ورځپاڼه زیاتوي، طالبانو چې یو وخت یې د پاکستان پراخ ملاتړ لاره؛ اوس په پراخه کچه د «ټيټيپي» ملاتړ کوي او هڅه یې دا ده، چې د دوی په څېر په یاد هېواد کې هم د «پاکستان اسلامي امارت» تر نامه لاندې حکومت رامنځته کړي.
راپور کاږي، د ایران حکومت په داسې حال کې طالبانو ته مشروعیت ورکړی چې یاده ډله په ښکاره توګه د «ټيټيپي» ملاتړ کوي او یاده ډله غواړي په پاکستان کې د «اسلامي امارت» تر چتر لاندې حکومت رامنځته کړي.
د جمهوري اسلامي ورځپاڼې په باور «ټيټيپي» هڅه کوي په پاکستان کې داسې حکومت رامنځته کړي چې د اسلامي شریعت سختدریځه تفسیر پر بنسټ ولاړ وي. دې حالت نه یوازې د پاکستان دننه امنیت ته تاوان رسولی؛ بلکې د ټولې سیمې ټیکاو یې هم له ګواښ سره مخ کړی دی.
ورځپاڼه زیاتوي، ایران هم د طالبانو له لوري له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دی.
د راپور له مخې ډېر شمېر افغانان ایران ته داخل شوي، چې ځینې یې له وسلو او مهماتو سره له پولې ور اوښتي او ادعا کېږي چې د ایران ضد دریځونه لري.
په سرمقاله کې د ایران سمنان ولایت په یوه وروستۍ پېښه کې د یوه افغان کاريګر لهخوا د یوه ایراني هټۍوال د وژل کېدو یادونه شوې.
جمهوري اسلامي ورځپاڼې زیاته کړې، چې د افغان کډوالو په منځ کې د وسلهوالو او افراطي کسانو حضور په دغه هېواد کې امنیتي اندېښنې لا زیاتې کړې دي.
د ورځپاڼې له مخې، اوسمهال د ایران څه باندې لس سلنه نفوس افغان کډوال جوړوي چې دا سلنه د ملګرو ملتونو د ثبت شویو کډوالو پرتله درې سلنه لوړه ده.
د ایران دننه کارپوهان په دې باور دي، چې د دوی حکومت د امنیتي او کډوالۍ ستونزو په حل کې پاتې راغلی.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، که دغه ګواښونه جدي ونه نیول شي؛ نو پایلې به یې نه یوازې افغانستان او پاکستان ته محدودې پاتې شي، بلکې د سیمو ټولو هېوادونو په ګډون به ایران هم له ستر امنیتي ناورین سره مخ کړي.
یاده ورځپاڼه همدا راز کاږي، هند لا تر اوسه پورې هم په دې نه دي قانع چې طالبان په رسمیت وپېژني؛ ځکه دوی باور لري چې افغانستان کې اوس هم «۲۵ ترهګرې ډلې» فعالې دي.