• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا هبت الله په یوه حکم کې د جوماتونو د برېښنا لګښتونه معاف کړل

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۲۳ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې ددې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده په یوه حکم کې د جوماتونو د برېښنا لګښتونه معاف کړي دي. هغه ويلي، اړوندې ادارې ته لارښوونه شوې، چې په راتلونکي کې د یادو لګښتونو د تاديې غوښتنه ونه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهار شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې مشر یې په یوه حکم کې له مسوولينو غوښتنه کړې، چې د جوماتونو د برېښنا دقیقه څارنه وکړي چې په نورو ځايونو کې ورڅخه ګټه وا نخیستل شي.

د جوماتونو د برېښنا بېلونه داسې مهال معاف کیږي چې ډېری جوماتونه ترڅنګ مدرسې لري او په ښارونو کې د ځینو ملا امامانو کورونه هم د جومات له برېښنا ګټه پورته کوي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان برېښنا شرکت ويلي و، چې د تېر حکومت له وخته ورپاتې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران وارداتي برېښنا لري، خو دې وارداتي برېښنا لا هم ستونزه نه ده حل کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

قزاقستان کې د ملګروملتونو د منځنۍ اسیا او افغانستان د پراختیا مرکز پرانېستل کیږي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ۱۵۲ هېوادونو استازو په ګډه پرېکړه کړې، چې په قزاقستان کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د پراختیا لپاره د ملګرو ملتونو مرکز پرانېستل شي.

د ملګرو ملتونو دغه مرکز چې په الماتا کې پرانېستل کیږي، د مرکزي اسیا او افغانستان د پایدار پرمختګ اهدافو لپاره دی.

د استانه ټایمز د رپوټ له مخې، د قزاقستان د ولسمشر ویاند روسلان ژلديبای وویل، چې « نن ورځ (د مارچ څلورمه) ۱۵۲ هېوادونو په ګډه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د دې پرېکړې د تایید رایه ورکړه چې په الماتا کې د مرکزي اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پایدار پرمختګ اهدافو مرکز جوړ شي».

هغه وویل چې دا د قزاقستان لپاره د بهرنیو اړیکو په برخه کې یو مهم بریالیتوب دی.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف له ټولو هېوادونو مننه کړې، چې د قزاقستان د ابتکار ملاتړ یې کړی.

هغه ویلي، « د ملګرو ملتونو دغه سیمه ییز مرکز به په سیمه کې د نړیوالو هڅو د همغږۍ لپاره یو مهم پلاتفورم شي».

قزاقستان د تصویب شوي سند اصلي وړاندې کوونکی و، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو په استازیتوب یې وړاندې کړی و.

د ملګرو ملتونو د تلپاتې پرمختګ موخو ددغه مرکز وړاندیز د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د یاد سازمان په ۷۴یمه ناسته کې کړی و. نوموړي وړاندیز کړی و چې مرکز باید د الماتا دنړیوالو سازمانونو ودانۍ کې جوړ شي، چې لا دمخه هلته د ملګرو ملتونو ۱۸ ادارې فعالیت کوي.

د قزاقستان ولسمشر ټینګار کړی چې استانه په سیمه کې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د منځنۍ اسیا پایدار پرمختګ ته لېواله ده او د سیمه ییز یووالي په هڅو کې کلیدي رول لري.

قزاق چارواکي وايي، په دې برخه کې به د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کیږي، ځکه سوله او امنیت یې پر ټوله سیمه اغیز کوي.

د قزاقي رسنیو د رپوټ له مخې، د یاد مرکز هدف دا دی چې نړیوالې او سیمه ییزې هڅې همغږې او غوره تجربې سره تبادله کړي او دغه راز د فني مرستو او ګډو پروژو په برخه کې د یوه کلیدي فلاټفورم په توګه کار وکړي.

عظمت الله عمرزي د کرکټ یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو ډلبندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په تازه درجه بندي کې عظمت الله عمرزی په لومړي مقام راغلی. مخکې پر دغه مقام محمد نبي عیسی خیل و، خو اوس هغه په دې درجه بندي کې پر دوهم مقام دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا د چهار شنبې په ورځ د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو تازه درجه بندي اعلان کړې او له افغانستان څخه عظمت الله عمرزی په دې درجه بندۍ کې په لومړي مقام راغلی.

د کرېکټ نړیوالې شورا د عظمت الله عمرزي په اړه لیکلي چې نوموړی د نړۍ غوره استعداد دی او د نړۍ د غوره الراونډرانو په درجه بندۍ کې په لومړي مقام کې راتګ یې ډیر چټک او په زړه پورې و.

د کرېکټ نړیواله شورا وايي، د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالیو پر مهال عظمت الله عمرزي د بریټانیا لوبډلې پر وړاندې د غوره توپ اچونې په پایله کې د پنځو ویکټو ترلاسه کولو او د اسټرالیا پر وړاندې د غوره توپ وهنې پر مهال له ۵۰ منډو جوړولو وروسته د نړۍ د غوره الراونډرانو په درجه بندي کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

د کرېکټ د نړیوالې شورا عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی هم اعلان کړی و.

تردې مخکې د کرېکټ د نړیوالي شورا د الراونډرانو په درجه بندي کې محمد نبي په لومړي او عظمت الله په دریېم مقام کې وو.

د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو د توپ وهونکو په درجه بندی کې بیا ابراهیم ځدراڼ درې درجې وړاندې تګ کړی او د لس غوره توپ وهونکو په نوملړ کې راغلی.

ابراهیم ځدران وړاندې په دغه نوملړ کې په ۱۳ ځای کې و.

د مخالفتونو باوجود؛ جرمني ته له پاکستان نه نن ۱۵۷ نور افغانان ولېږدول شول

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۰۷ GMT+۰

نن د جرمني په پلازمېنه برلین کې یوه بله چارټر الوتکه هم کښيیناسته، چې ۱۵۷ افغانان پکې سپاره وو. د جرمني د وېلت ټلویزیون د رپوټ له مخې، دغه الوتکه د سې شنبې او چارشنبې ترمنځ شپه کې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد نه الوتې وه.

په دې الوتکه کې هغه افغانان راغلي، چې د جرمني ایتلافي حکومت د بشري او محلي همکارانو د منلو پروګرامونو له لارې ویزې ور کړې دي.

ویلټ وايي، چې دا ټول د منلو فدرالي پروګرام له مخې ترسره کېږي، چې د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر او د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بېربوک رامنځته کړی.

د فبروري میاشتې په پای کې هم جرمني له اسلام اباده ۱۵۵ افغانان برلین ته را ولېږدول، چې ډېری پکې د بشري حقونو فعالان او پنځه تنه د جرمني محلي کارکوونکي وو.

دغه افغانان په داسې حال کې برلین ته لېږدول کیږي، چې د جرمني ډېری ګوندونه د افغانانو د انتقال بهیر د درولو غوښتنه کوي.

د ټاکنو بریالي ګوند یا مسیحي سوسیال اتحادیې د اولاف شولڅ په مشرۍ حکومت نه غوښتنه کړې، چې د افغانانو د انتقال بهیر دې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې ودروي.

د سي ډي یو د کورني سیاست ویاند الکساندر تروم ویلي، « دغه فدرالي پروګرام، چې له ۳۰۰۰زیاتو کسانو ته یې د استوګنې اجازه ورکړې، د امپل حکومت یوه جدي تېروتنه وه».

دسي ډي یو او سي اېس یو د پارلماني ډلې مرستیالې مشرې اندریا لیندهولز ویلي، چې د افغانانو د راتګ پرېکړه باید د نوي حکومت صلاحیت وي. هغې زیاته کړې ده، «دا یو حیرانوونکی عمل دی چې د بهرنيو چارو وزارت د چارشنبې لپاره د افغان نارینه‌وو او ښځو بله چارټر الوتنه پلان کړې ده».

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې ټولو راتلونکو کسانو د قبولیت او ویزې پروسه، چې د امنیتي مرکو او د جرمني د امنیتي ادارو د پلټنو برخه هم پکې شامله ده، بریالۍ تېره کړې ده.

په تورخم کې له سهار راهیسې یو وار بیا د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل شوي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۴۰ GMT+۰

له تورخم څخه د افغانستان انټرنشنل خبریال رفعت الله اورکزی وایي، چې د پرله پسې دوه شپو جګړو وروسته بېګاه شپه په تورخم کې جګړه نه وه؛ خو له نن سهار راهیسې د توپونو او د سپکو وسلو غږونه اورېدل شوي دي.

هغه زیاتوي، تمه کېده چې نن یو ځل بیا خبرې اترې پیل شي؛ خو د ننني تاوترخوالي له کبله دا تمه په نشت حساب ده.

له نن څخه یوولس ورځې وړاندې د ډیورنډ په فرضي کرښه د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه، چې د یادې دروازې د خلاصون لپاره دوه ځلې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې اترې هم ترسره شوې؛ خو دواړه ځلې بې پایلې پای ته ورسېدې.

د یادې دروازې بندېدو د دواړو لوریو ترمنځ په تورخم کې وسله‌والې نښتې رامنځته کړې، چې مرګ ژوبله یې هم لرله.

د دغې لارې بندېدو د پلي تلونکو، ناروغانو، ښځو او ماشومان په ګډون په فرضي کرښه پرتو ولسونو ته ګنې ستونزې راولاړې کړې دي.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته د بختیار په نوم افغان وګړي په خپلو خبرو کې وویل، شپږ ورځې وړاندې ېې د پېښور په یوه روغتون کې کاکا وفات شو، جنازه یې افغانستان ته د وړلو لپاره تورخم ته یوړه؛ خو امنیتي ځواکونو د تېرېدو اجازه رونکړه.

هغه وایي، هڅه یې وکړه چې جنازه د پاړه چنار له لارې انتقال کړي؛ خو له هغه ځایه یې هم هڅې بې پایلې وې او دی او شو چې په پنځمه ورځ د کوټې له لارې مړی افغانستان ته انتقال کړي.

بل خوا بیا د تورخم د لارې د تړل کېدو سره د دروازې دواړو خواوو ته په سوداګريزو توکو بار لارۍ بند پاتې دي، چې دغې چارې سوداګرو ته ګڼ زیان اړولی دی.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی ګل مراد عرب افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، تر اوسه پورې سوداګرو ته له ۱۵ مېلیونو ډالرو ډېر زیان اوښتی دی؛ سوداګري باید له سیاسته جلا شي.

ملګري ملتونه: له زیانمنو کورنیو سره مو د کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره نغدي مرستې کړې

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۱۰ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وایي، چې په افغانستان کې یې د زیانمنو شویو کورنیو سره د عاید لرونکو، کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره نغدي مرستې کړې دي.

دغه بنسټ پر اېکس پاڼه لیکلي، دغه مرستې یې د ۶۰۰ بې‌وزله کورنیو سره په بېلابېلو سمیو کې کړې چې موخه یې د یادو کورنیو اقتصادي لوړتیا او په ځان بساینه ده.

بي بي ګلالۍ، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې دغه نغدي مرسته ترلاسه کړې وایي:« زه به د دغه مرستې پر مټ د ګلدوزۍ په برخه کې کاروبار پیل کړم او په راتلونکې کې به د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو په حل کې همکاري وکړم.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري چې د افغانستان په څېر بې‌وزله هېوادونو کې د کډوالو او داخلي بې‌ځایه شویو خلکو د حقونو ساتنه او هغوی ته د ژوند د خوندي چاپېریال رامنځته کولو لپاره کار کوي؛ د روان کال د تېرې میاشتې په وروستیو کې یې د بامیان ولایت داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره ۱۹۰ کورونه هم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.

دغه بنسټ له ۲۰۲۲ کال راپدېخوا له ۲۰۰ زرو په شاوخوا کې کډوالو سره د کوچنیو کاروبارونو د پیلولو لپاره نغدي مرستې کړې او همداشان له ۱۰۰ زرو څخه زیاتو خلکو لپاره یې سرپناوې جوړې کړې دي.