• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین: د خپلو غوښتونو پر بنست له اوکراین سره لنډمهاله اوربند ته چمتو یو

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چمتو دی له اوکراین سره د لنډمهاله اوربند موافقه وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې دا توافق باید د روسیې د غوښتنو پر بنسټ وي. پوتین وویل: «موږ د اوربند وړاندیز منو، خو دا اوربند باید دایمي سولې ته لار هواره کړي.»

نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) د بلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره په یوه ګډه خبري کنفرانس کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې داسې سوله باید د شخړې «اصلي رېښې» حل کړي.

پوتین تر دې وړاندې څو ځله د موقتي اوربند وړاندیزونه رد کړي، تر څو چې ورته تضمین نه وي ورکړل شوی، چې اوکراین به ناټو ته نه ننوځي او روسیه به د اوکراین نیول شوي سیمې بېرته ونه سپاري.

روسي ځواکونو درې کاله جګړې راهیسې، د اوکراین شاوخوا پنځمه برخه خاوره تر کنټرول لاندې لري. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې غواړي دا جګړه پای ته ورسوي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، هیله لري چې کریملین د امریکا د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومني، هغه وړاندیز چې اوکراین یې هم ملاتړ کړی دی.

پوتین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ له هڅو مننه وکړه.

نوموړي وویل، ښایي د سولې د موافقې په اړه له ټرمپ سره خبرې وکړي. پوتین وویل: «موږ له سوله‌ییزو لارو د دې شخړې د پای ته رسولو نظر ته درناوی لرو.»

هغه زیاته کړه چې لا هم «جدي پوښتنې» موجودې دي، لکه د اوربند د تطبیق څرنګوالی او دا چې څوک به پرې نظارت کوي.

ورته مهال د ټرمپ ځانګړی استازی ستیو ویتکاف د پنجشنبې په ورځ مسکو ته ورسېد، ترڅو د دې موضوع په اړه خبرې وکړي. روسیې چارواکو هم ویلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار، مایک والتز، د چهارشنبې په ورځ د اوربند د وړاندیز جزییات وړاندې کړل او روسیه د خبرو لپاره چمتو ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د واین او شامپاین اقتصادي جګړه؛ ټرمپ وايي چې د اروپا پر ټولو شرابو ۲۰۰ سلنه تعرفې لګوي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که اروپايي اتحادیه پر امریکايي واین وضع شوې تعرفه بېرته وانخلي، نو واشنګټن به د اروپا له ټولو شرابو، شامپاین او نورو الکولي محصولاتو ۲۰۰ سلنه ګمرکي مالیه واخلي.

د ټرمپ دا خبرداری داسې مهال دی، چې اروپايي کمېسیون اعلان کړی له اپرېل میاشتې څخه به پر۲۶ میلیارده یورو (۲۸میلیارده ډالره) ارزښت لرونکو امریکايي محصولاتو د ګمرکي تعرفو پلي کول پیل کړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپله ټروت رسنۍ کې لیکلي، «اروپايي اتحادیې، چې په نړۍ کې یوه تر ټولو ظالمانه او استثماري مالیاتي ادارو ده، د امریکا پر واین ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده. که دا تعرفه ژر تر ژره لرې نه شي، نو موږ به پر ټولو اروپايي شرابو، شامپاین او نورو الکولي محصولاتو ۲۰۰ سلنه مالیه وضع کړو».

د یورو سټاټ له مخې، تېر کال امریکا ته د اروپايي اتحادیې د شرابو صادرات ۴.۹ میلیارده یورو وو، چې د اتحادیې د ټولو شرابو د صادراتو ۲۹ سلنه برخه جوړوي. له دې صادراتو نږدې نیمايي د فرانسې او ۴۰ سلنه د ایټالیا وو.

د اروپايي کمېسیون یوه ویاند ویلي چې اتحادیه لا هم مذاکراتو ته چمتو ده او غواړي د ګمرکي تعرفو شخړه له اقتصادي زیان پرته حل کړي.

د ټرمپ د تعرفو د سیاستونو له امله د پانګوالو، مصرفوونکو او سوداګریزو شرکتونو اندېښنې زیاتې شوې، چې دا چاره ممکن اقتصادي بې‌ثباتي رامنځته کړي.

د ټرمپ د ګمرکي مالیو تهدید د امریکا او اروپايي اتحادیې ترمنځ د سوداګریزو شخړو نوی فصل پرانیزي.

د خیبر پښتونخوا په جنډوله کې پر پاکستاني ځواکونو ځانمرګی برید شوی

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت د ټانک ولسوالۍ په جنډوله سیمه کې د سرحدي ملیشه ( ایف سي) ځواکونو پر مرکز موټربم ځانمرګی برید شوی.

محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه ځانمرګی برید د جنوبي وزیرستان او ټانک ولسوالۍ په اتصالي نقطه جنډوله کې د پاکستان د ملیشه ځواکونو پر یوه مرکز شوی.

بریدګرو لومړی د امنیتي ځواکونو پر مرکز د موټربم برید کړی او وروسته یې لاس په لاس جګړه کړې ده.

د پاکستان د پوځ اړوند اکاونټونو د پېښې ویډیو خپره کړې، چې پر لاره او سړک د جنګیالیو مړي پکې لیدل کیږي.

اړوندې سرچینې وايي، چې بریدګر مرکز ته له ننوتلو وړاندې ټول وژل شوي دي.

دغه برید په ځايي وخت دوه بجې شوی دی.

تر اوسه پاکستاني چارواکو ددغه برید د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی په ډاګه کړی.

پوتین له اوکراین سره تر اوربند وړاندې د روسیې پوځي برلاسی ټینګوي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۲۵ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې پوځي جامې یې اغوستې وې، د لویدیزې روسیې په کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو د ژر تر ژره ماتولو امر وکړ. دا پیغام د اوکراین پر سر له واشنګټن سره د خبرو اترو پیلېدو په درشل کې امریکا ته ښيي چې مسکو لا هم پوځي ابتکار په لاس کې لري.

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د روسیې پرمختګونو او د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، دا اندېښنې راپارولې چې د لویدیز له ملاتړه برخمن کیېف ښايي جګړه وبایلي.

ټرمپ، چې ځانګړی استازی یې سټیو وټکوف په پام کې لري په مسکو کې له پوتین سره وګوري، په سپینه ماڼۍ کې وویل چې هیله لري کریملین د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومني. اوکراین ددغه اوربند ملاتړ کړی دی.

د ټرمپ له څرګندونو څو ساعته وروسته کریملین یوه ویډیو خپره کړه چې پوتین پکې په برګ پوځي یونیفورم کې د روسیې لویدیز کورسک سیمې ته سفر کوي، چېرې چې روسي ځواکونو د چټک برید په ترڅ کې پرمختګ کړی دی.

پوتین وویل: « زموږ دنده په نږدې راتلونکي کې، په لنډ ممکن وخت کې، دا ده چې په کورسک سیمه کې میشت دښمن پرېکنده مات کړو». هغه زیاته کړه: « او البته، موږ اړتیا لرو چې د دولتي پولو په اوږدو کې د امنیتي زون رامنځته کولو په اړه فکر وکړو».

د ۲۰۲۲ کال په پیل کې د روسیې له یرغل راهیسې سلګونه زره کسان وژل شوي او ټپیان شوي، میلیونونه خلک بې ځایه شوي، ښارونه ویجاړ شوي او د مسکو او لویدیز ترمنځ تر ټولو لویه شخړه رامنځته شوې ده.

د ۲۰۲۴ کال په اګست کې اوکرایني ځواکونو پر کورسک سیمې برید وکړ، چې دا له۱۹۴۱ کال راهیسې پر روسیې تر ټولو ستر برید ګڼل کیږي.

اوسمهال اوکرایني ځواکونه په کورسک کې له ۲۰۰ مربع کیلومترو کمه سیمه کنټرولوي، چې د تیر اوړي په پرتله خورا کمه شوې ده.

پوتین به نن د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د بیلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره خبرې وکړي او د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې ښايي د اوربند وړاندیز په اړه څرګندونې وکړي.

متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ له اوکراین سره د وسلواو استخباراتي معلوماتو شریکولو همکاري بېرته پیل کړې.

د روسیې لوړپوړو سرچینو رویټرز ته ویلي چې پوتین به له هر ډول اوربند څخه مخکې ډاډ ترلاسه کړي.

د جون په میاشت کې پوتین د سولې لپاره خپل شرایط وړاندې کړل چې اوکراین باید په رسمي ډول د ناټو غړیتوب پرېږدي او خپل ځواکونه له هغو څلورو سیمو وباسي چې روسیې خپلې کړې دي.

برېټانیا: روسیه هڅه کوي، په مسکو کې د برېټانیا سفارت وتړي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۰۹ GMT+۰

برېټانیا د چهارشنبې په ورځ د روسیې له لوري د خپلو دوو ډېپلوماټانو د شړلو په غبرګون کې، په لندن کې د روسیې سفیر احضار کړ او د یوه روسي ډېپلوماټ اعتبار لیک یې هم لغوه کړ. د برېټانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روسیه فعاله هڅه کوي چې په مسکو کې د دوی سفارت وتړي.

روسیې د دوشنبې په ورځ د (کب ۲۰مه) دوه برېټانوي ډېپلوماټان په جاسوسۍ تورن کړل او هغوی ته یې امر وکړ چې د دوو اونیو دننه له روسیې څخه ووځي.

برېټانیا بیا دغه تورونه بې بنسټه بللي دي.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ د (کب ۲۲مه) وویل:« پرته له دې چې د دې کار ګواښونکو پایلو ته پام وکړي، روسیه په فعاله ډول هڅه کوي چې په مسکو کې د برېټانیا سفارت وتړي».

برېټانیا ویلي، دغه ډېپلوماټیکه لانجه باید ختمه شي او له روسیې یې هم غوښتي چې دغه کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

همداراز برېټانیا خبرداری ورکړی، که روسیه نورې پاروونکې کړنې ترسره کړي؛ نو مناسب غبرګون به وښيي او اجازه به ور نه کړي چې د دوی ډېپلوماټان او سفارتي کارکوونکي وډارول شي.

په لندن کې د روسیې سفارت تر اوسه د برېټانیا د دغې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

د مسکو او لندن ډېپلوماټیکې اړیکې د اوکراین جګړې او د برېټانیا له لوري د کېیف د پوځي ملاتړ له امله ترینګلې شوې دي.

دغه کړکېچ وروسته له هغې نور هم زیات شو، چې د برېټانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر اعلان وکړ چې غواړي د بریټانیا سوله ساتي ځواکونه اوکراین ته واستوي.

تر دې وړاندې هم دواړو هېوادونو د یو بل ډېپلوماټان شړلي وو.

تېر کال روسیې یو بریتانوی ډېپلوماټ شړلی و او تېره میاشت برېټانیا هم یو روسی ډېپلوماټ له خپل هېواده اېستلی و.

هندي رسنۍ: د طالبانو په ګډون ۴ وسله‌والو ډلو د پاکستان امنیت او اقتصاد له ګواښ سره مخ کړی

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۲۰ GMT+۰

هندي رسنۍ ټاېمز اف اېنډیا په خپلې یوې مقاله کې ټینګار کړی، چې پاکستان دا مهال د څلورو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو له کبله له جدي امنیتي ناورین سره مخ دی چې د تېرو څو لسیزو پرتله تر ټولو خطرناک او بې ساری بلل کېږي.

یادې رسنۍ ویلي، چې په پاکستان کې د «ټي‌ټي‌پي»، د پلوڅ بېلتون پالو، داعش خراسان څانګې او د افغان طالبانو غیر مستقیم نفوذ په یاد هېواد کې وسله‌والې شخړې زیاتې کړې دي.

که څه هم یادې ډلې جلا جلا موخې لري؛ خو په ګډه یې د پاکستان امنیت، اقتصاد او واکمني له ګواښ سره مخ کړې ده.

د نړۍوال ترهګرۍ شاخص د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله مرګ ‌ژوبله ۴۵ سلنه زیاته شوې ده.

د ۲۰۲۳ کال پرتله چې ۷۴۸ کسان وژل شوي وو، دغه شمېره په ۲۰۲۴ کال کې ۱۰۸۱ کسانو ته رسېدلې ده.

د افغان طالبانو رول؛ ټي‌ټي‌پي ته خوندي پناه ځایونه ورکول

د ټاېمز اف اېنډیا د مقالې له مخې، که څه هم افغان طالبان په مستقیم ډول پاکستان نه په نښه کوي؛ خو د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د مالي او لوژستیکي ملاتړ تورونه پرې لګول شوي دي.

دغه وسله‌واله ډله چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له واکمنۍ راهیسې زړوره شوې، په پاکستان کې یې خپل بریدونه چټک او پراخ کړي دي.

ډیورنډ کرښه د «ټي‌ټي‌پي» جنګیالیو لپاره لوژستیکي مرکز ګرځېدلې.

د ملګرو ملتونو یوه وروستۍ څېړنه چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشتې کې خپره شوې، ښيي چې افغان طالبانو «ټي‌ټي‌پي» ته اجازه ورکړې چې په کونړ او ننګرهار کې خپل روزنیز کمپونه پرانیزي. همدا لامل دی، چې دغه ډله نه یوازې بیا تنظیم شوې؛ بلکې خپل مرګوني بریدونه یې هم زیات کړي دي.

د وسله‌والو ډلو همکاري؛ پاکستان ته څو اړخیز ګواښ

د هندي رسنۍ مقاله زیاتوي، اوس داسې ښکاري چې څلور وسله‌والې ډلې سره له دې چې جلا کار کوي؛ خو د پاکستان د امنیتي کمزورۍ له فرصته په ګټې اخیستو سره یې غیرمستقیمه همغږي رامنځته کړې او خپلو بریدونو ته یې زور ورکړی دی.

د پاکستاني طالبانو تحریک: په ۲۰۲۴ کال کې دغه ډله د ۵۵۸ کسانو د وژلو مسووله بلل شوې او ټولټال یې د ۴۸۲ بریدونه کړي دي.

دغه بریدونه چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر دی، اکثره په خیبر پښتونخوا او د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې شوي.

د «ټي ټي پي» جنګیالي له افغانستانه په ازاده توګه پاکستان ته راوړي او چریکي بریدونه کوي.

د بلوچستان ازادۍ پوځ: دغه ډله د پاکستان د دولتي تاسیساتو، امنیتي ځواکونو او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژو ته زیان رسوي.

د بلوچستان په یوه اورګاډي وروستی برید او د جنورۍ په میاشت کې په کوټه کې ځانمرګي برید چې ۲۵ کسان پکې ووژل شول؛ دا ثابته کړې چې بلوڅ بېلتون پاله ډله د پاکستان اقتصادي ګټو ته تاوان رسوي.

داعش خراسان څانګه: داعش خراسان هم خپل حضور په پاکستان کې پراخ کړی دی.

دغه ډله، چې د فرقه‌يي بریدونو لپاره بدنامه ده؛ (د فبرورۍ په ۲۸مه) یې د خیبر پښتونخوا په یوه دیني مدرسه کې ځانمرګی برید وکړ، چې ۶ کسان پکې ووژل شول او په وژل شویو کې د طالبانو ملاتړی یو مشهور دیني عالم مولانا حامد الحق هم شامل و.

افغان طالبان: که څه هم افغان طالبان په مستقیم ډول پاکستان ته ګواښ نه کوي؛ خو له «ټي‌ټي‌پي» سره یې ملاتړ، د پاکستان امنیتي ستونزه لا پېچلې کړې ده.

اسلام‌اباد څو ځله له کابل غوښتي، چې د یادې وسله ‌الې ډلې پر پټنځایونو عملیات وکړي؛ خو دغه غوښتنې تر اوسه بې‌ځوابه پاتې دي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې نورې هم ترینګلې کړې دي.

ټاېمز اف اېنډیا خبرداری ورکړی، که پاکستان د ترهګرۍ ضد ژوره تګلاره غوره نه کړي؛ نو دا به له سختې بې ثباتۍ، اقتصادي کړکېچ او ان د ټوټه کېدو له ګواښ سره مخ شي.

په مقاله کې خبرداری ورکړل شوی، که دغه سناریو رامنځته شي؛ نو د پاکستان او سیمې په ګډون د نړۍ امنیت ته جدی ګواښونه پېښولای شي.