د خیبر پښتونخوا په جنډوله کې پر پاکستاني ځواکونو ځانمرګی برید شوی

د خیبر پښتونخوا ایالت د ټانک ولسوالۍ په جنډوله سیمه کې د سرحدي ملیشه ( ایف سي) ځواکونو پر مرکز موټربم ځانمرګی برید شوی.

د خیبر پښتونخوا ایالت د ټانک ولسوالۍ په جنډوله سیمه کې د سرحدي ملیشه ( ایف سي) ځواکونو پر مرکز موټربم ځانمرګی برید شوی.
محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه ځانمرګی برید د جنوبي وزیرستان او ټانک ولسوالۍ په اتصالي نقطه جنډوله کې د پاکستان د ملیشه ځواکونو پر یوه مرکز شوی.
بریدګرو لومړی د امنیتي ځواکونو پر مرکز د موټربم برید کړی او وروسته یې لاس په لاس جګړه کړې ده.
د پاکستان د پوځ اړوند اکاونټونو د پېښې ویډیو خپره کړې، چې پر لاره او سړک د جنګیالیو مړي پکې لیدل کیږي.
اړوندې سرچینې وايي، چې بریدګر مرکز ته له ننوتلو وړاندې ټول وژل شوي دي.
دغه برید په ځايي وخت دوه بجې شوی دی.
تر اوسه پاکستاني چارواکو ددغه برید د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی په ډاګه کړی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې پوځي جامې یې اغوستې وې، د لویدیزې روسیې په کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو د ژر تر ژره ماتولو امر وکړ. دا پیغام د اوکراین پر سر له واشنګټن سره د خبرو اترو پیلېدو په درشل کې امریکا ته ښيي چې مسکو لا هم پوځي ابتکار په لاس کې لري.
د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د روسیې پرمختګونو او د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، دا اندېښنې راپارولې چې د لویدیز له ملاتړه برخمن کیېف ښايي جګړه وبایلي.
ټرمپ، چې ځانګړی استازی یې سټیو وټکوف په پام کې لري په مسکو کې له پوتین سره وګوري، په سپینه ماڼۍ کې وویل چې هیله لري کریملین د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومني. اوکراین ددغه اوربند ملاتړ کړی دی.
د ټرمپ له څرګندونو څو ساعته وروسته کریملین یوه ویډیو خپره کړه چې پوتین پکې په برګ پوځي یونیفورم کې د روسیې لویدیز کورسک سیمې ته سفر کوي، چېرې چې روسي ځواکونو د چټک برید په ترڅ کې پرمختګ کړی دی.
پوتین وویل: « زموږ دنده په نږدې راتلونکي کې، په لنډ ممکن وخت کې، دا ده چې په کورسک سیمه کې میشت دښمن پرېکنده مات کړو». هغه زیاته کړه: « او البته، موږ اړتیا لرو چې د دولتي پولو په اوږدو کې د امنیتي زون رامنځته کولو په اړه فکر وکړو».
د ۲۰۲۲ کال په پیل کې د روسیې له یرغل راهیسې سلګونه زره کسان وژل شوي او ټپیان شوي، میلیونونه خلک بې ځایه شوي، ښارونه ویجاړ شوي او د مسکو او لویدیز ترمنځ تر ټولو لویه شخړه رامنځته شوې ده.
د ۲۰۲۴ کال په اګست کې اوکرایني ځواکونو پر کورسک سیمې برید وکړ، چې دا له۱۹۴۱ کال راهیسې پر روسیې تر ټولو ستر برید ګڼل کیږي.
اوسمهال اوکرایني ځواکونه په کورسک کې له ۲۰۰ مربع کیلومترو کمه سیمه کنټرولوي، چې د تیر اوړي په پرتله خورا کمه شوې ده.
پوتین به نن د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د بیلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره خبرې وکړي او د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې ښايي د اوربند وړاندیز په اړه څرګندونې وکړي.
متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ له اوکراین سره د وسلواو استخباراتي معلوماتو شریکولو همکاري بېرته پیل کړې.
د روسیې لوړپوړو سرچینو رویټرز ته ویلي چې پوتین به له هر ډول اوربند څخه مخکې ډاډ ترلاسه کړي.
د جون په میاشت کې پوتین د سولې لپاره خپل شرایط وړاندې کړل چې اوکراین باید په رسمي ډول د ناټو غړیتوب پرېږدي او خپل ځواکونه له هغو څلورو سیمو وباسي چې روسیې خپلې کړې دي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د روان کړکېچن وضعیت په اړه وایي، چې د پښتونخوا او بلوچستان په خاوره کې د چین او امریکا د نوې نړۍوالې جګړې لپاره چمتووالی روان دی.
د دغه ګوند لهخوا د نوموړي په خپور شوي پیغام کې راغلي:« په تېرو وختونو کې هم کله چې امریکا او روسیه په جګړه بوخت وو؛ موږ خبرداری ورکړی و چې دا جهاد نه بلکې ګډوډي ده، خو زموږ خبرې جدي ونه نیول شوې او په بدل کې موږ د روسیې د جاسوسانو په توګه تورن شو.»
هغه د پاکستان خلکو ته خبرداری ورکړی:« داسې پلانونه جوړېږي، چې ستاسو او زموږ ماشومان په یوه بله شخصي جګړه کې ووژني.»
هغه په پاکستان کې د وسلهوالو ډلو وروستیو فعالیتونو ته په اشارې سره وایي، چې تاوتریخوالی د کومې ستونزې حل نه دی؛ بلکې ستونزې نورې هم پېچلې کوي.
د هغه په وینا، د کورنیو ستونزو د حل لپاره خبرې اترې اړینې دي او د بېلتون غوښتونکو غورځنګونو د ستونزې حل یوازې سیاسي مسله ده.
په دغه بیان کې راغلي:« سولې ته باید هر وخت لومړیتوب ورکړل شي؛ ځکه چې دا د پرمختګ یوازینۍ لاره ده. موږ سولې ته اړتیا لرو، ستونزې باید سملاسي حل شي؛ که نه وضعیت به لا کړکېچن شي او خلک به یې ونشي زغملای.»
هغه وایي، د «ترهګرو او بېلتون غوښتونکو غورځنګونو» په اړه یوې روښانې او اغېزمنې تګلارې ته اړتیا ده.

برېټانیا د چهارشنبې په ورځ د روسیې له لوري د خپلو دوو ډېپلوماټانو د شړلو په غبرګون کې، په لندن کې د روسیې سفیر احضار کړ او د یوه روسي ډېپلوماټ اعتبار لیک یې هم لغوه کړ. د برېټانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روسیه فعاله هڅه کوي چې په مسکو کې د دوی سفارت وتړي.
روسیې د دوشنبې په ورځ د (کب ۲۰مه) دوه برېټانوي ډېپلوماټان په جاسوسۍ تورن کړل او هغوی ته یې امر وکړ چې د دوو اونیو دننه له روسیې څخه ووځي.
برېټانیا بیا دغه تورونه بې بنسټه بللي دي.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ د (کب ۲۲مه) وویل:« پرته له دې چې د دې کار ګواښونکو پایلو ته پام وکړي، روسیه په فعاله ډول هڅه کوي چې په مسکو کې د برېټانیا سفارت وتړي».
برېټانیا ویلي، دغه ډېپلوماټیکه لانجه باید ختمه شي او له روسیې یې هم غوښتي چې دغه کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.
همداراز برېټانیا خبرداری ورکړی، که روسیه نورې پاروونکې کړنې ترسره کړي؛ نو مناسب غبرګون به وښيي او اجازه به ور نه کړي چې د دوی ډېپلوماټان او سفارتي کارکوونکي وډارول شي.
په لندن کې د روسیې سفارت تر اوسه د برېټانیا د دغې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.
د مسکو او لندن ډېپلوماټیکې اړیکې د اوکراین جګړې او د برېټانیا له لوري د کېیف د پوځي ملاتړ له امله ترینګلې شوې دي.
دغه کړکېچ وروسته له هغې نور هم زیات شو، چې د برېټانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر اعلان وکړ چې غواړي د بریټانیا سوله ساتي ځواکونه اوکراین ته واستوي.
تر دې وړاندې هم دواړو هېوادونو د یو بل ډېپلوماټان شړلي وو.
تېر کال روسیې یو بریتانوی ډېپلوماټ شړلی و او تېره میاشت برېټانیا هم یو روسی ډېپلوماټ له خپل هېواده اېستلی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د متحده عربي اماراتو د مشر ډیپلوماټیک سلاکار انور قرقاش تهران ته په خپل سفر کې د ټرمپ لیک ایران ته وسپاره.
خو تر دې لږ وړاندې د ایران اسلامي جمهوري مشر علي خامنهيي ویلي و، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک یې نه دی ترلاسه کړی.
نوموړی ویلي و، چې له ایران سره د خبرو اترو لپاره د ټرمپ خبرې «د عامه ذهنیت غلطول» دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ (د کب په ۱۷مه) ویلي و، چې د ایران اسلامي جمهوري مشر ته یې لیک استولی دی.
ډونلډ ټرمپ له فاکس بېزنس سره په مرکه کې زیاته کړې وه، چې له تهران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې غوره بولي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپلې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د متحده عربي اماراتو د مشر ډيپلوماټیک سلاکار انور قرقاش تېره ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته رسېدلی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سره یې لیدلي دي او د ټرمپ لیک یې ایران ته سپارلی دی.
خو په دغه خبرپاڼه کې د ټرمپ د لیک په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه لوریو په دغه لېدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمې او نړۍ کې د وروستیو بدلونونو په تړاو خبرې کړې دي.

هندي رسنۍ ټاېمز اف اېنډیا په خپلې یوې مقاله کې ټینګار کړی، چې پاکستان دا مهال د څلورو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو له کبله له جدي امنیتي ناورین سره مخ دی چې د تېرو څو لسیزو پرتله تر ټولو خطرناک او بې ساری بلل کېږي.
یادې رسنۍ ویلي، چې په پاکستان کې د «ټيټيپي»، د پلوڅ بېلتون پالو، داعش خراسان څانګې او د افغان طالبانو غیر مستقیم نفوذ په یاد هېواد کې وسلهوالې شخړې زیاتې کړې دي.
که څه هم یادې ډلې جلا جلا موخې لري؛ خو په ګډه یې د پاکستان امنیت، اقتصاد او واکمني له ګواښ سره مخ کړې ده.
د نړۍوال ترهګرۍ شاخص د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله مرګ ژوبله ۴۵ سلنه زیاته شوې ده.
د ۲۰۲۳ کال پرتله چې ۷۴۸ کسان وژل شوي وو، دغه شمېره په ۲۰۲۴ کال کې ۱۰۸۱ کسانو ته رسېدلې ده.
د افغان طالبانو رول؛ ټيټيپي ته خوندي پناه ځایونه ورکول
د ټاېمز اف اېنډیا د مقالې له مخې، که څه هم افغان طالبان په مستقیم ډول پاکستان نه په نښه کوي؛ خو د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د مالي او لوژستیکي ملاتړ تورونه پرې لګول شوي دي.
دغه وسلهواله ډله چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له واکمنۍ راهیسې زړوره شوې، په پاکستان کې یې خپل بریدونه چټک او پراخ کړي دي.
ډیورنډ کرښه د «ټيټيپي» جنګیالیو لپاره لوژستیکي مرکز ګرځېدلې.
د ملګرو ملتونو یوه وروستۍ څېړنه چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشتې کې خپره شوې، ښيي چې افغان طالبانو «ټيټيپي» ته اجازه ورکړې چې په کونړ او ننګرهار کې خپل روزنیز کمپونه پرانیزي. همدا لامل دی، چې دغه ډله نه یوازې بیا تنظیم شوې؛ بلکې خپل مرګوني بریدونه یې هم زیات کړي دي.
د وسلهوالو ډلو همکاري؛ پاکستان ته څو اړخیز ګواښ
د هندي رسنۍ مقاله زیاتوي، اوس داسې ښکاري چې څلور وسلهوالې ډلې سره له دې چې جلا کار کوي؛ خو د پاکستان د امنیتي کمزورۍ له فرصته په ګټې اخیستو سره یې غیرمستقیمه همغږي رامنځته کړې او خپلو بریدونو ته یې زور ورکړی دی.
د پاکستاني طالبانو تحریک: په ۲۰۲۴ کال کې دغه ډله د ۵۵۸ کسانو د وژلو مسووله بلل شوې او ټولټال یې د ۴۸۲ بریدونه کړي دي.
دغه بریدونه چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی، اکثره په خیبر پښتونخوا او د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې شوي.
د «ټي ټي پي» جنګیالي له افغانستانه په ازاده توګه پاکستان ته راوړي او چریکي بریدونه کوي.
د بلوچستان ازادۍ پوځ: دغه ډله د پاکستان د دولتي تاسیساتو، امنیتي ځواکونو او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژو ته زیان رسوي.
د بلوچستان په یوه اورګاډي وروستی برید او د جنورۍ په میاشت کې په کوټه کې ځانمرګي برید چې ۲۵ کسان پکې ووژل شول؛ دا ثابته کړې چې بلوڅ بېلتون پاله ډله د پاکستان اقتصادي ګټو ته تاوان رسوي.
داعش خراسان څانګه: داعش خراسان هم خپل حضور په پاکستان کې پراخ کړی دی.
دغه ډله، چې د فرقهيي بریدونو لپاره بدنامه ده؛ (د فبرورۍ په ۲۸مه) یې د خیبر پښتونخوا په یوه دیني مدرسه کې ځانمرګی برید وکړ، چې ۶ کسان پکې ووژل شول او په وژل شویو کې د طالبانو ملاتړی یو مشهور دیني عالم مولانا حامد الحق هم شامل و.
افغان طالبان: که څه هم افغان طالبان په مستقیم ډول پاکستان ته ګواښ نه کوي؛ خو له «ټيټيپي» سره یې ملاتړ، د پاکستان امنیتي ستونزه لا پېچلې کړې ده.
اسلاماباد څو ځله له کابل غوښتي، چې د یادې وسله الې ډلې پر پټنځایونو عملیات وکړي؛ خو دغه غوښتنې تر اوسه بېځوابه پاتې دي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې نورې هم ترینګلې کړې دي.
ټاېمز اف اېنډیا خبرداری ورکړی، که پاکستان د ترهګرۍ ضد ژوره تګلاره غوره نه کړي؛ نو دا به له سختې بې ثباتۍ، اقتصادي کړکېچ او ان د ټوټه کېدو له ګواښ سره مخ شي.
په مقاله کې خبرداری ورکړل شوی، که دغه سناریو رامنځته شي؛ نو د پاکستان او سیمې په ګډون د نړۍ امنیت ته جدی ګواښونه پېښولای شي.
