېرته راشي.

اروپا د روانې میاشتې په پیل کې د ټرمپ له‌خوا روسیې سره د اړیکو د پراختیا په اړه وېره پیدا کړې او د خپلو دفاعي پلانونو په جوړولو بوخت دي.

کله چې د برېتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر واشنګتن ته د خپل سفر پر مهال ټرمپ سره د دغې سرمشریزې په اړه خبرې اترې کولې، کاناډا یو د هغو هېوادونو په توګه چې د یکشنبې په ورځ دغې غونډه کې ګډون کوي یاد نه کړ.

سټیو هیویټ چې د برېتانیا بیرمنګهم پوهنتون کې د کاناډا د مطالعاتو استاد دی، سي بي سي نیوز ته وویل چې دغې سرمشریزې ته د ټروډو تګ دا پیغام له ځان سره لري چې اتوا له خپلو متحدیدو سره ولاړه ده.

هیویټ زیاته کړه: «دا په ډېری اړخونو کې د سیاسي بیان یوه بڼه ده، د دغې غونډې شاوخوا ډېر خلک سمبولیک دي.»

هغه دا هم وویل، چې دغه سمبولیک موجودیت د زېلېنسکي لپاره په ټولنیزو رسنیو کې د ټروډو او بېلابېلو اروپایي مشرانو ملاتړ ښکاره کوي.

دا یو روښانه او له ټرمپ سره په ټکر کې موقف دی.

د نوموړي په وینا: «دا ډېره عجیبه ده چې امریکا د اروپا د امنیتي اندېښنو په وړاندې مقاومت کوي.»

که څه هم سټارمر ویلي دي، چې برېتانیا به د امریکا او اروپایي اتحادیې ترمنخ د یو پُل په توګه دریځ غوره کړي، خو هیویټ وویل چې د برېتانیا لومړی وزیر غواړي دواړه اړخونه خوښ وساتي، خو ممکن دا سناریو برعکس شي.

بل‌خوا، کاناډا بیا هڅه کوي چې د امریکا پرته له نورو شریکانو سره قوي اړیکې جوړې کړي.

په دغه سرمشریزه کې د سټارمر له خوا د ناتو، اروپایي کمېسیون او د فرانسې، جرمني، ډنمارک، ایټالیا او هالنډ په ګډون لسګونه نورو مشرانو ته بلنه ورکړل شوې ده.

له ټرمپ سره تر کړکېچن مجلس وروسته برېتانیا له زېلېسکي تود هرکلی کړی

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۵۰ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره تر جنجالي او کړکېچن مجلس وروسته برېتانیا ته لاړ، چېرې چې د دغه هېواد د لومړي وزیر کییر سټارمر له‌خوا یې تود هرکلی وشو. سټارمر زېلېنسکي ته ډاډ ورکړ، چې برېتانیا او د دغه هېواد خلک تر هغه چې اړتیا وي ملاتړ یې کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ (د مارچ لومړۍ نېټه) د برېتانیا له لومړي وزیر کییر ستارمر سره ۹۰ دقیقې ناسته لرله.

د ټرمپ او زېلېنسکي د تېرې ورځې مجلس چې د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې ترسره شو، په ناندریو پیل شو.

ټرمپ په ډېر خشن انداز د اوکراین ولسمشر ته وویل، چې هغه د سولې مخالف دی.

کله چې زېلېنسکي د سټارمر لیدلو ته تللو په «داونېنګ سړک» کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.

له برېتانوي لومړي وزیر سره د زېلېنسکي مجلس د اروپایي مشرانو له سرمشریزې مخکې وشو، هغه چې زېلېنسکي به د یکشنبې په ورځ د اوکراین د سولې پلان په اړه خبرې کوي.

سټارمر زېلېنسکي ته وویل: «هیله لرم چې په سړکونو دې د خلکو هرکلی لیدلی وي. دا شور او دا خوشحالۍ دا څرګندوي، چې د برېتانیا خلک له تا ملاټړ کوي، دغه د برېتانیا خلک دي او موږ هم په کلکه درسره ولاړ یوو.»

سټارمر زېلېنسکي ته ډاډ ورکړ، چې «په ټوله برېتانیا کې یې بشپړ ملاتړ موجود دی.»

هغه زیاته کړه: «چې څومره وخت ته اړتیا وي، موږ له تا او اوکراین سره ولاړ یوو.»

د نړۍ زیات شمېر مشرانو په سپینه ماڼۍ کې د زېلېنسکي سره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ رویې بېلابېل غبرګونونه ښودلي او د اوکراین د ملاتړ ژمنه یې کړې.

بل‌خوا، تازه د ناټو سرمنشي مارک روته د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ په سپینه ماڼۍ کې شوې کړکېچنه ناسته «خواشینونکې» وبلله او ویې ویل، چې زېلېنسکي باید د ټرمپ او د امریکا له حکومت سره د خپلو اړیکو د رغولو لاره ومومي.

روته وویل، چې له دې کړکېچنې لیدنې وروسته یې دوه ځله له زېلېنسکي سره خبرې کړې دي، خو نه شي کولی هغه جزییات افشا کړي چې د اوکراین ولسمشر د خپل امریکایي سیال سره د لیدنې په اړه ورسره شریک کړي دي.

هغه زیاته کړه: «ما ورته په ښکاره ډول وویل، چې موږ باید هغه څه ته درناوی وکړو چې ټرمپ د اوکراین لپاره ترسره کړي دي.»

ټاکل شوې زېلېنسکي به د یکشنبې په ورځ له پاچا چارلس سره هم وګوري.

د برېتانیا سن روځپانې د راپور له مخې، دغه لیدنه به د پاچا په سیڼدرنګهام ماڼۍ کې چې د برېتانیا په ختیځ کې موقعیت لري، ترسره شي.

زېلېنسکي له سټارمر سره د لیدنې په پیل کې وویل: «زه ډېر خوشحاله یم، چې د جلالتماب پاچا زما د سبانۍ لیدنې وړاندیز ومانه.»

برېتانیا د اوکراین یو پیاوړی ملاتړی پاتې شوی او پاچا چارلس هم مخکې زېلېنسکي ته خپل ملاتړ څرګند کړی و او د اوکرایني خلکو "عزم او قوت" ته یې اشاره کړې وه، چې د روسیې له نااعلان شوي یرغل سره مقابله کوي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وروستی کړکېچن او خشن مجلس د سیاسي بحثونو، ډېپلوماتیکو اړیکو او نړۍوال سیاست لپاره مهم پیغامونه لرل.

دا ناسته د امریکا، اوکراین او د روسیې - اوکراین جګړې په راتلونکي باندې ژور اغېز لرلی شي.

د نړۍ د ۶ هېوادونو پناه غوښتونکو د پرول پروګرام د لغوې له امله د ټرمپ له ادارې شکایت وکړ

۱۱ کب ۱۴۰۳ - ۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۰

د افغانستان په ګډون د نړۍ د شپږو هېوادونو پناه غوښتونکو د ټرمپ له ادارې څخه د امریکا د لنډ مهاله اوسېدو ویزو یا پرول پروګرام د لغوه کولو له امله شکایت کړی. ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتو یوه ورځ وروسته د پرول بشردوستانه ویزې پروګرام وځنډاوه.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، دغه شکایت د جمعې په ماسښتن ثبت شوی دی.

شکایت کوونکي د هغه بندیز لغوه کول غواړي، چې ۸۷۵ زره کډوالو ته یې امریکا متحده ایالاتو ته د ننوتلو اجازه ورکوله.

دغه پناه‌ غوښتونکي د اوکراین، افغانستان، کیوبا، هایټي، نیکاراګوا، او وینزویلا هېوادونو څخه دي.

د ټرمپ حکومت د هغو قانوني لارو لغوه کول پیل کړي، چې پناه‌ غوښتونکو امریکا ته د داخلېدو اجازه ورکوي.

همداراز د ټرمپ نوی حکومت غواړي، د خپلو انتخاباتي ژمنو د عملي کولو لپاره میلیونونه هغه کسان له هېواد څخه وباسي، چې په ناقانونه ډول په امریکا کې ژوند کوي.

په دغو شکایت‌کوونکو کې ۶ تنه هغه پناه‌غوښتونکي دي، چې په قانوني توګه امریکا ته داخل شوي او دوه نور امریکایان دي چې د کډوالو ملاتړ کوونکي دي.

دا شکایت د "بشري حقونو لومړیتوب" په نوم سازمان له‌خوا د ماساچوست فډرالي محکمې ته وړاندې شوی او د شکایت یوه کاپي یې مخکې له مخکې اسوشیېټېډ پرېس ته سپارل شوې ده.

شکایت کوونکي دا حق لري، چې د بشري امتیاز د مودې تر ختمیدو په امریکا کې پاتې شي، خو حکومت د پناه‌ غوښتنې ویزو او نورو هغو غوښتونو د پروسس مخه نیولې، چې د دوی د اوږدمهاله اقامت سبب کېدای شي.

د شکایت کوونکو په ډله کې یوه اوکراینۍ جوړه د مکسیم او ماریااو عمر شامل دي، چې له ۱۸ کلونو ډېر یې د امریکا له پوځ سره په افغانستان کې کار کړی دی.

کایل وارنر چې په واشنګټن کې یو ډاکټر او پانګه‌وال دی او د لسګونو وینزویلايي پناه‌ غوښتونکو مالي ملاتړ یې کړی، اسوشیېټېډ پرېس ته ویلي: «دوی هېڅ ناقانونه کار نه‌دی کړی، دوی د قانون پیروي کړې، دا یوه لویه بې‌عدالتي ده..»

د دې پروګرام لغوه کېدل د هغو پناه‌ غوښتونکو لپاره جدي ننګونې رامنځته کړي، چې د امریکا متحده ایالاتو ته د خپل امنیت د خوندي ساتلو لپاره راغلي دي.

دغه اقدام د کډوالۍ قانوني لارې محدودې کړي او ډېر پناه‌ غوښتونکي یې له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.

د امریکا د کډوالۍ قانون له مخې، د کورني امنیت وزیر دا صلاحیت لري، چې ځینو کسانو ته چې د امریکا تابعت نه لري «مشروطه ازادي) ورکړي، ترڅو د ځانګړو دلایلو له مخې، امریکا ته د لنډې مودې لپاره داخل یا پاتې شي.

ټرمپ د خپل کار په لومړۍ ورځ د مشروطې ازادۍ د دغه پروګرام د بندولو امر وکړ.

ټرمپ په هماغه ورځ، چې خپلې دندې ته بېرته ستون شو، د "ازادۍ مشروط پروګرامونو" د پای ته رسولو امر ورکړ.

پر کډوالۍ د ټرمپ د بندیزونو تګلارې نه یوازې د زرګونو افغان کډوالو ژوند اغېزمن کړی؛ بلکې د امریکا نړۍوالو بشري ژمنو ته یې هم زیان رسولی.