په ننګرهار ولایت کې یو خاوند خپله ښځه وژلې ده

تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې یو خاوند خپله مېرمن زندۍ کړې او خپله له سیمې تښتېدلی. له ننګرهاره سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وایي، چې دغه پېښه د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په ماماخېلو سېمه کې شوې ده.

تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې یو خاوند خپله مېرمن زندۍ کړې او خپله له سیمې تښتېدلی. له ننګرهاره سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وایي، چې دغه پېښه د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په ماماخېلو سېمه کې شوې ده.
له دغې پېښې وروسته د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ امنیه قوماندان سیمهییزو رسنیو ته د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي.
د سرچینو په وینا، دغه ۲۸کلنه مېرمن له خپل خاوند سره چې شاوخوا لس میاشتې یې له واده تېرېدې؛ تر لفظيي شخړې وروسته وژل شوې ده.
سرچېنې زیاتوي، چې دغه مېرمن څه موده وړاندې کونډه شوې وه او د خپل خاوند له مړینې وروسته یې لېور په نکاح کړه.
د دغې مېرمنې یو ګاونډي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغې ښځې تر وژنې وروسته یې خاوند له سیمې تښتېدلیې او دوه کوچني ماشومان یې بې سرپرسته پاتې شوي دي.
دغه پېښه تېره ورځ د ښځو نړۍوالې ورځې سره هممهاله شوې ده.
د ښځو نړۍواله ورځ په نورو هېوادونو کې په شانداره غونډه او مراسمو نمانځل کېږي؛ خو په افغانستان کې نه یوازې دا چې نه نمانځل کېږي، بلکې د تاوتریخوالو شاهده هم وي.


دوړه د سهار له لمانځه وروسته ناسته وه او شبانه د کړکۍ څنګ ته ناسته وه، تندی یې د سړې ښیښې سره تکیه کړی و. بیرون نړۍ ورته داسې ښکارېده چې ډېره نږدې ده، خو بیا هم نه رسېدونکې. هغې ولیدل چې یوه وړوکي باد پاڼې وخوځولې او د لمر رڼا پر سړکونو ځلېده.
یو وخت شبانه به هلته وه، له ښوونځي څخه به له خپلو ملګرو سره بېرته راتله، په خندا به یې د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه خبرې کولې.
اوس، د هغې نړۍ یوه خونه ده، یوه خونه چې نه پکې کتابونه شته نه درسونه، یوازې چوپتیا او د ژوند کمزوری غږ چې بې له دې چې هغه پکې وي، روان دی.
“زه نور نه پوهېږم چې کومه ورځ ده،” شبانه وویل. “ورځې ټولې یو ډول ښکاري – تشې او بېپایلې.”
هغه یوازې ۱۶ کلنه ده، خو داسې احساس کوي لکه چې ژوند یې لا دمخه پای ته رسېدلی وي.
یوه خوب لېدونکې نجلۍ له پلان سره، شبانی یو وخت لویې هیلې درلودې.
په کابل کی په خپل چاپېریال کی به یې خلکو د “کوچنۍ انجنیر” په نوم یادوله.
هغه یوازې ۱۲ کلنه وه، چې زړو راډیوګانو ته یې بڼه ورکوله او بېرته یې جوړولې، په ویاړ یې خپلې مور او پلار ته ویل، “یوه ورځ به زه پلونه او ودانۍ جوړې کړم چې افغانستان ته روښنایي ورکړي.”
“ما غوښتل چې هر څه سم کړم،” شبانه په نرمه لهجه وايي. “غوښتل مې خپل هېواد له سره جوړ کړم او وګړو ته یی هیله ورکړم.”
هغې ښوونځی خوښاوه، په ځانګړې توګه ریاضي. شمېرې ورته معنا درلودې — هغه ثابتې او وړاندوینه کېدونکې وې، برعکس د هغې ګډوډۍ چې زیاتره د هغې شاوخوا ژوند ترې چاپېره وو.
“زه به اکثره وروسته له ټولګي پاتې کېدم چې خپلو ملګرو ته د کورنی دنده کې مرسته وکړم،” هغه په یو کمزوري موسکا سره وايي. “ما باور درلود چې که موږ سخت کار وکړو، موږ کولی شو هر څه بدل کړو. موږ کولی شو ژوند ښه کړو.”
خو یو سهار د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې، د شبانې ښوونکې ټولګي ته د اوښکو ډکې سترګې راغله.
“تاسو باید کور ته ولاړې شئ،” ښوونکې وویل. “ټولګي نور خلاص دي.”
په پیل کې شبانی باور درلود، چې دا یوازې لنډمهاله ده—چې نړۍ به بېرته سمون راولی، خو اونۍ په میاشتو بدلې شوې او هیله ورو ورو له منځه لاړه.
ژوند تر دېوالونو شاته
د طالبانو بېرته راتګ نه یوازې د نجونو ښوونځي وتړل، بلکې د ښځو پر ژوند یې سخت محدودیتونه هم ولګول.
“ما فکر کاوه چې ښوونځي له لاسه ورکول تر ټولو بد کار دی،” شبانه وايي. “خو بیا دوی نور هم راڅخه واخیستل.”
ژر تر ژره شبانې مور ته وویل شول، چې پرته له نارینه سرپرست له کوره ونه وځي. د هغې پلار چې د طالبانو له ګزمو څخه وېرېده، شبانې ته یې اجازه ورنه کړه چې له کوره ووځي—نه د سهار باد احساس کړي او نه له خپلو ملګرو سره وویني.
د شبانې یو وخت روښانه نړۍ اوس یوې خونې باندی بدله شوې ده، چې یوازې یوه کړکۍ لري.
د هغې کتابونه پر یوه المارۍ پراته دي، چې خاورې پرې ناستی دی.
د هغې د حساب ماشین، چې یو وخت یې تر ټولو غوره ګانه، اوس نشی کارولی او دا هغی ته له زغمه ډکه خاطره ده.
“زه نه پوهېږم چې زه له ښوونځي پرته څوک یم،” شبانه په مات شوی غږ وايي. “زه نه پوهېږم چې له ما څه پاتې دي.”
د نا امیدۍ دروندوالی
د شبانې لپاره، تر ټولو بد شی چوپتیا نه ده — دا ویره ده چې هغې به هر څه چې یو وخت یې زده کړي وو، هېر کړي.
“زه هڅه کوم چې په ذهن کې ریاضي تمرینات وکړم،” شبانه وايي. “زه د دېوال خښتی شمېرم، زه د ریاضی معادلې د لمونځ په شان تکراروم، تر څو هېرې نه کړم. ځکه که زه یې هېرې کړم… داسې ده لکه زه چې هېڅکله نه وم.”
د هغې مور خپله لور د خاموش او زړه ماتي په حالت کی ګوري. “ځینې وختونه زه وینم چې هغه له ځانه سره پټې خبرې کوي,” د هغې مور وايي. “هغې ته داسې ښکاري لکه لا هم په مکتب کې وي، د داسې پوښتنو ځوابونه ورکوي چې هېڅوک یې نه پوښتي.”
د زغم یوه کوچنۍ وړانګه
د خپل زړه ماتی سره - سره شبانه نه غواړي، چې په بشپړه تسلیم شي.
هغه خپله کتابچه پټ له المارۍ څخه راباسي. د څراغ د کمزورې رڼا لاندې، هغه د ودانیو او پلونو نقاشي کوي — کوچني یادونه چې د هغې خوب، که څه هم له منځه تللی ښکاري، لا ژوندي کړی.
“زه نه پوهېږم چې اایا زه به کله هم دا پلونه جوړ کړم،” هغه اعتراف کوي. “خو رسم کول ماته دا احساس راکوي… لکه زه چې لا هم یم. لکه زه چې نه یم ورکه شوې.”
د نړۍ لپاره پیغام
دا یوازې د شبانې کیسه نه ده؛ دا د هغو میلیونونو افغان نجونو کیسه ده، چې راتلونکي یې له هغوی غلا شوي دي.
نجونې چې یو وخت یې د انجینرانو، هنرمندانو، وکیلانو، سوداګرو، ساینسپوهانو، او نورو مسلکونو خوبونه لیده، اوس مجبورې دي چې د بندو دروازو شاته په چوپتیا کې تېری کړی.
په دې د ښځو نړۍواله ورځ زه غواړم نړۍ ته یو پیغام ورکړم:
موږ هېڅکله پرمختګ نشو کولای، که افغانی نجونې شاته پاتی شی.
نړۍ باید اقدام وکړي، نه سبا، نه هغه وخت چې ورته مناسب ښکاري، بلکې همدا اوس. موږ د افغان نجونو د ښوونځیو پرانیستل غواړو، د ښځو حقونه باید بېرته ورکړل شي او طالبان باید د خپلو ظالمانه پالیسیو لپاره حساب ورکوونکي وبلل شي.
د ملګرو ملتونو د سږ کال موضوع “چټک اقدام” د دې لپاره چې د افغان نجونو لکه شبانې لپاره ژمنتیا یقیني شي، چې خپلې هیلې یې له لاسه وړي، د نړۍوالې معنا لرونکې مرستې او عملي پلي کېدو ته اړتیا لري.
په دې نړۍواله ورځ شبانه غواړي نړۍ ته دا ووايي:
“موږ لا هم دلته یو،” هغه وايي. “موږ لا هم خوبونه وینو. که څه هم موږ بندیان یو، که څه هم دوی موږ چوپ کړي — موږ لا هم ژوندی یو.”
او بیا په یو آرامه هوډ سره، هغه زیاتوي:
“مونږ مه هېروئ.”

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما ثمر د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ښځو ترمنځ د پیوستون پر اهمیت ټینګار کړی او له هغوی یې غوښتي، چې د اوسني وضعیت د پای ته رسولو لپاره سره متحدې شي.
په هغه پیغام کې چې نوموړې افغانستان انټرنشنل ته لېږلی، د دې ترڅنګ یې چې د ښځو د نړۍوالې ورځې په اړه یې ټولو افغان مېرمنو ته مبارکي ویلي ده، د معترضو ښځو دریځ یې هم د ستاینې وړ بللی دی.
مېرمن ثمر د بدلون په راوستلو کې د یووالي پر رول د ټینګار ترڅنګ وویل: «دا اوږده او ستونزمنه لاره ده، خو له موږ څخه هېڅوک نه شي کولای چې په یوازې ځان دا لاره تعقیب کړي.»
سيما ثمر هم راتلونکي ته هيله مندي وښوده او زياته يې کړه: «تاريخ ښودلې چې که څه هم شپه تياره ده، سبا به لمر راپورته کېږي او د افغانستان په ميدانونو کې به بيا سره ګلان راښکاره کېږي." ظلم د دوام وړ نه دی.»
د ښځو نړۍواله ورځ په ټوله نړۍ کې داسې مهال لمانځل کېږي، چې په افغانستان کې ددغې ورځې په لمانځلو د طالبانو له خوا بندیز لګېدلی دی.
همدا ډول ښځې د ژوند له لومړیو حقونو بې برخې شوي، د زده کړو، کار، سیاسي ګډون او تفریح حق ترې اخیستل شوی او تر کورونو محدودې شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د روان مالي کال په یوولسو میاشتو کې له افغانستان څخه د څه باندې ۱۴میلیونه ډالرو په ارزښت جلغوزې صادرې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دغې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند عبدالسلام جواد له قوله لیکلي، چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال په یوولسو میاشتو کې له افغانستان څخه د څه باندې ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت جلغوزې صادرې شوې دي.
عبدالسلام جواد وایي، چې دغه جلغوزې اتریش، اردن، متحده عربي اماراتو، چین، انګلستان، امریکا، ایټالیا، جرمني، اسټرالیا، پاکستان ترکیې او نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند دغه جلغوزې شاوخوا ۱۱۰۰ ټنه یادې کړې دي.
تر دې مخکې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې په تېرو ۱۱میاشتو کې د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته ۲۹۶ زره ټنه تازه میوې صادرې شوې دي.
طالب چارواکو ویلي و، چې د صادارتو ارزښت شاوخوا ۱۴۷میلیونو ډالرو ته رسېږي.
طالبانو د روان ۱۴۰۳ مالي کال د لړم میاشت کې اعلان وکړ، چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۳۱ ټنه انتقالات شوي، چې له دې جملې ۱۹۵۷ټنه یې صادرات او ټرانزیټ وو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د دغه وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال ويلي و، چې تېر کال یې افغانستان ته د څه باندې ۸ مېلیارده ډالرو په ارزښت واردات کړي او د ۱.۸ مېلیارده ډالرو په ارزښت یې هم له افغانستان نه توکي صادر کړي دي.

د طالبانو وياند د ايران له اسلامي جمهوريت سره د دغې ډلې اړيکې پياوړې وبللې او ويې ويل، چې طالبان له تهران سره د لا زياتو همکاريو غوښتونکي دي. ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې ایران د طالبانو لپاره مهم هېواد دی.
د طالبانو ویاند له ایراف سره په مرکه کې د امریکا او ایران سره د طالبانو د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ایران زموږ ګاونډې هېواد دی او ډېرې ګډې ګټې لرو. هغه زیاته کړه: "اسلامي جمهوریت موږ ته مهم دی، خو امریکا اشغالګره ده چې شل کاله یې افغانستان ته زیان رسولی دی.»
ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ، چې د ایران او امریکا پرتله کول د بحث وړ نه ده.
هغه وویل، چې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر د طالبانو او ایران ترمنځ د اړیکو ښودنه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی او له طالب مشرانو سره یې د سرحدي مسایلو، اوبو، د داعش پر وړاندې د مبارزې، اقتصادي همکاریو، مخدره موادو او ګډو ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.
عراقچي په کابل کې وویل، چې له طالبانو سره د اړیکو نوی فصل به پرانیستل شي.
امریکايي تجهیزات د طالبانو په لاس کې دي
د طالبانو ویاند د امریکا له خوا د طالبانو د وسلو د بېرته اخیستو د پریکړې په اړه وویل: "هیڅ څوک نه شي کولای زمونږ وسلې له مونږ څخه واخلي." هغه ټینګار وکړ چې که دا ډول اراده شتون ولري، طالبان به له خپل ځان او د افغانستان له خاورې دفاع وکړي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار - وار ټینګار کړی، چې له طالبانو څخه به پاتې امریکايي وسلې او تجهیزات بېرته واخلي.
ټرمپ دا ادعا هم وکړه، چې د بګرام اډه د چین په ولکه کې ده، خو مجاهد ټینګار کړی چې په افغانستان کې هېڅ بهرنی عسکر نه شته.
هغه ټرمپ په سیاسي او اقتصادي مسلو کې په ګډوډۍ تورن کړ.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړه، چې فشار او تحمیل کومه پایله نه لري او د افغانستان شل کلنې جګړې دا خبره ثابته کړې ده.
پاکستان له طالبانو څخه د تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو په اړه د امریکا د پریکړې ملاتړ کړی دی.
د پاکستان د دفاع وزیر ویلي، چې امریکا په افغانستان کې پرمختللې وسلې پرېښې دي.
هغه ادعا وکړه، چې ترهګر له دغو وسلو کار اخلي.
د داعش ځالې
مجاهد یو ځل بیا ادعا وکړه، چې د داعش پټنځایونه په پاکستان کې دي.
هغه وویل، چې طالبانو داعش ځپلی او دا ډله پاکستان ته تښتېدلې او هلته یې ځالې جوړې کړې دي.
هغه دا هم ویلي، چې د داعش فعالیتونه په ټیټه کچه او غولوونکي دي.
مجاهد زیاته کړه، چې ځیني هېوادونه د داعش لپاره تبلیغات کوي او دغه ډله پراخوي.
د طالبانو ویاند د خپلو خبرو په یوه برخه کې د دې ډلې پر وړاندې د پاکستان تورونو ته غبرګون وښود او ویې ویل، چې اسلام اباد باید د ډیورنډ کرښې د پېچلتیا له امله له ګواښونو خبر وي.
پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر ضد کارول کېږي.
مجاهد دا ادعا رد نه کړه، خو ویې ویل چې پاکستان باید خپلې سرحدي کرښې پیاوړې کړي.
د ډیورنډ په اړه پرېکړه
مجاهد سرحدي ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې له پاکستان سره د پولې په رسمیت پېژندنه د دې "ډیورنډ کرښې" دواړو غاړو د خلکو پرېکړه ده.
هغه وویل: "کله چې مناسب فرصت په لاس راشي، د ډیورنډ په اړه به د دواړو غاړو خلک پېیکړه وکړي."
پاکستاني چارواکي ډيورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي او نړۍواله پوله ګڼي، خو طالبانو د تېرو افغان حکومتونو په څېر په رسمي ډول د دې پولې له منلو ډډه کړې ده.
مجاهد ټینګار کړی، چې انګرېزانو د کرښې دواړو غاړو ته خلک بېل کړي دي.

د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو دغه هېواد له نړۍوالې انزوا، پراخې بې وزلۍ او بشري ناورین سره مخ کړی دی.
دغه مرکز زیاته کړې، چې د طالبانو دغه عمل د تېرو دوو لسیزو پرمختیايي لاسته راوړنې د بشپړې تباهۍ سره مخ کړي دي.
یاد بنسټ ټینګار کړی، چې له زده کړو او کار څخه د ښځو محرومیت نه یوازې د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې د افغانستان اقتصاد یې ژور ناورین او سقوط ته نږدې کړی دی.
اقتصادي سقوط او پراخه فقر
د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز اعلان کړی، چې له اقتصادي سیسټم څخه د ښځو وتلو په میلیونونو کورنۍ د فقر تر کرښې لاندې راوستي او د هغوی ژوند یې سخت بې ثباته کړی دی.
د دې مرکز په وینا، مهم شاخصونه لکه د بیکارۍ کچه او اقتصادي وده د طالبانو د ناسمو سیاستونو له امله سخته اغېزمنه شوې، د ناخالصو تولیداتو او د سړي سر عاید د پام وړ کم شوي دي.
دغه مرکز دا حالت د اقتصادي تولیدي ځواک د کمښت او د سوداګرۍ، خدماتو او تولید په حیاتي پړاوونو کې د ګډوډۍ مستقیمه پایله بللې ده.
د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو د مرکز د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او نړۍوالې انزوا له امله د سلګونو زرو لوستو کارګرانو کډوالي او په افغانستان کې کار کولو ته د بهرنیو پانګوالو نه لېوالتیا د دغه هېواد اقتصاد نور هم کمزوری کړی دی.
نړۍيواله انزوا او د همکارۍ تعلیق
دغه مرکز ویلي، چې د ښځو پر وړاندې سختو سیاستونو د افغانستان د بیارغونې لپاره د نړۍوالې همکارۍ مخه نیولې ده.
د دغه مرکز په وینا، «پانګه اچوونکي نه غواړي په داسې یوه هېواد کې وي چې له اساسي بشري حقونو څخه سرغړونه پکې وي او په نړۍواله انزوا کې وي.
دغه انزوا د ماهرو کارګرانو د پراخې کډوالۍ ترڅنګ د هېواد اقتصادي راتلونکې له جدي ګواښ سره مخ کړې او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې یې د بشپړې تباهۍ په څنډه درولي دي.
ټولنیزې او انساني پایلې د درنو اقتصادي لګښتونو سره
د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز خبرداری ورکړی، چې په عامه ژوند کې د ښځو له ګډون څخه د ښځو ګوښه کول د اقتصاد په برخه کې ډېرې بدې پایلې لري.
د کم عمره نجونو اجباري ودونو زیاتوالی، خوارځواکي او د کورنیو د هوساینې د کچې ټیټوالی پر ټولنه درانه لګښتونه اچولي دي.
دغه مرکز وايي، روغتيايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي محدودول، په ځانګړې توګه له زېږون مخکې پاملرنې، د ميندو د مړينې کچه ګواښوونکې کچې ته لوړه کړې او عامه روغتيا يې له ګواښ سره مخامخ کړې ده.
د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو د مرکز په وینا، دغو بحرانونو نه یوازې پر کورنیو دروند مالي بار اچولی، بلکې د ټولنې د بیارغونې او پرمختګ وړتیا یې هم سخته کمزورې کړې ده.
زده کړې او ګواښوونکی راتلونکی
د اقتصادي مطالعاتو د مرکز په يادښت کې راغلي، چې د نجونو پر زده کړو بنديز د لوست په برخه کې د جنډر تشه په بې ساري ډول زياته کړې ده او هېواد يې د راتلونکي نسل مسلکي ښوونکي او مسلکي کارګره بې برخې کړې ده.
د لوستې د کچې کمښت او د ښځو د مهارتونو د روزنې بندېدو د افغانستان د بشري پراختیا شاخص په نړۍ کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسولې او د اوږدمهاله پراختیا امکانات یې تورتم کړي دي.
د اقتصادي مطالعاتو مرکز خبرداری ورکړی، چې زده کړو ته د ښځو له لاسرسي پرته به د هېواد اقتصاد په نړۍوالو بازارونو کې د سیالۍ توان له لاسه ورکړي.
د بېړني اقدام اړتیا
د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز وايي، اقتصادي پرمختګ، تلپاتې سوله او ټولنیزه هوساینه د ښځو له فعالې ونډې پرته ناشونې ده.
دغه بنسټ پر نړۍوالې ټولنې، نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو پر بنسټونو غږ کړی، چې د افغان ښځو د ملاتړ او د هغوی د اساسي حقونو د تامین لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د دغه مرکز په وینا، د روان بهیر دوام به په لنډه موده کې د تېرو شلو کلونو ټولې اقتصادي او پرمختیايي لاسته راوړنې له منځه یوسي او هېواد به د زوال په لور بوځي.