• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تورخم لارې د بندېدو له امله پنځه زره په توکو بار لارۍ ولاړې دي

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۲۶ GMT+۰

د تورخم لارې د بندېدو او د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله پنځه زره په توکو بار لارۍ ولاړې دي او شاوخوا ۱۵۰۰۰ ملکي کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. محلي چارواکي وايي، چې د لارې بندېدو دواړو خواوو ته ۱۵ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.

رویټرز خبري اژانس د سیمې اوسېدونکو او پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي چې د پاکستان او د طالبانو امنیتي ځواکونو ترمنځ د تېرې شپې جګړې له امله زرګونه کسان له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي.

خو د تورخم ځايي اوسیدونکو او پاکستاني چارواکو ویلي، چې نن د سې شنبې په ورځ حالات ارام شوي دي او جګړه نشته.

یوه پاکستاني چارواکي رویټرز ته ویلي، چې «شاوخوا۱۵۰۰ ځایي اوسیدونکي د نښتو له امله لنډي کوتل ته وتښتېدل. افغان پوله ساتو له خبرتیا پرته ډزې وکړې، دولتي ودانۍ او ملکي وګړي یې په نښه کړل او پراخه وېره یې رامنځته کړه.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پاکستاني ځواکونه تورن کړي، چې جګړه لومړی دوی پیل کړې او طالبانو ځوابي برید کړی دی.

پاکستاني چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د تورخم دروازه د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې د طالبانو له خوا پر ډیورنډ کرښه د پوستې د جوړولو پر سر د شخړې له امله تړل شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د تورخم په جګړو کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د تورخم لاره د پاکستان او په وچه کې بند افغانستان ترمنځ د مساپرو او سوداګریزو توکو لپاره د ټرانزیټ مهمه لاره ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري له ۱.۶ ملیارد ډالرو څخه زیاته وه.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس یوسف افریدي وویل، پنځه زره لارۍ چې د اړتیا وړ توکو څخه ډکې دي ولاړې دي او د تورخم دروازې د بندېدو له امله ۱۵ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

طالبانو په تورخم کې د څو ورځو پرله پسې جګړو کې د وژل شویو ملکي کسانو او زیانونو په اړه ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د مالګې او کاني توکو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسوده تایید کړه

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د مالګې پالیسۍ او کاني توکو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودې تایید شوې. طالبان وايي چې په دې مسودو کې به د اوبو او انرژۍ وزارت نظر ځای پر ځای شي او د نهايي تصمیم نیونې په موخه به اقتصادي کمېسیون ته راجع شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې له اجنډا سره سم د مالګې پالیسۍ مسوده، د معدني موادو د پروسس او صادراتو د پالیسۍ مسودې د تایید لپاره بحثونه وشول.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د ملګې پالیسۍ او معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودو په اړه هېڅ جزئیات نه دي خپاره کړي چې د کومو تګلارو پر اساس دا مسودې تایید شوې او څه محتوا لري.

له دې وړاندې د د طالبانو ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ویلي و چې ددې ډلې د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې د کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې په نړیوالو معیارونو برابر د صادراتو د پروسس زونونه جوړیږي.

ملا برادر په کابل کې د صادراتو ملي ورځې وروستۍ نمانځغونډې ته ویلي و، چې طالبان د صادرات‌محوره اقتصادي پالیسۍ له مخې د هېواد ټولو صادراتي شرکتونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان د صادراتو کچه به لوړېږي او ټول تولیدات به د تجارت له معیارونو سره سم نورو هېوادونو ته صادر شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په دې ناسته کې د هلمند ولایت په ښوراب ملکي هوايي ډګر کې د شته سړې خونې د فعالولو په اړه هم پرېکړه شوې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د یادې سړې خونې د فعالولو لپاره وړ شرکت انتخاب او قرارداد دې د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وسپاري.

ایران وايي کابل ته د عراقچي د سفر له امله اوبه ور خلاصې شوې

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۰

ایراني چارواکي وايي، چې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سفر وروسته طالبانو دغه هېواد ته اوبه ور خوشې کړې.

د ایران ددولت ویاندې فاطمه مهاجراني د سې شنبې په ورځ، د کب پر ۱۴مه په یوه خبري ناسته کې وویل چې ایران ته د اوبو بهېدل یوازې د ورښتونو له امله نه دي.

د ایرنا د رپوټ له مخې، مهاجراني د هلمند د حقابې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « په طبیعي ډول هېوادونه د خپلو سرچینو اړوند موضوعاتو په برخه کې له یوه او بل سره خبرې اترې لري. کابل ته د بهرنیو چارو وزیر سفر ددې لامل شو، چې زموږ د هېواد پر لور اوبه را خلاصې شي».

د ایران ددولت ویانده وايي، چې د ایران پر لور د اوبو بهېدل یوازې د ورښتونو له امله نه دي او دوی هیله من دي چې دا بهیر ادامه ومومي.

د ایران د سیستان او بلوچستان د چاپېریال ساتنې عمومي مدیر وړمه ورځ اعلان وکړ، چې د هامون نړیوال تالاب ته د افغانستان له فراه رود او نورو سیمو نه نیزونه ورغلي دي.

محمدرضا علي مردادي وویل چې د افغانستان په لویدیز کې د وروستیو ورښتونو له امله د کب میاشتې پر۱۰مه د جمعې په سهار د دشتمال اوبه د سیستان له شمالي پولې ایران ته داخلې شوې او د هامون نړیوال تالاب (صابوري هامون) وچوبي ته ورسیدې.

د ایران د ولسمشر مرستیالې او د چاپېریال ساتنې ادارې رییسې شینا انصاري له هامون تالاب سره ددې اوبو تر یوځای کېدو وروسته وویل، چې له افغانستان څخه د «جاریکه» او «فراه رود» له لارې د اوبو یوځای کېدل د دې لامل شوي چې د سیستان او بلوچستان د وچو اوبو زېرمې په ځانګړي ډول د هامون نړیوال تالاب ته یو څه اوبه ورسېږي.

نوموړې دغه راز وویل، چې د تېرو دوو ورځو په جریان کې سیستان ته داخلې شوې اوبه د افغانستان له «ګډو سیندونو» د ایران طبیعي برخه ده، نو له همدې امله دا اوبه د افغانستان د مکلفیتونو په توګه نه شي ګڼل کېدای.

طالبان: د بغلان د بورې کارخونه مو بیا فعاله کړې، چې خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۲۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د بغلان لپاره د دغې ډلې والي عبدالرحمان حقاني وایي، د دغه ولایت د بورې کارخونه یې بیا فعاله کړې او رسما یې په کار پیل کړی.

والي حقاني زیاته کړې، یاده کارخونه د هېواد ملي شتمني ده، چې پر بیا فعالېدو سره به یې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او د هېواد په اقتصادي وده کې به ځانګړې ونډه ولري.

د دې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې د یادې فابریکې اجرایوي مشر ډاکټر نجیب الله دوراندېش وویل، چې د بورې دغه کارخونه کولی شي په ٢٤ ساعتونو کې له ۷۰۰ تر ۸۰۰ ټنه بوره تولید کړي.

نوموړي د خامو موادو کمښت یوه ننګونه وبلله او زیاته یې کړه: « که موږ ته لازم خام مواد برابر شي؛ نو کولای شو کارخونه پرله‌پسې فعاله وساتو، چې د هېواد د بورې یوه لویه برخه اړتیا به پوره کړي.»

طالبان داسې مهال د دغې کارخونې د بیا فعالیدو خبر ورکوي، چې د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان کې د وزګارۍ کچه خورا لوړه شوې، د نړۍوالو مرستو بندېدل، د خصوصي سکټور د فعالیتونو کمېدل او د کاري فرصتونو د محدودېدو له امله خلک له پراخو اقتصادي ننګونو سره لاس و ګرېوان دي.

دغه راز طالبانو د ښځو په کار کولو سخت بندیزونه لګولي، چې له امله یې د ښځو لپاره کاري فرصتونه له منځه تللي دي.

ښځې چې د اقتصاد او په ځانګړې توګه د کورني اقتصاد په بېلابېلو برخو کې مهم رول لوبوي؛ اوس د وزګارتیا له جدي ستونزې سره مخ دي.

د ښځو د کار بندېدل د ټولنې د پرمختګ په وړاندې لوی خنډونه رامنځته کړي دي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې ویلي و، په افغانستان کې مېلیونونه خلک د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او ډېری یې نه پوهېږي چې راتلونکی خواړه له کومه کړي.

بل خوا د سره صلیب نړۍوالې کمیټې (ای سي ار سي) هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتېدو او خراب اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او په دغه هېواد کې یې له اړمنو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې وه.

د دغې کمیټې اجرایوي مشر پیر کرهینبول افغانستان ته له سفر وروسته وویل، په افغانستان کې بشري وضعیت "خورا کړکېچن" دی او مېلیونونه افغانان دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري.

جوزجان ولایت کې د یوه پخواني بم په چاودنه کې یو کس وژل شوی

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۰

په جوزجان ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو خبر ورکړی، چې له پخوانیو جګړو د پاتې شوي یوه بم په چاودنه کې یو بوډا کس وژل شوی دی. د خبر له مخې، دغه پېښه د جوزجان ولایت په مردیان ولسوالۍ کې شوې ده.

راپور زیاتوي، چې دغه ۶۳ کلن کس د جوزجان ولایت د مردیان ولسوالۍ د هندوکش کلي اوسېدونکی و.
‏په جوزجان ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه کس قربان ګلیدي نومېده.
د هغه په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې نوموړی په خپلو کرنیزو ځمکو کې په کار بوخت و.
تر وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» ویلي و، چې افغانستان لاهم په چاودېدونکو توکو ککړ هېواد دی او له ۳.۳ مېلیونو څخه ډېر خلک د ګواښونکو سیمو په یو کیلومترۍ کې مېشت دي.

د اوچا په وینا، ناچاوده توکي هره میاشت له ۵۵ کسانو ژوند اخلي او یا یې هم ټپیانوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف بیا وایي، چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې له ۵۰۰ څخه ډېر ماشومان د ناچاودو وسلو یا د جګړې د پاتې شونو ناچاوده توکو د چاودلو له امله وژل شوي او یا هم سخت ټپیان شوي دي.

جیو نیوز: یو افغان وسله‌وال له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی

۱۴ کب ۱۴۰۳ - ۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۰۹ GMT+۰

د پاکستان جیونیوز د دغه هیواد د امنېتي ځواکونو له قوله ویلي، چې د پښتونخوا د غلام خان بندر کلا سیمه کې د یوه افغان وګړي په ګډون یې۱۴وسله وال وژلي دي. خبر زیاتوي، چې وژل شوی افغان وسله وال د طالبانو د پوځي اکاډمۍ د دریم کنډک قوماندان و.

جیونیوز زیاتوي، دغه افغان وسله وال چې له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی، مجیب الرحمن منصور نومیږي، د مرزا خان ځوی او د میدان وردګو د چک ولسوالۍ اوسېدونکی و،

د راپور له مخې، مجیب الرحمن منصور د تېرې جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان په غلام خان بندر کلا سیمه کې د ۱۳ نورو وسله والو سره هغه مهال ووژل شو، چې د پاکستان امنېتي ځواکونو په سیمه کې د وسله والو پر ضد عملیاتو بوخت او نښته رامنځته شوه.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني رسنۍ د دغه هیواد له امنېتي ځواکونو سره په نښتو کې د افغان وسله والو د وژل کېدو راپورونه ورکوي، بلکې تېره میاشت هم د شمالي وزیرستان د میرانشاه ولسوالۍ په تپې سیمه کې د پاکستاني طالبانو د غړو په توګهد ضرار افغان، نقیب الله افغان او سرکش افغان په نومونو د افغان وګړو د وژل کېدو خبر ورکړي و.

پاکستاني چارواکو تل په طالبانو دا نیوکه کړې، چې ګواکې د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د افغان طالبانو غړي د پاکستاني ځواکونه پر وړاندې جګړه کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو ادارې دا ادعاوې رد کړي دي.