طالبان: راتلونکی کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له دوو مېلیونو ډېر نیالګي کېنوو

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د دغې ډلې د چاپېریال ساتنې ادارې په حواله ویلي، چې د راتلونکي لمریز کال په بهير کې به د هېواد په کچه څه باندې دوه مېليونه نيالګي کېنول شي.