• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسحاق ډار له افغانستان څخه د امریکایي وسلو د اېستلو په تړاو د ټرمپ له اعلان هرکلی کړی

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۳۶ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له افغانستان څخه د پاتې شویو امریکایي وسلو د اېستلو په تړاو د ټرمپ له اعلان هرکلی کړی دی. پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې دغه وسلې د ټي ټي پي لاسته ورغلې او د دوی په ضد کارول کیږي.

تر دې وړاندې هم پاکستان په وار، وار له ټرمپ څخه غوښتي و، چې په افغانستان کې پرېښودل شوې امریکایي وسلې بېرته ترلاسه کړي.

پاکستان خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې پرېښودل شوې امریکایي وسلې اوس په پاکستان کې د ترهګرو له‌خوا کارول کېږي.

تر دې وړاندې ټرمپ (د کپ ۵مه) د امریکا د محافظه‌کارانو لوی کنفرانس ته په وینا کې ویلي و، یوه امریکایي چارواکي ته یې دنده ورکړې چې له طالبانو څخه د امریکايي وسلو او تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو پلان جوړ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې نوموړي دغه څرګندونې (د کب په ۱۴مه) د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، د امریکا د ملي امنیت سلاکار په دغه خبرو کې د ټرمپ له‌خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د حکومت له هڅو ستاینه او مننه کړې ده.
ورته مهال ښاغلي ډار ویلي، چې پاکستان د ټرمپ او د هغه د ادارې په مشرۍ د امریکا سره د خپلو اوږدمهاله او پراخه اړیکو د جوړولو په لټه کې دی او په دې برخه کې یې د همکارۍ د دوام لپاره د پاکستان پر ژمنو ټینګار کړی دی.
خبرپاڼه کاږي، چې دواړه خواوو د معلوماتي ټکنالوژۍ، انرژۍ او کانونو په برخه کې هم د همکارۍ د پراخولو په تړاو خبرې کړې دي.
دغه خبرپاڼه له هغه وروسته خپرېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د خپلې وینا پرمهال اعلان وکړ، چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو پرمهال د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید اصلي طراح یې د پاکستان په همکارۍ نیولی دی.
له هغه وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم پر اېکس پاڼه په یو یادښت کې اعلان وکړ، نیول شوی کس «شریف الله» افغان وګړی دی چې د دغه هېواد په یو لړ بریالیو عملیاتو کې د پاکستاني سرتېرو له‌خوا په ډیورنډ کرښه ونیول شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

نور: طالبان په خپلو کې ژور اختلافات لري او دا وضعیت له خلکو پټ ساتي

۱۶ کب ۱۴۰۳ - ۶ مارچ ۲۰۲۵، ۰۱:۲۴ GMT+۰

د بلخ پخوانی والي او د اسلامي جمعیت مخکښ غړی عطامحمد نور وايي، د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو دا باور ناسم دی چې ګواکې طالبان په افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو پر خلاف مبارزه کولای شي.

نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۶مه) د خیرمحمد خیرخوا په نوم د مقاومت جبهې د یوه قومندان د وژل کېدو تلین په مراسمو کې د انلاین ویډیويي کنفرانس له لارې مطرح کړې دي.

نور پر نړۍوالو غږ کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د طالبانو پر ځای له هغو جریانونو سره همکاري وکړي، څو له دغې پدیدې سره د مبارزه په برخه کې تجربه لري.

د بلخ پخواني والي د طالبانو خپل‌منځي اختلافاتو ته په اشارې زیاته کړې، چې دغه ډله له ژورو اختلافاتو سره مخ ده او په وینا یې، دوی هڅه کوي څو دا وضعیت له خلکو پټ وساتي.

همداراز، د اسلامي جمعیت یاد مخکښ غړی وايي چې د طالبانو واکمني د انحصار، انتحار، چاودنې، د سر غوڅولو، ځان‌غوښتنې، جبر او ستم پر بنسټ رامنځته شوې او زیاتوي، چې دغه ډله له ځان پرته نور پر هېچا باور نه لري.

نور وړاندې وايي، چې د سولې او یو بل منلو باور د طالبانو د رهبرۍ په کچه نشته او په وینا یې، که د دغې ډلې ترمنځ داسې څېرې وي چې وکولای شي د سولې لار هوساینې ته د رسېدو هدف وګڼي او د خلکو پرېکړې ته درناوی وکړي، د زغم او تعامل وړ دي.

د نور په اند، د افغانستان د روان ناورین حل د خبرو له لارې شونی دی او زیاتوي چې د دغه ناروین د پای ته رسېدو لپاره ملي اجماع، اساسي قانون او د خلکو د رایې پر بنسټ د یوه مشروع نظام رامنځته کول دي.

نوموړي همداراز ویلي، چې ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوي، څو له طالبانو وروسته بهیر به داسې یو افغانستان وي چې ټول خلک به یې په سوله او هوساینه کې ژوند کوي.

ورته مهال، عطامحمد نور په خپلې دې وینا کې د مقاومت او ازادۍ جبهې په ګډون د طالبانو ضد خوځښتونو له روانې وسله‌والې مبارزې کلک ملاتر څرګند کړی دی.

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور سیاسي اجماع د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره لومړی ګام بولي او وايي، هغه کسان چې د افغانستان د ستونزې حل لاره یوازې جګړه ګڼي او خلک جګړې ته هڅوي باید له خپلو اولادونو سره د جګړې لومړۍ کرښې ته ولاړ شي.

د یادونې ده، چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د طالبانو ضد د یو شمېر سیاسي مشرانو په یوې مجازي ناسته کې پر هغو کسانو سخته نیوکه کړې وه، چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته باور نه لري او یوازې پوځي لاره د افغانستان د کړکېچ حل ګڼي.

نور ویلي و: «هغوی چې پر جګړې باور لري، باید خپل زامن د جګړې ډګر ته واستوي.»

د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ترهګري کمه او په پاکستان کې ډېره شوې ده

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۰

د سولې او اقتصاد بنسټ د نړۍوالې ترهګرۍ په تړاو په یوه راپور کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په دغه هېواد کې «ترهګري» کمه شوې او په پاکستان کې بیا ۴۵ سلنه ډېره شوې ده.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ترهګري په پاکستان کې د یو زرو او ۸۱ کسانو د وژل کېدو لامل شوی دی.

د اقتصاد او سولې بنسټ په راپور کې زیاته شوې، چې داعش-خراسان په نړۍ کې یوه ډېره فعاله جهادي ډله ګرځېدلې او د خپلو فعالیتونو ساحه یې له افغانستان ور هاخوا پاکستان، ایران، روسیې او مرکزي اسیا ته غځولې ده.

د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان د پرله‌پسې دویم کال لپاره د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې نه دی راغلی، چې له ترهګرۍ ډېر اغېزمن شوي دي.

ورته مهال، سږکال افغانستان د نورو کلونو په پرتله په یوې ښې ډلبندۍ او نهم مقام کې ځای لري.

د ترهګرۍ په تړاو د سولې او اقتصاد بنسټ په راپور کې د دغه کموالي دلیل پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بریدونو له نوملړ څخه د دغې ډلې لرې کول ښودل شوی دی.

د نړۍوالې ترهګرۍ برخې په کلنۍ درجه‌بندۍ کې پاکستان دویم هېواد دی، چې د ترهګریزو بریدونو له امله ورته ډېر تلفات اوښتي دي.

په دغه راپور کې د لوېدیځې افریقا بورکینا فاسو هېواد د ترهګریزو بریدونو په سر کې ځای لري، چې یو زرو ۵۳۲ کسان یې وژل شوي دي.

راپور څرګندوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګري ډېره شوې ده.

د راپور پر بنسټ، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو شمېر له ۲۰۲۱ کال راهیسې پنځه برابره ډېر شوی دی.

د اقتصاد او سولې بنسټ د نړۍوالې ترهګرۍ په راپور کې د دغه زیاتوالي عمده لامل له «افغان طالبانو سره په همغږۍ» د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو شدت بللی دی.

همداراز، په دغه راپور کې ټینګار شوی چې له افغانستان څخه بهر د داعش-خراسان ډلې د فعالیتونو پراختیا د نړۍوالو اندېښنې راپارولي او د اروپایي ټولنې، روسیې او مرکزي اسیا هېوادونو له خوا د امنیتي تدابیرو او د ترهګرۍ ضد اقداماتو د ډېرېدو لامل شوی دی.

د نړۍوالې ترهګرۍ راپور زیاته کړې، چې طالبان پر افغانستان د خپل کنټرول څلورم کال ته په نږدې کېدو نسبي داخلي ثبات ساتلی ، خو نظامي او سیاسي مخالفو ډلو په کابل کې د دغې ډلې واکمني ننګولې ده.

راپور پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو او په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي پر سر د اسلام‌اباد او طالبانو ترینګتیا ته په اشارې وايي، چې د دواړو خواوو اړیکې پیکه شوې دي.

طالبان: راتلونکی کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له دوو مېلیونو ‌‌ډېر نیالګي کېنوو

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۱۱ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د دغې ډلې د چاپېریال ساتنې ادارې په حواله ویلي، چې د راتلونکي لمریز کال په بهير کې به د هېواد په کچه څه باندې دوه مېليونه نيالګي کېنول شي.

دغه اژانس د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۵مه) زیاته کړې، چې تر ۱۴۱۰ لمريز کال پورې به په ټول هېواد کې تر ۲۰۰ مېليونه مثمر او غېرمثمر نيالګي کېنول شي.
په راپور کې راغلي، چې طالبان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د نیالګیو کېنول، یوه مهمه لاره بولي او له هېوادوالو څخه غواړي، څو د نیالګیو په کېنولو کې له دغې ډلې سره ونډه واخلي.

د باختر خبري اژانس د راپور پر بنسټ، طالبان پلان لري څو د راتلونکې کال په بهیر کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې يو مېليون نيالګي کېنوي.

ورته مهال د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویلي، چې دغه وزارت څو ورځې مخکې په ټول هېواد کې د نیالګیو کېنولو یو پروګرام پیل کړی او زیاتوي، چې په ۱۴۰۴ لمريز کال کې به څه باندې ۱۶ مېليونه میوه لرونکي او زینتي نيالګي کېنول شي.

بل خوا د «ټي‌ال‌او» موسسې استازي ویلي، دا مهال نړۍ د اقلیم بدلون له جدي ګواښونو سره مخ ده او افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې راځي، چې له دې برخې ډېر زیانمن شوی دی.
د باختر خبري اژانس په راپور کې دیوناما دفتر استازي الن فیلس په حواله راغلي، چې نوموړي افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله د اقلیمي بدلون یو اغېزمن هېواد بللی او په وینا یې، دغې ستونزې ته پاملرنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.

د نیالګیو د کېنولو په تړاو دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د ۱۰ ځپل شویو هېوادونو په ډله کې دی او طالبان هم د دغه ناورین په مدیریت کې خورا کمزوري دي.

المرصاد: محمدشریف جعفر د کابل هوايي ډګر د برید طراح نه دی

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۰

د کابل نړۍوال هوايي ډګر په دروازه کې پر امریکايي سرتېرو د برید طراح د نیول کېدو په تړاو د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته، د طالبانو استخباراتو اړوند المرصاد رسنۍ په یوه مطلب کې ادعا کړې، چې محمد شریف‌الله د دغه هوايي ډګر د برید طراح نه دی.

د المرصاد دغه مطلب چې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۵مه) خپور شوی، په‌کې راغلي چې محمدشریف‌ په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې نیول شوی و او د اګسټ په ۱۵مه د زندانونو له ماتېدو سره سم له زندان څخه وتښتېد.

یادې استخباراتي رسنۍ زیاته کړې، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې د وسله‌والو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش-خراسان د یو شمېر وسله‌والو له وژل کېدو وروسته دغې ډلې شریف‌ ته مسوولیت وسپاره.

نوموړې رسنۍ ادعا کړې، چې محمد شریف‌ مشهور په «جعفر» په افغانستان کې د داعش خراسان خلافت تر اعلان وروسته له یادې ډلې سره یو ځای شوی و او په وینا یې، نوموړی د تېر جمهوري نظام استخباراتي ځواکونو تر کشف وروسته د ۲۰۱۹ زېږدیز کال پرمهال د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولی و.

د المرصاد په مطلب کې ویل شوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د داعش‌ ډلې یاد غړی، د طالب استخباراتو له خوا عملیاتو او څار له امله د ځان ساتنې په موخه پاکستان ته تښتېدلی و.

د دغې رسنۍ د معلوماتو پر بنسټ، محمدشریف‌ د داعش خراسان په لیکو کې د جعفر ترڅنګ د انجنیر شریف او اجمل په نومونو هم مشهور و.

د المرصاد په وینا، نوموړي په دې وروستیو کې د داعش ډلې د امنیت مسوولو او خپل تر لاس لاندې کسان یې د اسحاقزي په نوم د ټېلګرام چینل له لارې رهبري کول.

دغې رسنۍ ویلي، چې طالبانو د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اپرېل کې په هرات کې د دغې ډلې د ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د عبدالله کابلي او ډاکټر حسین په نومونو دوه کسان ووژل.

المرصاد وايي، چې عبدالله د داعش خراسان څانګې د کډوالو ادارې مسوول و او ډاکټر حسین بیا د دغې ډلې د ځانمرګو بریدونو او د افغانستان د غرب زون نظامي مسوول و.

د دغې رسني په وینا، د ډاکټر حسین او عبدالله کابلي له وژل کېدو وروسته د سپينې ماڼۍ ویاند ویلي و، چې دا کسان د کابل هوایي ډګر د برید طراحان وو او د طالبانو له خوا ووژل شول.

المرصاد د ټرمپ اداره او پاکستان د کابل د هوايي ډګر په برید کې د محمدشریف د رول په تړاو پر مبالغې کولو تورن کړي او زیاتوي، چې دوی دواړه په دې موضوع کې خپلې موخې لري.

د طالبانو اړوند یادې رسنۍ په مطلب کې راغلي دي: «ټرمپ غواړي چې خپل مخکېنی رقیب کمزوری وښيي او د محمدشریف د رول په هکله په مبالغې سره خپله هغه ادعا ثابته کړي چې امریکا او امریکایان تر بل هر چا زیات اهمیت ورته لري او دا نیونه یې ښه ثبوت دی.»

المرصاد زیاته کړې، په پاکستان کې د محمدشریف حضور او نیول کېدل خپله پر پاکستان پوښتنې راولاړوي او هغه راپورونه تصدیقوي چې د داعش-خراسان ځالې په پاکستان کې دي.

د طالبانو د استخباراتو اړوند المرصاد رسنۍ دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې پرون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د خپلې وینا پر مهال ویلي، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل نړۍوال هوایي ډګر د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي میاشت د ځانمرګي برید مسوول نیولی دی.

له بیعته تر انتخاباتو پورې

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۰
•
حلیم فدايي

لکه څنګه چې ټکنالوژیکي وسایل د زمانې له اړتیاوو سره سم تحول مومي، سیاسي او ټولنیزې پروسې هم بدلون کوي. حتی د انسانانو فکر او فهم هم تغییر کوي. دا مفاهیم، که دودیز وي که معاصر، په خپل ذات کې نه اسلامي دي او نه غیر اسلامي.

مهمه دا ده، چې هدف او د تطبیق طریقه یې اسلامي او انساني ارزښتونو سره سمون ولري، نه دا چې یوازې د نامه بدلولو سره مشروعیت ورکړل شي.

همداراز، یوازې د استبدادي نظامونو ته اسلامي نومونه ورکول د هغوی ماهیت نه بدلوي. حکومت هغه وخت اسلامي او عادلانه ګڼل کېدای شي، چې په ټولو پریکړو کې د ټول ولس ګډون یقیني شي، نه دا چې قدرت یوازې د یوه محدود قشر انحصار شي.

دوکتور برهاني خپله یوه لنډه تبصره په دې ډول له ماسره شرېکه کړه: «اصطلاح «اهل حل و عقد» نه حکمی قرآنی است و نه حدیثی نبوی، بلکه مفهومی اجتهادی است که مسلمانان در یک سیاق و شرایط تاریخی خاص بر آن توافق کرده‌اند. با تغییر زمان و شرایط، این اصطلاح به همان شکل الزام‌آور نیست، زیرا نیازها تغییر کرده‌اند.»

غواړم لاندې مفاهیم له یو او بل سره پرتله کړم. جرګه او اهل و عقد، بیعت او انتخابات، شورا او پارلمان.

جرګه او اهل حل و عقد

جرګه د افغانانو دودیزه مشورتي او تصمیم نیوونکې غونډه ده، چې قومي مشران، علماء، او اغېزناک شخصیتونه پکې برخه اخلي. دا تر ډېره حده د قومي شخړو، سیاسي ستونزو، او ټولنیزو مسایلو د حل لپاره جوړېږي.

اهل حل و عقد د اسلامي فقهي اصطلاح ده، چې هغو کسانو ته ویل کېږي، چې د امت د مهمو چارو د حل، د مشرتابه د ټاکلو یا لیرې کولو صلاحیت لري. دا یو دیني مفهوم دی، چې د اسلامي حکومتونو د مشروعیت له بحثونو سره تړاو لري.

100%

بیعت او انتخابات

بیعت د اسلامي سیاسي نظام یوه مهمه اجتهادي برخه ده، چې پکې خلک خپل مشر ته د اطاعت لوړه کوي. دا د اسلامي خلافت، امارت، او نورو مشرتابه سیستمونو لپاره اساسي و، او د رسول الله ﷺ له وفات وروسته د خلافت د مشروعیت وسیله وه.

انتخابات یو معاصر سیاسي مفهوم دی، چې د ولسواکو حکومتونو د مشرتابه د ټاکلو لپاره کارېږي. دا سیسټم د رایې اچونې له لارې د خلکو مشارکت ته زمینه برابروي.

شورا او پارلمان

شورا یو اسلامي مفهوم دی، چې د مشورې پر اصل ولاړ دی. دا د قران کریم له لارښوونو څخه ده: “وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ” (الشوری: ۳۸). د اسلام په سیاسي تاریخ کې د خلفاؤ راشدینو مشورتي مجلسونه، د فقهاؤ مشورې، او د علماوو ټولنې د شورا بېلګې دي.

پارلمان د معاصرو دولتونو مقننه قوه ده، چې د خلکو منتخب استازي پکې برخه لري، قوانین جوړوي، او د حکومت نظارت کوي.

شورا یو مشورتي دیني اصل دی، چې د اسلامي حکومتونو لپاره لارښود ګڼل کېږي، خو پارلمان یو معاصر حکومتي جوړښت دی، چې قانون جوړونه، سیاسي استازیتوب، او د دولت د اجرائیوي برخو کنټرول پر غاړه لري.

جرګه، اهل حل و عقد، بیعت، او شورا د اسلامي تمدن او دودیزو ټولنو مفاهیم دي، چې په تاریخي لحاظ د مشرتابه، مشورې، او مشروعیت بڼې ښيي. برعکس، پارلمان او انتخابات د معاصر سیاسي نظم برخې دي، چې د ولسواکۍ، د خلکو د استازیتوب، او قانون جوړونې اصولو ته وده ورکوي.

سره له دې، ځینې اسلامي دولتونه او ټولنې هڅه کوي، چې دا مفاهیم سره تطبیق کړي، لکه د اسلامي شوراګانو رامنځته کول، د بیعت دیني اړخ د معاصرو انتخاباتو سره یوځای کول، او د اهل حل و عقد د مفهوم د نوي تعریف هڅې.

100%

یو ګډ ټکی په ټولو مفاهیمو کې شته، او هغه د ولس سیاسي مشارکت او د مشر یا زعیم ټاکل دي. که څه هم د بیعت، شورا، جرګې، او اهل حل و عقد دودیز او دیني مفاهیم دي، او انتخابات او پارلمان معاصر مفاهیم، خو ټول په یوه اساسي اصل ولاړ دي او هغه د خلکو یا د هغوی د استازو له لارې د مشرتابه مشروعیت تثبیتول.

په دودیزو سیستمونو لکه جرګه او اهل حل و عقد کې، مشران د قومي مشرانو، علماوو، یا مخورو شخصیتونو له مشورې او پرېکړې وروسته ټاکل کېدل، چې دا یو ډول غیرمستقیم ولسي استازیتوب ګڼل کېدای شي. همداراز، د بیعت مفهوم که څه هم دیني بڼه لري، خو عملي توګه پکې د خلکو ګډون اړین و، ځکه چې بیعت به د امت د رضایت نښه ګڼل کېده.

په معاصرو سیستمونو کې، لکه انتخابات او پارلمان، دا پروسه لا شفافه او رسمي شوې، چیرې چې ولس مستقیمه رایه ورکوي او خپل مشران ټاکي. د ولسواکۍ اساسي اصل هم همدا دی، چې خلک د حکومت، قوانینو، او مشرتابه په ټاکنه کې فعاله ونډه واخلي.

نو که څه هم د تاریخ په اوږدو کې د مشرتابه د ټاکلو بڼې بدلې شوې، خو د خلکو مشارکت د ټولنیز او سیاسي مشروعیت یو ثابت اصل پاتې شوی، که هغه د جرګې له لارې وي، که اهل او عقد، که د شورا، که د بیعت، او که د انتخاباتو له لارې.

په ټولو سیاسي او مشورتي پروسو کې داسې هېڅ انحصاري یا محدود شرط نشته، چې یوازې یو خاص قشر د مشر یا زعیم د ټاکلو حق ولري. د حکومت مشروعیت هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې ټول خلک یا د ټولنې بېلابېل قشرونه د مشرتابه د ټاکلو حق ولري، نه دا چې یوازې یو ځانګړی قشر، لکه ملایان، عالمان، مېرمنې، ځوانان، یا یوازې د یوه ځانګړي تخصص خلک لکه تجاران، کسبه کاران، تکنوکراتان او... واک ترلاسه کړي.

که مشرتابه یوازې د یوې ځانګړې ډلې له لوري وټاکل شي، نو دا به د ولس د سیاسي مشارکت د محدودولو سبب شي، چې پایله به یې د حکومت د مشروعیت له منځه تلل وي. د مشروع حکومت بنسټ دا دی، چې ټول خلک – بې له دې چې د جنس، عمر، مسلک، یا مقام له مخې توپیر ورکړل شي – د مشرتابه په ټاکلو کې ونډه ولري.

همداراز، که یوازې یوه ډله واکمن ټاکي، دا به د استبداد، سیاسي انحصار، او ټولنیزو نارضایتونو لامل شي، ځکه چې حکومت د ټول ملت استازیتوب نه کوي. نو د مشروعیت د دوام لپاره، باید سیاسي مشارکت پراخ وي او ټول قشرونه د تصمیم نیولو په بهیر کې شریک وي، تر څو دولت د ولس د حقیقي ارادې استازیتوب وکړای شي.

یو بل ګډ ټکی چې په پورته ټولو پروسو کې ګډ دی هغه دادی چې که مشرتابه یوازې د یوه خاص قشر (لکه عالمان، اشراف، پوځي چارواکي، یا کومه بله ځانګړې ډله) له لوري وټاکل شي، نو دا به نامشروع، غیرعادلانه، او د اسلامي عدالت له اصولو سره په ټکر کې وي.

اسلامي اصول د مشورې (شورا)، عدل، او د امت د رضایت پر اساس ولاړ دي. که یو نظام د خلکو د پراخ ګډون له لارې رامنځته شي، نو هغه به شرعي، عادلانه، او ټول‌منلی وي. خو که واک یوازې د یوې ځانګړې ډلې انحصار شي، دا به نه یوازې د ټولنیزو نارضایتونو، مخالفتونو، او بې‌ثباتۍ لامل شي، بلکې دا د اسلامي شریعت له اصولو سره هم سمون نه لري، ځکه چې اسلام د مشورې او عدالت دین دی، نه د انحصار او استبداد.

همداراز، یوازې د استبدادي نظامونو ته اسلامي نومونه ورکول د هغوی ماهیت نه بدلوي. حکومت هغه وخت اسلامي او عادلانه ګڼل کېدای شي، چې په ټولو پریکړو کې د ټول ولس ګډون یقیني شي، نه دا چې قدرت یوازې د یوه محدود قشر انحصار شي.

اوس له انتخاباتو او پارلمان څخه بېرته بیعت او اهل حل و عقد ته رجوع کول داسې ده، لکه موټر، الوتکه، او عصري ټرانسپورټ غیر اسلامي ګڼل، او پر آس یا خره سپرېدل اسلامي ګڼل. یا دا چې په معاصر طبابت درملنه غیر اسلامي وګڼل شي، خو دم او تعویذ ته اسلامي ارزښت ورکړل شي. همداراز، که په توره جنګ اسلامي، خو د راکټ او عصري وسلو استعمال غیر اسلامي وګڼل شي، دا به یو غیرمنطقي او غیر عقلاني تفکر وي.

لکه څنګه چې ټکنالوژیکي وسایل د زمانې له اړتیاوو سره سم تحول مومي، سیاسي او ټولنیزې پروسې هم بدلون کوي. حتی اد انسانانو فکر او فهم هم تغییر کوي. دا مفاهیم، که دودیز وي که معاصر، په خپل ذات کې نه اسلامي دي او نه غیر اسلامي. مهمه دا ده، چې هدف او د تطبیق طریقه یې اسلامي او انساني ارزښتونو سره سمون ولري، نه دا چې یوازې د نامه بدلولو سره مشروعیت ورکړل شي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.