• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانۍ ورځپانه: طالبان غواړي په پاکستان کې هم د «اسلامي امارت» ترنامه لاندې حکومت جوړ شي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۵۷ GMT+۰

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې په خپلې وروستۍ سرمقاله کې لیکلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان اوس د سیمې لپاره د امنیتي ستونزو پر یو خطرناک مرکز بدل شوی او د ایران په ګډون یې د ګاونډیو هېوادونو امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، طالبانو چې یو وخت یې د پاکستان پراخ ملاتړ لاره؛ اوس په پراخه کچه د «ټي‌ټي‌پي» ملاتړ کوي او هڅه یې دا ده، چې د دوی په څېر په یاد هېواد کې هم د «پاکستان اسلامي امارت» تر نامه لاندې حکومت رامنځته کړي.

راپور کاږي، د ایران حکومت په داسې حال کې طالبانو ته مشروعیت ورکړی چې یاده ډله په ښکاره توګه د «ټي‌ټي‌پي» ملاتړ کوي او یاده ډله غواړي په پاکستان کې د «اسلامي امارت» تر چتر لاندې حکومت رامنځته کړي.

د جمهوري اسلامي ورځپاڼې په باور «ټي‌ټي‌پي» هڅه کوي په پاکستان کې داسې حکومت رامنځته کړي چې د اسلامي شریعت سختدریځه تفسیر پر بنسټ ولاړ وي. دې حالت نه یوازې د پاکستان دننه امنیت ته تاوان رسولی؛ بلکې د ټولې سیمې ټیکاو یې هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، ایران هم د طالبانو له لوري له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دی.

د راپور له مخې ډېر شمېر افغانان ایران ته داخل شوي، چې ځینې یې له وسلو او مهماتو سره له پولې ور اوښتي او ادعا کېږي چې د ایران ضد دریځونه لري.

په سرمقاله کې د ایران سمنان ولایت په یوه وروستۍ پېښه کې د یوه افغان کاريګر له‌خوا د یوه ایراني هټۍوال د وژل کېدو یادونه شوې.

جمهوري اسلامي ورځپاڼې زیاته کړې، چې د افغان کډوالو په منځ کې د وسله‌والو او افراطي کسانو حضور په دغه هېواد کې امنیتي اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

د ورځپاڼې له مخې، اوس‌مهال د ایران څه باندې لس سلنه نفوس افغان کډوال جوړوي چې دا سلنه د ملګرو ملتونو د ثبت شویو کډوالو پرتله درې سلنه لوړه ده.

د ایران دننه کارپوهان په دې باور دي، چې د دوی حکومت د امنیتي او کډوالۍ ستونزو په حل کې پاتې راغلی.

ورځپاڼې خبرداری ورکړی، که دغه ګواښونه جدي ونه نیول شي؛ نو پایلې به‌ یې نه یوازې افغانستان او پاکستان ته محدودې پاتې شي، بلکې د سیمو ټولو هېوادونو په ګډون به ایران هم له ستر امنیتي ناورین سره مخ کړي.

یاده ورځپاڼه همدا راز کاږي، هند لا تر اوسه پورې هم په دې نه دي قانع چې طالبان په رسمیت وپېژني؛ ځکه دوی باور لري چې افغانستان کې اوس هم «۲۵ ترهګرې ډلې» فعالې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

هندي رسنۍ: د طالبانو په ګډون ۴ وسله‌والو ډلو د پاکستان امنیت او اقتصاد له ګواښ سره مخ کړی

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۲۰ GMT+۰

هندي رسنۍ ټاېمز اف اېنډیا په خپلې یوې مقاله کې ټینګار کړی، چې پاکستان دا مهال د څلورو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو له کبله له جدي امنیتي ناورین سره مخ دی چې د تېرو څو لسیزو پرتله تر ټولو خطرناک او بې ساری بلل کېږي.

یادې رسنۍ ویلي، چې په پاکستان کې د «ټي‌ټي‌پي»، د پلوڅ بېلتون پالو، داعش خراسان څانګې او د افغان طالبانو غیر مستقیم نفوذ په یاد هېواد کې وسله‌والې شخړې زیاتې کړې دي.

که څه هم یادې ډلې جلا جلا موخې لري؛ خو په ګډه یې د پاکستان امنیت، اقتصاد او واکمني له ګواښ سره مخ کړې ده.

د نړۍوال ترهګرۍ شاخص د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله مرګ ‌ژوبله ۴۵ سلنه زیاته شوې ده.

د ۲۰۲۳ کال پرتله چې ۷۴۸ کسان وژل شوي وو، دغه شمېره په ۲۰۲۴ کال کې ۱۰۸۱ کسانو ته رسېدلې ده.

د افغان طالبانو رول؛ ټي‌ټي‌پي ته خوندي پناه ځایونه ورکول

د ټاېمز اف اېنډیا د مقالې له مخې، که څه هم افغان طالبان په مستقیم ډول پاکستان نه په نښه کوي؛ خو د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د مالي او لوژستیکي ملاتړ تورونه پرې لګول شوي دي.

دغه وسله‌واله ډله چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له واکمنۍ راهیسې زړوره شوې، په پاکستان کې یې خپل بریدونه چټک او پراخ کړي دي.

ډیورنډ کرښه د «ټي‌ټي‌پي» جنګیالیو لپاره لوژستیکي مرکز ګرځېدلې.

د ملګرو ملتونو یوه وروستۍ څېړنه چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشتې کې خپره شوې، ښيي چې افغان طالبانو «ټي‌ټي‌پي» ته اجازه ورکړې چې په کونړ او ننګرهار کې خپل روزنیز کمپونه پرانیزي. همدا لامل دی، چې دغه ډله نه یوازې بیا تنظیم شوې؛ بلکې خپل مرګوني بریدونه یې هم زیات کړي دي.

د وسله‌والو ډلو همکاري؛ پاکستان ته څو اړخیز ګواښ

د هندي رسنۍ مقاله زیاتوي، اوس داسې ښکاري چې څلور وسله‌والې ډلې سره له دې چې جلا کار کوي؛ خو د پاکستان د امنیتي کمزورۍ له فرصته په ګټې اخیستو سره یې غیرمستقیمه همغږي رامنځته کړې او خپلو بریدونو ته یې زور ورکړی دی.

د پاکستاني طالبانو تحریک: په ۲۰۲۴ کال کې دغه ډله د ۵۵۸ کسانو د وژلو مسووله بلل شوې او ټولټال یې د ۴۸۲ بریدونه کړي دي.

دغه بریدونه چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی، اکثره په خیبر پښتونخوا او د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې شوي.

د «ټي ټي پي» جنګیالي له افغانستانه په ازاده توګه پاکستان ته راوړي او چریکي بریدونه کوي.

د بلوچستان ازادۍ پوځ: دغه ډله د پاکستان د دولتي تاسیساتو، امنیتي ځواکونو او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژو ته زیان رسوي.

د بلوچستان په یوه اورګاډي وروستی برید او د جنورۍ په میاشت کې په کوټه کې ځانمرګي برید چې ۲۵ کسان پکې ووژل شول؛ دا ثابته کړې چې بلوڅ بېلتون پاله ډله د پاکستان اقتصادي ګټو ته تاوان رسوي.

داعش خراسان څانګه: داعش خراسان هم خپل حضور په پاکستان کې پراخ کړی دی.

دغه ډله، چې د فرقه‌يي بریدونو لپاره بدنامه ده؛ (د فبرورۍ په ۲۸مه) یې د خیبر پښتونخوا په یوه دیني مدرسه کې ځانمرګی برید وکړ، چې ۶ کسان پکې ووژل شول او په وژل شویو کې د طالبانو ملاتړی یو مشهور دیني عالم مولانا حامد الحق هم شامل و.

افغان طالبان: که څه هم افغان طالبان په مستقیم ډول پاکستان ته ګواښ نه کوي؛ خو له «ټي‌ټي‌پي» سره یې ملاتړ، د پاکستان امنیتي ستونزه لا پېچلې کړې ده.

اسلام‌اباد څو ځله له کابل غوښتي، چې د یادې وسله ‌الې ډلې پر پټنځایونو عملیات وکړي؛ خو دغه غوښتنې تر اوسه بې‌ځوابه پاتې دي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې نورې هم ترینګلې کړې دي.

ټاېمز اف اېنډیا خبرداری ورکړی، که پاکستان د ترهګرۍ ضد ژوره تګلاره غوره نه کړي؛ نو دا به له سختې بې ثباتۍ، اقتصادي کړکېچ او ان د ټوټه کېدو له ګواښ سره مخ شي.

په مقاله کې خبرداری ورکړل شوی، که دغه سناریو رامنځته شي؛ نو د پاکستان او سیمې په ګډون د نړۍ امنیت ته جدی ګواښونه پېښولای شي.

د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره: فوټبال د طالبانو خلاف زموږ د مقاومت وسیله ده

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپل وايي، فوټبال یوازې یوه لوبه نه ده؛ بلکې د طالبانو پر ضد د مبارزې او د ښځو د حقونو د غوښتلو یوه لاره ده.

خالدې پوپل دغه څرګندونې د اېټالیې په میلان ښار کې د «نویو زړورو اتلانو» په نامه یوې غونډې ته کړې دي.

د ښځینه‌و د فوټبال ملي لوبډلې دغه غړې په خپله وینا کې ویلي، له هغه وخت راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلې؛ ښځې له سختو محدودیتونو سره مخامخ شوې، نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي، لوبغالي د ښځو پر مخ تړل شوي او هر ډول ټولنیز فعالیتونه پرې بند شوي دي.

هغې زیاته کړه:‌« دا هر څه د دې لپاره کېږي، چې طالبان غواړي ښځې له ټولنې وباسي او غږ یې دب کړي».

خالده پوپل وایي، که څه هم یو شمېر افغان ښځې له هېواده وتلې دي؛ خو دا مانا نه لري چې مبارزه یې پای ته رسېدلې ده.

هغې وویل:« مقاومت یوازې په جګړه کې نه وي؛ بلکې هر ځای، ان د فوټبال په ډګر کې هم مبارزه کولای شو».

د ملي لوبډلې د دغې پخوانۍ لوبډلمشرې په بارو، فوټبال د افغان نجونو لپاره یوازې د ساعت تېرۍ وسیله نه وه؛ بلکې دا ورزش د هغوی د زړورتیا، خپلواکۍ او غږ پورته کولو یوه لاره و، خو طالبانو پر ښځو دغه لوبه هم بنده کړې ده.

هغې په ټینګار سره وویل‌، چې طالبانو د ښځینه فوټبالرانو لوبډلې ختمې کړې، ښځینه ورشکارانې یې وېرولي او له همدې امله ځېنې نجونې اړې شوې چې له خپل هېواده بهر د کډوالۍ ژوند غوره کړي.

خالدې پوپل اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو وضعیت لا هم خراب دی.

د هغې په خبره، د دوی پېغام روښانه دی او طالبان نشي کولای چې په دغو روانو بندیزونو د ښځو ارادې ماتې کړي؛ بلکې په کور دننه او بهر به د دغو بې عدالتیو پر وړاندې مبارزې روانې وي.

طالبانو نه یوازې پر فوټبال بلکې د کرېکټ په ګډون پر نجونو د ټولو ورزشي لوبو بندیزونه لګولي دي.

نږدې میاشت وړاندې په اسټرالیا کې د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ لوبډلې یو ځل بیا ځان راښکاره کړ او په جلاوطنۍ کې یې له ورزشي کلب سره سیالي هم وکړه.

طالبانو د خپلو افراطي بندیزونو له کبله په افغانستان کې د ورزش تر څنګ پر نجونو او ښځو د کار تر څنګ د زده‌کړو په برخه کې هم پراخ بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو دغه سختدریځي په هېواد دننه او د نړۍوالې ټولنې له لوري له توندو غبرګونونو سره مخ شوې؛ خو ملا هبت الله بیا هم خپلې سختدریځۍ ته دوام ورکړی دی.

بېنېټ: د روم له اساسنامې څخه د طالبانو وتل د هبت‌الله په اړه د هاګ محکمې څېړنه نه‌اغېزمنوي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورورکونکي ريچارډ بېنېټ له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکه کې ویلي چې د روم له اساسنامې څخه د طالبانو د وتلو پرېکړه به د دغې ډلې د لوړپوړو چارواکو په تړاو د هاګ نړۍوالې محکمې پر څېړنې اغېز ونه‌لري.

بېنېټ زیاته کړې چې د هاګ محکمې څارنوال د طالب چارواکو په هکله د بشريت پر وړاندې د جرمونو د یوې دوسیې پر څېړنې لګیا دی او د افغانستان له هغه تړون څخه د یادې ډلې وتل چې پخواني دولت منلی و، د دې څېړنې بهیر نه شي‌ درولای.

نوموړي په خپلې مرکې کې وویل: «د هغه څه پر بنسټ چې د نړۍوالې جزايي محکمې لوی څارنوال اعلان کړی، ډېر ژر به د یو شمېر طالب چارواکو د نیولو امر صادر شي.»

هغه زیاته کړه: «دا لا روښانه نه ده چې د هاګ څارنوال به څوک په نښه کړي یا په دغه نوملړ کې څوک شامل دي. موږ باید انتظار وکړو او وګورو چې څه پېښېږي.»

ریچارډ بېنېټ د طالبانو د استدلال د ردولو ترڅنګ ویلي چې افغانستان په دغې اساسنامې کې د یوه غړي هېواد په توګه شامل شوی، نه د یو ځانګړي حکومت په توګه.

هغه ټینګار کړی چې طالبان اوس د افغانستان د خاورې کنټرول په لاس کې لري او مکلف دي څو د دغه هېواد نړۍوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي.

ورته مهال، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپوروروکونکي د طالبانو ترمنځ خپل‌منځي اختلافاتو ته په اشارې ویلي، چې دا ډله یو موټی نه ده او په وینا یې، په کندهار کې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله خپل نظرونه لري، خو د دغې ډلې ځينې نور چارواکي په ځانګړې توګه د نجونو زده‌کړو په تړاو ښايي نور نظرونه ولري.

همداراز، هغه د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون په تړاو ویلي چې دغه قانون نه یوازې ښځینه، بلکې نارینه هم اغېزمنوي او زیاتوي چې دغه قانون د نارينه‌وو پر جامو او ږېرې د څارنې ترڅنګ پر رسنيو او خبريالانو يې هم پراخې اغېزې کړي دي.

بېنېټ خبرداری ورکړی چې طالب چارواکي په تدریجي او سېسټماټیک ډول د شریعت یو ځانګړی تفسیر تحمیلوي او زیاته یې کړه: «دا ډله یو ځانګړی پلان لري او د کلونو په اوږدو کې یې په تدریجي ډول پلي کوي.»

هغه منلې چې د طالبانو په زندانونو کې له ښځو سره د جنسي تېري په تړاو یې د افغانستان انټرنشنل راپور لیدلی او د دغو جرمونو په مستندولو کې یې د رسنیو د مهم رول ترڅنګ د بشري حقونو د وضعیت د دوامداره څارنې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د یادونې ده چې د نړۍوالې جزایي محکمې لوی څارنوال کریم خان د تېرې سلواغې میاشتې په څلورمه اعلان کړی و چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله او د دغې ډلې د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه یې دغې محکمې ته وړاندې کړې ده.

د مقاومت جبهه د پاکستاني ولس په غم کې ځان شریک او طالبان د سیمې د ناامنۍ مسوول بولي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۴۱ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډي د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو د وړمې ورځې برید او د مسافرو برمته‌کېدل غندلي دي.

د نوموړې جبهې د بهرنیو اړیکو رییس علي میثم نظري د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۲مه)د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې طالبان د سیمې د روانې ناامنۍ مسوول بللي دي.

هغه لیکلي دي: «موږ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر جعفر اېکسپرېس مسافروړونکي رېل‌ګاډي ترهګریز برید په کلکه غندو او له پاکستاني ولس او د قربانیانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي شریکوو.»

نظري وايي، په سیمه او ټوله نړۍ کې ترهګریزو فعالیتونو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېر شوي، ځکه چې دغې ډلې په افغانستان کې له ۲۱څخه ډېرو ترهګریزو سازمانونو ته پټن‌ځایونه ورکړي، څو په بېلابېلو هېوادونو کې بې‌ثباتۍ ته لمن ووهي.

هغه ټینګار کړی چې د دغه ناورین د ختمېدو یوازینۍ حل‌لاره د ازادۍ لپاره د افغانانو د مبارزې او د یوه «ډېموکراټیک او عادلانه افغانستان د جوړونې ملاتړ» دی.

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفه جبهه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له دې څو ساعته مخکې د پاکستان پوځ ویاند احمدشریف چوهدري ادعا کړې وه، چې د برمته‌شویو کسانو د نیول‌کېدو دغه پلان په افغانستان کې د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو له‌خوا جوړ او هدایت شوی دی.

نوموړي د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو د دغه برید په تړاو د نورو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې ټول وسله‌وال په سیمه کې وژل شوي، خو زیاته یې کړه چې ځانګړي ځواکونه لا هم په سیمه کې لګیا دي تصفیه او د چاودېدونکو توکو څېړنه کوي.

شریف د بولان عملیاتو کې خپل امنیتي ځواکونه وستایل او د ترهګرۍ ضد جګړې د دوام اعلان یې وکړ

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر د بولان عملیاتو د بریالي بشپړېدو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو له امله یې د پاکستاني پوځ او امنیتي ځواکونو ستاینه کړې ده. پاکستاني رسنیو د هغه له قوله راپور ورکړی، چې د دې هېواد سرتېرو او افسرانو په دې عملیاتو کې «مېړانه او زړورتیا» ښودلې ده.

نوموړي دغه راز ویلي: «د بې‌ګناه خلکو د ژوند او مال زیانمنونکي نه له اسلام سره اړیکه لري او نه هم له دې هېواد سره. موږ هوډ لرو چې د بې‌ګناه خلکو برید کوونکي به په هر ډګر کې ماتوو او تر هغه چې په هېواد کې ترهګري له‌منځه نه وي وړل شوی، زموږ جګړه به روانه وي.»

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې شهباز شریف به نن د بلوچستان د خلکو سره د یووالي د څرګندولو لپاره دغه ایالت ته سفر وکړي.

نوموړی به د امنیتي وضعیت د ارزونې غونډې مشري هم وکړي.

له دې وړاندې، د شهباز شریف له لوري په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوي بیان کې راغلي وو، چې پر جعفر اېکسپریس بریدونه د پاکستان د سولې هوډ نه شي کمزوری کولی.

نوموړي ویلي و، چې د عملیاتو پر مهال لسګونه ترهګر له منځه وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د بلوچستان له وزیراعلی سرفراز بګټي سره یې اړیکه نیولې او هغه د جعفر اېکسپریس پر ترهګریز برید د وروستیو حالاتو په اړه معلومات ورکړي.

شهباز شریف وویل، چې ټول ملت د دې ناوړه عمل او د بې‌ګناه خلکو د ژوند د ضایع کېدو له امله غمجن او خواشینی دی.

څو ساعته مخکې د پاکستان پوځ وویل، چې په بلوچستان ایالت کې د جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډي د برمته‌شویو کسانو د ژغورنې عملیات په بریالي ډول پای ته رسېدلي او زیاتوي، چې په دغه رېل‌ګاډي کې ټول بلوڅ بیلتون‌غوښتونکي وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویاند احمدشریف چوهدريویلي، بریدګرو د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر مسافر د انساني ډال په توګه کارول او د برمته‌شویو کسانو په منځ کې یې ځانمرګي بریدګر ځای‌پر‌ځای کړي وو، چې دغه کار د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړل.

چوهدري زیاته کړې: «د امنیتي ځواکونو نښه‌ویشتونکو وکولال شول چې ځانمرګي بریدګر ووژني. د عملیاتو په پایله کې ۳۳ وسله‌وال وژل شوي او کوم برمته‌شوي کس ته زیان نه دی رسېدلی. د تصفیوي عملیاتو له پیلېدو مخکې د بلوڅ وسله‌والو له خوا ۲۱ مسافر وژل شوي وو.»