• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ښځینه ښوونکو پرته؛ طالبانو ۸‌زره نارینه ښوونکي او د پوهنې اداري کارکوونکي ګومارلي

زیار خان یاد
زیار خان یاد

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت د «کب ۲۰مه» خبر ورکړی، چې د کابل په ګدون یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځیو لپاره نږدې «۸۱۶۵ تنه ښوونکي او اداري کارکوونکي» په دندو ګومارلي دي. دغه نوي ګومارل شوي کسان ټول نارینه دي او یوه ښځینه ښوونکې یا اداري کارکوونکې هم پکې نشته.

د طالبانو د پوهنې وزارت د تضمین کېفیت مرستیال مولوي عبدالخالق صادق په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې یاد شمېر ښوونکي او اداري کارکوونکي د یوې ازادې سیالۍ له لارې په دندو ګومارل شوي دي.

د هغه په وینا؛ دغه کسان د ازموینې ملي کمېتې له لوري د یوې رڼې پروسې له لارې بریالي شوي او ډېر ژر به په ښوونځیو کې خپلې دندې پیل کړي.

د نوموړي په خبره، د دغو نویو ښوونکو ظرفیتونو ته یې لازمه پاملرنه کړې او په دې پروسه کې یې هېڅ ډول واسطې نه دي منلي چې په عملي‌ توګه به په ښوونځیو کې د تدریس پر مهال دغه ښوونکي خپلې وړتیاوې ثابتې کړي.

ګومارل شوي کسان ټول نارینه دي او هېڅ ښځینه پکې نشته.

طالبانو په ښوونځیو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي، چې له کبله یې ښځینه ښوونکې او د پوهنیزو ادارو کارکوونکې په کور ناستې دي.

طالبانو دغه نوي ښوونکي او اداري کارکوونکي په خالي‌ بستونو‌ په دندو ګومارلي دي.

اندېښنې دا دي، چې طالبانو په ښوونځیو او د پوهنې په ادارو کې د جمهوري نظام یو شمېر ښوونکي او اداري کارکوونکي په لوی لاس له دندو ګوښه کړي‌ دي.

د راپورونو له مخې، په بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځیو پخواني ښوونکي له دې کبله چې ګوندي زده‌کړو روښان فکره دي اړ کړي؛ څو دندې پرېږدي او یا یې له دندو لرې کړي دي.

طالبانو همدا راز په ښوونځیو کې خپل سختدریځې ملایان په دندو ګومارلي او ځینو طالب پلوه ملایان یې د ښوونکو په توګه هم ګومارلي دي.

په دغو تازه ګومارنو کې هم اندېښنې شته، چې طالبانو د خپلو سختدریځو افکارو لرونکي کسان ګومارلي؛ څو‌ په ښوونځیو کې زده‌کوونکو ته د دغه ډلې د افراطي افکارو په تړاو عامه پوهاوی او روزنه ورکړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال مولوي عبدالخالق صادق په ټینګار سره وویل، چې دغه ښوونکي به د زده‌کوونکو د اسلامي روحیې په بڼه روزلو کې مسوولیتونه ترسره کوي.

تر دې دمخه هم دا اندېښنې وې، چې طالبان غواړي په ښوونځیو کې د خپل فکر جال خپور کړي او په بشپړه توګه د زده‌کوونکو لپاره د مدرسې د شاګردانو په څېر چاپېریال رامنځته کړي؛ څو راتلونکي نسلونه د دوی د واکمنۍ د دوام لپاره پېچکاري شوي وي.

کارپوهان وېره لري که د افغانستان په ښوونځیو کې د افراطبیت دغه حالت نور هم پراخ شي؛ نو د افغانستان راتلونکی نسل له لوی ناورین سره مخ کېدونکی دی او د طالباني افکارو په څېر مذهبي افراطیت به لا ډېر شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستان پرېکړه کړې، چې له دوی سره ثبت افغان کډوال هم په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته ولېږي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۱۷ GMT+۰

د پاکستانۍ ورځپاڼې «ده نیوز The News» د راپور له مخې، پاکستان پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو او د دوی له حکومت سره ثبت ۲.۱ مېلیونه افغان کډوال په بېلابېلو پړاوونو کې بېرته خپل هېواد ته ولېږي.

بې اسناده افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نېټې دغه هېواد پرېږدي.

اوس‌مهال د ملګرو ملتونو له ثبت شویو کډوالو پرته سلګونه زره نور افغان کډوال په ناقانونه توګه دغه هېواد کې مېشت دي، چې د پاکستان د پرېکړې له مخې په لومړي پړاو کې به د دوی د اېستل کېدو لړۍ چټکه کړي او که د مارچ میاشتې تر پایه په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه نشي؛ نو په زور به یې وباسي.

د «ده نیوز» د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کې ځیني کډوال د «داوطلبانه ستنېدو» پروګرام له لوري خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدی وایي:« له ۲.۱ مېلیونه افغان کډوالو څخه ۱.۳ مېلېونه کسان د POR کارت لرونکي دي، چې د افغان کډوالو ۵۲سلنه برخه جوړوي او ډېری یې په خېبر پښتونخوا کې مېشت دي».

نوموړي زیاته کړه، چې شاوخوا ۸۰۰ زره افغانان د ملګرو ملتونو د ACC کارت لرونکي دي چې د دوی له ډلې یې هم زیاتره په خېبر پښتونخوا کې ژوند کوي. 

د POR کارتونه په ۲۰۰۶ کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په همکارۍ افغان کډوالو ته ورکړل شول او د ACC کارتونه بیا په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان د «ملي عمل پلان (NAP)» تر چتر لاندې ووېشل شول.

پاکستان له نږدې پنځه لسیزو راهیسې د مېلیونونو افغانانو کوربه پاتې شوی دی.

که څه هم په وروستیو کلونو کې سلګونه زره افغانان خپل وطن ته ستانه شوي؛ خو لا هم ۲.۱ مېلیونه افغانان د خیبر پښتونخوا او نورو ایالتونو په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.

پاکستاني چارواکو د مارچ ۳۱مې وروستۍ نېټه ټاکلې، چې له مخې یې باید ټول «بې اسناده» افغانان او د ACC کارت لرونکي کسان د پاکستان خاوره پرېږدي.

هغه زرګونه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي او هېڅکله افغانستان ته نه دي تللي؛ اوس د روژې میاشتې سره سم د دغه ضرب‌الاجل له امله د خپل راتلونکي په اړه ژورې اندېښنې لري.

پېښور د خېبر پښتونخوا یو له هغو ښارونو دی، چې د افغان کډوالو شمېر پکې خورا زیات دی چې پکې لوی کاروبارونه او سوداګرۍ هم لري.

دوی د خېبر پښتونخوا له خلکو سره لوی شوي او څنګ په څنګ یې ورسره له ماشتوبه ژوند کړی دی.

تېر کال د پاکستان حکومت یوازې د «بې اسنادو» بهرنیانو لپاره (د اکټوبر ۳۱مه) وروستۍ نېټه ټاکلې وه، چې ورپسې ګڼ شمېر بې اسناده افغانان د تورخم پر ګډون پر ځینو نورو لارو د ډیورنډ کرښې هغې غاړې خپلو سیمو ته ستانه شول.

پاکستاني پولیسو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې دروازه په دروازه د ناقانونه افغانانو د نیول کېدو لپاره عملیات پیل کړي؛ خو په پلازمېنه کې ډېری هغه افغانان مېشت دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و او د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنو پسې یاد هېواد ته تللي دي.

د‌ پاکستان حکومت دغو افغانانو ته هم خبرداری ورکړی، چې د مارچ میاشتې وروسته دې اسلام اباد او راولپندۍ ښارونو څخه ووځي او په نورو هېوادونو کې دې مېشت شي.

د یاد هېواد بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار لا ویلي، د هغو افغانانو د اېستل کېدو په اړه هم فکر کوي چې لوېدیځو هېوادونو او امریکا یې د بیا مېشتېدو غوښتنلیکونه رد کړي دي.

د امریکا افغان متحدین: دا به لویه ناځواني وي، چې ټرمپ پر افغانانو د سفر بندیزونه ولګوي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۴۱ GMT+۰
•
زیار خان یاد

په پاکستان کې هغه افغان کډوال چې په خپل هېواد کې یې له امریکایي ځواکونو او د یاد هېواد له بېلابېلو ادارو سره دندې کړې وې اندېښنه لري، چې ښايي ډونالډ ترمپ پر افغانانو د سفر بندیزونه ولګوي.

د افغان اېواک په ګډون ګنو امریکایي بنستونو خبرداری ورکړی، چې ښايي نن دوشنبه سپینه ماڼۍ دغه پرېکړه اعلان کړي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د هغو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ شو، چې په خپل هېواد کې یې د امریکایي ځواکونو، موسساتو او د امریکا له لوري له تمویل کېدونکو ادارو سره دندې کړې وې.

طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته یو شمېر هغه کسان وژلي او زنداني کړي، چې د امریکا په ګډون یې له بهرنیو ځواکونو یاد ادارو سره دندې کړې دي.

د شمېرو له مخې، په پاکستان کې اوس‌مهال نږدې «۲۵زره افغانان چې امریکا یې د بیا مېشتېدو غوښتنلیکونه منلي» د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې له مخې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

100%

ټرمپ سپینې مانۍ ته د بیا ځل ننوتو په لومړۍ ورځ امریکا ته د کډوالو د ورتګ هر ډول پروګرامونه وځنډول، چې له امله یې د دوی افغان متحدین هم زیانمن شول.

اوس تازه د افغان اېواک په نوم د کډوالو د ملاتړ یو اېتلاف او امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې ټرمپ به دغه هېواد ته د افغانانو په ورتګ بشپړ بندیز ولګوي.

د دغه بندیز له مخې، به هغه افغانان چې د امریکا قانوني ویزې هم لري؛ دغه هېواد ته به له سفر کولو څخه منع شي.

په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ په تمه مېشت کډوال دغه راپورونو اندېښمن کړی دی.

احمدالله (مستعار نوم) چې اوس‌مهال په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت دی، د امریکا په مالي ملاتړ یې په ځینو پروژو کې دندې ترسره کړې دي.

هغه افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د ډونالډ ترمپ وروستۍ پرېکړې ناعادلانه وبللې. احمد همدا راز وېره لري، که ټرمپ رښتیا هم پر افغانانو د سفر بندیزونه ولګوي؛ نو د کډوالۍ ژوند به یې لا ډېر له ستونزو ډک شي. 

هغه زیاته کړه:« زه بېخي حیران یم، دا له موږ سره څه کېږي. موږ په افغانستان کې د امریکا د ماموریت ملاتړ وکړ او اوس دا دی راسره ناځواني کېږي او په تش میدان یې پرېښي یو».

دغه افغان کډوال له خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره مېشت دی او له تېرو درېیو کلونو راهیسې سخت اقتصادي مشکلات هم ګالي.

100%

د یوې نادولتي امریکایي موسسې پخوانی کارکوونکی چې نه یې غوښتنل نوم یې په ډاګه شي اوس‌مهال په راولپنډۍ کې مېشت دی او د ټرمپ تازه بندیزونو یې پر رواني حالت بدې اغېزې کړې دي.

هغه له خپلو دوه لوڼو او مېرمنې سره په یوه اپارتمان کې چې دوه خونې لري ژوند کوي.

هغه وايي، اقتصادي ستونزو او د کډوالۍ قضیې ځنډېدو یې هیلې وژلې دي، چې له همدې کبله نه غواړي د خلکو خبرې واوري.

هغه وویل:« لوڼې مې همدا پوښتنه کوي، چې څه وخت به امریکا ته ځو؟ پلانکی او بېستانکی لاړو؛ خو موږ پاتې یو. زه د دې پوښتنو ځواب نه لرم، نو څه ورته ووایم؟ّ».

د امریکا د کډوالۍ قضیې لرونکي دغه کس زیاته کړه:« اوس بله اندېښنه رالوېدلې. اوازې دي چې ټرمپ په ټولو افغانانو سفرونه بندوي او دا کار به زموږ ټولې هیلې په سیند لاهو کړي».

د هغه یوه لور دیارلس کلنه او بله یوولس کلنه ده، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ دمخه یې ښوونځي پیل کړي وو؛ خو اوس په پاکستان کې ښوونځي ته د تګ توان نه لري.

100%

په پاکستان کې مېشت دغه کډوال په دولتي ښوونځیو کې د زده‌کړو حق نه لري او په خصوصي ښوونخیو کې بیا ترې میاشتني فیسونه او قانوني ویزې غواړي.

کډوالو افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې ویلي، چې له یو لوري د اقتصادي ستونزو له کبله خصوصي ښوونځیو ته اولادونه نشي لېږلی او له بل لوري یې بیا د ویزو مودې هم پای ته رسېدلې دي.

پاکستان ته د طالبانو تر واکمنۍ وروسته راغلي افغان کډوال په دغه هېواد کې د کار کولو حق نه لري او د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنې قضیو په تمه ناست افغانان له بې روزګارۍ هم ځورېږي.

افغانستان انټرنشنل یو افغان کډوال چې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام ته په تمه دی پېغام پرېښود، څو یې پر وړاندې د شته ننګونو په تړاو وسره خبرې وکړي؛ خو له هغې خوا پېغام کې وویل، شو چې پولیس یې د کور مخته ولاړ دي او نشي کولای وغږېږي.

پاکستان کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد کور په کور د پولیسو له لوري د نیول کېدو عملیات روان دي.

دغه عملیات په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې تر بل هر ځایه چټک دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وروسته له هغې د دغو عملیاتو د پیل غوښتنه وکړه، چې د دغه هېواد امنیتي‌ ادارو خبرو ورکړ چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف په ځینو لاریونونو کې افغان کډوالو برخه اخیستې او تاوتریخوالی یې کړی دی.

د هغه دغه ادعاوې که څه هم د افغان کډوالو له لوري د پاکستان کورني سیاسي مسایل وبلل شول او د افغانانو شتون په دې لاریونونو کې رد شوی دی.

تازه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ پرېکړه شوې، چې افغانان به د روان زېږدیز کال (د مارچ تر ۳۱مې نېټې) پورې له اسلام اباد او راولپندۍ څخه وځي.

د دغه پرېکړې له مخې به ناقانونه افغانان نیول کېږي او افغانستان ته به شړل کېږي؛ خو هغه افغانان چې یوازې په قانوني ویزو اوسېږي له پلازمېنې او راولپندۍ ښارونو څخه به اېستل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره اونۍ وویل، ښايي هغه افغانان هم له خپل هېواد څخه وباسي چې امریکا یې د پناه غوښتنې قضیې رد کړې یا ځنډولې دي.

د امریکا پخوانیو افغان متحدینو افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې د پاکستان د دغه پرېکړې څخه ژوره اندېښڼه څرګنده کړه.

د پاکستان د دغو پرېکړو له امله اوس په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د کورونو ځینو مالکانو افغان کرایه دارو ته خبرداری ورکړی، چې د دوی کورونه ورته خالي کړي.

همدا راز په دغو ښارونو کې اوس په اسانۍ پاکستانیان د پولیسو له وېرې افغانانو ته په کرایې کورونه هم نه ورکوي.

په پاکستان کې مېشت د امریکا پخواني متحدین له یاد هېواد او ډونالډ ټرمپ غواړي، چې دوی ته دې د سفرونو د بندیز او د کډوالۍ د ځندېدلو پروګرامونو په برخه کې معافیت ورکړي.

احمدالله وایي: «موږ ورسره افغانستان کې مرسته وکړه، اوس باید امریکا په دې سختو حالاتو کې موږ پرېنږدي او که پولیسو افغانستان ته ډیپورټ کړو ؛نو موږ د مرګ له ګواښ سره مخ یو».

د امریکا دغو پخوانیو متحدینو نیوکې وکړې، چې د دوی سره روان چلند د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده او د عدالت غوښتنې له چیغو سره، سره یې لا هم د قضیو برخلیک نامعلوم دی.

پانامې د افغانانو په ګډون له امریکا څخه وروړل شوي لسګونه کډوال له پنډغالي خوشې کړل

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۰

د بشري حقونو بنسټونو د څو اونیو له نیوکو او قانوني ستونزو وروسته د پانامې حکومت د تېرې شنبې په ورځ د افغانانو په ګډون لسګونه هغه کډوال خوشې کړي، چې له امریکا څخه تر اېستل کېدو وروسته د دغه هېواد په پنډغالو کې ساتل کېدل.

د پانامې حکومتي چارواکو دغو کډوالو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړی، چې ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي.

په خوشې شویو کډوالو کې د حیات الله اېماق په نوم یو ۲۹کلن افغان ځوان هم شامل دی، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ۲۰۲۲ زېږدېز کال کې یې خپل هېواد پرېښی و.

د نورو کډوالو په څېر هغه هم له خپل راتلونکي برخلیکه نه دی خبر چې څه به ورسره کېږي.

حیات الله د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:« موږ پناه غوښتونکي یو، پیسې نه لرو، نه هوټل نیولی شو او نه هم دلته خپلوان لرو».

هغه زیاته کړه: «زه هېڅکله نشم کولی افغانستان ته ولاړ شم، هلته طالبان دي او که بېرته ولاړ شم ؛نو ما به ووژني».

د پانامې حکومت ویلي، کډوال کولای شي د ۶۰ نورو ورځو لپاره دلته پاتې شي؛ خو وروسته له هغې به د ډېرو برخلیک ناڅرګند وي.

حیات الله او ۶۵ نور کډوال چې له چین، روسیې، پاکستان، افغانستان، ایران، نیپال او نورو هېوادونو امریکا ته تللي وو؛ له یوې اوږدې مودې بند تېرولو وروسته د ټرمپ د پرېکړې له مخې پانامې ته ولېږدول شول.

پانامې مخکې ویلي و، چې دوی له امریکا سره کار کوي؛ ترڅو هغو کسانو ته «یو روښانه پېغام» ورکړي، چې غواړي امریکا ته ځان ورسوي.

هغه مهال چې پانامه کې دغه کډوال خوشې شول د بشري حقونو وکیلان او د کډوالو ملاتړې ډلې یې هرکلي ته ورغلې وې؛ څو ورسره مرسته وکړي؛ خو لا هم لسګونه کډوال په پنډغالو کې بند پاتې دي.

په خوشې شویو کسانو کې د پاکستان، ایران او روسیې کډوال هم شامل وو.

یو روسی ځوان، «نیکیتا ګاپونوف» چې د نرښخیانو ټولنې غړی دی وویل، چې د امریکا پر پوله ونیول شو او اجازه ورنه کړل شوه چې د پناه غوښتنه وکړي.

هغه وویل: «زه به نن شپه پر سړک ویده شم».

دغه کډوال د هغه تړون برخه دي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پانامې او کاستاریکا سره کړی و؛ ترڅو کډوال د دغو هېوادونو له لارې بېرته خپلې اصلي خاورې ته واستوي.

له امریکا څخه د دغه اېستل شویو کډوالو په تړاو اندېښنې وروسته له هغې ډېرې شوې، چې د هوټلونو له کړکیو یې پر سپینو پاڼو لیکل کړي وو او له خلکو یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

د نړۍوال قانون له مخې، هغه کسان چې له جګړې، شکنجې یا د ګواښونو له کبله خپل هېوادونه پرېږدي حق لري چې د پناه غوښتنې وکړي.

هغه مهال چې دغو کډوالو خپلو هېوادونو ته د ستنېدو مخالفت وکړ، دوی د پانامې او کولمبیا پولې ته نږدې یوه پنډغالي ته ولېږدول شول.

دغو کډوال هلته له ټلېفوني اړیکو او حقوقي اړیکو څخه په اونیو، اونیو بې برخې پاتې شوي دي.

حیات الله او نورو خوشې شویو کډوالو وویل، چې دوی نشي کولای بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

حیات الله چې په افغانستان کې له هزاره توکم څخه دی؛ ځان بې دینه ګڼي او وایي، افغانستان ته بېرته تګ ورته د مرګ معنا لري.

هغه وویل: «زه پاکستان، ایران او نورو هېوادونو ته ولاړم؛ خو هیچا راته ویزه رانکړه، نو بیا امریکا ته لاړم. هلته مې پناه وغوښته؛ خو رد شوه».

حیات الله زیاته کړه: «زما یوازینۍ هیله ازادي وه؛ خو هغوی دا چانس رانکړ».

د هغه په ګډون نورو کډوالو شکایت وکړ، چې په پنډغالي کې یې خواړه کم وو، هوا ګرمه وه او چارواکو ورسره بد چلند کاوه.

د پانامې چارواکو دغه تورونه رد کړي؛ خو خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د کډوالو پنډغالي ته لاړ شي.

نړۍوالې مرستندویه ادارې وايي، دوی هڅه کوي د هغو کډوالو لپاره درېیم هېواد پیدا کړي چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېدل نه غواړي؛ خو پانامې ویلي، خوشې شویو کډوالو دغه مرسته رد کړې ده.

د حیات الله په وینا: َ«ما څو ځله وغوښتل، چې په پانامه کې پناه واخلم؛ خو راته وویل شول چې پناه منونکي نه دي».

د پانامې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کارلوس روییز-هرناندز ویلي، هېڅ کډوال نه غواړي دلته پاتې شي او ټول بېرته امریکا ته تلل غواړي.

ذبیح الله مجاهد: په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې او پوځي تجهیزات د طالبانو ملکیت دی

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۳۰ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اېراف په نامه ایراني رسنۍ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې او پوځي تجهیزات د طالبانو ملکیت دی او په هېڅ صورت به یې امریکا ته ونه سپاري؛ ان که د پوځي جګړې په بیه هم تمام شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه څرګندوې داسې مهال کړې دي، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ څه موده وړاندې ویلي و چې د متحده ایالاتو پوځ به "ټول هغه تجهیزات چې په افغانستان کې پاتې دي، بېرته ترلاسه کړي.

بل خوا د ( کب په ۱۶مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو چې له طالبانو څخه د امریکایي وسلو د اخیستلو په تړاو یې کړې وې، هرکلی کړی و.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه خبري غونډه کې ویلي و:« له امریکا څخه پاتې دغه وسلې په ترهګریزو بریدونو کې کارول شوې او دا زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده. که امریکا وکولای شي د دغو وسلو د اخیستلو لپاره اقدام وکړي، دا به په سیمه کې د ټولیز امنیتي وضعیت له ښه‌والي سره مرسته وکړي.»

ذبیح الله مجاهد په دغه مرکه کې د بګرام هوایي اډې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:« بګرام د افغانستان خاوره ده او زموږ په کنټرول کې ده. طالبان هېڅ کوم بهرني هېواد ته دا اجازه نه ورکوي، چې خپل یو پوځي هم هلته راولېږي او یا و اوسېږي.»

په مرکه کې طالب ویاند په توندې لهجې امریکا اشغالګره بللې او زیاته کړې یې ده، چې امریکا په افغانستان کې د خپل تېر شل کلن حضور پر مهال افغانانو ته ګڼ زیانونه اړولي دي او دوی به د امریکا هېڅ ډول فشار ته تسلیم نشي.

ذبیح الله مجاهد د په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د افغانستان خاوره په بشپړه توګه د داعش له حضوره پاکه شوې ده.

هغه ادعا کړې، چې اوس‌مهال یاده ډله د پاکستان له خاورې خپل فعالیتونه پلانوي.

په دغو تجهیزاتو کې شاوخوا ۴۰۰۰۰ زغره‌وال او پوځي وسایط" هم شامل دي، چې دا مهال د طالبانو ادارې په واک کې دي.

ګراهام: پر اوکراین د مرستو بندول له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتنې هم بدتره کړنه ده

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۵۶ GMT+۰

امریکایی سناتور لیندسي ګراهام خبرداری ورکړی، چې د اوکراین لپاره د پوځي او استخباراتي مرستو بندېدل به له «افغانستانه د امریکایي ځواکونو» تر وتلو هم بدتره چلند وي.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بې مسوولیته وتو په تړاو په ناندریو کې تازه د یکشنبې په ورځ دغه امریکایي سناتور ویلي، اندېښمن دی که امریکا پر اوکراین پوځي او استخباراتي مرستې بندې کړي؛ نو دا چاره به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو هم بدتره تمامه شي.

نوموړي وویل: «موخه دا ده، چې د اوکراین جګړه په درناوي او عدالت پای ته ورسېږي. زه پوهېږم چې زېلنسکي په سپینه ماڼۍ کې ښه عمل ونه کړ؛ خو اوس موږ په دې حالت کې یو.»

لیندسي ګراهام همدا راز زیاته کړه: «زه فکر نه کوم، چې ولسمشر ټرمپ به دا کار وکړي؛ خو تر هغې چې اوربند نه وي شوی، زه باور لرم چې موږ باید اوکراین ته لازمي وسلې او استخباراتي معلومات ورکړو؛ تر څو وکولای شي خپل ځان څخه دفاع وکړي».

دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ د اوکراین لپاره استخباراتي او پوځي مرستې ځکه ځنډوي؛ تر څو کېیف د سولې هوکړې ته اړ کړي.

ګراهام د افغانستان یادونه وکړه او د اګست ۲۰۲۱ کې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره یې پرتله کړ، چې «پکې ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو تر څنګ ۴۵ نور ټپیان شول او ۱۷۰ تنه افغان ولسي وګړي» هم پکې ووژل شول.

د ټرمپ او زېلنسکي ترمنځ په سپینه ماڼۍ کې تر لفظي ناندریو وروسته اوس د امریکایي او افغان سیاست‌والو تر څنګ لوېدیځوال د اوکراین برخلیک له افغانستان سره پرتله کوي. اندېښنې دا د‌ي، چې متحده ایالات که خپل متحدین همداسې په سپین میدان پرېږدي؛ نو د دغه هېواد نړۍوال باور ته لوی زیان اړولی شي.

امریکا سناتور ګراهام همدا راز وویل: «زه به راتلونکې اونۍ د روسیې د بانکي او انرژۍ برخو پر ضد بندیزونه په تړاو هم وړاندیزونه وکړم؛ تر څو هغوی هم اړ شي د سولې خبرو ته کېني. که روسیه د اوربند له خبرو اترو سره همکاري ونه کړي، باید سخت بندیزونه پرې ولګوو».

دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې ډونالډ ټرمپ روسیې ته خبرداری ورکړ؛ که د سولې هوکړه ونه شي، نو سخت اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي.

ټرمپ په خپله خواله رسنۍ تروټ سوشال کې لیکلي: «مخکې له دې چې ناوخته شي، روسیې ته وایم چې ژر تر ژره د سولې خبرو ته کېني».

دا په داسې حال کې ده، چې (د فبرورۍ په ۲۸مه) د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي له ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې ملاقات وکړ؛ خو دغه لیدنه په لفظي شخړه پای ته ورسېده.

ټرمپ زېلنسکي تورن کړ، چې "د درېمې نړۍوالې جګړې لوبه" کوي او زیاته یې کړه: "ستا پرېکړې زموږ هغه هېواد ته بې احترامي ده، چې تر ډېره یې له تا ملاتړ کړی." 

تمه وه، چې دغه لیدنه به د اوکراین د نادره کانونو په اړه یوې هوکړې سره پای ته ورسېږي؛ خو داسې ونه شول.

زېلنسکي له دې لیدنې وروسته وویل: «اوس وخت دی، چې حالات سم کړو. موږ غواړو راتلونکي کې له امریکا سره رغنده همکاري وکړو».

نوموړي ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره د ټرمپ تر مشرۍ لاندې کار ته چمتو دی.

زېلنسکي زیاته کړه: «اوکراین ژمن دی، چې د سولې او امنیت لپاره له خپلو نړۍوالو شریکانو سره ګډ کار وکړي.»