طالبانو په تخار کې د څه باندې ۶ زره کیلوګرامه تاریاکو د نیولو خبر ورکړی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د کشفي مالوماتو په اساس یې په تخار کې ۶ زره ۲۹۹ کيلو ګرامه تاریاک نيولي، چې نورو سيمو ته قاچاق کېدل.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د کشفي مالوماتو په اساس یې په تخار کې ۶ زره ۲۹۹ کيلو ګرامه تاریاک نيولي، چې نورو سيمو ته قاچاق کېدل.
د طالبانو کورنيو چارو وزارت د سې شنبه په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې نیول شوي نشه یي توکي په ډېر مهارت په يوه ګازي ټانکر کې ځای پر ځای شوي وو.
د وزارت د مالوماتو له مخې، له همدې نشه یي توکو سره د تړاو په تور يې دوه تنه نيولي دي.


د جرمني د مسیحي ګوندونو اتحاد پارلماني ډلې ددغه هېواد له بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې نور افغانان جرمني ته رانه ولي.
د یاد اتحاد، چې مسیحي سوسیال او مسیحي ډیموکراټ اتحادیه ګوندونه پکې شامل دي، د پارلماني ډلې مرستیالې اندریا لیندولڅ د کب پر ۱۴مه وویل، « د افغانستان د خلکو د راوستلو پرېکړې باید نوي حکومت ته وسپارل شي».
هغې دا هم زیاته کړه چې دا سمه نه ده چې د بهرنیو چارو وزیره انالینا بېربوک « په اونۍ کې تر دوو الوتنو تنظیموي».
د مسیحي اتحادیې سیاستوالې د جرمني د افغانانو د منلو پروګرام جوړښتونه « تر ټولو زیات مشکوک» بللي دي.
دغه پروګرام د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګست کې اعلان شو چې د ۲۰۲۲ کال له اکتوبر راهیسې د بشري حقونو افغان فعالانو او خبریالانو ته اجازه ور کوي چې جرمني ته لاړ شي او هلته میشت شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۳۵ زرو ډېر افغانان جرمني ته داخل شوي.
د جرمني حکومت له پارلماني ټاکنو وړاندې د افغانانو د انتقال پروسه د لنډ وخت لپاره وځنډوله او دوه الوتنې یې لغو کړې خو په تېره اونۍ کې یوځل بیا ۱۵۵ تنه افغانان د پاکستان له لارې برلین ته ولېږدول شول.
د ټاکنو بریالی ګوند یا سوسیال مسیحي ډیموکرات اتحاد د افغانانو د منلو پروګرام د بیا پیل مخالفت کوي. د دوی په وینا، نوی حکومت باید د دې پروسې مشري وکړي، نه اوسنی حکومت.
د فریدرېښ مېرڅ ګوند اړ دی چې د نوي حکومت لپاره د اوسني حکومت له مهم اړخ ایس پي ډي ګوند سره چې لومړی وزیر اولاف شولڅ یې مشري کوي ایتلاف وکړي او دا ګوند ددې پروسې د جاري ساتلو پلوی دی.

د تورخم لارې د بندېدو او د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله پنځه زره په توکو بار لارۍ ولاړې دي او شاوخوا ۱۵۰۰۰ ملکي کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. محلي چارواکي وايي، چې د لارې بندېدو دواړو خواوو ته ۱۵ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.
رویټرز خبري اژانس د سیمې اوسېدونکو او پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي چې د پاکستان او د طالبانو امنیتي ځواکونو ترمنځ د تېرې شپې جګړې له امله زرګونه کسان له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي.
خو د تورخم ځايي اوسیدونکو او پاکستاني چارواکو ویلي، چې نن د سې شنبې په ورځ حالات ارام شوي دي او جګړه نشته.
یوه پاکستاني چارواکي رویټرز ته ویلي، چې «شاوخوا۱۵۰۰ ځایي اوسیدونکي د نښتو له امله لنډي کوتل ته وتښتېدل. افغان پوله ساتو له خبرتیا پرته ډزې وکړې، دولتي ودانۍ او ملکي وګړي یې په نښه کړل او پراخه وېره یې رامنځته کړه.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پاکستاني ځواکونه تورن کړي، چې جګړه لومړی دوی پیل کړې او طالبانو ځوابي برید کړی دی.
پاکستاني چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د تورخم دروازه د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې د طالبانو له خوا پر ډیورنډ کرښه د پوستې د جوړولو پر سر د شخړې له امله تړل شوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د تورخم په جګړو کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د تورخم لاره د پاکستان او په وچه کې بند افغانستان ترمنځ د مساپرو او سوداګریزو توکو لپاره د ټرانزیټ مهمه لاره ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري له ۱.۶ ملیارد ډالرو څخه زیاته وه.
د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس یوسف افریدي وویل، پنځه زره لارۍ چې د اړتیا وړ توکو څخه ډکې دي ولاړې دي او د تورخم دروازې د بندېدو له امله ۱۵ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.
طالبانو په تورخم کې د څو ورځو پرله پسې جګړو کې د وژل شویو ملکي کسانو او زیانونو په اړه ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د مالګې پالیسۍ او کاني توکو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودې تایید شوې. طالبان وايي چې په دې مسودو کې به د اوبو او انرژۍ وزارت نظر ځای پر ځای شي او د نهايي تصمیم نیونې په موخه به اقتصادي کمېسیون ته راجع شي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې له اجنډا سره سم د مالګې پالیسۍ مسوده، د معدني موادو د پروسس او صادراتو د پالیسۍ مسودې د تایید لپاره بحثونه وشول.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د ملګې پالیسۍ او معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسودو په اړه هېڅ جزئیات نه دي خپاره کړي چې د کومو تګلارو پر اساس دا مسودې تایید شوې او څه محتوا لري.
له دې وړاندې د د طالبانو ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ویلي و چې ددې ډلې د مشر ملا هبت الله د حکم له مخې د کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې په نړیوالو معیارونو برابر د صادراتو د پروسس زونونه جوړیږي.
ملا برادر په کابل کې د صادراتو ملي ورځې وروستۍ نمانځغونډې ته ویلي و، چې طالبان د صادراتمحوره اقتصادي پالیسۍ له مخې د هېواد ټولو صادراتي شرکتونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان د صادراتو کچه به لوړېږي او ټول تولیدات به د تجارت له معیارونو سره سم نورو هېوادونو ته صادر شي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په دې ناسته کې د هلمند ولایت په ښوراب ملکي هوايي ډګر کې د شته سړې خونې د فعالولو په اړه هم پرېکړه شوې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت دې د یادې سړې خونې د فعالولو لپاره وړ شرکت انتخاب او قرارداد دې د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وسپاري.

ایراني چارواکي وايي، چې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سفر وروسته طالبانو دغه هېواد ته اوبه ور خوشې کړې.
د ایران ددولت ویاندې فاطمه مهاجراني د سې شنبې په ورځ، د کب پر ۱۴مه په یوه خبري ناسته کې وویل چې ایران ته د اوبو بهېدل یوازې د ورښتونو له امله نه دي.
د ایرنا د رپوټ له مخې، مهاجراني د هلمند د حقابې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « په طبیعي ډول هېوادونه د خپلو سرچینو اړوند موضوعاتو په برخه کې له یوه او بل سره خبرې اترې لري. کابل ته د بهرنیو چارو وزیر سفر ددې لامل شو، چې زموږ د هېواد پر لور اوبه را خلاصې شي».
د ایران ددولت ویانده وايي، چې د ایران پر لور د اوبو بهېدل یوازې د ورښتونو له امله نه دي او دوی هیله من دي چې دا بهیر ادامه ومومي.
د ایران د سیستان او بلوچستان د چاپېریال ساتنې عمومي مدیر وړمه ورځ اعلان وکړ، چې د هامون نړیوال تالاب ته د افغانستان له فراه رود او نورو سیمو نه نیزونه ورغلي دي.
محمدرضا علي مردادي وویل چې د افغانستان په لویدیز کې د وروستیو ورښتونو له امله د کب میاشتې پر۱۰مه د جمعې په سهار د دشتمال اوبه د سیستان له شمالي پولې ایران ته داخلې شوې او د هامون نړیوال تالاب (صابوري هامون) وچوبي ته ورسیدې.
د ایران د ولسمشر مرستیالې او د چاپېریال ساتنې ادارې رییسې شینا انصاري له هامون تالاب سره ددې اوبو تر یوځای کېدو وروسته وویل، چې له افغانستان څخه د «جاریکه» او «فراه رود» له لارې د اوبو یوځای کېدل د دې لامل شوي چې د سیستان او بلوچستان د وچو اوبو زېرمې په ځانګړي ډول د هامون نړیوال تالاب ته یو څه اوبه ورسېږي.
نوموړې دغه راز وویل، چې د تېرو دوو ورځو په جریان کې سیستان ته داخلې شوې اوبه د افغانستان له «ګډو سیندونو» د ایران طبیعي برخه ده، نو له همدې امله دا اوبه د افغانستان د مکلفیتونو په توګه نه شي ګڼل کېدای.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د بغلان لپاره د دغې ډلې والي عبدالرحمان حقاني وایي، د دغه ولایت د بورې کارخونه یې بیا فعاله کړې او رسما یې په کار پیل کړی.
والي حقاني زیاته کړې، یاده کارخونه د هېواد ملي شتمني ده، چې پر بیا فعالېدو سره به یې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او د هېواد په اقتصادي وده کې به ځانګړې ونډه ولري.
د دې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې د یادې فابریکې اجرایوي مشر ډاکټر نجیب الله دوراندېش وویل، چې د بورې دغه کارخونه کولی شي په ٢٤ ساعتونو کې له ۷۰۰ تر ۸۰۰ ټنه بوره تولید کړي.
نوموړي د خامو موادو کمښت یوه ننګونه وبلله او زیاته یې کړه: « که موږ ته لازم خام مواد برابر شي؛ نو کولای شو کارخونه پرلهپسې فعاله وساتو، چې د هېواد د بورې یوه لویه برخه اړتیا به پوره کړي.»
طالبان داسې مهال د دغې کارخونې د بیا فعالیدو خبر ورکوي، چې د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان کې د وزګارۍ کچه خورا لوړه شوې، د نړۍوالو مرستو بندېدل، د خصوصي سکټور د فعالیتونو کمېدل او د کاري فرصتونو د محدودېدو له امله خلک له پراخو اقتصادي ننګونو سره لاس و ګرېوان دي.
دغه راز طالبانو د ښځو په کار کولو سخت بندیزونه لګولي، چې له امله یې د ښځو لپاره کاري فرصتونه له منځه تللي دي.
ښځې چې د اقتصاد او په ځانګړې توګه د کورني اقتصاد په بېلابېلو برخو کې مهم رول لوبوي؛ اوس د وزګارتیا له جدي ستونزې سره مخ دي.
د ښځو د کار بندېدل د ټولنې د پرمختګ په وړاندې لوی خنډونه رامنځته کړي دي.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې ویلي و، په افغانستان کې مېلیونونه خلک د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او ډېری یې نه پوهېږي چې راتلونکی خواړه له کومه کړي.
بل خوا د سره صلیب نړۍوالې کمیټې (ای سي ار سي) هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتېدو او خراب اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او په دغه هېواد کې یې له اړمنو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې وه.
د دغې کمیټې اجرایوي مشر پیر کرهینبول افغانستان ته له سفر وروسته وویل، په افغانستان کې بشري وضعیت "خورا کړکېچن" دی او مېلیونونه افغانان دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري.