• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره: د کابل هوايي ډګر په برید کې حفیظ حقاني لاس لري

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۲۳ GMT+۰

د سي‌ای‌اې پخوانۍ مامورې سارا اډمس د ټرمپ هغه ادعا ننګولې چې وايي، د کابل هوايي ډګر په ابي دروازه کې پر امریکایي سرتېرو د داعش-خراسان ډلې برید مسوول په پاکستان کې نیول شوی او متحده‌ایالاتو ته سپارل شوی دی.

نوموړې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۵مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې ادعا کړې، چې دا برید د حفیظ حقاني په نوم د یوه طالب ترهګر په امر ترسره شوی دی.

د سي‌ای‌اې پخوانۍ مامورې حفیظ حقاني د اېمن‌الظواهري زوم بللی او زیاتوي، چې نوموړی د حقاني او الظواهري په دوو خاندانو پورې تړلی کس دی.

سارا اډمس زیاته کړې، چې دا برید داعش خراسان ډلې نه دی کړی او په وینا یې، امریکا له طالبان سره د یوې پټې اړیکې او معاملې له امله اصلي روایت نه مطرح کوي.

همداراز، هغې ټینګار کړی: «د دښمن د ملاتړ په صورت کې هېڅکله نه‌شو کولای هغه مات کړو.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پرون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د خپلې وینا پر مهال ادعا کړې، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل نړۍوال هوایي ډګر د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي میاشت د ځانمرګي برید مسوول نیولی دی.

امریکایي چارواکو د داعش خراسان ډلې د دغه غړي نوم «شریف‌الله» ښودلی او ویلي یې دي، چې هغه په امریکا کې محاکمه کېږي.

د یادونې ده، چې د کابل د هوایي ډګر پوځي دروازې ته څېرمه په «ابي دروازه» کې د ۱۴۰۰ لمریز کال په وږي میاشت کې ځانمرګي برید ۱۳ امریکایي سرتېري او ۱۷۰ افغان ملکیان ووژل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا خپل ۷۰ ملګري او نږدې خپلوان په لوړو بستونو کې ګومارلي دي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۱۶ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي سندونه ښيي، چې په بلخ ولایت کې د طالبانو والي یوسف وفا خپل نږدې ۷۰ ملګري او خپلوان په لوړو دولتي بستونو کې ګومارلي دي.

په سندونو کې لیدل کېږي، چې نوموړي خپل ملګري او خپلوان په دغه ولایت کې د ریاستونو، مرستیالۍ، ویاندویۍ او د امریت تر کچې ګومارلي دي.
د دغو سندونو له مخې، یوازې اتلس کسان د ریاستونو په بستونو کې ګومارل شوي دي.
د یوسف وفا له خوا ګومارل شوي نور کسان هم په ملکی او نظامي ادارو کې ځای پرځای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د سلواغې په ۲۷مه هم د بلخ ولایت مقام کې سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د بلخ والي یوسف وفا خپل نږدې کسان په ریاستونو، مدیریتونو او امریتونو کې ګومارلي دي.
د سرچینو په وینا، د بلخ والي یوسف وفا د ملاهبت الله د فرمان خلاف تر خپل واک لاندې دولتي ادارو کې د خپلوانو ترڅنګ خپل ملګري ټاکلي دي.
هغه وخت سرچینو دا هم ویلي و، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي له خوا ګومارل شوي اداري چارواکي ډېری یې د کندهار اوسېدونکي دي.
د طالبانو د کندهار پخوانی او د بلخ اوسنی والي یوسف وفا چې د دې ډلې د مشر له نږدې کسانو هم شمېرل کېږي، په داسې حال کې یې دغه ګومارنې کړي، چې ملا هبت الله اخواندزاده په یوه فرمان کې له طالبانو غوښتي وو، چې تر خپل واک لاندې ادارو کې خپلوان او انډيوالان د اړیکو پر بنسټ ونه ګوماري.
یوسف وفا یوازینی طالب چارواکی نه دی، چې د خپل مشر له دغه فرمان څخه سرغړونه کوي او خپل ملګري او نږدې خپلوان په دندو ګوماري، تر دې وړاندې هم د طالبانو د ډېری چارواکو په اړه ویل شوي چې په اړوندو ادارو، وزارتونو، ریاستونو او مدیریتونو کې د خپلو کورنیو غړي او نږدې ملګري ګوماري.
د یو شمېر راپورونو له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، د کانونو او پټرولیم وزیر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلې کورنۍ غړي په دولتي دندو کې ګومارلي دي.
ډېری وخت د عامو خلکو شکایتونه دا دي، چې طالبان وړ او مسلکي کسان له دندو لرې کوي او د خپلو کورنیو او ملګرو ترڅنګ هغه کسان په دندو ګوماري چې له مدرسو فارغان دي او یا هم په تېرو شلو کلونو کې د دوی په لیکو کې جنګېدلي دي.

100%
100%
100%

افغان ایواک: ښايي راتلونکې اونۍ امریکا ته د افغانانو پر سفر بندیز ولګیږي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د افغانانو د تخلیې یوه سازمان ( افغان ایواک) له هغو افغانانو چې د امریکا ویزه لرونکی پاسپورټ یا سفري اسناد لري، د عاجل سفر کولو غوښتنه کړې ده. دوي وايي، معلومات یې تر لاسه کړي چې ښايي په راتلونکې اونۍ کې امریکا ته د افغانانو پر سفر بندیز ولګیږي.

یاد سازمان د امریکا په بهرنیو چار وزارت کې د ځینو سرچینو له قوله وايي، چې د افغانانو (او احتمالي نورو ډلو) لپاره راتلونکې اونۍ د سفر بندیز اعلانیدل ممکن دي.

که څه هم د دغه بندیز بشپړ جزییات لا تر اوسه روښانه نه دي، خو سازمان د سفر کولو د بېړنۍ غوښتنې پر اهمیت ټینګار کړی، څو افغانان له دغه بندیزه اغیزمن نه شي.

تر اوسه د امریکا هېڅ حکومتي ادارې دا خبر نه دی تایید کړی.

ایران په روان کال کې یوازې په تهران کې ۲۵۰ زره افغان کډوال نيولي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د تهران والي رسنيو ته ویلي، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه يې په دغه ولایت کې ۲۵۰ زره هغه کډوال نيولي، چې د اوسېدو اسناد یې نه درلودل. محمد صادق معتمدیان ایراني شرکتونو او کمپينو ته هم جدي خبرداری ورکړی، چې ناقانونه کډوالو ته کارونه ور نه کړي.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان د چار شنبې په ورځ د ایران ایسنا اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې د بې اسناده کډوالو د نیولو او ایستلو په برخه کې وروستي جدي اقدامات تر سره کوي.

نوموړي ټينګار کړی، چې غير قانوني کډوال تر پيژندلو وروسته د خاواران پنډ غالي له لارې خپل هېواد ته لېږدول کيږي.

د تهران والي وايي، چې د غير قانوني کډوالو د نیولو او ایستلو اړوند یې د کورنیو چارو وزارت پلان عملي کړی دی.

هغه زياته کړه: «د دغو وګړو د پيژندلو تر څنګ مو دا اعلان هم کړى دى چې بې اسناده کډوال دې په خپله خوښه د خاواران کمپ ته ولاړ شي او خپل ځانونه دې معرفي کړي څو خپل هيواد ته د هغوى د ستنيدو کړنلارې ترسره شي.»

محمد صادق معتمدیان زياته کړه، چې په همدې کال کې يې يوازې په تهران کې ۲۵۰ زره بې اسناده کډوال نيولي، چې د خاواران پنډغالي له لارې به هېواد ته ولېږدول شي.

د معتمدیان په وینا، له هغو سوداګریزو اتحادیو، شرکتونو او کمپينو سره به قانوني چلند وشي او مرکزونه به یې هم وتړل شي، چې بې اسنادو کډوالو ته دندې ورکوي.

نوموړي خبر ورکړی، چې په ټول ایران کې د کورنيو چارو وزارت د تګلارې له مخې د بې اسنادو کډوالو پېژندل او نیول پیل شوي دي.

تېره اونۍ د ایران سمنان ولایت د امنیتي چارو مدیر محمود قدرتي ويلي و، چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه ۱۴زره افغان کډوال نیول شوي او له دغه ولایت څخه اېستل شوي دي.

که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته په خپل وروستي سفر کې له طالبانو سره ژمنه کړې وه، چې په خپل هېواد کې به له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار اخلي خو داسې ښکاري چې ایران د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې جدي دی.

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د زده کړو فعال وزیر خان بې قید او شرطه خوشی کړي

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۵۷ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د استخباراتو له لوري د ماشومانو د زده کړو فعال وزیرخان پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې. طالب استخباراتو وزیر خان څو ورځې وړاندې د کابل په بتخاک سیمه کې له خپل کوره وړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې ویلي، چې طالبان دې بې قید او شرطه وزیر خان خوشی کړي.

د ماشومانو د زده کړو فعال وزیر خان کورنۍ د کب پر شپږمه ویلي و، چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو په داسې حال کې له خپل کوره وړی چې لاسونه او سترګې یې ور تړلي وو.

د وزیر خان کورنۍ ویلي، چې تر اوسه د نوموړي په اړه معلومات نه لري چې استخبارات به هغه چېرې ساتي.

وزیر خان د کابل په بتخاک سیمه کې د قومي مشرانو په مشوره د ماشومانو لپاره وړیا د زده‌کړو ټولګی جوړ کړی و.

د وزیرخان خپلوانو تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې هغه له نیول کېدو یوه میاشت وړاندې د بغلان استخباراتو هم ور غوښتی و.

طالبانو تر اوسه د ماشومانو د زده کړو ددغه فعال د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د متحده عربي اماراتو ټرانزيټي توکي د ایران له لارې افغانستان ته ورسېدل

۱۵ کب ۱۴۰۳ - ۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۰

له متحده عربي اماراتو څخه ۴۰ کانټنره بوره او د ایران د سمنټو ۶ واګونه د خواف – هرات اورګاډي پټلۍ له لارې د روزنک تمځای ته رسېدلي دي.

د افغانستان د ریل پټلۍ د پراختيا ادارې مشر مصطفی رضايي د چارشنبې په ورځ له ایرنا سره په خبرو کې ویلي: «دا کارګو له متحده عربي اماراتو څخه لومړی ترانزیت دی او ۱۲۰۰ټنه وزن لري چې له بندر عباس څخه بار شوی او د اورګاډي له لارې د شمتیغ له پولې افغانستان ته لیږدول شوي دي.»

نوموړي ويلي، چې په وروستيو کې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ له لارې افغانستان ته مواد لېږدول کېږي، چې لویه برخه یې سیمنټ دي.

رضايي وویل چې په افغانستان کې د ریل ګاډي د تګ راتګ لپاره د یوې مسلکي او تخصيصي ډلې ګومارل، د ایران له ريل پټلۍ سره بشپړه همکاري او د افغان سوداګرو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کول په دې برخه کې لا پرمختګونه رامنځ ته کوي.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر هم د متحده عربي اماراتو څخه د لومړي ټرانزيټي اورګاډي د رسېدو په اړه ویلي: «د سوداګرو او صنعت‌کارانو لپاره لازمې اسانتیاوې يې برابرې کړي، چې د دوی سوداګریز توکي د خواف-هرات اورګاډي پټلۍ له لارې په چټکۍ ولېږدول شي.»

د ایرنا د راپور له مخې، د خواف – هرات اورګاډي پټلۍ د افغانستان په لوېدیز هرات کې د ایران د اورګاډي د شبکې په نښلولو سره په سیمه ییزو اړیکو کې مهم رول لري او د نړۍ د ختیز – لوېدیز د اورګاډي پټلۍ د یوې برخې په توګه یې له چین، قرغبزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ دوه زره کیلومتره لاره جوړه کړې ده.