• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیوزویک جاپان: اویغور جنګیالي د چین او طالبانو له تودو اړیکو اندېښمن دي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۰۸ GMT+۰

نیوزویک جاپان وايي، د طالبانو او چین د اړیکو پیاوړتیا د هغو اویغوریانو اندېښنې زیاتې کړي، چې د چین له ظلم څخه افغانستان ته تښتېدلي دي. ډېر کسان ویریږي چې ښايي بېرته چین ته واستول شي.

یاده رسنۍ په یوه تحلیل کې وايي، د ټرمپ ادارې پرېکړه چې نږدې ټولې بهرنۍ مرستې وځنډوي، ښايي په افغانستان کې د چین مخ پر وده نفوذ نور هم چټک کړي.

د اویغور بیلتونپالو له تېرو شلو کلونو راهیسې له افغان حکومت او ناټو ځواکونو سره د جګړې پر مهال د طالبانو ملاتړ کړی، خو اوس د بدلون نښې ښکاري.

طالبانو له ډېرې مودې راهیسې د ختیز ترکستان اسلامي تحریک (ETIM) غړو ته د استوګنې او قاچاق اسانتیاوې برابرې کړې دي. په بدل کې اویغور بېلتونپالو طالبانو ته مالي ملاتړ برابر کړی او جنګیالي یې ورکړي دي.

نیوزویک جاپان وايي، بل‌خوا چین له طالبانو سره خپلې اړیکې هغه مهال لا پسې پراخې کړې چې دوی په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل. طالبانو تمه درلوده چې چین به ددوی پراخ سیاسي او اقتصادي ملاتړ وکړي، خو بیجنګ یوازې پر هغو برخو تمرکز وکړ چې د دوی اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو ته ګټه رسولی شي.

د یادې رسنۍ د تحلیل له مخې، په تېرو درې نیمو کلونو کې د چین دولتي شرکتونو په افغانستان کې پراخ حضور موندلی دی. همداراز، د چین حکومت طالبانو ته د نړیوال ملاتړ زمینه برابره کړې او خپل نفوذ یې پیاوړی کړی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر څرګنده کړې: « موږ به هیڅ ځواک ته اجازه ورنه کړو چې د چین پر ضد کوم زیانناک عمل ترسره کړي». د رسنۍ په باور، دا څرګندونې په دې معنا دي چې طالبان د اویغور جنګیالیو پر ضد د چین غوښتنو ته غاړه ږدي.

نیوزویک جاپان د افغانستان انټرنشنل رپوټ ته له اشارې پرته ویلي، چې د رسنیو د رپوټونو له مخې د ختیز ترکستان اسلامي تحریک غړي د بدخشان له شمال‌ختیزې سیمې نه لویدیز ولایت هرات او نورو سیمو ته انتقال شوي دي.

افغانستان انټرنشنل څه موده وړاندې د خپلو سرچینو په حواله رپوټ ور کړی و، چې اویغور جنګیالي د هرات ولایت شیندنډ او نورو سیمو ته لیږدول شوي دي.

خود رسنۍ په باور، د افغانستان دننه سرچینې وایي چې د طالبانو له خوا پر چین بې‌باوري موجوده ده.

د دې بې‌باورۍ لامل دا دی چې چینايي چارواکي د طالبانو حکومت ته د رسمي مشروعیت ورکولو یا د هغوی د تمې مطابق مالي مرستې ته زړه نه ښه کوي. د چین تمرکز یوازې پر سوداګرۍ، د « یو کمربند، یوه لار» پروژې پر وده، او د ختیز ترکستان اسلامي تحریک پر ځپلو دی.

نیوزویک جاپان وايي، بل‌خوا د داعش-خراسان څانګه له اویغور وسله‌والو ډلو سره د اړیکو پیاوړي کولو هڅه کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر پر۲۱مه په کندوز کې په یوه جومات کې ځانمرګی برید وشو، چې شاوخوا ۷۰ کسان یې ووژل او تر ۱۴۰ زیات نور یې ټپیان کړل. د داعش په اعلامیه کې د بریدګر نوم محمد الایغوري یاد شوی و، چې د هغه د اویغوري اصل ښکارندویي کوي.

همداراز، د جنورۍ پر۲۵مه تخار ولایت کې یو چینايي وګړی ووژل شو. د دغه برید مسوولیت داعش ومانه، خو د یادې رسنۍ په وینا، بریدګر د ختیز ترکستان اسلامي تحریک غړی و. یاده رسنۍ وايي، د دواړو ډلو ترمنځ یوه موافقه موجوده ده، چې که ختیز ترکستان اسلامي تحریک پر چینایانو یا د چین پر ګټو برید وکړي، نو داعش به یې مسوولیت اخلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د اورګاډي پېښې په تړاو د پاکستان د پوځ د ویاند تورونه رد کړل

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د پاکستان د بلوچستان ایالت د اورګاډي برید د تړاو په اړه د پاکستان د پوځ تورونه رد کړل.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ، د کب پر ۲۳ مه په یوه اعلامیه کې پاکستان ته په دې خبره ټینګار کړی چې د « غیرمسوولانه څرګندونو پرځای» د خپلو داخلي امنیتي ننګونو حل ته پام وکړي.

اعلامیه وايي، « له پاکستاني لوري غواړو چې د داسې غیر مسوولانه څرګندونو پر ځای د خپلو امنیتي او کورنیو ستونزو اواري ته ځیر شي».

په اعلامیه کې په ټینګار سره ویل شوي چې د بلوڅ اپوزیسیون هیڅ غړی په افغانستان کې نشته او نه هم دوی کله له طالبانو سره کومه اړیکه لرلې ده.

اعلامیه زیاتوي، « هیڅ بلوڅ مخالف په افغانستان کې نشته او نه یې کله هم له اسلامي امارت سره اړیکې لرلې دي».

دغه برید چې د بلوچستان په بولان ایالت کې د مساپرو پر یوه اورګاډي جعفر ایکسپریس شوی، پاکستان یوځل بیا د بلوڅ بیلتونپالو د فعالیت له اړخه اندېښمن کړی.

طالبانو د بې ګناه خلکو د وژل کېدو په اړه خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د سیاسي موخو لپاره د ملکي وګړو قرباني کول «د توجیه وړ»نه دي.

طالبانو په دې اعلامیه کې د بلوڅ جنګیالیو لپاره د بلوڅ اپوزیسیون اصطلاح کارولې ده.

پرون د پاکستان پوځ ویاند احمدشریف چوهدري ادعا کړې، چې د برمته‌ شویو کسانو د نیول‌کېدو دغه پلان په افغانستان کې د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو له‌خوا جوړ او هدایت شوی دی.

هغه ویلي و، چې «بریدګر د تصفیوي عملیاتو پرمهال د سټلایټ ټېلیقون له لارې په افغانستان کې له خپلو پلان‌جوړوونکو او هدایت‌کوونکو سره په اړیکه کې وو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان هم نن د یوې خبري ناستې پر مهال ویل، چې په بلوچستان کې پر جعفر اکسپریس اورګاډي برید کې هند لاس درلود او بریدګر د برید پرمهال په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره هم په اړېکه کې وو.

د بلوڅ ازادۍ پوځ د سې شنبې په ورځ له کوټې څخه پېښور ته تلونکي اورګاډي باندې برید وکړ او له څلور سوه زیات مساپر یې یرغمل کړل.

د کانونو په بدل کې؛ یوه جرمنۍ کمپنۍ په سړک رغونه کې ۴۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د عامه فوایدو وزارت وايي، «ترستکو میډل ایسټ» جرمني شرکت د کانونو په بدل کې د افغانستان د سړکونو رغونې په برخه کې د ۴۰۰ میلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. طالبانو ويلي، چې له مشرتابه سره تر مشورو او منظورۍ وروسته به له دغه شرکت سره قرار داد وشي.

د طالبانو ټولګټو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یوه جرمني شرکت مشر دوکتور محمد درخشان د دوی له وزیر محمدعیسی ثاني سره د کانونو په بدل کې د سړکونو د رغولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو دغه وزارت وايي، دوی دامهال د غور – هرات او بادغیس – فاریاب سړکونو د رغولو پلان لري.

طالبان په پرله پسې توګه د سړکونو د رغېدو خبرونه ورکوی خو لا هم د افغانستان لويې لارې د پخوا په څېر ویجاړې او نژدې هره ورځ پرې مرګونې ترافيکي پيښې کیږي.

ددغه شرکت او د کانونو د ورکړې او سړک رغونه کې د پانګونې په تړاو نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

واک ته د دغه ډلې له رسېدو را وروسته دوی له یو شمېر بهرنيو شرکتونو په خاص ډول چینايانو سره د کانونو د کېندونو او استخراج په برخه کې ډېر قراردادونه کړي.

اصف: د بولان عملیاتو پرمهال هندي رسنیو، پي‌ټي‌ای او په افغان خواله رسنیو کې یوه ژبه کارېده

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۳۳ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې ده، چې د بلوچستان د عملیاتو پرمهال هندي رسنیو، تحریک انصاف او د افغانستان په خواله رسنیو کې یوه ژبه کارېده.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي:« کله چې د هېواد یو سیاسي ګوند د ترهګرو ژبه کاروي او په سخت وخت کې د هېواد د ساتونکو د ملاتړ پر ځای د واک څخه د بې برخې کېدو له امله په خواله رسنۍ کې مخالفه ژبه کاروي؛ نو باید له سیاسي ګټو هاخوا ملي یووالي وښیو.»

تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند احمدشریف چوهدري هم ادعا کړې وه، چې د برمته‌ شویو کسانو د نیول‌ کېدو دغه پلان په افغانستان کې د بلوڅ بېلتون‌ غوښتونکو له‌خوا جوړ شوی و.

د هغه په ​​وینا:« بریدګر د تصفیوي عملیاتو پرمهال د سټلایټ ټېلیفون له لارې په افغانستان کې له خپلو پلان‌ جوړوونکو او هدایت‌ کوونکو سره په اړیکه کې وو.»
د پاکستان پوځ بېګا خبر ورکړ، چې په بولان کې یې د بلوځ بېلتون‌پاله ډلې ټول بریدګر وژلي او دغه عملیات پای ته رسېدلي.

د پاکستان د پوځ په وینا، د دغو عملیاتو په پایله کې ۳۳ وسله‌وال وژل شوي او کوم برمته‌ شوي کس ته زیان نه دی اوښتی او د تصفیوي عملیاتو له پیلېدو مخکې د بلوڅ وسله‌والو له‌خوا ۲۱ مساپر وژل شوي وو.

اېټالیا په افغانستان کې د کډوالو نړۍوال سازمان سره ۳ نیم مېلیونه یورو مرسته وکړه

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان خبر ورکړی، چې د اېټالیا حکومت ورسره له ګاونډیو هېوادونو د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو سره د همکارۍ په موخه ۳ نیم مېلیونه یورو مرسته کړې؛ څو افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره بشري مرستې چمتو کړي.

دغه مالي مرسته د اېټالیا د پراختیايي همکاریو ادارې له لارې ترسره شوې او تمرکز یې پر هغو کسانو دی، چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته مرستې ته اړتیا لري.

دغه مرسته داسې مهال ترسره شوې، چې ایران او پاکستان اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغان کډوالو د اېستل کېدو لپاره خپل پراخ پلانونه پلي کوي.

د بشري مرستو سازمانونه خبرداری ورکوي، چې دا ګام به د افغانستان پر پولو او هغو ولایتونو کې چې د بېرته ستنېدونکو شمېر پکې لوړ دی؛ بشري ناورین لا ډېر کړي.

د کډوالو نړۍوال سازمان د خبرپاڼې له مخې، دغه ۱۲ میاشتنۍ پروژه به د اسنادو نه لرونکو ستانه شویو افغانانو بشري، روغتیایي او د خوندیتوب اړتیاو ته رسېدنه وکړي چې تمه کېږی له ۲۵زره ډېرو زیانمنو کسانو سره به په کې مرسته هم وشي. 

خبرپاڼه زیاتوي، چې د اېټالیا دغه مرستې به له پاکستان او ایران څخه ستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو اتو مرکزونو کې ووېشل شي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، چې د دغه مرستو پر مت به دوی د راستنېدونکو کډوالو د معلوماتو خوندیتوب او ثبت سېسټم هم پیاوړی کړي.

په افغانستان کې کډوالۍ نړۍوال سازمان مشر میا پارک ویلي:« له اېټالیا سره زموږ دوامداره همکاري خورا ارزښتمنه او حیاتي ده. موږ په پر دغو مرستو د زرګونه بېرته راستنېدونکو افغانانو لاسنېوی وکړو».

هغه زیاته کړې، د اېټالیا د دغه مرستو پر مټ به وکولای شي چې د بېرته راستنېدونکو سره په بېړنیو او ننګوونکو حالاتو کې لازمې مرستې وکړي.

هغه زیاته کړې: « پر دغو مرستو به اسانتیاوې رامنځته کړو؛ څو د نورو کډوالیو او بې‌ځایه کېدو مخه ونیسو».

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې له ۱.۳ مېلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي چې ۶۷ سلنه یې په زوره له بېلابېلو هېوادونو اېستل شوي دي.

دغه سازمان وایي، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې یې له ۴۲۹ زره زیانمنو ستانه شویو کسانو ته بشري مرستې رسولې دي.

پاکستان (د مارچ تر ۳۱مې) په دغه هېواد کې ناقانونه افغان کډوالو او د ملګرو ملتونو سره ثبت کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.

په پلازمېنې اسلام اباد او بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو نیول کېدو پسې پولیسو کور په کور عملیات پیل کړي دي.

پاکستان او ایران یو له هغو هېوادونو دي، چې مېلیونونه کډوال پکې مېشت دي او په دې وروستیو کې یې د افغان کډوالو اېستل کېدو په موخه تر ټولو جدي تګارې پلي کړي دي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو پر دغو دواړو هېوادونو غږ کړی، چې له افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي او له جبري اېستلو دې ډډه وکړي.

له زده‌کړو محرومه نجلۍ؛ نړۍوال دې پر طالبانو فشار راوړي، څو ښوونځي او‌ پوهنتونونه پرانېزي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۲۱ GMT+۰

نولس تنه هغه افغان نجونې چې طالبانو یې پر زده‌کړو بندیز لګولی و؛ اوس یې د سکاټلنډ په ګلاسکو او یو شمېر نورو پوهنتونونو کې د طب په برخه کې لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړی دی. زهرا حسیني هم له دې ډلې یوه ده او اوس په دغه هېواد کې د خپل راتلونکې لپاره هلې ځلې کوي.

د هالي روډ په نامه یوې سکاټلنډۍ رسنۍ لیکلي، زهرا چې اصلاً د بامیانو ولایت ده او د هزاره قوم سره تړاو لري؛ هیله لري چې یوه ورځ د زړه جراحه شي.

هغې په کابل کې د طالبانو تر بیا واکمنیدو پورې زده‌کړې کولې؛ خو د دغه ډلې له لوري د ښوونخیو او پوهنتونونو د بندیزونو له کبله ترې زده‌کړې پاتې شوې وې.

هغه وایي، د طالبانو له لوري دغه ډول سخت محدودیتونه هغو خلکو ته هم خورا حیرانوونکي وو چې د دغه ډلې تر واکمنۍ لاندې یې تېر ځل هم ژوند کړی و.

د لېنډا نورګرو بنسټ د برېټانیایې او سکاټلنډ حکومتونو په مرسته دغو نجونو سره له خپل هېواده د وتلو په برخه کې مرسته کړې ده او اوس په بېلابېلو پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي.

د زده‌کړو د سېسټم د توپیر له امله، دوی اړې شوې چې خپلې طبي زده‌کړې له سره پیل کړي او ځینې نجونې مجبورې شوې چې خپلو کورنیو، وروڼو، خویندو او ان خپل د ژوند له شریکانو څخه هم په بېلتانه کې ژوند وکړي.

که څه هم د لېنډا نورګرو بنسټ دغه پروګرام اوس پای ته رسېدلی؛ خو د بنسټ مشر جان نورګرو ویلي، نور داسې کوم پلان نه لري چې له مخې یې افغان زده‌کړیالانې سکاټلنډ ته راولي.

هغه زیاته کړې، له افغان نجونو سره هر مرسته کوونکي ته لازمې مشورې ورکولای شي.

په همدې حال کې زهرا هیله لري، چې نړۍواله ټولنه طالبان تر فشار لاندې وساتي.

هغې وویل:« مېلیونونه نجونې له زده‌کړو محرومې دي؛ که طالبان تر فشار لاندې رانشي، د دې نجونو راتلونکی به خراب شي».

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي هم د سکاټلنډ پارلمان غونډه کې له نړۍوالو وغوښتل، چې افغان نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د سکاټلنډ لومړی وزیر جان سویني هم دغه افغان نجونې وستایلې او ویې ویل:« زده‌کړې په نړۍ کې د ازادۍ لپاره تر ټولو پیاوړې وسیله ده او زه ویاړم، چې د سکاټلنډ پوهنتونونو او د برېټانیا حکومت په همکارۍ دغه نجونې د بریالیتوب خوا ته روانې دي».

که څه هم د لېنډا نورګرو بنسټ نوی پلان نلري؛ خو جان نورګرو ټینګار وکړ چې دا مهمه ده چې برېټانیا او سکاټلنډ طالبان تر فشار لاندې وساتي، تر څو د افغان ښځو او نجونو حقونه له پامه ونه غورځول شي.

زهرا د زده‌کړو تر څنګ خپلو پخوانیو ټولګیوالو ته چې په افغانستان کې پاتې دي په انلاین توګه د انګلیسي ژبې درسونه ورکوي.

هغه وايي: «تر څو چې افغان نجونې او ښځې ازادې نشي، زه غلې نه شم پاتې کېدای.»