• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي د قرغزستان او اذربایجان پلاویو افغانستان کې د پانګونې لپاره ترې همکاري غوښتې

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وايي، له هدایت الله بدري سره په لیدنه کې د قرغزستان او اذربایجان پلاویو د افغانستان په کانونو په ځانګړې توګه په تېلو او ګازو کې د پانګونې لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دغه وزارت نن دوشنبه «د کپ ۲۰مه» په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پرون د دې ډلې کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د اذربایجان د کانونو وزارت پخواني مرستیال ازر شکوروف او د قرغزستان د کانونو وزارت له پخواني مرستیال الماس بیک تومانوف او مل پلاویو سره په خپل دفتر کې وکتل.

طالبان د دغو دوه پلاویو په حواله وايي چې دوی په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مناسب وګڼل او په دې برخه کې یې د معیاري لابراتوار د جوړولو ژمنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې هدایت الله بدري به له دوی سره د کانونو له قوانینو سره سم په دې برخه کې هر ډول اړینه همکاري وکړي.

د طالبانو په دې خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دغو پلاويو د پانګونې په پرخه کې د څه ډول همکاري غوښتنه کړې ده او دکومو شرایطو له مخې پانګونه غواړي.

تر اوسه قرغزستان او اذربایجان په رسمي ډول د دې پلاویو تګ په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د لوڅو فلمونو اداکارې ویټني وروسته؛ یو کاناډایي یوټیوب چلوونکی هم افغانستان ته تللی دی

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۰۳ GMT+۰

د بزنس انسایډر د خبر له مخې، په دې وروستیو کې افغانستان ته د نړۍوالو سېلانیانو، یوټیوب چلوونکو او د خواله رسنیو د فعالانو تګ راتګ زیات شوی دی.

دغه کسان چې ډېری یې لوېدیځوال دي، د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د خلکو ژوند ته انعکاس ورکوي.

خو یاده رسنۍ زیاتوي، چې دا د طالبانو د ښه تصویر وړاندې کول دي او که د هغوی د جنایتونو پټول.

یوټیوب چلوونکی نولان ساومور کاناډایي مستند جوړوونکی دی، چې افغانستان ته یې د سفر پر مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ثبت کړې دي.

د هغه ویډیوګانې د افغانستان ښکلا، دودیزه مېلمه‌پالنه او امنیتي حالت ښيي؛ خو د نوموړي په ویډیوګانو کې د افغان وګړو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ژوند سخت وضعیت ته اشاره نه ده شوې.

له بلې خوا د لوڅو فلمونو اداکاره ویټني رایټ هم څو ورځې وړاندې افغانستان ته سفر کړی و، چې دا سفر یې د خلکو ترمنځ د حیرانتیا او نیوکو لامل شو.

د هغې د سفر موخه لا نده روښانه؛ خو منتقدین باور لري چې دغه ډول سفرونه کولای شي د طالبانو سخت سیاستونه نرم وښيي او د هغوی د بشري حقونو د سرغړونو مسله پټه کړي.

یو تن کابل مېشتی ایان سیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، په داسې مستندونه کې د طالبانو د حاکمیت نیمګړتیاوو د پټولو کوښښ کېږي او د هغو د سختو محدودیتونو یادونه نه‌ کېږي چې د ښځو، مذهبي لږکیو او خبریالانو پر وړاندې یې وضع کړي دي.

په داسې حال کې چې نړۍواله ټولنه پر طالبانو د فشار راوړلو هڅه کوي؛ خو افغانستان ته د لوېدیځو هېوادونو یوټیوب چلوونکو او سېلانیانو سفرونه دا پوښتنې راپورته کوي، چې ایا دا د طالبانو د مشروعیت پیاوړتیا ده او که د حقایقو د پټولو یو نوې بڼه ده؟

د امریکا د کانګرس غړې د افغان متحدینو پر ملاتړ ټینګار وکړ

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۰۲ GMT+۰

د امریکا د کانګرس غړې دوریس ماتسویي د هغو افغانانو پر ملاتړ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه کار کړی دی.

ماتسویي د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ وغوښتل، د لسګونه زرو هغو افغانانو د خوندیتوب لپاره دې اقدام وکړي چې د خپلو کورنیو سره یو ځای اوس له جدي ګواښونو سره مخ دي.

نوموړې د دوشنبې په ورځ د «کب ۲۰مه» پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي: «لسګونه زره افغانان چې د ناټو د ماموریت پر مهال یې د امریکا لپاره قربانۍ ورکړې؛ اوس د ټرمپ د اجرایوي فرمان له کبله د طالبانو تر ولکې لاندې بند پاتې دي».

د ماتسویي په وینا، امریکا د دغو افغانانو په اړه اوږدې امنیتي پلټنې بشپړې کړې دي او د کورنیو په ګډون یې ملاتړي په امریکا د هغوی لېږد ته په تمه دي.

د امریکا د کانګرس دغې غړې ویلي: «زه باور لرم، چې د خپلو متحدینو ملاتړ او خوندیتوب د امریکا له بنسټیزو ارزښتونو دی».

دوريس ماتسویي د وېرجینیا ایالت استازې جنیفر مک ‌کلن سره یو ځای (د کب میاشتې په ۱۶مه) د افغان کډوالو پر ملاتړ ټرمپ ته یو لیک هم استولی دی؛ څو د امریکا د بیا مېشتېدنې په ځنډول شوي بهیر کې ورته معافیت ورکړي.

دغه لیک چې د دې دوو غړو له‌خوا لیکل شوی، لږ تر لږه د امریکا د کانګرس د ۴۵ نورو ډیموکراټ استازو له‌خوا لاسلیک شوی دی.

په لیک کې له ډونالد ټرمپ غوښتنه شوې، چې د کډوالو د منلو پروګرامونو او د بهرنیو مرستو په اړه خپل فرمانونه لغوه کړي؛ په ځانګړي ډول هغه پروګرامونه چې د افغانانو د لېږد بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ملاهبت الله برعکس؛ عبدالباقي حقاني د هېوادونو پرمختګ عصري علومو پورې تړلی ګڼي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۴۱ GMT+۰
•
زیار خان یاد

په داسې حال کې چې ملاهبت الله او د هغه ملګري عصري زده‌کړو ته چندان ارزښت نه ورکوي؛ د دغه ډلې د ازموینو ملي ادراې مشر په ټینګار سره ویلي، په نړۍ کې پرمختللو هېوادونو د عصري علومو او کار اهل کار ته د سپارلو پر مټ نور هېوادونه تر خپل اغېز لاندې راوستي.

هغه د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري د څه باندې اته زره نویو ښوونکو او اداري کارکوونکو د ګومارنې په غونډه کې ټینګار وکړ، چې «د اسلامي حکومتونو مشران باید د الله تعالی د حکم له مخې وړو کسانو ته مسوولیتونه وسپاري.»

د شیخ عبدالباقي حقاني په خبره،‌ طالبان د افغانستان ابادۍ ته ژمنتیا لري او د دغه ابادۍ لپاره دوه ځانګړي شرطونه د عصري علومو په ګډون کار اهل کار ته سپارل دي.

هغه زیاته کړې، هر هغه هېواد چې په عصري علومو کې یې پرمختګ کړی، ځانګړي عصري وسایل یې جوړ کړي‌؛ هېڅوک ورسره مقابله نشي کولی.

د طالبانو د ازموینو ملي کمیټې دغه مشر پخوا د دغه ډلې د لوړو زده‌کړو وزیر و او هغه مهال یې د مدرسو زده‌کړې پر پوهنتون یا عصري زده‌کړو غوره بللې وې؛ خو په دې وروستیو کې یې د هغو څرګندونو برعکس دریځ نیولی دی.

په یاده ناسته کې د طالبانو د پوهنې وزارت د تضمین کېفیت مرستیال مولوي عبدالخالق بیا ویلي، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال افغانان له ازادې وینا، په ازاده توګه له زده‌کړو او سوداګرۍ څخه بې برخې وو.

د طالبانو ترمنځ په ښکاره د عصري زده‌کړو او د نجونو د ښوونځیو تر څنګ د‌ پوهنتونو د بندیدو پر سر ژور اختلافات شته.

د ملاهبت الله په ګډون د هغه سختدریځه ملګرو په وار، وار د عصري او پوهنتوني زده‌کړو پر ضد د څرګندونې تر څنګ ځیني اقدامات هم کړ‌ي دي.

د ملاهبت الله په امر د هېواد یو شمېر ښوونځیو او پوهنتونو ودانۍ مدرسو ته ځانګړې شوې او د دغه ډلې د افراطي افکارو له مخې پکې طالباني مدرسې جوړې شوې دي.

په کابل او ولایتونو کې یو شمېر دیني عالمانو هم د طالبانو له لوري د نجونو تر څنګ پر عصري زده‌کړو بندیزونه غندلي دي.

که څه هم غیر طالب دیني عالمان عصري زده‌کړې د اسلامي هېوادونو لپاره یو جدي اړتیا بولي؛ خو برعکس د ملاهبت الله کړۍ بیا دغه زده‌کړې مباح بولي.

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي څو ځله په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې عصري زده‌کړې مباح دي او ورته چندان ارزښت نه لري.

د طالبانو د دغه سختدریځۍ له کبله د کابل پوهنتون په ګډون د هېواد له بېلابېل پوهنتونونو څخه د عصري لوړو زده‌کړو مسلکي استادان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

همدا راز طالبانو په خپلو ادارو کې په عصري‌ علومو سمبال مسلکي او تخنیکي کسان په بېلابېلو بڼو ځورولي او اړ کړي یې دي؛ څو دندې پرېږدي.

د کارپوهانو په وینا؛ د طالبانو د واکمنۍ له کبله له افغانستانه د ظرفیتونو فرار د دغه هېواد د راتلونکي لپاره یوه جدي ننګوونه ده او د مغزونو د تېښتې دغه لړۍ لا هم روانه ده.

له ښځینه ښوونکو پرته؛ طالبانو ۸‌زره نارینه ښوونکي او د پوهنې اداري کارکوونکي ګومارلي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۵۸ GMT+۰
•
زیار خان یاد

د طالبانو د پوهنې وزارت د «کب ۲۰مه» خبر ورکړی، چې د کابل په ګدون یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځیو لپاره نږدې «۸۱۶۵ تنه ښوونکي او اداري کارکوونکي» په دندو ګومارلي دي. دغه نوي ګومارل شوي کسان ټول نارینه دي او یوه ښځینه ښوونکې یا اداري کارکوونکې هم پکې نشته.

د طالبانو د پوهنې وزارت د تضمین کېفیت مرستیال مولوي عبدالخالق صادق په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې یاد شمېر ښوونکي او اداري کارکوونکي د یوې ازادې سیالۍ له لارې په دندو ګومارل شوي دي.

د هغه په وینا؛ دغه کسان د ازموینې ملي کمېتې له لوري د یوې رڼې پروسې له لارې بریالي شوي او ډېر ژر به په ښوونځیو کې خپلې دندې پیل کړي.

د نوموړي په خبره، د دغو نویو ښوونکو ظرفیتونو ته یې لازمه پاملرنه کړې او په دې پروسه کې یې هېڅ ډول واسطې نه دي منلي چې په عملي‌ توګه به په ښوونځیو کې د تدریس پر مهال دغه ښوونکي خپلې وړتیاوې ثابتې کړي.

ګومارل شوي کسان ټول نارینه دي او هېڅ ښځینه پکې نشته.

طالبانو په ښوونځیو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي، چې له کبله یې ښځینه ښوونکې او د پوهنیزو ادارو کارکوونکې په کور ناستې دي.

طالبانو دغه نوي ښوونکي او اداري کارکوونکي په خالي‌ بستونو‌ په دندو ګومارلي دي.

اندېښنې دا دي، چې طالبانو په ښوونځیو او د پوهنې په ادارو کې د جمهوري نظام یو شمېر ښوونکي او اداري کارکوونکي په لوی لاس له دندو ګوښه کړي‌ دي.

د راپورونو له مخې، په بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځیو پخواني ښوونکي له دې کبله چې ګوندي زده‌کړو روښان فکره دي اړ کړي؛ څو دندې پرېږدي او یا یې له دندو لرې کړي دي.

طالبانو همدا راز په ښوونځیو کې خپل سختدریځې ملایان په دندو ګومارلي او ځینو طالب پلوه ملایان یې د ښوونکو په توګه هم ګومارلي دي.

په دغو تازه ګومارنو کې هم اندېښنې شته، چې طالبانو د خپلو سختدریځو افکارو لرونکي کسان ګومارلي؛ څو‌ په ښوونځیو کې زده‌کوونکو ته د دغه ډلې د افراطي افکارو په تړاو عامه پوهاوی او روزنه ورکړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال مولوي عبدالخالق صادق په ټینګار سره وویل، چې دغه ښوونکي به د زده‌کوونکو د اسلامي روحیې په بڼه روزلو کې مسوولیتونه ترسره کوي.

تر دې دمخه هم دا اندېښنې وې، چې طالبان غواړي په ښوونځیو کې د خپل فکر جال خپور کړي او په بشپړه توګه د زده‌کوونکو لپاره د مدرسې د شاګردانو په څېر چاپېریال رامنځته کړي؛ څو راتلونکي نسلونه د دوی د واکمنۍ د دوام لپاره پېچکاري شوي وي.

کارپوهان وېره لري که د افغانستان په ښوونځیو کې د افراطبیت دغه حالت نور هم پراخ شي؛ نو د افغانستان راتلونکی نسل له لوی ناورین سره مخ کېدونکی دی او د طالباني افکارو په څېر مذهبي افراطیت به لا ډېر شي.

پاکستان پرېکړه کړې، چې له دوی سره ثبت افغان کډوال هم په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته ولېږي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۱۷ GMT+۰

د پاکستانۍ ورځپاڼې «ده نیوز The News» د راپور له مخې، پاکستان پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو او د دوی له حکومت سره ثبت ۲.۱ مېلیونه افغان کډوال په بېلابېلو پړاوونو کې بېرته خپل هېواد ته ولېږي.

بې اسناده افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نېټې دغه هېواد پرېږدي.

اوس‌مهال د ملګرو ملتونو له ثبت شویو کډوالو پرته سلګونه زره نور افغان کډوال په ناقانونه توګه دغه هېواد کې مېشت دي، چې د پاکستان د پرېکړې له مخې په لومړي پړاو کې به د دوی د اېستل کېدو لړۍ چټکه کړي او که د مارچ میاشتې تر پایه په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه نشي؛ نو په زور به یې وباسي.

د «ده نیوز» د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کې ځیني کډوال د «داوطلبانه ستنېدو» پروګرام له لوري خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدی وایي:« له ۲.۱ مېلیونه افغان کډوالو څخه ۱.۳ مېلېونه کسان د POR کارت لرونکي دي، چې د افغان کډوالو ۵۲سلنه برخه جوړوي او ډېری یې په خېبر پښتونخوا کې مېشت دي».

نوموړي زیاته کړه، چې شاوخوا ۸۰۰ زره افغانان د ملګرو ملتونو د ACC کارت لرونکي دي چې د دوی له ډلې یې هم زیاتره په خېبر پښتونخوا کې ژوند کوي. 

د POR کارتونه په ۲۰۰۶ کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په همکارۍ افغان کډوالو ته ورکړل شول او د ACC کارتونه بیا په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان د «ملي عمل پلان (NAP)» تر چتر لاندې ووېشل شول.

پاکستان له نږدې پنځه لسیزو راهیسې د مېلیونونو افغانانو کوربه پاتې شوی دی.

که څه هم په وروستیو کلونو کې سلګونه زره افغانان خپل وطن ته ستانه شوي؛ خو لا هم ۲.۱ مېلیونه افغانان د خیبر پښتونخوا او نورو ایالتونو په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.

پاکستاني چارواکو د مارچ ۳۱مې وروستۍ نېټه ټاکلې، چې له مخې یې باید ټول «بې اسناده» افغانان او د ACC کارت لرونکي کسان د پاکستان خاوره پرېږدي.

هغه زرګونه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي او هېڅکله افغانستان ته نه دي تللي؛ اوس د روژې میاشتې سره سم د دغه ضرب‌الاجل له امله د خپل راتلونکي په اړه ژورې اندېښنې لري.

پېښور د خېبر پښتونخوا یو له هغو ښارونو دی، چې د افغان کډوالو شمېر پکې خورا زیات دی چې پکې لوی کاروبارونه او سوداګرۍ هم لري.

دوی د خېبر پښتونخوا له خلکو سره لوی شوي او څنګ په څنګ یې ورسره له ماشتوبه ژوند کړی دی.

تېر کال د پاکستان حکومت یوازې د «بې اسنادو» بهرنیانو لپاره (د اکټوبر ۳۱مه) وروستۍ نېټه ټاکلې وه، چې ورپسې ګڼ شمېر بې اسناده افغانان د تورخم پر ګډون پر ځینو نورو لارو د ډیورنډ کرښې هغې غاړې خپلو سیمو ته ستانه شول.

پاکستاني پولیسو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې دروازه په دروازه د ناقانونه افغانانو د نیول کېدو لپاره عملیات پیل کړي؛ خو په پلازمېنه کې ډېری هغه افغانان مېشت دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و او د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنو پسې یاد هېواد ته تللي دي.

د‌ پاکستان حکومت دغو افغانانو ته هم خبرداری ورکړی، چې د مارچ میاشتې وروسته دې اسلام اباد او راولپندۍ ښارونو څخه ووځي او په نورو هېوادونو کې دې مېشت شي.

د یاد هېواد بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار لا ویلي، د هغو افغانانو د اېستل کېدو په اړه هم فکر کوي چې لوېدیځو هېوادونو او امریکا یې د بیا مېشتېدو غوښتنلیکونه رد کړي دي.