• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کراچۍ په یوه افغان کمپ کې د چت د نړېدو له امله د پنځو خویندو په ګډون ۶ تنه مړه شوي دي

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۲۴ GMT+۰

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو په کمپ کې د چت د نړېدو له امله د خېبرپښتونخوا شپږ نجونې مړې شوي، چې پنځه خوېندې او یوه د دوی خپلوانه وه. د دغه چت د رغېدو چارې روانې وې چې ونړېد.

چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، په دغه پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه نور ټپیان شوي هم دي، چې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.

چارواکي د چت د نړېدو احتمالي لامل د ساختماني موادو دروند بار په ګوته کړی دی.

پاکستاني چارواکو دغه راز ویلي، چې د افغان کمپ په یوه کور کې د کور چت راپرېوتلی او په پایله کې یې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي تر خاورو لاندې شوي دي.

د دوی په خبره، د ژغورنې د هڅو په پایله کې څلور ماشومان مړه شوي، خو دوه نورې ځوانې نجونې په روغتون کې مړې شوې دي.

هغه يادونه وکړه، چې که څه هم پېښه په افغان کمپ کې شوې خو قربانيان يې افغان کډوال نه وو.

دوی په اصل کې د خېبر پښتونخوا د بنو اوسېدونکي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

سنډې ګارډین: پاکستان پر طالبانو د نفوذ کمېدو له امله کشمیري جهادي ډلو ته مخه کړې

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۰

د پاکستان د طالبانو غورځنګ پخوانی ویاند وايي، پاکستان خپله پالیسي بېرته پخوانیو ناکامو تګلارو ته ګرځوي، چې د کشمیر په شخړه کې د جهادي ډلو کارول پکې شامل دي.

احسان الله احسان د هند سنډې ګارډین ته په یوه مقاله کې لیکلي « د پاکستان په پالیسو کې یو خطرناک بدلون رامنځته شوی، دولت د خپلو جیوپولیټیکي موخو لپاره په رسمي ډول د نیابتي جهادي ډلو د بیا فعالولو اسانتیا برابروي».

نوموړی په دې مقاله کې وايي، «پاکستان پخوانیو جهادي سازمانونو، لکه لشکر طیبه او جیش محمد ته لارښوونه کړې، چې په کشمیر کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. دا اوپه افغانستان کې د نیابتي ډلې په توګه دداعش ګومارل، د پاکستان د ستراتیژیکو ناکامیو تسلسل ښکاري».

احسان وايي، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې په افغانستان کې خپل نفوذ وساتي، خو اوس د طالبانو او هند نږدېوالی د اسلام اباد لپاره د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده.

احسان الله احسان زیاتوي، له هغه وروسته چې هند د کشمیر ځانګړی حیثیت لغوکړ، پاکستان ته د کشمیري مقاومت دوام لا ډېر ستونزمن شوی اوپه دې شرایطو کې، اسلام‌اباد یو ځل بیا جهادي ډلو ته مخه کړې، چې دده په باور، په کشمیر کې وسله‌وال فعالیتونه وغځوي او پر هند فشار راوړي.

د طالبانو دغه پخوانی چارواکی، چې اوس د افغان طالبانو په ملاتړ لیکنې کوي، وايي، پاکستان له یو پلوه له سختو دیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو سره مخ دی او له بلې خوا د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه، چې اوس یې له داعش سره د ارتباط ادعاوې هم پکې شاملې دي، نور هم ډېر شوي دي.

نوموړی وايي، «د دې حالت په مقابل کې اسلام‌اباد غواړي د لشکر طیبه او جیش محمد په څېر ډلې بېرته فعاله کړي، څو له خپلو داخلي ناکامیو او نړیوالو نیوکو پام بل لور ته واړوي».

نوموړی وايي، چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې داعش د یوې نیابتي وسلې په توګه په افغانستان کې کارولې، څو پر طالبانو فشار راوړي او په سیمه کې ګډوډي رامنځته کړي.

د پاکستاني طالبانو یاد پخوانی ویاند وايي، په پاکستان کې د بهرني سیاست په جوړولو کې د پوځ او اسټبلشمنټ رول تل غالب پاتې شوی او دا پالیسۍ ډېر وخت د ملي ګټو پر ځای د یوې ځانګړې ډلې د مالي او ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ طرح شوې دي.

مولانا فضل الرحمان: کوم ټوپک چې د اسلام خلاف کاریږي هغه جهاد نه بلکې ترهګري ده

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د حقانیه مدرسې د مشر حامدالحق حقاني له وژل کیدو وروسته لومړی ځل یادې مدرسې ته ورغلی او په دې مدرسه کې یې ځانمرکی برید غندلی دی. مولانا فضل الرحمان وايي، «کوم ټوپک چې د اسلام خلاف کاریږي هغه جهاد نه دی بلکې ترهګري ده».

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند رسنیز دفتر د مولانا فضل الرحمان په حواله لیکلي چې نوموړي ویلي، «د حقانيه مدرسې پر مشر حامدالحق حقاني برید زما په کور او مدرسې برید دی».
مولانا فضل الرحمان وویل:«مولانا حامدالحق یو بې ضرره دیني عالم و، له حقانيه سره یې تړاو جرم و».

مولانا فضل الرحمان د خپلې وینا په یوه برخه کې وايي چې حضرت محمد «ص» په یوه حدیث کې ویلي دي چې د انسان وینه د الله له کور څخه غوره ده.

مولانا فضل الرحمن وايي چې دوه ورځې وړاندې هم په بلوچستان کې د تراویح د لمانځه پر مهال په یوه جومات کې یو دیني عالم په نښه شو. هغه زیاتوي چې دا تور توپان دی، راځي او تېرېږي، خو دا مدرسې به پاتې وي.

د مولانا فضل الرحمان په باور، هغه کسان چې داسې اعمال ترسره کوي ظالمان او ترهګر دي. نوموړی زیاتوي، «ایا زه باید خپل ښوونکي ته شهید ووایم او قاتل ته هم مجاهد ووایم؟ دا نه شي کېدای.»

مولانا فضل الرحمان په ټینګار سره وویل چې دا مدرسې، جوماتونه او علماء به ژوندي او خوندي پاتې شي او دښمن به پښېمانه وي.

تر اوسه کومې ډلې په پښتونخوا کې د اکوړه خټک حقانیه مدرسې پر جومات د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

مولا فضل الرحمان په داسې حال کې په پاکستان کې دغه بریدونه ترهګري ګڼي، چې نوموړي او « دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک» له دې وړاندې په افغانستان کې د جمهوري دولت خلاف د طالبانو د وسله والو جګړو او ځانمرګو بریدونو ټینګ ملاتړ کاوه، چې ډېری وخت پکې ملکي کسان، دیني عالمان او جوماتونه په نښه کېدل.

د تورخم دروازې د خلاصون لپاره نن د دواړه لوریو د سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ جرګه جوړېږي

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۳۴ GMT+۰

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي حاجي ګل مراد عرب افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې نن به د افغانستان او پاکستان سوداګر او قومي مشران په تورخم کې د یادې دروازې د خلاصون او ستونزو د حل په موخه جرګه ترسره کړي.

ګل مراد زیاته کړې، چې د یادې جرګې د ترسره کولو پرېکړه یې د جمعې په ورځ د دواړو هېوادونو د سوداګرو په انلاین غونډه کې کړې ده.

هغه وویل، په نننۍ جرګه کې د سوداګرۍ او صنعایو خونې مشر محمد یونس مومند، د افغانستان - پاکستان سوداګرۍ ګډې خونې مشر نقیب الله صافی او میرزمان پوپل ترڅنګ نور قومي مشران ګډون کوي.

په تورخم کې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري ته په سیمه کې سرچینو ویلي، چې یاده جرګه به په د افغانستان له‌خوا د ۴۱کسیېزې ډلې له ګډون سره په تورخم کې ترسره شي.

سرچینې زیاته کړې، چې د پاکستان له لوري به د سوداګرو د ټولنې مشر معراج الدین او د ګمرکي مرسته کوونکو د ټولنې مشر مجیب شینواري په ګډون د اپريدیو او شینوارو قومي مشران برخه اخلي.

ویل کېږي، چې دواړو لوري تورخم ته رسېدلي دي او په څو شېبو کې به جرګه پیل شي او په دغه جرګه کې پوځي او دولتي کارکوونکي حضور نلري.

تر دې وړاندې د فبروري پر ۲۴مه او د مارچ پر ۳مه شوې خبرې ناکامې شوې، چې وروسته پهډیورنډ کرښه کې د دواړو غاړو د ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي؛ خو دا ځل ترسره کېدونکې جرګه د ترینګلتیاو د کمولو او د ستونزې د حل لپاره یوه مهمه هڅه بلل کېږي.

د تورخم دروازه د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې تړلې ده، چې لامل یې پر ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوو تاسیساتو پر سر اختلافات دي.

د تورخم دروازه له تېرو څو ورځو د ترسره شویو مذاکراتو له ناکامۍ وروسته، لا هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده، چې د دواړو غاړو سوداګرو او په دغه لار تلونکو ناروغانو، ښځو، ماشومانو او مساپرو ته یې ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.

امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د ترهګرۍ د زیاتېدو له کبله دې پاکستان ته نه ځي

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۳۲ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چار وزارت خپلو وګړو ته د سفري لارښوونو په ترڅ کې خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ او نا امنۍ له امله دې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

په دغه خبرداري کې ویل شوي، چې امریکایان باید بلوچستان او خېبر پښتونخوا ته په ځانګړي ډول قبایلي سیمو ته له سفرونو بېخي ډډه وکړي؛ ځکه هلته وسله‌وال بریدونه او نا امنۍ ډېرې شوې دي.

دغه راز امریکايي وګړو ته ویل شوي، چې د هند او پاکستان پولې ته نږدې سیمو ته هم ولاړ نه شي؛ ځکه هلته هم د جګړې او ترهګرۍ ګواښونه شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي: «ترهګر لا هم په پاکستان کې د بریدونو پلانونه لري. په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې وخت ناوخت لوی بریدونه کېږي او کوچني بریدونه هم ډېر عام دي.»

دغه وزات زیاته کړې: «ترهګر پاکستان کې اکثره ملکي خلک، پولیس او امنیتي ځواکونه په نښه کوي. هغوی پرته له خبرتیا پر بازارونو، هوایي ډګرونو، ښوونځیو، روغتونونو، جوماتونو او دولتي دفترونو بریدونه کوي. ان امریکايي ډېپلوماټان هم له دغو بریدونو سره مخ شوي دي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د پاکستان امنیتي وضعیت بې‌ ثباته دی او هر وخت بدلېدای شي؛ خو په لویو ښارونو لکه اسلام‌ اباد کې امنیتي ځواکونه شته، چې بېړنیو حالاتو ته ځواب ورکولی شي.

امریکایانو ته همدا راز لارښوونه شوې، چې د هند او پاکستان پولې ته نږدې سیمو ته ولاړ نه شي؛ ځکه چې وسله‌والې ډلې هلته هم فعالې دي او د دواړو هېوادونو د کرښې د کنټرول(LoC) پر سر یې ډېر شمېر پوځیان ځای پر ځای کړي‌ دي.

امریکا خپلو وګړو ته ویلي، چې یوازینۍ رسمي سرحدي لاره د واګه پوله ده چې پاکستان د پنجاب ایالت له لارې له هندوستان سره نښلوي.

همدا راز د بلوچستان په اړه د امریکا خبرداری وايي: «بلوچستان ته مه ځئ. هلته وسله‌والې ډلې بریدونه کوي او ملکي خلک، مذهبي لږکي، دولتي دفترونه او پاکستاني ځواکونه په نښه کوي.»

همداراز د امریکا وګړو لپاره په دې امنیتي خبرداري کې ویل شوي، چې وسله‌والې ډلې په پاکستان کې د پولیو واکسین ټیمونه، پولیس او پوځیان هم په نښه کوي او د انسان تښتونې پېښې هم ډېرې کېږي.

د خېبر پښتونخوا په کورمه کې نن سهار وسله‌والو درې پاکستاني عسکر وژلي او څلور نور ټپیان دي

۱۹ کب ۱۴۰۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۴۵ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري خبر ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په چنارک سیمه کې وسله‌والو پر پاکستاني ځواکونو برید کړی چې درې عسکر یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې وسله‌والو بریدګرو د یکشنبې سهار د (کب ۱۹مه) پر پاکستاني‌ ځواکونو مخامخ بریدونه وکړل.

دغه بریدونه د کورمې ولسوالۍ د علیزۍ او پاړه چنار سیمې ترمنځ په چنارک سیمه کې شوي دي. که څه هم لا تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی؛ خو په دې وروستیو کې «ټي‌ټي‌پي» په یاد ایالت کې خپل بریدونه ډېر کړي‌ دي.

هم‌مهاله په کورمه کې د سنیانو او شعیه مذهبو ترمنځ هم د ځمکو او غرونو د وېش پر سر له تېرو څلور میاشتو راهیسې وخت ناوخت شخړې کېږي.

دغه کړکېچ هم په سیمه کې د نا امنیو د پراخېدو یو لوی لامل بلل کېږي.

د شمالي او سویلي وزیرستان په ګډون د خېبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو څخه هره ورځ د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو خبرونه ترلاسه کېږي او دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلو د اوښتو ادعاوې کوي.

له دې سره هم‌مهاله د پاکستان پوځ تازه ادعا کړې، چې د خېبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې یې د «ټي‌ټي‌پي» درې وسله‌وال په یو لړ استخباراتي عملیاتو کې وژلي دي.

«ټي‌ټي‌پي» د مارچ په ۷مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د وسله‌الو بریدونه موخه یوازې پاکستاني امنیتي ادارې او د دوی لاسپوڅي دي.

خبرپانه کې زیاته شوې، چې د پاکستان دننه سیاسي او مذهبي ګوندونه د دوی په وسله‌والو هدفونو کې نه راځي.

وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان واګی ترلاسه کړ او ورسره هم‌مهاله پاکستاني طالبانو هم سترګې وکړې او د خېبر پښتونخوا په ګډون یې په بلوچستان کې خپل وسله‌وال فعالیتونه چټک کړل.

د خېبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، چې غواړي په خپل ایالت کې د نا امنیو د مخنیوي او کمېدو لپاره له افغان طالبانو سره مذاکرات وکړي؛ خو د پاکستان مرکزي حکومت ورسره همکاري نه کوي.

د خېبر پښتونخوا ځیني سیاست‌وال د پاکستان مرکزي حکومت تورنوي، چې په دغه ایالت کې یې نا امنیو ته په لوی لاس زمینه برابره کړې او د پوځ د ناکاره تګلارو له کبله پښتونخوا د ترهګرۍ په اور کې سوځي.

د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر اېمل ولي خان هم تازه خبرداری ورکړی، چې د پاکستان له لوري امریکا ته د داعش ترهګرې ډلې د یوه غړي «محمد شریف الله» سپارل کېدل به یو ځل بیا پښتونخوا د ترهګرۍ قرباني کړي.