• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شریف د بولان عملیاتو کې خپل امنیتي ځواکونه وستایل او د ترهګرۍ ضد جګړې د دوام اعلان یې وکړ

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۲۱ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر د بولان عملیاتو د بریالي بشپړېدو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو له امله یې د پاکستاني پوځ او امنیتي ځواکونو ستاینه کړې ده. پاکستاني رسنیو د هغه له قوله راپور ورکړی، چې د دې هېواد سرتېرو او افسرانو په دې عملیاتو کې «مېړانه او زړورتیا» ښودلې ده.

نوموړي دغه راز ویلي: «د بې‌ګناه خلکو د ژوند او مال زیانمنونکي نه له اسلام سره اړیکه لري او نه هم له دې هېواد سره. موږ هوډ لرو چې د بې‌ګناه خلکو برید کوونکي به په هر ډګر کې ماتوو او تر هغه چې په هېواد کې ترهګري له‌منځه نه وي وړل شوی، زموږ جګړه به روانه وي.»

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې شهباز شریف به نن د بلوچستان د خلکو سره د یووالي د څرګندولو لپاره دغه ایالت ته سفر وکړي.

نوموړی به د امنیتي وضعیت د ارزونې غونډې مشري هم وکړي.

له دې وړاندې، د شهباز شریف له لوري په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوي بیان کې راغلي وو، چې پر جعفر اېکسپریس بریدونه د پاکستان د سولې هوډ نه شي کمزوری کولی.

نوموړي ویلي و، چې د عملیاتو پر مهال لسګونه ترهګر له منځه وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د بلوچستان له وزیراعلی سرفراز بګټي سره یې اړیکه نیولې او هغه د جعفر اېکسپریس پر ترهګریز برید د وروستیو حالاتو په اړه معلومات ورکړي.

شهباز شریف وویل، چې ټول ملت د دې ناوړه عمل او د بې‌ګناه خلکو د ژوند د ضایع کېدو له امله غمجن او خواشینی دی.

څو ساعته مخکې د پاکستان پوځ وویل، چې په بلوچستان ایالت کې د جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډي د برمته‌شویو کسانو د ژغورنې عملیات په بریالي ډول پای ته رسېدلي او زیاتوي، چې په دغه رېل‌ګاډي کې ټول بلوڅ بیلتون‌غوښتونکي وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویاند احمدشریف چوهدريویلي، بریدګرو د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر مسافر د انساني ډال په توګه کارول او د برمته‌شویو کسانو په منځ کې یې ځانمرګي بریدګر ځای‌پر‌ځای کړي وو، چې دغه کار د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړل.

چوهدري زیاته کړې: «د امنیتي ځواکونو نښه‌ویشتونکو وکولال شول چې ځانمرګي بریدګر ووژني. د عملیاتو په پایله کې ۳۳ وسله‌وال وژل شوي او کوم برمته‌شوي کس ته زیان نه دی رسېدلی. د تصفیوي عملیاتو له پیلېدو مخکې د بلوڅ وسله‌والو له خوا ۲۱ مسافر وژل شوي وو.»

ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستانی پوځ: د بلوچستان د برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۳۸ GMT+۰
پاکستانی پوځ: د بلوچستان د برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی
100%

د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان ایالت کې د جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډي د برمته‌شویو کسانو د ژغورنې عملیات په بریالي ډول پای ته رسېدلي او زیاتوي، چې په دغه رېل‌ګاډي کې ټول بلوڅ بیلتون‌غوښتونکي وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویاند احمدشریف چوهدري د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) ادعا کړې، چې د برمته‌شویو کسانو د نیول‌کېدو دغه پلان په افغانستان کې د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو له‌خوا جوړ او هدایت شوی دی.

د هغه په ​​وینا: «بریدګر د تصفیوي عملیاتو پرمهال د سټلایټ ټېلیقون له لارې په افغانستان کې له خپلو پلان‌جوړوونکو او هدایت‌کوونکو سره په اړیکه کې وو.»

د پاکستان پوځ ویاند ویلي، بریدګرو د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر مسافر د انساني ډال په توګه کارول او د برمته‌شویو کسانو په منځ کې یې ځانمرګي بریدګر ځای‌پر‌ځای کړي وو، چې دغه کار د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړل.

چوهدري زیاته کړې: «د امنیتي ځواکونو نښه‌ویشتونکو وکولای شول چې ځانمرګي بریدګر ووژني. د عملیاتو په پایله کې ۳۳ وسله‌وال وژل شوي او کوم برمته‌شوي کس ته زیان نه دی رسېدلی. د تصفیوي عملیاتو له پیلېدو مخکې د بلوڅ وسله‌والو له خوا ۲۱ مسافر وژل شوي وو.»

نوموړي د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو د دغه برید په تړاو د نورو جزیاتو له ورکولو پرته ټینګار کړی، چې ټول وسله‌وال په سیمه کې وژل شوي، خو زیاتوي چې ځانګړي ځواکونه لا هم په سیمه لګیا دي تصفیه او د چاودېدونکو توکو څېړنه کوي.

همداراز هغه ویلي، یو شمېر هغه برمته‌شوي کسان چې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پرمهال شاوخوا سیمو ته تښتېدلي، راټولېدنه پلټنه یې روانه ده.

له دې مخکې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو په یوه بیان کې ویلي و، چې د پاکستان پوځ د عملیاتو په غبرګون کې یې ۵۰ پاکستاني امنیتي سرتېري وژلي دي.

د بلوڅ‌ بېلتون‌ غوښتونکو له‌خوا د ټېلګرام له لارې په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې دوی دغه اقدام د برمته‌شویو کسانو د تبادلې پر سر د خبرواترو له ناکامۍ وروسته کړی دی.

په پاکستان کې د روسیې سفارت په بلوچستان کې د مسافر وړونکو پر اورګاډي برید غندلی

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۰
په پاکستان کې د روسیې سفارت په بلوچستان کې د مسافر وړونکو پر اورګاډي برید غندلی
100%

په پاکستان کې د روسیې سفارت په بلوچستان کې پر مسافر وړونکې اورګاډي جعفر اېکسپریس باندې برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي، چې هېڅ ډله باید له ملکي خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار وانخلي.

په پاکستان کې د روسیې سفارت د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي: « موږ د ترهګرو دا بزدلانه ستراتیژي په کلکه ردوو چې له ملکي خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي.»

دغه سفارت د ټولو یرغمل شویو د خوندي او چټک خلاصون غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې، بلوڅ ازادۍ پوځ اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په غبرګون کې یې ۵۰ پاکستاني امنیتي سرتېري وژلي دي.

یادې ډلې ویلي، چې دا ګام یې د یرغمل شویو کسانو د تبادلې پر سر د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته اخیستی.

د بلوڅ ازادۍ پوځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د پاکستاني ځواکونو د درنو وسلو برید یې دفع کړی، خو درې جنګیالي یې له لاسه ورکړي دي.

د پاکستان پوځ وايي، چې ټول جنګیالي یې وژلي او ۱۹۵ برمته کسان یې خوشي کړي دي.

د بلوڅ ازادۍ پوځ وژل شوي کسان «دوښمن ځواکونه» بللي او ادعا یې کړې ده، چې د بلوڅ ملي محکمې له خوا د جنګي جنایتونو، توکمیزې تصفیې او د بلوچستان د طبیعي زېرمو د استحصال په تورونو محکوم شوي وو.

د کب په ۲۱مه په پاکستان کې بلوڅ ازادۍ پوځ ډلې اعلان وکړ، چې د بلوچستان په دهدار بولان سیمه کې یې د جعفر ایکسپریس پر اورګاډي برید کې ۱۱پاکستاني امنیتي سرتېري وژلي او ۱۸۲ مساپر یې پرمته کړي دي.

د اورګاډي چارواکو تایید کړې وه، چې په اورګاډي کې ۴۰۰ مساپر سپاره وو.

بلوڅ ازادۍ پوځ وايي د اورګاډي ۵۰ نور یرغمل کسان یې وژلي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۵۰ GMT+۰
بلوڅ ازادۍ پوځ وايي د اورګاډي ۵۰ نور یرغمل کسان یې وژلي
100%

بلوڅ ازادۍ پوځ اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په غبرګون کې یې ۵۰ پاکستاني امنیتي سرتېري وژلي دي. یادې ډلې ویلي، چې دا ګام یې د یرغمل شویو کسانو د تبادلې پر سر د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته اخستی.

بلوڅ د ازادۍ پوځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د پاکستاني ځواکونو د درندو وسلو برید یې دفع کړی، خو درې جنګیالي یې له لاسه ورکړي دي.

د پاکستان پوځ وايي، چې ټول جنګیالي یې وژلي او ۱۹۵ برمته کسان یې خوشي کړي دي.

بلوڅ ازادۍ پوځ وژل شوي کسان «دښمن ځواکونه» بللي او ادعا یې کړې ده، چې د بلوڅ ملي محکمې له خوا د جنګي جنایتونو، توکمیزې تصفیې او د بلوچستان د طبیعي زېرمو د استحصال په تورونو محکوم شوي وو.

یادې ډلې ویلي، چې د پاکستاني بې‌پیلوټه الوتکو د تېرې شپې برید په غبرګون کې یې ۱۰ نور یرغمل شوي کسان هم وژلي وو او په تېرو دوو ورځو کې یې د جګړې پر مهال ۴۰ پاکستاني سرتېري وژلي دي.

بي اېل اې خبرداری ورکړی، چې که پاکستانی پوځ بل برید پیل کړي، نو پاتې شاوخوا ۱۵۰ یرغمل شوي کسان به ټول اعدام کړي.

دې ډلې اسلام‌اباد ته ۲۰ ساعته ضرب‌الاجل ورکړی چې د بندیانو د تبادلې لپاره عملي ګامونه واخلي او که نه، له ټاکلي وخت وروسته به هر ساعت نور یرغمل کسان اعدام شي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د دې وروستیو پرمختګونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

بلوچستان، چې د پاکستان ستر، خو تر ټولو کم نفوسه ایالت دی، له اوږدې مودې راهیسې د بېلتونپالو د فعالیتونو شاهد دی. دا سیمه بډایه طبیعي زیرمې لري او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) له پرمختګ سره یې ستراتیژیک اهمیت زیات شوی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې یاغي ډلې له بهرني ملاتړه برخمنې دي، خو بلوڅ بېلتونپالو دا تورونه رد کړي دي.

بي اېل اې: که پاکستان د بندیانو تبادلې ته غاړه کېنږدي برمته کسان «بلوڅ ملي محکمې» ته سپارو

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۰
بي اېل اې: که پاکستان د بندیانو تبادلې ته غاړه کېنږدي برمته کسان «بلوڅ ملي محکمې» ته سپارو
100%

د بلوڅ ازادۍ پوځ ویاند ویلي، چې د ۲۴ ساعته په تېریدو سره لا هم د پاکستان حکومت د بندیانو د تبادلې په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی. نوموړي ګواښ کړی چې که د ۴۸ ساعتونو په پوره کېدو سره لا هم پاکستان د بندیانو تبادله ونه کړي نو تر ۲۰۰ ډیر یرغمل شوي کسان به د “بلوڅ ملي محکمې” ته وسپاري.

جنید بلوڅ رسنیو ته ویلي، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې یې د جعفر ایکسپریس او یرغمل شویو کسانو کنټرول بشپړ په واک کې دی.

نوموړيي ويلي، یرغمل شوي کسان چې شمېر یې له ۲۰۰ څخه ډیر دی، ټول پوځیان، استخباراتي افسران او سرتیري دي.

نوموړي ویلي، چې بشري حقونو او نړیوالو جګړه ییزو قوانینو ته په پام سره یې د پاکستان حکومت ته د یادو یرغمل کسانو د تبادلې لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی، خو د ۲۴ ساعتونو په تېریدو سره لا هم اسلام اباد د بندیانو د تبادلې په اړه کوم اقدام نه دی کړی.

جنید خبرداری ورکړی او ویلي دي چې که په راتلونکو ۲۴ساعتونو کې د پاکستان حکومت د بندیانو د تبادلې لپاره عملي ګام وا نخلي یرغمل شوي کسان به « بلوڅ ملي محکمې» ته وسپاري.

همداراز جنید زیاتوي چې د پاکستان حکومت د بندیانو د تبادلې لپاره د ورکړل شوي ضرب الاجل تر پوره کېدو وروسته به په هر ساعت کې پنځه تنو یرغمل شویو کسانو ته د بلوڅ ملي محکمې د پرېکړي له مخې سزا ورکړل شي.

جعغر اکسپریس اورګاډی تېره ورځ له کوټې نه پېښور ته پر لار و، چې د بولان غاښي په دهدار سیمه کې د بلوڅ ازادۍ پوځ کسانو تر برید لاندی راغی.

د پاکستان حکومت تېره ورځ د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په موخه عملیات پیل کړل او وايي، چې تردې مهاله ۱۵۵ مساپر خلاص شوي دي.

د تورخم دروازې د خلاصون په تړاو د سوداګرو او قومي مشرانو د جرګې دویم پړاو خبرې لغوه شوې

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۱۴ GMT+۰
•
خبرخونه
د تورخم دروازې د خلاصون په تړاو د سوداګرو او قومي مشرانو د جرګې دویم پړاو خبرې لغوه شوې
100%

د تورخم دروازې د خلاصون لپاره ټاکل شوې وه، چې نن د کرښې دواړه غاړو ته د پرتو سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ د جرګې دویم پړاو ناسته وشي؛ خو د پاکستان له لوري په جرګه کې د ګډونوالو د شمېر زیاتېدو له امله یاده ناسته د افغانستان له‌خوا د نن لپاره لغوه شوې ده.

د دغې جرګې یو غړي حاجي ګل مراد عرب افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې وویل، له وړاندې ټاکل شوې وه چې په نننۍ ناسته کې به د پاکستان له لوري ۲۶ کسه په جرګه کې برخه واخلي؛ خو نن د دغې لوري له‌خوا له ۶۰ د ډېرو ګډونوالو نوملړ ورکړل شو، چې له امله یې د جرګې ناسته لغوه شوه.
حاجي ګل مراد زیاتوي، مقابل لوري ته یې ویلي چې دوی یوازې له سوداګرو او قومي مشرانو سره خبرو ته چمتو دي او د دولتي او یا هم د شخصي خلکو سره ناسته نه کوي.
بل خوا د پاکستان له‌خوا د یادې جرګې غړي سید جواد حسین کاظمي د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، چې د افغانستان له‌خوا د جرګې ناسته لغوه شوې ده او لامل یې همدا دې چې د ګډونوالو په نوملړ کې زیاتوالی راغلی.

هغه وایي، دوی به د خپلو مشرانو سره پر دې اړه خبرې وکړي او هڅه به وکړي چې یو ځل بیا د دویم پړاو خبرو ته لار هواره کړي.
د دغې جرګې ناسته په داسې حال کې لغوه کېږي، چې تېره ورځ د دواړو لوریو قومي مشرانو او سوداګرو هوکړه کړې وه، چې د هغې سیمې څېړنه به کوي چې طالبان په کې د پوستو جوړول غواړي او پاکستان یې د ملکیت دعوه کوي.
په لومړۍ ناسته کې پر دې هوکړه شوې وه، که د پاکستان د ملکیت په توګه لانجمنه سیمه تثبت شي؛ نو طالبان به رغنیزې چارې ودروي او یاده دروازه به د تګ راتګ پر مخ پرانستل شي.

خو تر دې مهاله د دواړو غاړو تر منځ کومه هوکړه نه ده شوې او دغه لار لا هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې د طالبانو له‌خوا د پوستو او تاسیساتو د جوړولو له امله یې دغه لار تړلې ده.

په ورته وخت کې چې دغه لاره تړل شوې وه، د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ هم په پرله پسې ډول نښته شوې، چې په پایله کې یې د درېیو طالبانو، یوه پاکستاني افسر او موټر چلوونکي په ګډون پنځه تنه وژل شوي او د درېیو پاکستاني پوځیانو په ګډون لس تنه نور بیا ټپیان دي.