• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا خپل ۷۰ ملګري او نږدې خپلوان په لوړو بستونو کې ګومارلي دي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۱۶ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي سندونه ښيي، چې په بلخ ولایت کې د طالبانو والي یوسف وفا خپل نږدې ۷۰ ملګري او خپلوان په لوړو دولتي بستونو کې ګومارلي دي.

په سندونو کې لیدل کېږي، چې نوموړي خپل ملګري او خپلوان په دغه ولایت کې د ریاستونو، مرستیالۍ، ویاندویۍ او د امریت تر کچې ګومارلي دي.
د دغو سندونو له مخې، یوازې اتلس کسان د ریاستونو په بستونو کې ګومارل شوي دي.
د یوسف وفا له خوا ګومارل شوي نور کسان هم په ملکی او نظامي ادارو کې ځای پرځای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د سلواغې په ۲۷مه هم د بلخ ولایت مقام کې سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د بلخ والي یوسف وفا خپل نږدې کسان په ریاستونو، مدیریتونو او امریتونو کې ګومارلي دي.
د سرچینو په وینا، د بلخ والي یوسف وفا د ملاهبت الله د فرمان خلاف تر خپل واک لاندې دولتي ادارو کې د خپلوانو ترڅنګ خپل ملګري ټاکلي دي.
هغه وخت سرچینو دا هم ویلي و، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي له خوا ګومارل شوي اداري چارواکي ډېری یې د کندهار اوسېدونکي دي.
د طالبانو د کندهار پخوانی او د بلخ اوسنی والي یوسف وفا چې د دې ډلې د مشر له نږدې کسانو هم شمېرل کېږي، په داسې حال کې یې دغه ګومارنې کړي، چې ملا هبت الله اخواندزاده په یوه فرمان کې له طالبانو غوښتي وو، چې تر خپل واک لاندې ادارو کې خپلوان او انډيوالان د اړیکو پر بنسټ ونه ګوماري.
یوسف وفا یوازینی طالب چارواکی نه دی، چې د خپل مشر له دغه فرمان څخه سرغړونه کوي او خپل ملګري او نږدې خپلوان په دندو ګوماري، تر دې وړاندې هم د طالبانو د ډېری چارواکو په اړه ویل شوي چې په اړوندو ادارو، وزارتونو، ریاستونو او مدیریتونو کې د خپلو کورنیو غړي او نږدې ملګري ګوماري.
د یو شمېر راپورونو له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، د کانونو او پټرولیم وزیر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلې کورنۍ غړي په دولتي دندو کې ګومارلي دي.
ډېری وخت د عامو خلکو شکایتونه دا دي، چې طالبان وړ او مسلکي کسان له دندو لرې کوي او د خپلو کورنیو او ملګرو ترڅنګ هغه کسان په دندو ګوماري چې له مدرسو فارغان دي او یا هم په تېرو شلو کلونو کې د دوی په لیکو کې جنګېدلي دي.

100%
100%
100%

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

افغان ایواک: ښايي راتلونکې اونۍ امریکا ته د افغانانو پر سفر بندیز ولګیږي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د افغانانو د تخلیې یوه سازمان ( افغان ایواک) له هغو افغانانو چې د امریکا ویزه لرونکی پاسپورټ یا سفري اسناد لري، د عاجل سفر کولو غوښتنه کړې ده. دوي وايي، معلومات یې تر لاسه کړي چې ښايي په راتلونکې اونۍ کې امریکا ته د افغانانو پر سفر بندیز ولګیږي.

یاد سازمان د امریکا په بهرنیو چار وزارت کې د ځینو سرچینو له قوله وايي، چې د افغانانو (او احتمالي نورو ډلو) لپاره راتلونکې اونۍ د سفر بندیز اعلانیدل ممکن دي.

که څه هم د دغه بندیز بشپړ جزییات لا تر اوسه روښانه نه دي، خو سازمان د سفر کولو د بېړنۍ غوښتنې پر اهمیت ټینګار کړی، څو افغانان له دغه بندیزه اغیزمن نه شي.

تر اوسه د امریکا هېڅ حکومتي ادارې دا خبر نه دی تایید کړی.

ایران په روان کال کې یوازې په تهران کې ۲۵۰ زره افغان کډوال نيولي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د تهران والي رسنيو ته ویلي، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه يې په دغه ولایت کې ۲۵۰ زره هغه کډوال نيولي، چې د اوسېدو اسناد یې نه درلودل. محمد صادق معتمدیان ایراني شرکتونو او کمپينو ته هم جدي خبرداری ورکړی، چې ناقانونه کډوالو ته کارونه ور نه کړي.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان د چار شنبې په ورځ د ایران ایسنا اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې د بې اسناده کډوالو د نیولو او ایستلو په برخه کې وروستي جدي اقدامات تر سره کوي.

نوموړي ټينګار کړی، چې غير قانوني کډوال تر پيژندلو وروسته د خاواران پنډ غالي له لارې خپل هېواد ته لېږدول کيږي.

د تهران والي وايي، چې د غير قانوني کډوالو د نیولو او ایستلو اړوند یې د کورنیو چارو وزارت پلان عملي کړی دی.

هغه زياته کړه: «د دغو وګړو د پيژندلو تر څنګ مو دا اعلان هم کړى دى چې بې اسناده کډوال دې په خپله خوښه د خاواران کمپ ته ولاړ شي او خپل ځانونه دې معرفي کړي څو خپل هيواد ته د هغوى د ستنيدو کړنلارې ترسره شي.»

محمد صادق معتمدیان زياته کړه، چې په همدې کال کې يې يوازې په تهران کې ۲۵۰ زره بې اسناده کډوال نيولي، چې د خاواران پنډغالي له لارې به هېواد ته ولېږدول شي.

د معتمدیان په وینا، له هغو سوداګریزو اتحادیو، شرکتونو او کمپينو سره به قانوني چلند وشي او مرکزونه به یې هم وتړل شي، چې بې اسنادو کډوالو ته دندې ورکوي.

نوموړي خبر ورکړی، چې په ټول ایران کې د کورنيو چارو وزارت د تګلارې له مخې د بې اسنادو کډوالو پېژندل او نیول پیل شوي دي.

تېره اونۍ د ایران سمنان ولایت د امنیتي چارو مدیر محمود قدرتي ويلي و، چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه ۱۴زره افغان کډوال نیول شوي او له دغه ولایت څخه اېستل شوي دي.

که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته په خپل وروستي سفر کې له طالبانو سره ژمنه کړې وه، چې په خپل هېواد کې به له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار اخلي خو داسې ښکاري چې ایران د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې جدي دی.

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د زده کړو فعال وزیر خان بې قید او شرطه خوشی کړي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۵۷ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د استخباراتو له لوري د ماشومانو د زده کړو فعال وزیرخان پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې. طالب استخباراتو وزیر خان څو ورځې وړاندې د کابل په بتخاک سیمه کې له خپل کوره وړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې ویلي، چې طالبان دې بې قید او شرطه وزیر خان خوشی کړي.

د ماشومانو د زده کړو فعال وزیر خان کورنۍ د کب پر شپږمه ویلي و، چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو په داسې حال کې له خپل کوره وړی چې لاسونه او سترګې یې ور تړلي وو.

د وزیر خان کورنۍ ویلي، چې تر اوسه د نوموړي په اړه معلومات نه لري چې استخبارات به هغه چېرې ساتي.

وزیر خان د کابل په بتخاک سیمه کې د قومي مشرانو په مشوره د ماشومانو لپاره وړیا د زده‌کړو ټولګی جوړ کړی و.

د وزیرخان خپلوانو تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې هغه له نیول کېدو یوه میاشت وړاندې د بغلان استخباراتو هم ور غوښتی و.

طالبانو تر اوسه د ماشومانو د زده کړو ددغه فعال د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د متحده عربي اماراتو ټرانزيټي توکي د ایران له لارې افغانستان ته ورسېدل

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۰

له متحده عربي اماراتو څخه ۴۰ کانټنره بوره او د ایران د سمنټو ۶ واګونه د خواف – هرات اورګاډي پټلۍ له لارې د روزنک تمځای ته رسېدلي دي.

د افغانستان د ریل پټلۍ د پراختيا ادارې مشر مصطفی رضايي د چارشنبې په ورځ له ایرنا سره په خبرو کې ویلي: «دا کارګو له متحده عربي اماراتو څخه لومړی ترانزیت دی او ۱۲۰۰ټنه وزن لري چې له بندر عباس څخه بار شوی او د اورګاډي له لارې د شمتیغ له پولې افغانستان ته لیږدول شوي دي.»

نوموړي ويلي، چې په وروستيو کې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ له لارې افغانستان ته مواد لېږدول کېږي، چې لویه برخه یې سیمنټ دي.

رضايي وویل چې په افغانستان کې د ریل ګاډي د تګ راتګ لپاره د یوې مسلکي او تخصيصي ډلې ګومارل، د ایران له ريل پټلۍ سره بشپړه همکاري او د افغان سوداګرو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کول په دې برخه کې لا پرمختګونه رامنځ ته کوي.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر هم د متحده عربي اماراتو څخه د لومړي ټرانزيټي اورګاډي د رسېدو په اړه ویلي: «د سوداګرو او صنعت‌کارانو لپاره لازمې اسانتیاوې يې برابرې کړي، چې د دوی سوداګریز توکي د خواف-هرات اورګاډي پټلۍ له لارې په چټکۍ ولېږدول شي.»

د ایرنا د راپور له مخې، د خواف – هرات اورګاډي پټلۍ د افغانستان په لوېدیز هرات کې د ایران د اورګاډي د شبکې په نښلولو سره په سیمه ییزو اړیکو کې مهم رول لري او د نړۍ د ختیز – لوېدیز د اورګاډي پټلۍ د یوې برخې په توګه یې له چین، قرغبزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ دوه زره کیلومتره لاره جوړه کړې ده.

ذبیح الله مجاهد: بلوچستان کې د داعش مرکز د پاکستاني پوځیانو تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۰

په پاکستان کې د کابل هوايي ډګر د برید د مسوول د نیول کېدو په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د پاکستاني نظامیانو په ملاتړ د داعش د روزنې مرکز جوړ شوی او دغه هېواد داعش د خپلې وسیلې په توګه کاروي.

مجاهد د پاکستان په مرسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل هوايي ډګر پر ابي دروازې د داعش د برید د مسوول شریف الله له نیول کېدو وروسته وویل، چې د پاکستاني نظامیانو په ملاتړ د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د داعش لپاره روزنیز مرکز جوړ شوی.

مجاهد له اریانا ټلویزیون سره مرکه کې وویل چې پاکستان داعش د خپلې وسیلې په توګه کاروي، «د پاکستان د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د داعش لپاره د تربیې یو مرکز هم خلاص شوی دی. هغوی له همهغه مرکز نه تمویل کوي او هغه د پاکستاني نظامیانو ترحمایې لاندې دی. داسې معلومیږي، چې دوی (پاکستان) د داعش پدیده د خپلې وسیلې په ډول استفاده کوي.»

همدارنګه طالبان وايي، په پاکستان کې د داعش ډلي د یو مهم کس نیول کېدل دا په ډاګه کوي، چې یاده ډله په پاکستان کې پټنځایونه او روزنیز مرکزونه لري.

سره له دې چې د داعش ډلې په بریدونو کې د طالبانو ځینې لوړ پوړي چارواکي په نښه شوي، طالبان په مکرر ډول وايي، چې داعش ډله یې په افغانستان کې له منځه وړې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، «شریف الله» چې د داعش خراسان څانګې یو لوړ پوړی عملیاتي قوماندان و او د افغانستان اوسیدونکی دی، د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په خپله تازه وینا کې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پرمهال د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی دی.

نوموړي د دغه کس د نیولو په برخه کې د پاکستان له همکارۍ مننه کړې ده.

هغه زیاته کړې، دا د هغو ۱۳ سرتېرو د کورنیو لپاره یوه مهمه ورځ ده، چې په دغه برید کې وژل شوي وو.