• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خېبرپښتونخوا کې یوه سړي د ۸۲ کلنې مور په ګډون د خپلې کورنۍ درې غړي ووژل

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۰۰ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د خېبرپښتونخوا په «نوشېره» سیمه کې یوه سړي خپله ۸۲ کلنه عمرخوړلې مور، یوه خور او یو ورور وژلي او بیا له سیمې تښتېدلی دی.

نوموړې ورځپاڼې د جمعې پر ورځ د شپې ناوخته (د مارچ ۷مه) د خېبرپښتونخوا د نوشېره سیمې د پولیسو ویاند عدنان دُراني له قوله څرګنده کړې چې دا پېښه له روژه‌ماتې څو شېبې مخکې رامنځته شوې ده.

د نوشېره پولیسو ډان ورځپاڼې ته ویلي چې د پېښې په تړاو پلټڼې روانې دي او زیاتوي چې د وژل شویو کسانو مړي یې د هغوی کورنۍ ته سپارلي دي.

د نوشېره سیمې د پولیسو ویاند په خبره، قاتل د برېښنا لینونو پرسر له لفظي شخړې وروسته پر خپلې ۸۲ کلنې مور، ورور او خور ډزې کړي، چې درې واړو په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

عدنان دُراني ډان ورځپاڼې ته وویل: « کله چې مونږ سیمې ته ورسېدو دوې مېرمنې او یو سړی پر وینو لیت پیت پراته وو. درې واړه ډېر شدید ټپیان شوي وو. د پابي روغتون ته مو ولېږدول، خو د ژورو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.»

په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا په نوشېره سیمه کې جنايي پېښې ډېرې شوي دي. د یادونې ده چې څه موده مخکې هم په دې سیمه کې په «ملالۍ» مشهور د لایق‌خان په نوم یو نرښځی د خپل نږدې ملګري له‌خوا وژل شوی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد او راولپېنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک کړ

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۰

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ځپونکي سیاست په دوام، د دغه هېواد پولیسو په اسلام‌اباد او راولپېنډۍ ښارونو کې یو شمېر افغان کډوال نیولي او د «حاجي کمپ» په نوم د کډوالو پنډغالي ته یې لېږدولي دي.

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د سرچینو له خوا په رسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې پاکستاني پولیسو د سپین‌ږیرو په ګډون د «پي‌اوار» کارټونو درلودونکي یو شمېر افغان کډوال نیول او بندیان کړي دي.

افغان کډوال چې له تېرو څو مودو راهیسې د پاکستاني پولیسو له ځورونې څخه په امان کې نه دي، له مسوولو ادارو د مرستو غوښتنه کوي چې غږ یې واوري.

دا نیول داسې مهال کېږي چې څه موده مخکې په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت په یوه بیان کې ویلي و چې د دوی له اطلاع پرته د پاکستان حکومت غواړي له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو څخه افغان کډوال وباسي.

د طالبانو سفارت زیاته کړې وه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو منلې څو له اسلام‌اباد او راولپېنډۍ او په نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو د اېستلو پلان قطعي او حتمي دی.

دا چاره وروسته له هغې ګړندۍ کېږي چې تازه د پاکستان کورنیو چارو وزارت له اسنادلرونکو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د مارچ مياشتې تر وروستۍ نېټې له دغه هېواد څخه ووځي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې حکومت د ټولو بې‌اسناده کډوالو ترڅنګ د اسنادلرونکو افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه هم کړې او په وینا یې، دوی ته د اېستلو لپاره پوره وخت ورکړل شوی څو له پاکستان څخه ووځي.

په اعلامیه کې راغلي: «ټولو غیرقانوني بهرنیانو او افغان اسناد لرونکو وګړو ته سپارښتنه کیږي، چې د دې میاشتې د ۳۱ نېټې څخه مخکې په خپله خوښه له هېواد څخه ووځي؛ له هغه وروسته اېستل به د راتلونکې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شي.»

له پاکستان څخه د کډوالو اېستلو پروسه د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې پيل شوه.

پاکستاني چارواکو ویلي، هغه کسان چې په دغه هېواد کې پاته کېږي باید ټول قانوني پروسې بشپړي او د دوی اساسي قانون ومني.

له تېرو دوو میاشتو را په دېخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات تر سره شوي او لا هم روان دي.

د همدې کب مياشتي په لړمړیو کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي و، چې د پاکستان حکومت دوی ته له اطلاع پرته له پلازمېنې او راولپنډۍ نه د افغانانو د اېستلو پرېکړه کړې ده او په نږدې راتلونکي کې غواړي، چې ټول افغان کډوال وباسي.

پاکستان له اسناد لرونکو افغان کډوالو وغوښتل چې د روانې میاشتې تر يایه له دغه هېواد ووځي

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۴۱ GMT+۰

د پاکستان کورنیو چارو وزارت له اسناد لرونکو افغان کډوالو غوښتنه کړې چې د مارچ مياشتې تر وروستۍ نېټې له دغه هېواده ووځي. د وزارت په اعلامیه کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی شوی، چې د راتلونکې میاشتې له لومړۍ به د کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې حکومت د ټولو بې اسناده کډوالو ترڅنګ د اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې.

پاکستاني چارواکي وايي، دغو کډوالو ته د ایستلو لپاره پوره وخت ورکړل شوی او د کډوالو د ستنېدو پر مهال به له هیچا سره ناسم چلند نه کيږي.

په اعلامیه کې راغلي: «ټولو غیرقانوني بهرنیانو او افغان اسناد لرونکو وګړو ته سپارښتنه کیږي، چې د دې میاشتې د ۳۱ نیټې څخه مخکې په خپله خوښه له هیواد ووځي؛ له هغه وروسته ایستل به د راتلونکې میاشتې له لومړۍ نیټې پیل شي.»

له پاکستانه د کډوالو ایستلو پروسه د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې پيل شوه.

پاکستاني چارواکو ویلي، هغه کسان چې په دغه هېواد کې پاته کېږي باید ټول قانوني پروسې بشپړي او د دوی اساسي قانون ومني.

له تېرو دوو میاشتو را په دېخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات تر سره شوي او لا هم روان دي.

د همدې کب مياشتي په لړمړیو کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي و، چې د پاکستان حکومت دوی ته له اطلاع پرته له پلازمېنې او راولپنډۍ نه د افغانانو د اېستلو پرېکړه کړې ده او په نږدې راتلونکي کې غواړي، چې ټول افغان کډوال وباسي.

د سفارت په خبره، چې دا د پاکستان د حکومت رسمي پرېکړه ده.

ایمل ولي خان: امریکا ته د داعش د یو غړي سپارلو پور به بیا پښتونخوا او بلوچستان پرې کوي

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۰

د عوامې نشنل ګوند مشر وايي، د پاکستان له لوري امریکا ته د داعش د یو غړي سپارلو پور به بیا پښتونخوا او بلوچستان پرې کوي. ایمل ولي خان د پاکستان ولسمشر ته د پښتنو او بلوڅو د نسل وژنې او د ترهګریزو بریدونو په وړاندې د حکومت د چوپتیا په اړه د پرانیستې لیک لیږلو پرېکړه هم کړې.

ایمل ولي خان د پاکستان له لوري امریکا ته د داعش یوه غړي سپارلو او له ترهګرۍ سره د پاکستان د مبارزې په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونو ته د پاکستاني چارواکو خوښۍ ته په غبرګون په اېکسپاڼه لیکلي: «هغه کسان چې د ټرمپ څرګندونو ته خوشالي کوي مطلق ناپوه وبولم که بل څه؟»

نوموړي د پاکستان له لومړي وزیر پوښتلي، چې امریکا ته د داعش غړي په سپارلو سره به له داعش سره د دغې دښمني پور پښتونخوا او که بلوچستان ادا کوي.

نوموړی وايي:« د داعش د یوه غړي په نیولو سره پاکستان د امریکايي سرتیرو د وژنې غچ اخیستلی شي، نو تر اوسه چې په پاکستان کې سلګونه زره عام وګړي، پولیس او پوځیان ستاسو د پالیسیو په پایله کې د پیل شوې ترهګرۍ قرباني شوي دي د دې غچ به څوک او څه وخت واخلي؟»

ایمل ولې خان پر پاکستان ږغ کوي؛ چې د امریکایانو د خوښۍ او ډالرو لپاره د پښتونو او بلوڅانو قتل عام مه کوئ.

نوموړی خبرداری ورکوي او وايي، که دا لړۍ ونه درول شي اغیز به یې ښه نه وي.

پر همدغه مهال د عوامي نشنل ګوند ویلي، چې ایمل ولي خان به د پاکستان ولسمشر ته به په پښتونخوا او بلوچستان کې د روانو نامنیود زیاتوالي، د پښتنو او بلوڅانو د عام وژني په اړه د ریاستي ادارو د چوپتیا په اړه یو پرانیستۍ لیک ولیږي.

د عوامې نېشنل ګوند مشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړی، چې څو ورځې وړاندې پاکستان د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید مسوول شریف الله امریکا ته وسپاره او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه کس د نیونې په برخه کې د پاکستان له همکارۍ مننه وکړه.

دې پېښې ته په غبرګون کې د طالبانو حکومت وویل، چې پاکستان کې د شریف الله نیول ښيي چې اسلام اباد د داعش ملاتړ کوي او د دې ډلې مرکزونه هم هلته دي.

خواجه اصف: عمران خان، جنرال باجوه او فیض حمید په لوی لاس طالبان په پاکستان کې دېره کړل

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۱۲ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او پخوانیو پوځي مشرانو د طالبانو د بېرته راوستو پرېکړه کړې وه چې د هېواد امنیتي وضعیت یې پرې خراب کړ.

خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته وویل، چې د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د داخلي استخباراتو(ISI) پخواني مشر جنرال فیض حمید په ګډه پرېکړه کړې وه چې د «ټي‌ټي‌پي وسله‌وال» پاکستان ته راوستل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغې پرېکړې له امله د خیبر پښتونخوا او نورو سیمو امنیتي وضعیت خراب شوی او ترهګري یو ځل بیا زیاته شوې ده.

خواجه اصف وویل: «دا یوه ګډه پرېکړه وه، دا درې واړه د طالبانو د بېرته راوستو مسوولین دي».

هغه دا هم وویل، د خېبر پښتونخوا حکومت چې د تحریک انصاف ګوند تر مشرۍ لاندې دی؛ د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو پر ځای یې د عمران خان سیاسي جګړو ته زیات اهمیت ورکړی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر د سیاسي روغې جوړې غوښتنې هم رد کړې او ویې ویل، چې پر حکومت د پرلپسې بریدونو له امله د خبرو اترو امکان نشته.

هغه وویل: «څنګه کولای شو له هغو خلکو سره روغه وکړو، چې څلور ځله یې پر حکومت بریدونه کړي او اوس وایي چې تر اختر وروسته به بیا بریدونه کوي؟ یوازینۍ حل‌لاره د مقاومت سیاست دی».

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو د زیاتېدونکو فعالیتونو یو لوی لامل په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې دي، چې له یاد هېواده د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته یې سیمه کې امنیت ته زیان رسولی دی.

خواجه اصف د پاکستان له لوري امریکا ته د داعش د یوه غړي «محمد شریف الله» د سپارلو دفاع وکړه او ټینګار یې وکړ، چې پاکستان لا هم د ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې دی.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د یادې ډلې د متحدینو «ټي‌ټي‌پي» فعالیتونه پراخ شوي او هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې له پاکستاني پوځیانو سره په جګړو اوښتې وي.

پاکستان ادعا کوي، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې «ټي‌ټي‌پي» ته پناه ځایونه ورکړي او مالي ملاتړ یې هم کوي او له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

که څه هم افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره د ملګرتیا اړیکې مني؛ خو د پاکستان دا ادعاوې یې تل رد کړې، دي چې ګوندې د افغانستان خاوره یې د دوی پر ضد کارولې ده او «ټي‌ټي‌پي» ته یې پټنځایونه ورکړي دي.

د حنیف اتمر پوښتنه: ایا پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي که ترهګر روزي؟

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۱۳ GMT+۰

د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان دننه د داعش ډلې د غړي محمد شریف الله نیول کېدل په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د ملاتړ او حضور په تړاو جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

اتمر ویلي، افغانان له هر هغه اقدامه ملاتړ کوي چې پرته له تبعیضه ټول ترهګر او د هغوی ملاتړي عدالت ته راکاږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د شریف‌الله نیول کېدل په پاکستان کې یو شمېر مهمې پوښتنې راولاړې کړې دي.

هغه زیاته کړې:« څنګه د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن او د نورو ترهګرو ډلو غړي په پاکستان کې، ان د ښارونو دننه او د پوځیانو اډو ته نږدې پناه مومي؟».

د افغانستان د بهرنیو چارو دغه پخواني وزیر د پوښتنې په ډول لیکلي، چې « ایا دا د پاکستان د پوځ ناکامي ده؛ که د خودسره عناصرو کار او که د پاکستان د دولت د رسمي تګلارې برخه ده؟»

اتمر همداراز د ملګرو ملتونو د څارونکو او بهرنیو ډېپلوماټانو هغو راپورونو ته اشاره کړې، چې ښيي طالبان خپلو بهرنیو متحدینو ته په افغانستان کې پناه ورکوي؛ خو په عین حال کې د داعش خراسان پر ضد پراخ عملیات کوي.

نوموړې پوښتنه کړې: «ایا موږ د دې شاهدان یو، چې په سیمه کې د زورواکو نیابتي ډلو څخه نوی فصل پیل شوی ټي‌ټي‌پي د پاکستان پر ضد او داعش خراسان د افغانستان پر ضد؟».

اتمر د پاکستان د پوځ پر « دوه مخې تګلاره» اندېښنه څرګنده کړې.

هغه په دې باور دی، چې پاکستان له یو لوري ترهګر روزي، ترې ملاتړ کوي او له بل لوري د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ادعاوې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو دغه پخوانی وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې وړمه ورځ پاکستان د کابل هوایي ډګر کې د ځانمرګي برید یو طراح محمد شریف تر نیول کېدو وروسته امریکا ته سپارلی دی.

پر محمد شریف الله تور دی، چې د ۲۰۲۱ په اګسټ میاشت کې یې د کابل هوایي ډګر ته ځانمرګی برید وروړی و؛ چې پکې د امریکایي ځواکونو په ګډون افغانان هم ووژل شول.

تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پاکستان د پوځ په ملاتړ د داعش مرکزونه جوړ شوي او یاد هېواد دغه وسله‌واله ډله د خپلې وسیلې په توګه کاروي.