• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانانو پر انتقال یوه وکیل د جرمني له صدراعظم نه شکایت کړی

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۵۹ GMT+۰

د چارشنبې په ورځ په یوه بله چارتر الوتکه کې د ۱۳۲ افغانانو تر انتقال وروسته، د بادن وورتمبرګ ایالت یوه حقوقي شرکت د جرمني له صدراعظم نه «جرمي شکایت» کړی او د هغه د مصوونیت لغو کولو غوښتنه یې کړې ده.

ددغه شرکت وکیل شکمن دی، چې د افغانانو انتقال جرمني ته «امنیتي ګواښ» کېدای شي.

د جرمني د بیلډ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، دغه وکیل او حقوقي شرکت په خپل لیک کې لیکلي، « هیڅ داسې معتبر قانوني بنسټ نشته چې دا خلک یوازې داسې او هغه هم د جرمني د حکومت په لګښت جرمني ته راوړل شي».

په لیک کې د شولڅ د مصوونیت لغو کولو غوښتنه شوې ده.

شکایت د چارشنبې په ورځ د برلین د دولتي وکیل دفتر ته وړاندې شوی، خو تر اوسه پورې چارواکو ددغه شکایت ترلاسه کول نه دي تایید کړي.

د ۱۳۲ افغانانو په ډله کې چې جرمني ته لیږدول شوي یوازې یوه ځايي همکاره ده، چې د کورنۍ پنځه غړي ورسره دي.

یاد حقوق پوه چې په جنایي او اقتصادي حقوقو کې تخصص لري، وویل: « زه غواړم چې د اولاف شولڅ پر ضد پلټنې پیل شي. هغه په خپل مقام کې یو جرم کړی دی. دغه پروګرام د نورو خلکو لپاره دی، نه د هغو لپاره چې په دې الوتکه کې وو».

هغه وویل، چې د مالیاتو پیسې باید په دې ډول مصرف نه شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ګنډاپور: افغان طالبان راسره خبرو ته چمتو دي، خو د پاکستان مرکزي حکومت همکاري نه کوي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۱۵ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، چې افغان طالبان ورسره د امنیتي مسلو په اړه خبرو اترو ته رضا شوي دي او یو کمېسیون یې هم جوړ کړی؛ خو د‌ پاکستان مرکزي حکومت له دوی سره پوره همکاري نه کوي.

د «نیوز انټرنیشنل ورځپاڼې» د راپور له مخې، ګنډاپور د چهارشنبې په ورځ د (کب ۱۵مه) په پېښور کې د صوبایي محکمې مخې ته یوې خبري غونډې ته وویل:« موږ د افغانستان (د طالبانو حکومت) سره د خبرو لپاره د هوکړه لیک مسوده مرکزي حکومت ته استولې؛ خو د پرلپسې یادونې سره، سره موږ ته تر اوسه هېڅ ځواب نه دی راکړل شوی».

نوموړي ټینګار وکړ، چې پاکستان کې د ترهګرۍ د حل یوازینۍ لار له افغان طالبانو سره خبرې دي.

ګنډاپور د پاکستان له مرکزي حکومته وغوښتل، چې د ترهګرۍ موضوع جدي ونیسي او له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره د خېبر پښتونخوا حکومت وړاندیزونو ته مثبت ځواب ورکړي.

هغه خبرداری ورکړی، که د ترهګرۍ مخنیوی ونه‌شي؛ نو دا به ټول پاکستان ته وغځېږي او پر یو لوی سرخوږي به بدله شي.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتنخوا او بلوچستان ایالت کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه خورا چټک او زیات شوي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت څو ځله له افغان طالبانو سره د خبرو غوښتنه کړې؛ خو مرکزي حکومت چې د تحریک انصاف سیاسي مخالفین پکې واک لري، تر اوسه دغه غوښتنې نه دي منلي.

په خیبر پښتونخوا کې اوسنی حکومت د عمران خان د تحریک انصاف ګوند تر کنټرول لاندې دی. لکه څنګه چې د عمران خان حکومت له افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) سره د خبرو پلوی وو؛ د خېبر پښتونخوا اوسنی حکومت هم غواړي له دواړو ډلو سره مذاکرات وشي.

خو مرکزي حکومت او د پاکستان پوځ «ټي‌ټي‌پي» ته د امتیاز ورکولو مخالف دي.

د پاکستان او ټي‌ټي‌پي وسله‌والې ډلې ترمنځ مذاکرات چې د « ۱۴۰۱ کال په کابل» کې د افغان طالبانو په کوربه‌توب وشول، ځکه ناکام شول چې مرکزي حکومت طالبانو ته غوښتل شوي امتیازات ورنکړل.

د پاکستان مرکزي حکومت غواړي «ټي‌ټي‌پي» وسلې وغورځوي؛ خو طالبان بیا د قبايلي سیمو کنټرول او د شرعي قوانینو پلي کول غواړي.

د خېبر پښتونخوا حکومت لا هم ټینګار کوي، چې له افغان طالبانو سره باید خبرې وشي؛ خو مرکزي حکومت تر اوسه د دې غوښتنې ځواب نه دی ویلی.

پاکستان په وار ،وار ویلي، چې «ټي‌ټي‌پي» په افغانستان کې د طالبانو تر سیوري لاندې پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه د دوی په هېواد کې ترهګریز بریدونه تنظیموي.

د یاد هېواد چارواکو د طالبانو پر ضد او په افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون د دوی پر ضد وسله‌والو ډلو څخه په نړۍوالو ناستو کې هم شکایتونه کړي دي؛ خو افغان طالبان دا نه مني چې ګنې دوی دې «ټي‌ټي‌پي» ته پناه ځایونه ورکړي وي.

افغان طالبانو تل ویلي، چې پاکستان دې د خپل کور دننه د «ټي‌ټي‌پي» په څېر د وسله‌والو ډلو مسوولیت پر دوی نه اچوي او پر دوی د نیوکو پر ځای باید خپل امنیت ته پاملرنه وکړي.

د پاکستان پوځ: د بنو په وروستي برید کې افغان وګړي ښکېل وو

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۱۳ GMT+۰

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې د بنو په وروستي برید کې افغان وګړي ښکېل وو. دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسناد ښیي چې برید په افغانستان کې پلان شوی و او مشري یې هم د افغانستان دننه د «ټي‌ټي‌پي» مشرانو کړې ده.

دغې ادارې ویلي، د طالبانو له حکومته تمه لري چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او اجازه ورنه‌کړي چې د دوی خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.

په خبرپاڼه کې ګوتڅنډنه شوې:« پاکستان دا حق لري، چې د پولو هاخوا ګواښونو ته لازم ځواب ورکړي.»
د دغې ادارې په وینا، امنیتي ځواکونو یې د وسله‌والو پلان شنډ کړی او ټول ۱۶ وسله‌وال یې له منځه وړي؛ چې له هغې ډلې څلور یې ځانمرګي بریدګر وو.
دغې ادارې د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي، چې په دغې جګړه کې ۵ سرتېري هم وژل شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، د دغه بریدونو له امله د چاوڼۍ دیوال یوه برخه نړېدلې او د دې ترڅنګ یوه جومات او یوه استوګنیزه ودانۍ هم سخته زیانمنه شوې، چې له امله یې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
(د کب په ۱۴مه) پاکستاني پولیسو او د ژغورنې ادارې ویلي و، چې د سې شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان پر یوې پوځي اډې د موټربم برید کې لږ تر لږه ۱۲ وګړي وژل شوي چې په وژل شویو کې ۷ تنه ماشومان هم شامل دي.
یوه پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي و، له دې چاودنې سره سم د نږدې جومات چت داسې مهال راونړېد، چې د سیمې اوسېدونکي د روژه ماتي لپاره جومات کې راټول شوي وو.

د دې ترڅنګ په یو بل خبر کې پاکستاني رسنۍ دنیا راپور ورکړی و، چې دوه تنه افغان وسله‌وال د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په یو لړ عملیاتو کې د بلوچستان د پښین له ټوبه کاکړۍ سیمې څخه نیول شوي دي.

سیمه‌ییزو چارواکو په کوټه کې خبریالانو ته ویلي، چې دغه وسله‌وال له افغانستانه د لوی برید ترسره کولو لپاره راغلي وو.

پاکستان وخت ناوخت په دغه هېواد کې د افغان وسله‌والو د نیولو ادعا کوي.

په تورخم کې نښتې؛ نن هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ خال خال ډزې اورېدل کېږي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۷ GMT+۰

په تورخم کې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواری خبر ورکوي، چې د دروازې د بندېدو په دیارلسمه ورځ هم دغلته خال خال ډزې اورېدل کېږي. سرچینو ویلي، پرون د طالبانو په ډزو کې د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو د یو افسر په ګډون درې سرتېري ټپیان شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې په تورخم کې د‌ پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ په تېرو درېیو ورځو کې د نښتو له کبله ۱۱ پاکستاني ځواکونه ټپیان شوي او درې طالبان بیا وژل شوي دي.

د جګړې د وېرې له امله د تورخم دواړه غاړو ته مېشت ملکي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري وویل، چې نن چهارشنبه د (کب ۱۶مه) هم په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ په وقفه‌یي توګه پر یو بل ډزې کېږي.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک ځینو چارواکو افغانستان انټرنشنل سره معلومات شریک کړي، چې له مخې یې په تېرو دیارلس ورځو کې دوه اړخیزې سوداګرۍ ته «نږدې ۳۶مېلیونه امریکایي ډالره» زیان اوښتی دی.

سرچینه زیاتوي، په عادي ورځو کې له پاکستانه افغانستان ته د « ۱.۴ مېلیونه صادرات او ۱.۶ مېلیونه امریکایي ډالرو واردات» ترسره کېدل.

د معلوماتو پر بنسټ، د تورخم پر فرضي کرښه هره ورځ نږدې لس زره افغانانو تګ راتګ کولو، چې پکې ناروغان، زده‌کوونکي او سوداګرو په ګدون ګڼ نور مساپر شامل دي.

پاکستاني پوله ساتو ځواکونو د تورخم لاره نږدې دوه اونۍ وړاندې وروسته له هغې وتړله، چې طالبانو د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د یوې نوې پوستې او پوځي تاسیساتو پر جوړولو کار پیل کړ او پاکستاني لوري یې سخت مخالفت وکړ.

په تېرې یوې اونۍ کې څو څو ځله که څه هم د یادې لارې د پرانېستل کېدو پر سره د دواړو لوریو مذاکرات هم وشول؛ خو بې پایلې پای ته ورسېدل او ان له هغې وروسته دواړه لوریو پرلپسې وسله‌والې نښتې هم وکړې.

په تورخم کې پاکستاني ځواکونو او طالبانو پر یو بل سپکې او درنې وسلې وکارولې، چې دا د طالبانو تر واکمنۍ راوروسته د دواړو لوریو ترمنځ تر ټولو درنې نښتې بلل کېږي.

تر دې وړاندې پاکستاني ځواکونه او طالبان په خوست، پکتیا، پکتیکا، هلمند او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سره نښتي وو؛ خو د تورخم په څېر د هغو جګړو موده نه وه اوږده شوې.

د دغه نښتو له کبله د تورخم دواړو غاړو ته مساپر بند پاتې دي او شمېر افغان ناروغان د دغه لارې د بندښت له کبله له سختو کړاوونو سره مخ شوي دي.

لا تر اوسه هم د تورخم پر فرضي کرښه د دروازې د پرانېستل کېدو لپاره کومې هیلې نشته او نه هم د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند یا د دروازې د پرانېستل کېدو لپاره د مذاکراتو لپاره کوم څرک لیدل کېږي.

طالبان: یو شمېر بهرنیانو له کندهاره د تاریخي کتابونو او اثارو د قاچاق هڅې کړې دي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې د بهرنیانو په ګډون یو شمېر افغانانو هم په روان کال کې هڅه کړې؛ څو د دغه ولایت د هوايي ډګر له لارې تاریخي کتابونه او فلزي اثار قاچاق کړي.

طالبان وایي، یو شمېر بهرنیانو غوښتل چې «۱۳ډوله فلزي اثار او ۴۱ تاریخي کتابونه» د احمد شاه بابا هوایي ډګر څخه قاچاق کړي؛ خو دوی یې مخنېوی کړی دی.

په دغه ریاست کې د طالبانو د کلتور امر ویلي، د طالبانو د واکمنۍ راهیسې په کندهار کې د دوی موزیم ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی او دوی له تاریخي اثارو ساتنه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کندهار په موزیم کې د ډبرو، برنزو، د کوشانیانو، باختريانو،‌ اسلامي‌ او معاصرو دورو «نږدې ۳زره بېلابېلو ډوله تاریخي اثار» موجود دي؛ خو لا ټول نه دي ثبت شوي.

د هغه په خبره، په یاد ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په دې وروستیو کې د «دغو تاریخي اثارو له ډلې ۱۸۹۶ یې ثبت» شوي دي.

د طالبانو په خبره، په وروستیو درېیو میاشتو کې د کندهار له موزیم څخه «۱۹۰ تنو بهرنیانو» لیدنه کړې، چې د چین، روسیې او یو شمېر اروپايي هېوادونو اوسېدونکي وو.

د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د یاد موزیم لپاره د «چکري» د فرهنګي میراثونو د ساتنې او څېړنو یوې موسسې د نوې ودانۍ جوړیدو چارې هم پیل کړي چې د طالبانو په وینا، نږدې اتیا سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي.

طالبان داسې مهال د تاریخي اثارو د خوندیتوب یادونه کوي، چې دغه ډلې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د افغانستان په ملي موزیم کې یو شمېر مجسمې ویجاړې کړې او یو شمېر یې لوټ شوې. همدا راز یې په بامیانو کې د بودا تاریخي مجسمه پر راکټ ووېشته او یوه برخه یې ورته ونړوله.

طالبان له فرهنګي او تاریخي میراثونو سره په دوښمنۍ مشهور دي؛ خو دغه ډله لا هم په خپلو موزیمونو کې د ژوندیو موجوداتو مجسمو ته اجازه نه ورکوي.

د دغې ډلې اوسنی مشر ملا هبت الله په افغانستان کې د مجسمو د جوړولو تر څنګ د ژوندیو موجوداتو پر انځور اخیستو او نقاشۍ هم سخت بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د مشر دغه سختدریځې لارښوونې د دوی د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت تر څنګ د بېلابېلو وزارتونو له لوري په خورا تونده توګه پلي کېږي او ان د هټیو په بېنرونو کې یې د ژوندیو موجوادتو انځورونه هم څېري کړي دي.

د طالبانو د کابینې یو شمېر غړي هم د ملا هبت الله د دغه سختدریخۍ ملاتړي دي، چې پخوا به یې ځینو د خپلو ناستو ولاړو انځورونه او ویډیوګانې خپرولې؛ خو اوس د خپل مشر تر امر وروسته یوازې غږیز پېغامونه خپروي.

د طالبانو دغه سختدریځي د اسلامي ټولنو تر څنګ نړۍوالې ټولنې هم غندلې او دا یې له اسلامي اصولو سره په تکر کې چلند بللی دی.

اسحاق ډار له افغانستان څخه د امریکایي وسلو د اېستلو په تړاو د ټرمپ له اعلان هرکلی کړی

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۳۶ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له افغانستان څخه د پاتې شویو امریکایي وسلو د اېستلو په تړاو د ټرمپ له اعلان هرکلی کړی دی. پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې دغه وسلې د ټي ټي پي لاسته ورغلې او د دوی په ضد کارول کیږي.

تر دې وړاندې هم پاکستان په وار، وار له ټرمپ څخه غوښتي و، چې په افغانستان کې پرېښودل شوې امریکایي وسلې بېرته ترلاسه کړي.

پاکستان خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې پرېښودل شوې امریکایي وسلې اوس په پاکستان کې د ترهګرو له‌خوا کارول کېږي.

تر دې وړاندې ټرمپ (د کپ ۵مه) د امریکا د محافظه‌کارانو لوی کنفرانس ته په وینا کې ویلي و، یوه امریکایي چارواکي ته یې دنده ورکړې چې له طالبانو څخه د امریکايي وسلو او تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو پلان جوړ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې نوموړي دغه څرګندونې (د کب په ۱۴مه) د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، د امریکا د ملي امنیت سلاکار په دغه خبرو کې د ټرمپ له‌خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د حکومت له هڅو ستاینه او مننه کړې ده.
ورته مهال ښاغلي ډار ویلي، چې پاکستان د ټرمپ او د هغه د ادارې په مشرۍ د امریکا سره د خپلو اوږدمهاله او پراخه اړیکو د جوړولو په لټه کې دی او په دې برخه کې یې د همکارۍ د دوام لپاره د پاکستان پر ژمنو ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کاږي، چې دواړه خواوو د معلوماتي ټکنالوژۍ، انرژۍ او کانونو په برخه کې هم د همکارۍ د پراخولو په تړاو خبرې کړې دي.
دغه خبرپاڼه له هغه وروسته خپرېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د خپلې وینا پرمهال اعلان وکړ، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو پرمهال د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید اصلي طراح یې د پاکستان په همکارۍ نیولی دی.
له هغه وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم پر اېکس پاڼه په یو یادښت کې اعلان وکړ، نیول شوی کس «شریف الله» افغان وګړی دی چې د دغه هېواد په یو لړ بریالیو عملیاتو کې د پاکستاني سرتېرو له‌خوا په ډیورنډ کرښه ونیول شو.