• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د متحده عربي اماراتو ټرانزيټي توکي د ایران له لارې افغانستان ته ورسېدل

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۲۱ GMT+۰

له متحده عربي اماراتو څخه ۴۰ کانټنره بوره او د ایران د سمنټو ۶ واګونه د خواف – هرات اورګاډي پټلۍ له لارې د روزنک تمځای ته رسېدلي دي.

د افغانستان د ریل پټلۍ د پراختيا ادارې مشر مصطفی رضايي د چارشنبې په ورځ له ایرنا سره په خبرو کې ویلي: «دا کارګو له متحده عربي اماراتو څخه لومړی ترانزیت دی او ۱۲۰۰ټنه وزن لري چې له بندر عباس څخه بار شوی او د اورګاډي له لارې د شمتیغ له پولې افغانستان ته لیږدول شوي دي.»

نوموړي ويلي، چې په وروستيو کې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ له لارې افغانستان ته مواد لېږدول کېږي، چې لویه برخه یې سیمنټ دي.

رضايي وویل چې په افغانستان کې د ریل ګاډي د تګ راتګ لپاره د یوې مسلکي او تخصيصي ډلې ګومارل، د ایران له ريل پټلۍ سره بشپړه همکاري او د افغان سوداګرو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کول په دې برخه کې لا پرمختګونه رامنځ ته کوي.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر هم د متحده عربي اماراتو څخه د لومړي ټرانزيټي اورګاډي د رسېدو په اړه ویلي: «د سوداګرو او صنعت‌کارانو لپاره لازمې اسانتیاوې يې برابرې کړي، چې د دوی سوداګریز توکي د خواف-هرات اورګاډي پټلۍ له لارې په چټکۍ ولېږدول شي.»

د ایرنا د راپور له مخې، د خواف – هرات اورګاډي پټلۍ د افغانستان په لوېدیز هرات کې د ایران د اورګاډي د شبکې په نښلولو سره په سیمه ییزو اړیکو کې مهم رول لري او د نړۍ د ختیز – لوېدیز د اورګاډي پټلۍ د یوې برخې په توګه یې له چین، قرغبزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ دوه زره کیلومتره لاره جوړه کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله مجاهد: بلوچستان کې د داعش مرکز د پاکستاني پوځیانو تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۰

په پاکستان کې د کابل هوايي ډګر د برید د مسوول د نیول کېدو په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د پاکستاني نظامیانو په ملاتړ د داعش د روزنې مرکز جوړ شوی او دغه هېواد داعش د خپلې وسیلې په توګه کاروي.

مجاهد د پاکستان په مرسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل هوايي ډګر پر ابي دروازې د داعش د برید د مسوول شریف الله له نیول کېدو وروسته وویل، چې د پاکستاني نظامیانو په ملاتړ د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د داعش لپاره روزنیز مرکز جوړ شوی.

مجاهد له اریانا ټلویزیون سره مرکه کې وویل چې پاکستان داعش د خپلې وسیلې په توګه کاروي، «د پاکستان د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د داعش لپاره د تربیې یو مرکز هم خلاص شوی دی. هغوی له همهغه مرکز نه تمویل کوي او هغه د پاکستاني نظامیانو ترحمایې لاندې دی. داسې معلومیږي، چې دوی (پاکستان) د داعش پدیده د خپلې وسیلې په ډول استفاده کوي.»

همدارنګه طالبان وايي، په پاکستان کې د داعش ډلي د یو مهم کس نیول کېدل دا په ډاګه کوي، چې یاده ډله په پاکستان کې پټنځایونه او روزنیز مرکزونه لري.

سره له دې چې د داعش ډلې په بریدونو کې د طالبانو ځینې لوړ پوړي چارواکي په نښه شوي، طالبان په مکرر ډول وايي، چې داعش ډله یې په افغانستان کې له منځه وړې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، «شریف الله» چې د داعش خراسان څانګې یو لوړ پوړی عملیاتي قوماندان و او د افغانستان اوسیدونکی دی، د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په خپله تازه وینا کې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پرمهال د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی دی.

نوموړي د دغه کس د نیولو په برخه کې د پاکستان له همکارۍ مننه کړې ده.

هغه زیاته کړې، دا د هغو ۱۳ سرتېرو د کورنیو لپاره یوه مهمه ورځ ده، چې په دغه برید کې وژل شوي وو.

د تورخم په نښتو کې دوه افغان خبریالان ټپیان شوي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۴۱ GMT+۰

د افغان طالبانو د سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په تورخم کې له لږ سکوت وروسته یوځل بیا نښتې پیل شوې او په دغو نښتو کې درې افغان خبریالان ټپیان شوي. پژواک خبري اژانس د خپل یوه تصویر اخستونکي ولي محمد شینواري انځور خپور کړی، چې په نښتو کې ټپي شوی دی.

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د پژواک خبري اژانس پر خبریال سربېره د حریت راډیو خبریال عزیزالحسن نعماني هم ټپي شوی.

دغه خبریالان د پاکستاني پوځ د هاوان مرمۍ د توغولو له امله ټپیان شوي دي.

د ننګرهار روغتیايي سرچینې وايي، چې ټپي شوي خبریالان د درملنې لپاره محلي روغتون ته لېږدول شوي.

له تورخم څخه د افغانستان انټرنشنل خبریال رفعت الله اورکزی وایي، چې له پرله پسې دوو شپو جګړو وروسته تېره شپه تورخم ارام و، خو له نن سهار راهیسې د توپونو او د سپکو وسلو غږونه اورېدل کیږي.

هغه زیاتوي، تمه کېده چې نن یو ځل بیا خبرې اترې پیل شي.

تورخم دروازه له نن نه ۱۱ ورځې وړاندې د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه، چې له امله یې شاوخوا پنځه زره لارۍ دواړو خواوو ته ولاړې پاتې او د جګړو له امله په زرګونو خلک له سیمې نه بې ځایه شوي.

ذبیح الله مجاهد: سراج الدین حقاني په افغانستان کې دی او «استراحت» کوي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۲۸ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له بهرني سفر څخه هېواد ته راستون شوی او دمګړۍ اسراحت کوي. مجاهد دا نه ده په داګه کړي، چې حقاني په کابل او که په خوست کې اوسیږی.

ذبیح الله مجاهد په کابل کې له اریانا نیوز ټلویزیون سره په خبرو کې کې وویل، چې د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني‌ له بهرني سفره راستون شوی او اوس استراحت کوي.

مجاهد وايي، سراج الدین د درملني په موخه له افغانستان نه بهر تللی و:«نه په هېواد کې دی، بل دا چې هغه د استراحت په حال کې دی، د خپلي معالجې لپاره تللی و او د معالجې نه وروسته د استراحت په حال کې دی.»

خو نوموړي په ډاګه نه کړه، چې حقاني په کابل او که په خوست کې اوسیږي.

افغانستان ته د سراج الدین حقاني د راستنېدو په اړه هیڅ کوم انځور نه دی خپور شوی.

دوه ورځې وړاندې افغانستان ته د حقاني د راستېدو په اړه ضدو نقیض راپورونه ورکول شوي وو.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې سراج الدین حقاني له دوبۍ خوست ته تللی او کابل ته له تللو ډډه کوي، خو ځینو سرچینو ویلي و، چې هغه اوس هم په دوبۍ کې دی او افغانستان ته نه دی راستون شوی.

څو اونۍ وړاندې په کابل کې د طالبانو دوه معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د کورنیو چارو وزیر د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خپلسرو پرېکړو او یکه تازیو وروسته په دوبۍ کې پاتې شوی.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سراج الدین حقاني ورور حافظ عزیزالدین حقاني، چې له دې وړاندې د بدري ۳۱۳ قطعې قوماندان او مسوول و، له ګوښه کېدو وروسته خوست ته تللی او هلته میشت شوی.

له شاوخوا دوه میاشتو راهیسې د طالبانو دغه وزیر په خپل دفتر کې نه ښکاري او چارې یې د هغه مرستیالان پرمخ وړي.

په دې وروستیو کې داسې ګونګسې دي، چې که سراج الدین حقاني وزارت ته بېرته ونه ګرځي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ښايي خپل نږدې کس او د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو معیین ستر پاسوال مولوي ابراهيم صدر د نوموړي ځایناستی وټاکي.

ملا هبت الله په یوه حکم کې د جوماتونو د برېښنا لګښتونه معاف کړل

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې ددې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده په یوه حکم کې د جوماتونو د برېښنا لګښتونه معاف کړي دي. هغه ويلي، اړوندې ادارې ته لارښوونه شوې، چې په راتلونکي کې د یادو لګښتونو د تاديې غوښتنه ونه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهار شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې مشر یې په یوه حکم کې له مسوولينو غوښتنه کړې، چې د جوماتونو د برېښنا دقیقه څارنه وکړي چې په نورو ځايونو کې ورڅخه ګټه وا نخیستل شي.

د جوماتونو د برېښنا بېلونه داسې مهال معاف کیږي چې ډېری جوماتونه ترڅنګ مدرسې لري او په ښارونو کې د ځینو ملا امامانو کورونه هم د جومات له برېښنا ګټه پورته کوي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت ويلي و، چې د تېر حکومت له وخته ورپاتې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران وارداتي برېښنا لري، خو دې وارداتي برېښنا لا هم ستونزه نه ده حل کړې.

قزاقستان کې د ملګروملتونو د منځنۍ اسیا او افغانستان د پراختیا مرکز پرانېستل کیږي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ۱۵۲ هېوادونو استازو په ګډه پرېکړه کړې، چې په قزاقستان کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د پراختیا لپاره د ملګرو ملتونو مرکز پرانېستل شي.

د ملګرو ملتونو دغه مرکز چې په الماتا کې پرانېستل کیږي، د مرکزي اسیا او افغانستان د پایدار پرمختګ اهدافو لپاره دی.

د استانه ټایمز د رپوټ له مخې، د قزاقستان د ولسمشر ویاند روسلان ژلديبای وویل، چې « نن ورځ (د مارچ څلورمه) ۱۵۲ هېوادونو په ګډه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د دې پرېکړې د تایید رایه ورکړه چې په الماتا کې د مرکزي اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پایدار پرمختګ اهدافو مرکز جوړ شي».

هغه وویل چې دا د قزاقستان لپاره د بهرنیو اړیکو په برخه کې یو مهم بریالیتوب دی.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف له ټولو هېوادونو مننه کړې، چې د قزاقستان د ابتکار ملاتړ یې کړی.

هغه ویلي، « د ملګرو ملتونو دغه سیمه ییز مرکز به په سیمه کې د نړیوالو هڅو د همغږۍ لپاره یو مهم پلاتفورم شي».

قزاقستان د تصویب شوي سند اصلي وړاندې کوونکی و، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو په استازیتوب یې وړاندې کړی و.

د ملګرو ملتونو د تلپاتې پرمختګ موخو ددغه مرکز وړاندیز د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د یاد سازمان په ۷۴یمه ناسته کې کړی و. نوموړي وړاندیز کړی و چې مرکز باید د الماتا دنړیوالو سازمانونو ودانۍ کې جوړ شي، چې لا دمخه هلته د ملګرو ملتونو ۱۸ ادارې فعالیت کوي.

د قزاقستان ولسمشر ټینګار کړی چې استانه په سیمه کې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د منځنۍ اسیا پایدار پرمختګ ته لېواله ده او د سیمه ییز یووالي په هڅو کې کلیدي رول لري.

قزاق چارواکي وايي، په دې برخه کې به د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کیږي، ځکه سوله او امنیت یې پر ټوله سیمه اغیز کوي.

د قزاقي رسنیو د رپوټ له مخې، د یاد مرکز هدف دا دی چې نړیوالې او سیمه ییزې هڅې همغږې او غوره تجربې سره تبادله کړي او دغه راز د فني مرستو او ګډو پروژو په برخه کې د یوه کلیدي فلاټفورم په توګه کار وکړي.