په بولیویا کې د لارۍ او بس تر منځ د ټکر په پېښه کې ۳۱ کسان مړه شوي

ځایي پولیس وایي، چې د دوشنبې په ورځ د سوېلي بولیویا پر یوې لویه لاره د یوه بس موټر او لارۍ د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي او ۲۲ نور بیا ټپیان دي. د پولیسو ویاند لیمبرټ چوک له خبریالانو سره په خبرو کې د مړو دغه شمېر تایید کړی.