• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانۍ رسنۍ: عمران خان په زندان کې د غوږونو پر ناروغۍ اخته شوی

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۰

د پاکستان رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد د تحریک انصاف ګوند (پي‌ټي‌ای) بنسټ‌ګر او مخکېنی لومړی وزیر عمران خان په اډیاله زندان کې د غوږونو پر ناروغۍ اخته شوی دی.

جیونیوز د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۳مه) راپور ورکړی، چې د «پېمز» روغتون څلور ډاکټران د خان لپاره اډیاله زندان ته تللي او د هغه معاینه یې کړې ده.

دغې رسنۍ زیاته کړې، چې د نوموړي معاینې شاوخوا نیم ساعت دوام کړی او ډاکټرانو د هغه د غوږونو د وضعیت څېړنه کړې ده.

د راپور پر بنسټ، الطاف حسن، عمر فاروق، علي عارف او تاشفین امتیاز هغه څلور ډاکټران دي چې د عمران خان د معاینې لپاره زندان ته ورغلي دي.

په راپور کې راغلي، چې ډاکټرانو د پاکستان مخکېني لومړي وزیر ته د هغه تر معاینې وروسته د غوږونو ناروغۍ د ښه‌کېدو لپاره لازم درمل هم ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یوه بیان کې د مخکېني لومړي وزیر عمران خان د ناسم روغتیايي وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې وه.

دغه ګوند د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي و، چې د خان د معاینې او درملنې لپاره د نوموړي ډاکترانو ته اجازه ورکړي، څو زندان ته ورشي.

د یادونې ده، چې د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي د تېر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۷مه د دغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې د یوې محکمې له خوا له اصلي بیو په کم ارزښت د دولتي سوغاتونو رانیولو په تور په ۱۴-۱۴ کاله بند سزا او د ۷۸۷ مېلیونه پاکستانۍ کلدارو په ورکولو محکوم شوي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه تازه نښتو کې یو طالب وژل شوی او ۸ پاکستاني سرتېري ټپيان شوي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۰۶ GMT+۰

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه نښتو کې د یوه طالب قومندان د وژل کېدو او د ۸ پاکستاني سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د سرچینې په خبره، په دغو نښتو کې د طالبانو وژل شوی قومندان ضیاءالرحمان نومېږي.
سرچینه همداراز زیاتوي، چې تر اوسه هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.
دغه نښتې نن شپه شاوخوا لس بجې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پیل شوې، چې ویل کېږي پکې د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته هم تر ډېره تخریب شوې ده.
د سیمه ییزو سرچینو له خوا افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په لېږل شویو ویډيوګانو کې ښکاري، چې په دې نښتو کې له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی دی.
اخوا د ځینو نورو راپورو له مخې، په برید کې لیزري وسلې کارول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه هم د دواړو لوریو ترمنځ نښتې شوې وې، چې له امله یې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

له پاکستان څخه سرچینو بیا ویلي، چې په دې نښتو کې یو ملکي کس وژل شوی او درې پاکستاني سرتېري ټپیان شوي.
دغه نښتې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په تورخم کې ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.
یاده دې وي، چې د تورخم دروازه له لسو ورځو راهیسې د هر ډول تګ و راتګ پر مخ هم بنده ده.

په بلوچستان کې د یوې میرمنې ځانمرګي برید کې «یو پاکستانی عسکر وژل شوی او څلور ټپیان» دي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۱۶ GMT+۰

د پاکستان په بلوچستان کې د امنیتي چارواکو په وینا، یوې ځانمرګې نن په خپل برید سره د دغه هیواد د سرحدي ساتونکو «یو غړی وواژه او څلور» نور یې ټپیان کړل. پاکستاني چارواکو منلې چې دا برید یوې ښځې کړی دی. لا هم خپلواک سرچینو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.

د کلات ولسوالۍ مرستیال بلال شبیر هم تایید کړه، چې برید په دغه ولسوالۍ کې شوی او پاکستاني سرحدي ساتونکي په نښه شوي دي.

هغه وويل: "د يوې بريدګرې په ځانمرګي بريد کې يو سرحدي سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي."

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو په تېر کې ورته بریدونه بلوڅ بېلتونپالو ډلو کړي دي.

په بلوچستان کې څو قومي ډلې د پاکستان د مرکزي حکومت پر وړاندې جنګېږي.

دغه ډلې ادعا کوي چې اسلام اباد په غیر عادلانه ډول د سیمې ګاز او معدني سرچینې استخراجوي، په داسې حال کې چې په سیمه کې غربت پراخه دی.

یو له دغو ډلو د بلوچ لیبریشن ارمي ده، چې پخوا یې د بریدونو ترسره کولو لپاره ښځې کارولې.

دا تاکتیک په سیمه کې د ځانمرګو بریدونو په بڼه کې بدلون دی، ځکه چې ډیری یې د نارینه وو لخوا کېږي.

د تورخم جګړه؛ طالبان وايي یو سرتېری یې له پاکستاني ځواکونو سره نښته کې وژل شوی

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۹ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې تېره شپه په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او دوی ترمنځ نښته کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. په پاکستان کې سرچینو ویلي چې په نښتو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي دي.

سیمه ییزو رسنیو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع له قوله ویلي چې نښتې د پاکستاني ځواکونو لخوا پیل شوې وې او طالب ځواکونه اړ شول چې ځواب ووایی.

قانع وويل، جګړه د دوشنبې د شپې ۱۲ بجې پیل او د ورځې د سهار تر ۱۱ بجو پورې روانه وه.

هغه دا ادعا هم وکړه، چې پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او ویې ویل چې د پاکستان ځینې پوځي پوستې ویجاړې شوې دي.

په پاکستان کې سرچینو هم افغانستان انټرنیشنل ته ویلي چې په نښتو کې درې سرتیري ټپیان شوي او یو پاکستانی ملکي وګړی وژل شوی دی.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي د دوشنبې په ورځ د ترکیې انادولو اژانس ته وویل چې په ډیورنډ کرښه کې د ډزو په تبادله کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې ټپي شوی سړی په ډزو ویشتل شوی او یو بل د ډزو له امله په ګڼه ګوڼه کې مړ شوی دی.

تورخم، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له دوو مهمو سوداګریزو لارو یوه ده، د طالبانو له خوا د یوې نوې پوستې د جوړولو په اړه د شخړې له امله له یوې اونۍ زیات وخت لپاره تړل شوې ده.

یوه پاکستاني چارواکي وویل، د تورخم پولې تړل، چې پښتونخوا او افغانستان سره نښلوي، د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته هره ورځ درې ملیون ډالر زیان رسولی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان مخکې ویلي وو چې تورخم د طالبانو د هغو هڅو له امله تړل شوې ده چې غواړي په پاکستانۍ خاوره کې یوه پوسته جوړه کړي.

خان وویل چې د طالبانو دا اقدام د موجوده پروتوکولونو خلاف و او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان حکومت غواړي چې دا مسله د خبرو اترو له لارې حل کړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پولې د بیا پرانیستلو لپاره د طالبانو او پاکستاني سرحدي ساتونکو ترمنځ څو پړاوه خبرې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

د پاکستان د احصايې اداره: مصرفي انفلاسیون یوه لسیزه کې تېره میاشت خورا ټیټې کچې ته رسېدلی

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۰۷ GMT+۰

د پاکستان د احصايي ادارې مالومات ښيي چې تېره میلادي میاشت په دغه هېواد کې کلنی لګښتي پړسوب یا د مصرفوونکو تورم په نږدې یوه لسیزه کې ۱.۵ سلنې ته ټیټ شوی دی. دا اندازه د تېر کال همدې موده کې ۲۳.۲ سلنه وه، چې پاموړ کمښت ښيي او د مالیې وزارت له اټکل هم ډېر کم شوی دی.

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د احصایې ادارې د مالوماتو له مخې وايي، چې د مشتریانو د مصرف ارزښت په تېره میاشت کې تر جنورۍ ۰.۸ سلنه غورځېدلی دی.

د پاکستان مالیې وزارت تېره اونۍ د خپل میاشتني لرلید رپوټ کې اټکل کړی و چې لګښتي پړسوب به تېره میاشت د ۲.۰ او ۳.۰ سلنې ترمنځ وي، اما د تېر کال په څېر به کمېدل روان وي.

دې وزارت یې په مارچ کې د ۳.۰ – ۴.۰ ترمنځ د لږ زیاتېدو اټکل هم کړی دی.

پاکستان ته چې تېره سپټمبر میاشت کې د پیسو نړیوال صندوق د ۷ میلیارد ډالرو پور منظور کړی، ور سره د دغه هېواد اقتصاد هم په رغېدلو دی.

چارواکي د تورم کمېدل هم د دغه هېواد د اقتصادي تیکاو لپاره د پیسو نړیوال صندوق د پروګرام له امله بولي.

تورخم کې لا هم جګړه روانه ده؛ یو ولسي وګړی او درې پاکستاني سرتېري ټپیان دي

۱۳ کب ۱۴۰۳ - ۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تورخم کې د تېرې شپې راهیسې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ پیل شوې نښته لا هم روانه ده. سرچینو تر اوسه د درېیو پاکستاني پوله ساتو سرتېرو او یو ملکي وګړي ټپي کېدل تایید کړي.

په پېښور کې د افغانستان انټرنشنل خبریال رفعت الله اورکزی وایي، جګړه تېره شپه وروسته له هغې پیل شوه چې په تورخم کې د طالبانو له لوري د دروازې د پرانېستل کېدو پر سر خبرې اترې ناکامې شوې.

د تورخم دروازه لس ورځې مخکې وروسته له هغې وتړل شوه، چې طالبانو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یوې پوستې پر جوړولو کار پیل کړ.

د سرچینو په خبره، د تېرې شپې راهیسې د روانو نښتو له امله په تورخم کې دواړه لوریو ته موټرچلوونکو خپلې بار وړونکې موټرې له تورخم څخه بېرته اېستلې؛ خو یو موټر چلوونکی د « زړه د حملې» له کبله د جګړې پر مهال مړ شوی دی.

په دغه روانه نښته کې طالبان او پاکستاني پوله ساتي ځواکونه سپکې او درنې وسلې کاروي.

تر اوسه طالبانو او د پاکستان حکومت د روانې جګړې په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي او نه یې هم د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات ورکړي دي.

پر ډیورنډ کرښه تورخم هغه سیمه ده، چې وخت ناوخت پکې طالبان او‌ پاکستاني پوله ساتي ځواکونه له یو بل سره ګوته پر ماشه کېږي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او ټرانزېت یو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مهمند پاکستان ته په خپل سفر کې د یاد هېواد د سوداګرۍ له فدراسیون څخه غوښتني، چې د تورخم لارې په پرانېستل کېدو کې دې مرسته وکړي.

هغه د دغه لارې بندښت د نړۍوالې سوداګرۍ او د ګاونډیتوب د اصولو خلاف عمل بللی دی.

په تورخم کې هر ځل د دروازې د بندښت او د دواړو لوریو د جګړو له کبله د سوداګرو تر څنګ عامو وګړو ته درانه زیانونه اوړي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې تازه ویلي، چې د تېرو لسو ورځو په اوږدو کې د یادې لارې د تړل کېدو له امله هره ورځ د دوی سوداګرو ته نږدې پنځه سوه زره امریکایي ډالره تاوان اوړي.